افغانستان له نېکه مرغه په اسیا کې د نویو اقتصادي بدلونونو په محراق کې قرار لري.په اسیا کې د نویو اقتصادي قدرتونو را ټوکېدل او په دې لویه وچه کې پر موجوده بالقوه ظرفیتونو په لویه کچه د پانګونې روان بهیر له لوېدیځ څخه اسیا ته د اقتصادي ځواک لېږد یقیني کوي. له لوېدیځ څخه اسیا ته د اقتصادي ځواک لېږد شاوخوا یوه لسیزه مخکې یوازې یوه تیوري وه، خو اوس یې عملي بهیر پیل شوی دی. د اټکل له مخې اسیا به په راتلونکو شلو کلونو کې د نړۍ د اقتصاد ۶۰ په سلو کې ونډه راخپلوي.
دا چې دغه بدلون د کومو شاخصونو پر اساس محاسبه شوی دی، یو اوږد پېچلی تخنیکي بحث غواړي چې په دې لنډه لیکنه کې یې نه شو راخیستی. په نړیوال اقتصاد کې د اسیايي قدرتونو د رول او اغېز په اړه کافي ده، چې د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د مشرې هغه وینا را نقل کړو چې څو ورځې مخکې یې په چین کې د ونډو بازار د بحران په اړه کړې وه.
د ای.اېم.اېف مشرې کریسټین لاګارډ په چین کې د ونډو د بازار د بحران په اړه وايي:”هغه څه چې په تېرو څو اونیو کې ولیدل شول، د دې څرګندونه کوي چې اسیا د نړیوال اقتصاد په کومه کچه کې ده او د دې لویې وچې په یوه ستر اقتصادي ځواک [چین] کې مالي ټکان نوره نړۍ څومره اغېزمنولی شي.”
نړیوال او سیمه ییز قدرتونه د روانو جیو-اېکانومیکو بدلونونو لپاره چمتو والی نیسي. د اسیا درې حوزې سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او لرې ختیځ د دغو تحولاتو په سر کې راځي.افغانستان لکه څرنګه چې په نولسمه او شلمه پېړیو کې د خپل جیوپولیټیک له امله د دې سیمې له جیوستراتېژیکي سیاستونو څخه اغېزمن و، د یویشتمه پېړۍ په دې دوو لسیزو کې له جیواېکانومیکي بدلونونو هم بې اغېزې نه شي پاتې کېدای.
په دې اساس په اوس او راتلونکي کې په سویلي اسیا- منځنۍ اسیا او لرې ختیځ کې هر ډول اقتصادي بدلونونه په یو نه یو ډول افغانستان له ځان سره ملګری کوي. لکه، په وروستۍ یوه لسیزه کې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا ترمنځ په یو شمېر لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان موقعیت له پامه نه دی غورځول شوی.
افغانستان په نولسمه او شلمه پېړۍ کې په اسیا کې د نړیوالو زبر ځواکونو د پراختیا غوښتنې او هجمونیکي سیاستونو اسیپ پذیره نقطه وه، چې په ۱۸۴۰ لسیزه کې د تزاري روسیې او برېټانوي هند ترمنځ سیالي او بیا د سړې جګړې پر مهال د افغانستان پر وړاندې د امریکا او شوروي اتحاد سیاستونه یې ښه مثالونه دي. خو په اوسنۍ یوشتمه پېړۍ کې یوه نظریه دا ده چې افغانستان ښايي لا هم تر یوې مودې په سیمه کې د راتلونکو جیو-اېکانومیکي اهدافو لپاره د ټکر د نقطې په توګه وکارول شي او یا هم عملاً کارول کېږي. که له دې زاویې ګورو، نو افغانستان اوس د لوېدیځ د بهرني سیاست په همدې موقعیت کې قرار لري.
په سویلي او منځنۍ اسیا کې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ ستراتېژي د چین او روسیې د اقتصادي پلانونو مهارول او یا د دې پلانونو لپاره د متبادل پیدا کول دي.امریکا د چین د ورېښمو د نوې لارې د بیا رغونې لپاره چې یو مهم شریان یې له افغانستانه تېرېږي، متبادل پلان لري. امریکا تر سړې جګړې وروسته د روسیې له نفوذ څخه د مخنیوي لپاره د شمالي قفقاز، ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره ورته پالیسي خپله کړه او دغه حوزې یې له اروپا او امریکا سره د اقتصاد تړاو پر بنسټ ونښلولې.
د چین د ورېښمو د لارې پروژه په نړیواله کچه یو ستر پراختیايي پلان دی چې لګښت یې شاوخوا ۴۰۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی. د ورېښمو د لارې په نوې پروژه کې د درېډوله ټرانزیټي لارو سمندري، جاده يي او ریلي کرښو جوړول شامل دي چې اسیا-اروپا او افریقا سره نښلوي.
که څه هم افغانستان د ورېښمو د لرغونې لارې پخوانی او مهم مسیر دی، خو د دې لارې د بیا رغونې په نوي پلان کې یې رول کمرنګه دی. لامل یې دا دی چې د افغانستان له خاورې د ورېښمو لارې مسیرونه له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دي او په اوس وخت کې یې د جوړېدو امکان نه لیدل کېږي.
له بلې خوا د کاشغر-ګوادر ټرانزیټي دهلیز هم د پاکستان په خاوره کې له شدیدو امنیتي ګواښونو سره مخ دی او دا هغه څه دي چې چین په دې ډول پروژو کې د پانګونې په اړه زړه نا زړه دی. امریکا د همدغو ملحوظاتو له مخې د نا امنۍ او ترهګرۍ په پلمه په سیمه کې د چین سترې پروژې ننګولې دي. د چین او امریکا د همدې رقابت په سبب د افغانستان په تړاو د امریکا اوږد مهاله سیاستونه پر جیو-ستراتېژیک محور راڅرخي او تر هغو به دوام مومي چې امریکا د چین له کنټروله ډاډمنه شوې نه وي.
امریکا د سیمې لپاره د خپلو راتلونکو اقتصادي سیاستونو لپاره اوس یوازې ذهنیت جوړونه کوي. دا ذهنیت جوړونه له تېرې یوې لسیزې راهیسې د بېلابېلو سیمه ییزو کنفرانسونو او سازمانونو په اډانه کې تر سره کېږي، چې اقتصادي منځپانګه لري.
ریکا (Regional Economic Cooperation Conference for Afghanistan)، ټراسیکا (Transport Corridor Europe-Caucasus-Asia)، کرېک (Central Asia Regional Economic Cooperation) او د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په برخه کې نور فعال سیمه ییز جوړښتونه د همدې هڅو یوه ښه بېلګه ده چې د امریکا په ملاتړ جوړ شوي دي.
په دې توګه افغانستان د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو لپاره د پلان شویو راتلونکو پروګرامونو په چوکاټ کې د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلوونکي هېواد په توګه مهم موقعیت خپلوي.
ټرانزیټ چې د انرژۍ لېږد، د اوسپنې پټلیو جوړول، د ګازو نللیکې او جاده يي ټرانسپورټ په کې شامل دي؛ د ریکا، ټراسیکا او کرېک سازمانونو اساسي موخې دي. دا جوړښتونه د ټاپي د ګازو د نللیکې غځول، د کاسا زر د انرژۍ لېږد او لاجوردو ټرانزیټي لارې په څېر مهمې پروژې په ځان کې را نغاړي.
خو لکه څرنګه چې مخکې مو اشاره وکړه، د منځنۍ او سویلي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا سیاست لا هم په جیو ستراتېژیک محور راڅرخي، نو د دغو سازمونو په چوکاټ کې وړاندې شوې اقتصادي طرحې تر اوسه د امنیتي ګواښونو له امله عملي شوې نه دي او لا ډېر وخت ته اړتیا ده چې افغانستان د ګټو د تضاد له نقطې د همکارۍ نقطې ته واوړي.
د سیمې هېوادونه باید د عمل ابتکار په خپل لاس کې واخلي او پرې نه ږدي چې په اسیا کې بالقوه او بالفعل فرصتونه د د نورو د ګټو پر خلاف وکارول شي. که موږ د امریکا ابتکار ته په تمه اوسو، نو د اسیا د نښلوونکي په توګه د افغانستان موقعیت به د ځنځیر د هغې ماتې کړۍ په څېر وي، چې نور یې د نښلولو نیت نه لري.