
مونږ او تاسو ټول د بحث (مناظرې) د ټکي سره څه نا څه اشنایي لرو، چې د دوه ډلو خلکو تر مینځ په یواځیتوب (یو کس د بل کس په مقابل کې) او یا هم په ډله ییز (یوه ډله دې بلې ډلې په مقابل کې) سرته رسیږي. دا شوني ده چې بحث به په ډیرو ډولونو سره ژباړل شوي وي، خو په ټول کې بحث د هغو خبرو اترو نه عبارت دی چې دوې ډلې د یوې موضوع په اړه خپل دلایل او ثبوتونه وړاندې کړي تر څو وکولای شي په هغې سره د دواړو مخالفو ډلو تر مینځ یو ذهني ځواک او پوهه را مینځ ته شي او پر بنسټ یي تګلارې غوره شي.
لیدلي به مو وي چې وګړي په هر ځای کې رسمي او غیر رسمي بحثونه کوي، لکه د ولسمشرۍ لپاره دسیاسيت پوهانو بحث، د مذهبونوپه رڼا کې د علماوو بحث، د عامو خلکو تر مینځ د ورځینې ژوند په موضوعاتو بحث او داسې نور. دا چې بحث ډير ډولونه لري، دلته به يي دوه ډولونه راواخلو چې په ښوونځیو، پوهنتونو او سیاسي ډګرونو کې ډیر تر سترګو کیږي او په هغو ټکو به رڼا واچوو چې د یوه سالم بحث لپاره باید په پام کې ونیول شي:
د ستونزو بحث:
په دې ډول بحث کې ښکیلې ډلې د اخلاقو او فلسفې په نظر کې نیولو سره دې یوې موضوع په اړه داسې پوښتنې ، ګرویږنې او شننې کوي تر څو یوه خبره (موضوع) په اثبات ورسوي چې ګواکې یا "سمه" ده او یا هم "نا سمه".
میخانیکي (میکانیزم) بحث:
په دې ډول بحث کې ښکیلې ډلې د سموالي او ناسموالي پر ځای، د شته او پیښیدونکوستونزو لپاره د حل لارې او چارې لټوي.
ډیری وګړي، چې مونږ او تاسو ورسره په ورځیني ژوند کې مخامخ کیږو او یا یي هم په ټولنیزو شبکو او مرکزونو کې وینو، د بحث د څرنګوالي او دځانګړنو سره سمه اشنايي نه لري؛ همدا لامل دی چې ډير هوښیاراو پوه کسان د خبرو او اترو په وخت کې لیدونکو او اوریدونکو (نندارچیانو) ته په زړه پورې او د پام وړ نه تمامیږي. د دوو کسانو او یا ډلو تر مینځ بحث دیر خوند لري او لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه، بحث انسان ته ذهني ځواک او پوهه وربخښي، نو له دې امله هر وګړی باید د بحث د څرنګوالي او ځانګړنو سره اشنايي ولري. ددې لپاره چې بحث په ښه دول سره سرته ورسیږي، دواړه لورې د هرو مرو لاندې ټکې له نظره نه غورځوي:
د خبرو څرنګوالی:
د خبرو کولو پر مهال هغه خوی او اخلاق دي چې په هغې سره یو څوک خپل استدلال او ثبوتونه وړاندې کوي. د بحث د بشپړ ښه والي لپاره د خبرو څرنګوالی یو بنسټیزه برخه ده، ځکه د "څرنګوالي" په نه شتون کې د موضوع توکي او ستراتیژي بې ارزښته ګڼل کیږي. مطلب دا چې په منظم ډول سره د موضوع وړاندې کول او د خبرو په وخت کې د بدن غړو داسې ښورول چې په کې مبالغه او زیاتی نه لیدل کیږي.
د خبرو چټکتیا:
په خبرو کولو کې انډول ساتل ډیر اړین دی. باید یو څوک د بحث په وخت کې ددې لپاره په یو مناسب ګړندوالي سره خبرې وکړي چې هوښیار او پر موضوع واکمن مالوم شي، خو دومره ګړندې هم نه، چې اوریدونکي او لیدونکي یي د خبرو د پیل او پای توپير نه شي کولای اونه هم سم پرې پوهیدلی شي. که خبرې په یوه منظم چټکواليسره وشي، نو ویونکی به د ډيرو موضوع ګانو د ویلو او پوښلو وړتیا ولري، ځکه په بحثونو کې دواړه ښکیلو ډلو ته د وخت ورکولو وار ډیر مهم دی. ډیر خلک به بحثونو او مرکو کې په دې وجه ناکام او یا نیمګړي پاتې کیږي، چې دوی ډیر په ورو ورو سره خبرې کوي او د وخت ادارې (ټایم منجمنټ) په ارزښت او اړینتوب نه پوهیږي.
د غږ لوړوالی، ټیتوالیاو بڼه:
ځینې وختونه په بحث کې د غږ لوړوالي، ټیټ والي او ځانګړي بڼې ته اړتیا لیدل کیږي.
د غږ لوړوالی:د بحث په وخت کې دې ته اړتیا نه لیدل کیږي چې یو سړی چیغې ووهي، ځکه د چیغو په وهلو سره یو څوک نه بحث ګټلی او نه هم هوښیار ښکاره کیدلی شي، بلکې د خپل سیال او ننداره چیانو لپاره به دده خبرې د ناکرارۍ او اریانتیا سبب وګرځي.
د غږ ټیټوالی: ځينې وختونه د بحث په وخت کې ګڼ شمېر وګړي د نظاکت او ادب له کبله ډيرې په نرمی او او ټیټوالي سره خبرې کوي. که څه هم نرمښت او د خبرو ټیټوالی په جوته د یو چا د ښه خوی څرګندونه کوي، خو په بحث کې باید چاپېریال په پام کې ونیول شي. د بحث په وخت کې باید د خبرې کوونکي خبرې دومره ټيټې نه وي چې اوریدونکي یی له سره هیڅ نه اورې.په بحث کې يو څوک هغه وخت د لويي ناکامی سره مخامخ کیږي، کوم چې اوریدونکي يي خبرې سمې و نه اوري او یا هم پرې پوه نه شي. سړی باید د یو ځآی او محل په پرتله خپل غږ اوباسي، د بحث تر شا مانا همدا ده چې مقابل لور او اوریدونکي يي په خلاصو غوږونو خبرې واورې او د نظرونو په څرګندولو یی سر خلاص شي.
د غږ بڼه: ډیرې خلک د خبرو کولو په وخت کې خپل خج (لهجه او تلفظ) ته سم پام نه کوي. د بیلګې په توګه، د خوست ولایت لهجه د قندهار او د جلال اباد سره توپیر لري؛ که چیرې یو څوک په معیاري(کتابي) پښتو خبرې پیل کړي، نو خپله د کتابي پښتو بڼه دې تر پایه وساتي، ځکه که یو څوک کله په خوستۍ لهجه خبرې کوي او بیا د خبرو اتر په مینځ کې قندهاري لهجه شروع کړي، نو اوریدونکو او کتونکو ته یو څه نه څه خندانۍ تمامیږي او د بحث کوونکي د خبرو د بڼې ارزښت له مینځه ځي. د خبرو کولو په بڼه کې د غږ ښایست ته هم اړتیا ده. که یو څوک په داسې کمزوري غږ سره خبرې کوي چې د ناروغی نښې او نښانې پکې لیدل کیږي، نو د خلکو پام ځان ته نه شي ګرځولی. ځکه په کمزوري غږ او په سپږمیو (د پوزې په سوریو) سره خبرې کول ديرې پیکه، بې خونده، او د اوریدونکو لپاره ستومانوونکي تمامیږي.
د خبرو روڼوالی (وضاحت):
په خبرو کې د دلایلو او د ثبوتونو وړاندې کولو وضاحت ته ډیره اړتیا لیدل کیږي. خبرې باید په ډیرې رڼې وشي او او اوریدونکو ته یی په ساده ډول سره په بیلګو او اخځلیکونو سره وړاندې کړي. زمونږ په ټولنو کې ډیری خلک په لوړه کچه زده کړې نه لري، نو په دې وجه ددوی سره خبرې باید په ساده ویاوو (لغتونو) سره سرته ورسیږي. که څه هم په لویو لویو لغتونو پوهیدل په خپله ژبه او یا په نورو ژبو کې (چې په پښتو کې ورته بدیل نه شته) د هوښیارۍ او زیرکتیا نښه ده، خو په یو داسې ټولنه کې چې په مانا او مفهوم یی خلک نه پوهیږي، په کار وړل (استعمالول) بې ګټې دي. فرضاً که یو څوک لوی لوی لغتونه د نورو ژبو راوخلي او اوریدونکو ته يي په خپله ژبه سم روښانه نه کړي، نو داسې شونې ده چې ننداره چیان يي د خبرو په مانا پوه نه شي او په پایله کې به خپله رایه مقابل لورې ته ورکړي.بله دا چې د خبرو کولو په وخت کې سړی باید د خپلو نورو اندیښنو او چرتونو په سلسله کې د بحث موضوع ورکه نه کړي، ځکه په دې سره په خبرو کې توله او ثبات له مینځه ځي.
وخت:
د "وخت" ویی (لغت) ته خلکو رنګ رنګ تعریفونه او صفتونه ورکړي. خو مونږ او تاسو په پښتو کې وايو، چې (وخت سره زر دی) او یا دا چې (وخت د سروزرو هم ډیر ارزښت لري) . ریښتیا هم چې وخت د سرو زر په پرتله ډير ارزښت لري، ځکه تللی وخت بیا نه راځي او ځوک چې د وخت په ارزښت نه پوهیږي، هغوی ډيرې لوی لوی فرصتونه له لاسه ورکړي. د بحث په کولو کې هم وخت ډير مهم دی؛ دواړه ډلې باید وخت په پام کې ولري او دوی ته باید یو منظم ټاکل شوی وخت ورکړل شي تر څو دوی خپل نظریات د دلایلو او ثبوتونو سره وړاندې کړي. دواړه ډلې باید د وخت طابع اووسي او د یو بل د خبرو کولو په "وخت" باندې تیری ونه کړي. یو بل ته په ورکړل شويموده کې خبرې وکړي او غوږ ونیسي. بحث کوونکي باید خپل وخت ته ډیر پام وساتي او په ټاکل شوي وخت کې باید خپلې خبرې چې د موضوع سره تړاو لري وکړي، څکه که ویونکی په نورو خبرو چې د موضوع سره تړاو نه لري سر شو، نو هرومرو به د ده ځینې اساسي خبرې نا ویلي پاتې شي او بلاخره به بحث د مقابل لورې (سیال) په ګټه تمام شي. په بحث کې د سیال وار او وخت ته درناوی شرط دی، او یو څوک باید د بل چا په "وخت"لاسونه راتاو نه کړي.
د خبرو اترو په وخت کې یاداښت اخیستنه او پام کول:
د بحث په وخت کې بهتره دا ده چې مقابل لوري د ویونکي د خبرو څخه د ځان لپاره یاداښت (نوټ) ولیکي او یا یي هم په ذهن کې وساتي، ځکه چې مقابل لوری کولای شي د هغې یاداښتونو پر بنسټ خپلو نیوکو او ځوابونو ته دوام ورکړي او په اصلي موضوع ټول تمرکز وساتي؛ کله چې د مقابل لورې خبرې سمې یاداښت نشي نو داسې شونې ده چې د هغې ډیر خبرې به بې ځوابه پاتې شي. د بحث کولو په وخت کې د مقابل لورې نه د هغې د تیرو خبرو په اړه پوښتنه کول نه یواځې د وخت ضایع کول دي بلکې د بحث کوونکي په ضعف باندې هم دلالت کوي. د بحث کولو په وخت کې سړې باید خپل سیال ته ټول پام واړوي او د هغې هره خبره او نیوکه وشنې او په مخکې يي ورته ځواب ولري.
علاوه پر دې، بحث کوونکي باید نندراچیانو ته هم پاملرنه وکړي او ددوی سره د سترګو اړیکي وساتي؛ په بحث کې باید پام د سیال او د نندراچیانو په خوا وي، نه دا چې سړی کله ښکته ګوري او کله پورته، ځکه د اروا پوهنې له مخې، داسې کسان چې د خبرو کولو په وخت کې ایخوا دیخوا ګوري، یا خو دروغ وايي او یا دا چې د مضمون په اړه بشپر مالومات نه لري. همدا وجه ده چې ښه بحث کوونکي د خپل سیال او نندراچیانو سره په زوړورتیا سره مخامخ خبرې کوي او داوړو توجه د ځان لپاره اړین بولي.
مضمون او د هغې توکي:
ټر ټولو مهمه موضوع "مضمون او د هغې توکي" دي چې یو څوک د هغې په اړه خبرې کوي. هر چا ته دا لازمه ده، چې مخکې له دې څوک په یو مضمون د چا سره بحث وکړي، نوموړی باید په بشپړ ډول سره مالومات او د هغې لپاره اړینې سرچینې او اخځلیکونه ولري. کچیرې بحث کوونکی د یوې موضوع په اړه پوره مالومات نه لري، نو دا به ډیره بهتره وي چې چپه خوله پاتې شي او خپل سیال ته ننګونه ورنکړي. په بحث کې باید د دې خبرو ډډه وشي چې فلانکي نه مې واوریدل، دا خبره په فلاني قوم او کلي کې اوس هم وویل کیږي، او یا دا چې داسې ویل شوي دي. داسې غونډلې (جملې) نه یواځې د سړي شخصیت ته زیان رسوي، بلکې د بحث علمي خوند هم له مینځه وړي. که یو څوک خپله خبره او یا نظر څرګندوي، نو باید خپل سیال او ننداره چیاتو ته دا خبره واضح کړي، چې دا زما خبره او نظر دی؛ او که بیا داسې وي چې د نورو وګړو د څيړنو، دلایلو، خبرو، ثبوتونو (که سانیسي وی او که غیر ساینسي) نه کار اخلي، د هغې لپاره دې سمدلاسه اخځلیک او سرچینه وړاندې کړي، ځکه ددې کار په کولو سره نه یواځې خپل سیال ته موقع ورکوي، بلکې ننداره چیانو ته هم دا قناعت او موقع ورکوي تر څو د ثبوت او د علم زیاتوالي لپاره دوی پخپله هغه موضوع وڅیړي.
که چیرې په بحث کې یو څوک یوه خبره وکړي او د هغې خبرې لپاره اخځلیک او یا بله سرچینه ونه لري، نو د سیال او ننداره چیانو د پوښتنې پر مهال کیدای شي دده لپاره شرمناکه تمامه شي او یا دا چې د خبرې ارزښت به یي په هیڅ کې وشمارل شي. ددې ټولو خبرو په پام کې نیولو سره هر څوک باید د بحث موضوع ته پوره مالومات، توکي او زده کړې ولري. په ننۍ زما نه کې پوه خلک د هر څه لپاره یو علمي او فني ثبوت غواړي، او هوښیار وګړي دې ته ارزښت نه ورکوي چې داسې ویل شوي دي او یا فلاني داسې کړي دي. په بحث کې ثبوت، دلایل او د نظرونو وړاندې کول چې سرچینې یی مالومې او په اثبات رسیدلي وي، ډیرې اړینې دي.
شخصي نیوکې او بدرد ویل:
په بحثونو کې خامخا دوه کسان او دوی ډلې څه نه څه احساستي کیږي، خو ددې مطلب دا نه دې چې یو څوک د بل پر شخصیت باندې بدرد ووايي. مقابل لورې ته داسې خبرې کول چې د هغې شخصیت او نظر ته د درناوی خلاف وي باید ډډه وشي. مطلب دا چې د "تاسو" د ټکي نه تر یو بریده ځان ساتل او په موضوع راګرځیدل د بحث کوونکيهدف وي. خپل سیال ته سپکې سپورې ویل، درناوی نه کول او په ټیټ نظر کتل بحث نه، بلکې شخصي کنځلې ګنل کیږي. د داسې خبرو نه چې ((ګوره تاسو په هیڅ نه پوهیږې... تاسو په دې اړه باید خبرې ونه کړې ځکه تاسو دومره علم نه لری.... تاسو وګوره او دا بحث، یو بل څوک دې راشي....ستا غوندې خلک چې په دې خبره عقیده نه لري نو بحث باید ولې پرې وکړي....ستا سره نه غواړم وخت ضایع کړم، خو دومره درته ویلی شم....او داسې نورې سپکوونکي خبرې)).
پورتنی خبرې د بحث د اصولو په خلاف دي، ځکه بحثونو کې خلک شخصي نیوکې او کنځلې نه کوي، بلکې په موضوع باندې باید هر څه راوڅرخي. هر هغه څوک چې سیال ته په شخصي نیوکو او بدردو خپل بحث پیلوي، دوی نه یواځي د بحث فني او عملي خوند له منیځه وړي، بلکې خپل سیال او ننداره چیانو ته هم بې علمه او بې نزاکته ورپیژندل کیږي. کله چې بحث شروع کیږي، نو سیال ته دې په درنه سترګه وکتل شي او د هغې نظرونو ته دې په پوره احترام سره غوږ ورکړل شي. که هر څومره د مقابل لورې دلایل، منطق او ثبوتونه بې بنسټه وي، ددې پر ځای چې د هغې په شخصیت برید وشي، باید د هغې په دلایلو، منطق او ثبوتونو حملې وشې تر څو موضوع حل شی نه دا چې د هغې شخصیت ته زیان ورسیږي.
په بحث کې د سیال د دلایلو او لاسوندو رد:
د سیال (مقابل لورې) دلایلو او ثبوتونو ردول په خپلو مؤثقو دلایلو او ثبوتونو سره باید د هر بحث کوونکي اصلي هدف وي. بحث کوونکی باید تل د سیال په خبرو کې اخلاقي، حقیقي او منطقي ټکو ته متوجه وي، څکه ډیر امکان شته چې یوه موضوع په علمي دول سره سمه وي، خو پکې اخلاقي کمزوري موجوده وي؛ او یا دا هم شونې ده چې نوموړی سیال یوه خبره په ناسمه توګه سره ژباړي چې د اخلاقي او علمي اصولو سره په ټکر کې پریوځي. که چېرې په بحث کې داسې نیمګړتیاوې لیدل کیږي نو مقابل لورې دې پخپل وار سره لومړی د سیال دلایلو او لاسوندونو نیګړتیاوو وغږیږي او بیا دې خپل مؤثق دلایل او ثبوتونه وړاندې کړي ځکه پدې سره نه یواځې سیال خپلو نیمګړتیاوو ته متوجې کیږي بلکې ننداره چیان هم کولای شي د مقابل لورې دلایل او ثبوتونه تر پوښتنې لاندې ونیسي.
د سیال د ټولې خبرې ردول:
او په اخر کې، د بحث کوونکي لپاره دا ډیره مهمه ده چې د سیال ټوله موضوع په لنډو ټکو کې یو ځل بیا ووايي، نیمګړتیاوې يي په نښه کړي، خپل ویل شوي ځوابونه، دلایل او ثبوتونه وړاندې کړي او خپل سیال او ننداره چیانو ته پوره قناعت ورکړي، چې د سیال خبرې ناسمې دي او باید چې ونه منل شي، او یا دا چې د قناعت ورکړي چې ددوی د حل لارې او طرحې بې ګټې دي او باید نوره لارې او طرحې وسنجول شي.
لڼډه دا چې د یوه بحث کوونکي لپاره ټول پورتني ټکي ( د خبرو او غږ د څرنګوالي نه نیولي تر تردد او پر مضمون پوهیدلو پورې) دیر اړین دي. خو د یو بحث کوونکي لپاره تر ټولو اړینه خبره دا ده چې په مضمون پوره پوهه او واک ولري او د هغې وروسته بحث وکړي؛ که چیرې یو څوک پورتني ټکي په پام کې نه شي ساتلی، دوی خپل وخت او شخصیت ته تاوان رسوي او همدارانګه د خپل سیال او ننداره چیانو قیمتي وخت ضایع کوي. څوک چې په یوه موضوع پوهه او واک نه لري او د بحث په کړنه نه پوهیږي، دوی لره به دا ګټوره وي چې خپل وخت په زده کړو او لوستلو تیر کړي او یا دا چې هغو ته غوږ ورکړي څوک چې پر مضمون پوره پوهه او واک لري. رحمان بابا وايي:
زه رحمان حلقه به ګوش د هر عالم یم
که عالي دی که اوســـط دی که ادنـــــــا
په ډيره مننه سره،
اسدالله لایق
د اوکلڼډ ښار پوهنتون
متحده ایالات، امریکا