د لوی دراني امپراتوري (لوی افغانستان) زوال  او انګریز دسیسو پیل لا تر اوسه (9/11):

 
ځوان او پوه سفير چې د فارسي ژبى سره يې هم اشنايې درلوده .د ايران پاچا او وزيرانو له پاره يې ډيرسوغاتونه د ځان سره درلودل. استازي هيئت دوه دانې الماس، د دوه نيم سوه زرو په قيمت فتح علي شاه ته ، درې ميلونه روپى د قاجار خزانې ته ،ديرش زره توپکه ،شل توپه د ايران دولت اردو ته وبښل شول. همدارنګه د افغاني خراسان ولايت هم د خيلفه کيسې څخه جاري حکومت ته وړاندی شو
شاه زمان چې اوس يې کورنى توطيه ګران هم ځپلي او تارمارکړي وو، د پېښور په شورش باندې يې هم سوبه لاس ته راوړه، وروسته يې يو شمير سپاهيان کشميرته وليږل ترڅو هلته راولاړې او پيدا شوي ستونزې غلي او چپ کاندي ، او عين حال کې له افغاني ځواکونو څخه يو لوې لښکر جوړ او په پېښور کې يې په هراړخيز سمبالونه لاس پورې کړ.
انګليسى ښکيلاکګرو چې دې په هند کې د ځان له پاره خورا غښتلى رقيب باله ، نو د ده له پاره يې بنسټيزه چاره وسنجوله ،او ويې غوښتل چې د ده د وروڼو له رقابت او له افغانى کورنى نفاق څخه کار واخلي او خپل دا خطرناک رقيب بيخي له منځه يوسي. دا ځل د انګليسانو سياست پوهانو پام د شاه زمان شړل شوي ورور شهزاده محمود ته ور واوښت ، چې هغه وخت يې له سردارفتح خان بارکزي سره په ايران کې يو ځاى و. سرادر پاينده خان د فتح خان پلار چې د شاه زمان په امر وژل شوى وځکه نو فتح خان هم د شاه زمان له مخالفینو څخه ګڼل کيده.
د قاجار په دربارکې انګليسي سياسي مامورينو شهزاده محمود، د شاه زمان د رقيب په حيث پيژانده چې په ترټلي او پريشانه حالت له هيواده وتلى او د ايران خاورى ته يې پناه وړي وه ځکه يې دا وار محمود د قاجار پاچا فتح علي شاه په وسيله وپاراوه او سردار د فتح خان په ملګرتيا د سيستان او فراه له لارې د افغانستان خاورې ته راننووت. دوى ډير ژر سيستان ،فراه او کندهار ونيول او بيايې چې يو لوې او غښتلى پوځ تيارکړ نو د سرادر فتح خان په مشرۍ يې د کابل خواته مخه وکړه شاه زمان چې په پېښور کې د هند نيولو په تکل لښکر جوړاوه د دغه خبر په اوريدو کابل ته راغى د خپل ورور او سردار فتح خان د مخنيوى له پاره ترغزني تير شو. دواړو وروڼو لښکر د غزني او مقر تر منځ په تازي سيمه کې مخامخ شول.
مګرفتح خان په خپل سياسي کړنې سره د شاه زمان د اردو ستر قومي مشر احمد خان نورزى د پنځلس زره قومي لښکر سره د ځان پرخوا کړل او د محمود له پوځ سره يو ځای شول. شاهي لښکر په دې ډول په شاه شو. او په عين حال کې د پلازمينې وضعيت هم خړپړ و .شاه زمان په کابل کې هم پاتى نه شو.جلال اباد خواته روان شو او جګدلک ته نژدې د عاشق شينوارى کلاته يې پنا يووړه، هغه په لومړۍ کې د شاه زمان ښه هرکلى وکړ. مګرهغه وخت چې محمود پوځ د فتح خان په مشرۍ کابل ونيو، او د شاه زمان په پسى کيدلو جګدلک ته نژدې د شاه زمان قواو په (وچه پاڼه) نومي ځاې کې ماتى وخوړه او فتح خان ملا عاشق ته د شاه زمان د تسليمولو پيغام واستاوه، نو ده لومړۍ شاه زمان بندي کړ او بيا يې د فتح خان ورور اسدخان په لاس ورکړ. شاه زمان د محمود په امر په هماغه ځاى کې د اسد خان له خوا روند کړی شو او د کابل په بالاحصار کې بندي شو. حال دا چې د ده وزير وفادارخان د نورو ملګرو سره اعدام شول.
په دې ډول هغه پاچا يې له کشميرڅخه ترخراسانه، او له امو درياب سواحلو څخه ترهند سمندر پورې ستره پاچايې درلوده، د انګليس او د هغوى ګوډاګيانو په دسيسه او توطئو کولو سره د پاچايې څخه لری،او د بالاحصار په تياره زندان کې واچول شو سربيره پردې په ظالمانه توګه ړوند کړي شو. او د خداى ورکړي نعمت له ديد څخه بې برخى شو، او له دې وروسته بيا هيچا هغو فريادونو ته ځواب ونه وايه چې له نيمې وچې نه د افغان په نامه د ښکيلاک د جرړو ايستلو په نامه هند ته وربلل کيدل.
 
لیکوال –علي خان پکتیار