معاشونه مو دې زیات شي؛ کنه اسلام قبلوو

 

د هند په شمالي اتر پردېش ایالت کې یو زیات شمېر هغو ښوونکو چې د غرمې وروسته خپلې دندې ترسره کوي، له حکومته غوښتي، چې د دوی تنخواګانې دې زیاتې کړي؛ کنه نو د اسلام دین به قبول کړي.
دغو ښوونکو دغه ګوتڅنډنه وروسته له دې وکړه، چې حکومت په اترا پردېش ایالت کې د هندي او سانسکرېټ ژبو د ښوونکو تنخواګانې کمې او د اردو ژبې د ښوونکو یې زیاتې کړې.
دغو ښوونکو له حکومته غوښتي، چې د سپټمبر میاشتې تر ۱۴ مې نېټې دې د دوی معاشونه ورزیات کړي؛ کنه په نوي ډهلي کې به د یوه لاریون په ترڅ کې د اسلام دین قبول کړي.