د زړه په پاڼه دې تصوير د څه دى 
 د زړګي حال دې راته ټول ووايه
 لږخورا ښايه دسندرو لاره 
 ماته سبق د غزلبول ووايه
 دغه ماحول در نه څخه كركه غواړي 
 تا سره مينه او اسرې دي ډيرې
 د چا په ياد كې دې ژړلې ډېر دي
 سترګې دې سرې ردې  ردې دي ډيرې
 د پتنګانو دې پرې جوړ كړ بانډار
لمبه د عشق دې په جذبه راوړله
 د زيارت وران تاكې كې نه وه رڼا
 تا ورته (لپه كې ډيوه) راوړله
 د پيري لاس را كړه مريد دې يمه 
 دروغ به نه وې حقيقي دې منم 
 ليږ خو ماهم د ځان په څير كړه ياره!
 ملنګ شاعره ملنګى دې منم
محمد اسمعيل رحيمي زرملو ل
په لپه كې ډيوه د كړاو منګل شعري ټولګه ده