د ټاکنیز کړکیچ نوی څپرکی

 
د ډیموکراسۍ هغه ونه چې له روسیې مو راوړې وه، ثمر ته و نه رسېده، دادی له واشنګټنه راوړې ونه هم بې ثمره شوه. موږ تل دا فکر کړی چې، ډیموکراسي د وچو افکارو په څېر په خلکو په زورمنل او تپل کېږي. دا خبره مو هیره کړې، چې د ولسواکۍ معیارونه چې زموږ د مبارک دین او افغاني ارزښتونو سره د انعطاف پر بنسټ توافق ونه کړې، شونې نه ده، چې ثمر به ورکړي.
موږ تل په دې تیروتي یو چې، ډیموکراسي ګڼي یوه ونه ده، یو ځل مو له ماسکوه او بل ځل مو له واشنګټنه راوړه، خو تر دې دمه یې ثمر ور نه کړ. د ۲۰۰۹ز کال ټاکنې مو په لویه لانجه واوښتې چې په پایله کې د حامد کرزي مبارزې دا پایله ورکړه چې عبدالله عبدالله له دوهم پړاو ټاکنو تیر شو. ځینو بهرنیو کړیو هماغه مهال غوښتل چې افغان حکومت کې اجراییه ریاست ورګډ کړي، خو کرزي ورسره دا خبره په هیڅ صورت کې ونه منله. د ګالبریټ په څیر بهرنیانو چې په افغانستان کې د یونما مرستیال و، ورته پروپوزلونه پورته کښته کول.
دا ځل د ۲۰۱۴ز کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د ګالبریټ جوړ شوی پروپوزل د جانکیري په ځانګړو هڅو او زموږ د درې واړو رهبرانو، حامد کرزي، محمد  اشرف غني او عبدالله عبدالله د بې غورۍ له کبله د ولس له ارادې پرته په یوه مصلحتي معامله واوښتی او پایله یې دا شوه چې نن یوه ولسوالي سقوط کوي، سبا بله. اقتصاد مو له حده خراب شوی، ځوانانو مو ټول بیکاره دي. هر څوک یې د ماښام د ډوډۍ په غم نیولی.  
د پخواني حکومت څخه د ملي یووالي حکومت ته د کابل بانک، له امریکا او ناټو سره امنیتې تړونونو، برېښنایې پېژندپاڼو، د ټاکنیز اصلاحاتو او دې ته ورته لانجې په مراث پاته شوې. هغه حکومت چې اصلاً د خلکو له ارادې پرته د سیاسي مصلحت پر بنسټ رامنځ ته شو، له سره یې پښه پایڅه کې ولوېده، واک یې په خپلو کې نیم وویشه او هر رهبر د پریکړو او واکونو په برخه کې د ویټو له حقه برخمن شو.
د واک له ویشل کېدو سره سم، دوو رهبرانو ژمنه وکړه چې په ټاکنیز نظام کې به اصلاحات راولي. نږدې کال تېرېدونکی دی، د اصلاحاتو هیڅ څرک نه ښکاري. د برېښنایې پېژندپاڼو لانجه پر خپل ځای پاته ده، تر دې دمه د ټاکنو او د ټاکنو د شکایاتو کمیسیونونو غړي پر خپلو ځایونو کار کوي، او حکومت یې ځکه پر وړاندي جدي اقدام نشي کولای، ځکه د دواړو رهبرانو په اړه له موجوده کمیشنرانو سره ډيرې داسي خبرې شته چې لا تر دې دمه نه دي میدان ته شوي.
د اصلاحاتو کوم کمیسیون چې ایجاد شوی، ویل کېږي چې ۸ غړي یې یوه قوم څخه دي. ددې پر ځای چې ټاکنیز نظام کې اصلاحات راولي، نورې لانجمنې پدیدې زیږوې، چې یوه هغه یې راتلونکې پارلمان کې د احزابو ۱۰۰ څوکۍ (۴۰٪) ونډه ده چې ددې کمیسیون د دوو هغو غړو لخوا چې تیره اونۍ یې ددې کمیسیون له ناستو سره د همدې او نورو ستونزو له کبله بایکاټ وکړ په ډاګه شوه.
د اصلاحاتو پر طرحه به بیا د ارګ او اجراییه ریاست نور ضد و نقیض فرمایشات وروسته څرګند شي. که د ملي یووالي حکومت په دې ډول د ټاکنو په کمیسیون کې اصلاحات راولي، نو بیا څرګندېږي چې اصلاً ستونزه په رهبرانو کې ده، هغوی له سره د ټاکنیز نظام د اصلاح اراده نه لري، نو ځکه د ټاکنیز نظام تر اصلاح وړاندي زموږ په سیاسي او حکومتي نظام کې اصلاح ته جدي اړتیا شته. پارلمانې ټاکنې خو څه چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره لا هم د رهبرانو سره د ټاکنیز نظام د اصلاح اراده نه لیدل کېږي.
د ټاکنیز نظام د اصلاح کمیسیون چې اصلاً کوم حقوقي او قانوني بنسټ نه لري، پر ټاکنو د رڼوالي او شفافیت کمیټې وړاندیز کوي، دا به په دې معنی وي چې اصلاً د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د شکایاتو خپلواک کیسیون دواړه مستقل نه دي، حال دا چې، قانون ورته استقلالیت ورکړی. بل لور د اصلاحاتو کمیسیون دا وړاندیز چې د رایې ورکونکو نوملړ او انځورونه به د رایې اچونې په محل کې ثبتېږي، دا خو له ورایه ښکاري چې د اصلاحاتو کمیسیون هلمند، کندهار، اروزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست او نور پښتني ولایتونه په نظر کې نه دي نیولي، ځکه دې ولایتونو کې میرمني خو څه، چې نارینه هم حاضر نه دي چې خپل انځورونه دولتي چوکاټ کې ثبت کړي.
د ولس تر څنک د ټاکنو او شکایاتو کمیسیونونو غړي او مشران هم تشویشونه لري چې په نظام کې سیاسي ستونزې به د ټاکنو نظام او بهیر نور هم لانجمن او کړکیچن کړي. بل لور ولسي جرګه چې د مقنن ځواک د اساسي رکن په توګه پر حکومت او د نظام پر اساسي پریکړو باندي څار کوي او ستونزو په وخت کې ږوغ جګوي، د خپل کار د وخت د اوږدېدو په موخه چوپه خوله ناست دي.
اوس اړتیا ده، چې مدنې ټولنه، خپلواک بنسټونه، سیاسي احزاب او دې ته ورته نور خپلواک بنسټونه پر حکومت فشار راوړي چې د ټاکنو په نظام کې بنسټیز اصلاحات راولي او ژر تر ژره د ولسي جرګې ټاکنو ته لاره هواره کړي، او بیا په دوامداره توګه په ټاکنیزو اصلاحاتو باندي بوخت شي تر څو د ولسمشرۍ ټاکنې هم په رڼوالي ترسره شي. بل لور د بهرنیو خپلواکو بنسټونو او سازمانونو فشار ته هم اړتیا شته چې افغان حکومت دې ته اړباسي چې ټاکنیز نظام کې اصلاحات راولي، چې رڼو ټاکنو ته لار هواره شي. د رسنیو مسئولیت د څلورم قوت په توګه ډير اړین دی، د افغانستان ژغورنې ستر مسئولیت رسنیو ته ور تر غاړه دی، باید د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو او د رڼو ټاکنو په برخه کې رسنۍ هم مثبت رول ولوبوي.