غزل

د ښكلو ژبې لكه سرې الوچې
ما هم څكلې څو تروې الوچې
د ډيرو زركې او ګور ګورې ليمي
ديوى سترګې لكه شنې الوچې
شې به را ټيټه او راماته به شي
څانګه شوه ټوله الوچې، الوچې
ستا په ليدو چې خوله اوبه، اوبه شوه
له ښكلي مخ دي بهيدي الوچې
وايي له رنګ سره ئي خوند نه اوړى
كلكې او مې پستې پخې الوچې