
يو پخواني پوځي کارپوه يو وخت ويلي وو که غواړئ جګړه وکټۍ ځان او دښمن بايد په حقيقي مانا درک کړئ ، هغه وايي که مو دا کار وکړ نو زر جګړې هم ګټلی شئ ، او که له دې دواړو مو يو هم ونه پيژانده نو هيڅکله به جګړه ونه شئ ګټلی .له بده مرغه افغان ولس نږدې څلور لسيزې کيږي چې په جګړه کې ښکيل دی ، نه د جګړې ګټونکی معلوميږي نه يې بايلونکی، يو څه چې معلوم دي هغه د جکړي دوام او د افغانانو وژل کيدل دي ،دا ځکه چې موږ په دې ټوله موده کې نه ځان پيژندلی او نه دښمن ، خو نورو بيا موږ ډير ښه پيژندلي يو ، دوی پوهيږي چې موږ ولې ؟ څنګه او د څه لپاره جګړه کوو، ځکه خو نړیوال او سيمه ييز زبرځواکونه هم چې په سيمه کې د حضور لپاره ورته د يو داسې خيالي دښمن د شتون اړتيا ده چې خپلو ولسونو ته يې د جګړې د مشروعيت لپاره پلمه کړي دوی دغه دښمنان تل زموږ په سيمه کې را پيدا کوي ځکه د دوی ګټې همدلته دي ، ورته د ودې او پرمختګ فرصتونه برابروي او بالاخره کله چې يې اهداف پوره شي په ډيره ساده توګه يې له منځه وړي. که پخوا د دوی دغه اړتيا په افغانستان کې د طالب او عربي نړۍ کې القاعدې په نامه حرکتونو پوره کوله ، نن که طالب له خپلمنځي اختلاف سره مخ دی او القاعده د نابودۍ له ګواښ سره مخامخ ده نو داعش په اسانه کولی شي په سيمه کې د طالب او القاعدې د بديل په توګه راڅرګند شي.
په عربي نړۍ کې داعش څنګه رامنځ ته شو او څنګه ورته زمينه سازي وشوه پرې خبرې نه کوو، خو يو څه چې اوس حقيت دی داعش يوه کوچنۍ ډله نه ده بلکې د اوسنۍ بريتانې د جغرافي په اندازه ځمکه باندې واکمني کوي ، اوس داعش نه بلکې اسلامي دولت دی، هغه دولت چې د يو کلي په نړۍ کې له ټولو ځانته اوسيږي د ورځي له درې تر پنځه ميليونه شا او خوا عايد هم لري دوی لا هم هڅه کوي د خپلې واکمنۍ ټغر لا پسې وغوړوي خو په افغانستان کې څنګه او ولې دغه ډله هڅه کوي ځانته د پښو ايښودلو ځاي پيدا کړي ، څو مهم فکټورنه دي چې پرې له بحث کولو وروسته پوهيږو چې ولې؟؟؟
• له هيواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو د بهير پيل او پای ته نږدې کيدل ، د طالبان په نامه د پوځي مخالف حرکت خپل منځي اختلافات او بالاخره د ملاعمر مړينه او د سولې د خبرو په اړه وروستي حرکتونه داعش هڅه وي چې په افغانستان او دې سيمه کې د طالبانو بديل شي او هغه تندروه طالبان چې غواړي خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي نو په اسانه د داعش ډلې په صفونو کې منسجم کيدلی شي چې عملا دا کار شوی هم دی.
• همدا رنګه د دغې جغرافې په اړه د ځينو احاديثو کې وړاندوينې ،چې د قيامت له علامو يوه دا هم ده چې د خراسان چې د اوسني افغانستان ځينې ولايتونه په کې راتلای شي پر ځمکه به د تورو بيرغونو والا را څرګند شي چې تاسې ورسره يوځای شئ ځکه دا الله د خليفه مهدي ډله ده ، دې ټولو دې ته فرصت برابر کړی چې داعش افغانستان ځان لپاره هدف وګرځوي.
• افغانستان او په ځانګړې توګه قبايلي سيمې چې وار دمخه طالباني حرکتونو ذهنا د ورته حرکتونو لپاره اماده کړي وي نور هم له داعش سره مرسته وکړه ، چې خپل نفوذ په دې سيمه کې پراخ کړي.
• دا چې ولې يي ننګرهار د خپلو حرکتونو د ثقل مرکز وګرځاوه ، ځکه د داعش يو ستر هدف د پولو ړنګول دي چې په لومړي ځل يي دا کار په سوريا او عراق کې ترسره کړه دلته هم دوی د ډيورڼد کرښې له منځ وړل او په همدې سيمه دې د خراسان ولايت اساسي مرکز رامنځ ته کول د دوی له مهمو اهدافو ګڼل کيږي.
داعش به د خپلو پاليسيو په چوکاټ کې حرکت کوي ، خو ځينې کړۍ چې د هيواد په نږدې تاريخ کې يي ولس ته ازموينه ورکړې په وروستيو کې د داعش وروستي حرکات پلمه کوي او په دې توګه هڅه کوي له دغې کرکجنې پديدې د ځان په ګټه استفاده وکړي، دلته څو خبرې شته چې ورته اشاره کول اړين دي .
۱- که څه هم ولسمشر کرزی په تيرو څوارلسو کالو کې د نړيوالې ټولنې په شتون کې په دې ونه توانيده چې په اصطلاح افغاني طالب ډله له حکومت سره خبرو ته کينوي او يايي هم له منځه يوسي نو له د دولت سياسي مخالفين په کوم منطق له اوسني حکومت څخه په دومره لږ وخت کې دا تمه کوي چې يو نړيواله ترهګره ډله دې بايد په يوه مياشت کې مهار کړي.
۲- د افغان حکومت په پاليسۍ کې داعش د سيمه ييز ګواښ په توګه ځای لري ، خو ګاونډي هيوادونه او په افغانستان کې د ګاونډيو هيوادونو له ورخونو خړوبيدونکي کړۍ هڅه کوي چې داعش يوه افغاني پديده وښايي ، افغان ولسمشر په روسيه کې د شانګهايي هيوادونو په ناسته کې په څرګنده وويلې چې افغانان نور د بل چا لپاره جګړه نه کوي ، داعش افغانستان ته هومره ګواښ نه دی لکه څومره چې تاسې ته ګواښ دی ، که مو راسره مرسته وکړه مخه به يي ونيول شي کنه د دوی درتګ او هدف تاسې ته ځان درسول دي.
۳- د دولت ځينې سياسي مخالفين هم په دې ورستيو کې نا امني او ځينې نور موضوعات حکومت څخه د امتياز اخستنې لپاره پلمه کوي ، که څه هم ولس په دې پوهيږي هغه چې د دولت ضد شعارونه ورکوي او مختلفي پلمې لټوي دوی همغه خلک دي چې په ډير نږدې کې يي ازموينه ورکړې او بلکې د هيواد اوسني کاوکه حالات د همدې خلکو د تيرو کړونو پايله ده .
۴- ملي امنيت ملی ګټې او ملي پاليسۍ هغه څه نه دي چې په بازار او کوڅه کې ټول دې له يوې مخې پرې قضاوت وکړي په دې برخه کې باید ځانګړي مسلکي ، مجرب او اړوند کدرونه بحثونه ، تحليلونه ، قضاوتونه او وړانديزونه په سمه او قانوني لارو د هيواد اړونده ارګانونو سره شريک کړي ، پاکستان نږدې دوه لسيزې د طالب په نامه حرکت حمايه کړ، له ډوډۍ نيولې تر معاش ، وسلې او نور هر ډول امکانات يي ورته برابر کړل ، تر دې چې په وار وار يي خپل ولسونه هم د دې سخت دريځو د ټوپک نښې وګرځولې ، خو يوه ورځ هم چا ونه ويل چې د هيواد حکومت يي طالبان حمايه کوي او د ملي ګټو خلاف عمل دی ، هند د طالبانو په وخت کې د شماله ټلواله حمايه کړه ، خو يوه ورځ هندي سياستوالو ونه ويل چې هند ولې دا کار کوي .
خو زموږ په هيواد کې ځينۍ اشخاص د خپلو شخصي ګټو د لاسته راوړنې لپاره د هيواد په ملي ګټو سترګې پټوي ټوله پړه پر حکومت ور اچوي او په دې توګه هڅه کوي په ټولنه کې خپل تير ناسم انځور پټ کړي او داسې څرګنده کړي چې همدوی دي چې د هيواد خواخوږي دي او د ولس خدمتګاران دي ، خو ولس ته اوس هر څه معلوم دي او د چا شعارونو او تمثيلونو نه غوليږي.