
! یادونه: د نظام د تخریب لپاره نه؛ بلکې د رغېدو لپاره یې دا لیکل کوم، کنه زه او لیکوالي ډېره لرې خبره ده، چېرې به مې خپله مزدوري کوله، خو مجبوریتونو اړوېستی یم او د ولسمشر غني د مینه وال او کمپاینر په توګه دا خبرې د زړه له درده لیکم، که کوم څوک رښتینی او وفادار ملګری یې پيدا شي او دا خبره تر ولسمشره ورسوي، چې که له بهره سقوط نه شوې، خو له دنننه یانې له ارګه به مات شې. ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ته د خلکو تمه ډېره وه، ځکه چې بل انتخاب یې نه لاره او له بل پلوه ښاغلي احمدزي هم د کمپاین پرمهال خلکو ته بې خرته هیلې ورکړې او ولس هم پرې باور لاره، ځکه چې تېر یې دومره ککړ نه و.
کله چې ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی ولسمشر شو، په هغې جنجالي پروسې یې بحث نه کوم او نه یې په پنځوس پنځوس حکومت منلو بحث کوم، ځکه هغه بېل بحث دی او باید بېله لیکنه پرې وشي، خو اوس راځم کله چې احمدزی ولسمشر شو.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی چې کله یوازې محمد اشرف غني شو په لومړنۍ وینا کې ټول خلک بیا ځانته رامات کړل، د ابوبکر صدیق وینا یې وویله، د خپل بهرني سیاست پنخه کړۍ یې روښانه کړې، له بهرنیو هېوادونو سره یې ارزښتناکه راشه درشه پيل کړه، خو کور دننه ستونزو حلولو کې دومره پڅ شو، چې حتا له خپلې ږيرې لاندې اداره یې تر پخوا سل چنده بدتره شوه. ولسمشر غني د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه، چې د بريالي کېدو سره به زه همدغه راټول شوی ټیم په یوه ملي ګوند کې نور هم منظم کړم او د 2009 کال تېروتنه به تکرار نه کړم، موازي ادارې به لمنځه یوسم، ارګ دننه به خپل فکري ځوانان ننباسم دې او دېته ورته ډېرې نورې ژمنې یې هم کړې وې، خو نه دا چې دا ژمنې یې پوره نه کړې؛ بلکې په دې برخه کې لږ شوی کار یې هم له بدو بدتر کړ.
زه نه غواړم چې په دې ټولو په دې لیکنه کې بحث وکړم، اوس یوازې تم کېږم، د ارګ دننه ادارې ته، چې ولسمشر ارګ دننه خپل ټيم څنګه ځای پرځای کړی دی او څه نوښتونه یې رامنځ ته کړي دي
: 1موازي ادارې ارګ دننه موازي ادارې دومره ډېرې شوي دي، چې ساری یې په تېرو دیارلسو کلونو کې نه دي لیدل شوي، د بېلګې په ډول به یې یو څو یادې کړم: ۱- مطبوعاتو ریاست د ولسمشر د ویاند دفتر په شتون کې د مطبوعاتو ریاست رامنځ ته کول سوچ کفر دی، دواړه په ټکر کې دي او زما د سرچينو پر اساس دغه دوه دفتره سره هر وخت په ټکر کې وي او حتا ډېری وخت یو تر بل جګړه هم کوي، د ولسمشر د مخکيني ویاند اجمل عابدي پرمهال یې هغه ریاست بېخي څنډې ته کړی و، خو ویل کېږي، اوس لږ هخوا دېخوا هم لکۍ ښوروي. دغه ریاست په لسهاوو امریتونه لري او هر امریت یې بلا ډېر مدیریتونه او کارکوونکي لري، چې هېڅ کار یې معلوم نه دی او یوازې معاش اخلي، موټرې یې ورکړي دي، لوکس دفترونه یې ورجوړ کړي دي او رښتیا د یادونې وړ ده، چې رئیسه یې د ولسمشر د دفتر د رئیس پخوانۍ همکاره او یا هم ملګرې ده.
۲- د پارلماني چارو د انسجام ریاست دا ریاست نوی رامنځ ته شوی، هېڅ چارې یې نه دي معلومې، په داسې حال کې چې هلته د پارلماني چارو وزارت شته ده، نو د دې ادارې په شتون کې دا ریاست بې معنا دی، د دې ریاست رئیس د زلمي رسول کمپاینر دی، چې د غني د ډلې مخالف و، خو اوس په کې ورته بېل ریاست جوړ شوی دی.
۳- د ولايتي انسجام ریاست دا ریاست د سيمه ييزې ادارې په شتون کې بې معنا ریاست دی او له دغې ادارې سره موازي یو بل ریاست جوړ شوی دی، چې ډېری وخت یې کارونه سره په ټکر کې دي، دا ریاست د همدې ټيم غړي ته جوړ شوی دی، چې په کې یې بوخت وساتي.
۴- د نړیوالو اړيکو ریاست د بهرنیو چارو وزارت او ارګ دننه تشریفاتو ریاست په شتون کې دا ریاست هسې بې معنا دی او ډېری وخت د دوي کارونه سره ټکر کوي، لږ و ډېر وخت سره زړه هم خوري، خو چې د نړيوالو اړیکو ریاست رئیسه لږ داسې هغه غوندې ده، نو څوک زړه نه کوي، چې ورسره لانجه وکړي، له رئیسې خو یې خبر یاست، چې په پښتو او دري نه پوهېدونکې یوه ښایستوکې مېرمن یې رئیسه کړې ده.
که څوک یې په اړه پوره او دقیقه پلټنه وکړي، بلا ډېرې موازي ادارې به په کې پيدا کړي، زه به یې مشت نمونه خروار په همدې بسنه وکړم.
. 2- کاري او فکري ځوانان ارګ ته ننوېستل ډېری ځوانان ارګ ته راغلل، ښه کار وشو، خو یو کار چې بد کار شوی هغه داسې چې یو دم یې په ارګ کې چاڼ پيل کړ، دا سمه ده، چې سياسي پوزېشنونه خو باید نوي شي، خو دلته حتا هغه واړه پوسټونه او ماموریتونه هم نوي شول، چې باید پرېښودل شوي وای، ځکه هغوی په کار بلد ول او هرڅه یې په سم ډول ترسره کول، خو له بده مرغه ارګ ته نوي راغلي ټیم داسې کارونه وکړل، چې له بدنامیو، دښمنۍ، شخصي ستونزې څخه ډک ول.
د اخلاقي فساد او بلا ډېر نور تهمتونه پرې پورې شول. د دغه کار پایلې به درته وروسته روښانې کړم. هغو کسانو، چې د ولسمشر د بريالي کېدو لپاره یې شپه او ورځ زحمت ګاللی و، حتا دښمنۍ يې په غاړه اخیستې وې، هغوی بهر پرېښودل شول، د هغوی چا پوښتنه هم ونکړه، هغوی په وار وار ورټل شول، سپک شول او ملنډې پرې ووهل شول، خو پرځای یې له ټيم نه بهر داسې فراشوټي کسان ر اوستل شول، چې نه د افغانستان له نبض سره بلد ول او نه له حالاتو سره، ستونزې جوړې شوې، هغو ځوانانو عقدې واخیستې چې د ولسمشر لپاره یې کار کړی و، د هغوی حق هم جوړېږي، چې باید دنده ورکولو کې لومړیتوب ورکړل شي، نه دا چې هوايي کسان له امريکا راوستل شي او کار ورکړل شي، که څه هم هغه د مخالف ټيم پلوی وي.
۱- د غني په ارګ کې د عبدالله کسان ډېری داسې ثبوتونه شته دي، چې د مخالف ټيم کسان په لوی لاس راوستل شوي دي او ارګ کې دننه کړای شوي دي، چې ولسمشر ته خو ژمن نه دي، بلکې افغانستان ته هم ژمن نه دي، هغوی ورځ تر بلې هڅه کوي په نامستقیم ډول د ولسمشر نوم بد کړي، د دې ځای راپور سپېدار ماڼۍ ته ورکړي او ارګ دننه خپله حقله نوره هم پياوړې کړي.
د بېلګې په ډول، د اجمل عابدي لخوا راوستل شوی د ولسمشر د ویاند مرستیال دی، چې اوس اوس یې د سلام رحيمي په ملاتړ د ویاند کېدو لپاره هلې ځلې ډېرې شوې دي او ډېر امکان یې شته دی، چې ویاند هم شي. ښايي تکړه ځوان وي، خو د ولسمشر ویاند باید داسې کس وي، چې ولسمشر ته ژمن وي او هېڅ چاته شیطاني ونکړي، خپلې ګټې د ولسمشر تر ګټو قرباني کړي، خو دریغه چې داسې نه دی. د ویاند دواړه مرستیالان دري ژبي او پښتون ضد مفکوره لرونکي دي، د دې کسانو په شتون کې به ولسمشر تر دې هم بدتر حالت ته شي. پټې سرچينې راته ویل، چې له ټولو پښتنو سره چې د ویاند په دفتر کې کار کوي دغه دواړه مرستیالان ناسم چلند کوي، حتا ځینو ته یې ويلي دي، که په تنګ یاست؛ نو استعفا ورکړئ، لارې مو په مخ خلاصې دي.
ډېرې نورې کیسې هم شته دي، چې که اړتیا شوه، بله لیکنه کې به یې ټولو ته واضح کړم. یو پخوانی پاتې مرستیال یې عبدالله عبدالله ته تر ځانه هم ژمن دی، ځکه ډېری وخت د ګډې غونډې انځورونو کې داسې انځور خوښوي، چې عبدالله په کې سم او ولسمشر ناسم راغلی وي، ډېر وخت یې له عکاسانو سره لانجه هم په همدې کړې، چې ولې عبدالله په کې سم نه دی راغلی. ويل کېږي دا جناب د بهرنیو چارو وزارت کې مقرر شوی هم دی، خو دلته د خپلو پروژو د لا ښه پرمخ بېولو لپاره تم شوی دی.
دا نوی راغلی مرستیال یې چې غواړي له دې لارې ځان مطرح کړي او ځان مخکې کړي، د ولسمشر او د ټيم غم کې یې نه دی، یوازې په لویه کې ټلوالې ته ژمن او بیا ځان ته ژمن دی، هغه ډېری وخت د ولسمشر تر ټولو غوره انځور ایسته وغورځوي، خو هغه انځور غوره کړي، چې دی جناب په کې سم راغلی وي. دا نوی مرستیال یې د عابدي لخوا له امريکا راوستل شوی دی، چې د امریکا غږ اشنا راډيو/ټلویزون کې یې کار کاوه او ډېری د دغې ادارې ژورنالېستان وايي، چې د ټاکنو پرمهال یې موږ ته غوسه ځکه کوله، چې ولې د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په اړه راپورونه رالېږئ، یانې هلته یې د اوسني ولسمشر په اړه جوړ شوي راپورونه غندل اوس هماغه ژورنالېستان ځکه خپه دي، چې د ولسمشر لپاره له ده جناب سره موږ جنګ کاوه، خو اوس په ارګ کې تر ټولو مخکې ناست دی. د یادونې وړ ده، چې ښاغلي سید ظفر هاشمي دواړه خواوې خوري، له ټلوالې سره پخوانۍ ښې اړيکې لري او ارګ دننه یې له عابدي او بیا سلام رحيمي سره هم انډيوالي زړه ده، اوس د رحيمي لمن ته لوېدلی دی او د ویاند کېدو لپاره یې هم هلې ځلې کوي؛ نو چې دغسې ولسمشر ضد خلک دې ولسمشر ته نږدې شي، دا به ولسمشر ته ژمن هغه کمپاینران نه خپه کوي؟ هرو مرو به یې خپه کوي او زړه به یې ورماتوي. 3- یوازې څو تنو ته ورپاتې ارګ
الف: عبدالسلام رحیمی - ولسمشر په لومړیو کې وویل، چې ما له چاپلوسانو وساتئ، خو له بده مرغه دا خبره یې هم د نورو خبرو په څېر شعاري وه، ځکه تر ټولو چاپلوس کس یې د خپل دفتر مشر ټاکلی دی، هغه اوس اوس هڅه کوي، چې خپل ټيم په ارګ کې نور هم ځواکمن کړي، دی بیا نه د ولسمشر ټیم ته ګوري او نه د افغانستان ګټو ته، یوازې خپل شخصي مطلب والا کسان راولي او ګماری یې په ښو امکاناتو او ښو معاشونو او ښو بستونو، له اداري او اخلاقي فساد سره یې زما کار نشته، خو دومره درته وایم، چې له اداره امور نه یو مکتوب په میاشتو میاشتو تر ارګه نه رارسېږي. د ولسمشر لیدل اسانه دي، خو د رحيمي صاحب لیدل ستونزمن دي، وايي ارګ دننه اوس داسې یو متل جوړ شوی، چې که ولسمشر وطن جوړوي، خو همدا رحيمي به یې ورانوي. له خاصو افرادو ننګه او د نورو پرضد توطیې کولو بیانول یې بلې لیکنې ته اړتیا لري.
ب: اکرم خپلواک – ځوان او تکړه دی، خو ولسمشر یې محاصره کړی دی او ویل کېږي، د مشاور ګمارنې اتیا سلنه د خپلواک صاحب په مشوره شوې ده، تاسې یې پایله ولیده، چې هر ډول خلک یې مشاورین ټاکلي دي.
ج: حنیف اتمر او معصوم ستانکزی – دوی دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي، دوی که لوبه کوي، نو په لویه کې د وطن د ګټو او ځينو خپل همفکرانو په راوستلو کې لوبه کوي، فکرونه خو یې تاسې پېژنئ، هماغه ډول کسان ګماري او روان دي.
د: پوپل – د سیمه ييزو ارګانونو اوسنی رئیس هم پنځم کس دی، چې له ولسمشر سره نږدې دی او ترې راتاو دی. دا هغه پنځه کسان دي، چې د ولسمشر لخوا محاصره شوي دي او ولسمشر یې اړ کړی دی، چې تل د کورنیو ننګونو په مقابل کې دفاعي او چاپلوسانه سیاست غوره کړي، چې یو ناکام او بلکل ناکام سیاست یې بللی شو، ښايي په لویه کې ډېرې سترې ستونزې رامنځ ته کوي، چې لمنځه وړل به یې ناشونې وي. د همدوی له لاسه ولسمشر له ولسه رابېل شوی، هېڅ رښتينې ځمکني حقایق ورته نه رسېږي او هغه یې همداسې په تیاره کې پرېښی دی، چې د ولسمشر د ناکامۍ یو ستر دلیل به هم همدا وي. ځينې وخت خپله ولسمشر هم ملامت دی، چې ولې ځان نه خبروي.
۴ـ اداره امور او ریاست دفتر د دې ادارې زاړه او نوي کارکوونکي ټول سرګردانه او له خپل راتلونکي ناخبره ګرځي، هېڅوک کار ته زړه نه ښه کوي، ځکه دوی په تېر یوه کال کې درې څلور ځلې تشکیلات سره واړول او راواړول، خو تر اوسه یې هم وروستي کړي نه دي. د هرې ادارې کارکوونکی نه پوهېږي، چې آيا دنده به یې خوندي وي او کنه، نن به شړل کېږي او یا به سبا اضافه بست کېږي. د غني د حکومت ځوانو ریاستو په دومره بیړه خپل خپلوان، ملګري دوستان راوستل او فرمانونه یې له ولسمشره ورته و اخیستل، چې پوښتنه یې مه کوه، خو چا دومره فکر نه کاوه، آيا دغه اداره یې د هضمولو توان لري او کنه.
له بده مرغه اوس ویل کېږي بېرته به په لسهاوو نوي او زاړه ګمارل شوي مامورين په کور کېنول شي، البته په دې برخه کې به هم سلیقوي برخوردونه حتمي وي. دلته ځوانو رئیسانو هم په پورته څلورو کې یوه پورې ځانونه تړلي دي او خپله بقا د همدوی په رضا کې ويني، چې تر ټولو واکمن یې ارګ دننه اوس سلام رحيمی دی او ډېری ځوانو رئیسانو چې یو وخت له ولسمشر سره تر ټولو نږدې کسان ول، البته د کمپاین پرمهال خو اوس د سلام رحيمي د خوشحالولو هڅې کوي.
د معاشونو کیسه خو یې آن په طلوع تلویزون کې خپره شوه، هېڅوک یې پروا نه کوي، هلته هم ظلم وشو، د یوه بست لرونکو کسانو ترمنځ هم د معاشاتو توپيرونه خورا ډېر دي، څوک چې د سلام رحيمي اشنا دی، هغه په بکسونو بکسونو افغانۍ واخیستې او څوک یې چې ملګری نه دی، هغه بېچاره بیا ایله یوه وړه اندازه افغانۍ اخیستې دي، دا ستر توپيرونه او دېته ورته ناخوالۍ کولای شي، دا نظام لمنځه مات کړي.
۵ـ تشریفاتو ریاست دا ریاست د مخکېني ولسمشر (کرزي) پرمهال تر ټولو غوره ریاست و، هغه په دې ریاست پانګونه کړې وه او هرڅه یې تر یوه بريده منظم ول، خو اوس دا اداره دومره خواره شوې، چې راټولول یې ناممکن برېښي، هره غونډه کې د تشریفاتو ریاست کارکوونکي یوازې خپل انځورونه اخلي او لکه مېلمانه ولاړ وي، خو دوی خپله دنده نه ترسره کوي. ډېری وخت داسې شوي هم دي، چې ډېری مېلمانه خپه شوي وي او دې ادارې ته نوي راغلي ځوانان یوازې خپل انځورونه واخلي او په فېسبوکس (فېسبوک) کې یې ورخطا کړي او ورسره وليکي دا یو عکس دې له ارګه وي ملګرو! ښايي دا دول انځورونه امنيتي ستونزې هم رامنځ کړي او نورې ناوړه ګټنې هم ترې وشي. په ځینو غونډو کې د مشرانو او مېلمنو سلیقوي بلنې هم دا اداره بېخې نوم بدې کړې ده، دلته هېڅوک هم غونډې ته په کتو کسان نه انتخابوي، دوی کسان یوازې په شخصي ملګرتیا او نورو اړیکو انتخابوي، چې په غونډو کې د ګډون خوند او رنګ یې پيکه کړی دی.
ځینې ډلې او کمپاینران چې غواړي له ولسمشر سره وګوري، د هغوی د ملاقاتونو وړاندیزونه یې ایسته غورځولي دي، خو خپلو ملګرو او ډلو ته بیا هر وخت هره شېبه ولسمشر سره د ناستې زمینه برابروي. هماغه د لال پاچا ازمون خبره ده، چې ارګ خپل عظمت له لاسه ورکړی دی او اوس یې له یوه بېکاره وزارت سره هېڅ توپير نشته.
۶ـ د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر د نورو هېوادونو دا ډول دفترونه لوی او ستر فکري مرکزونه وي، خو د جناب ولسمشر صاحب دا دفتر بې سرپوښه او رئیسه یو بېخونده دفتر دی، چې کارکوونکي یې هم بېخونده کار کوي، هېڅوک ځان خوندي نه احساسوي، هغه چې نوي راغلي او که زاړه راپاتې دي، ځينې ستونزې یې ما پورته ذکر کړي دي، چې د دوو مرستیالانو چلند له دغو کارکوونکو سره د دوی هیلې مړاوې کړي او دوی فکر کوي، چې نن او سبا کې به له دې ځآیه وېستل کېږي. آيا د ویاند ټاکل دومره ستونزمن دي او که هسې په مطبوعاتو ملنډې وهل او یا بل څه ته یې ملا تړلې ده، کومه اداره چې لکه پښتون مشر ونلري؛ نو حال به یې هم تر پښتون بدتر وي، دا د ولسمشر د ویاند د دفتر کیسه ده، نه د کوم لرې پراته ولایت د ویاند.
۷: د مور میرې سلوک (د قانون نشتون) ارګ چې پخوا یې یو ځانګړی عظمت لاره، اوس له سرچوک نه هم بدتر دی، نه ځانګړي خونديتوب لري او نه هم کوم خاص دروندوالی. ویل کېږي، هر څوک اوس کولای شي، چې ارګ دننه انځورونه واخلي، شخصي ايميلونو ته یې ولېږي او خپلې شخصي ګټې ترې واخلي، که یوڅوک کامره لرونکی ټيليفون پرې بند کړي، دوی به دستي له یوه چا مکتوب اخیستی وي او د امنيتي کسانو لاسونه به همدغو خامو رئیسانو او نادیده ارګ ته راغلیو چارواکو په خپلو امرونو او فرمانونو تړلي وي. یو بل معاش اخلي، بل به یې نه اخلي، یو به کامره لرونکی ټيليفون راوړي، بل به یې نه شي راوړی، یو به په دریم او دویم بست کې موټر لري، بل به په اول او فوق بست کې د موټر نه لرلو ترڅنګ معاش هم نه لري، دا او دېته ورته توپيري چلندونه دي، چې هر کارکوونکی یې زړه ماتی کړی او که همداسې روان وي، دا نظام به له منځه وشکېږي. 8- ملي مینه لمنځه تللې ارګ دننه چې هرڅوک وګورې، یوازې شخصي او د خپلې ډلې د ګټو خوندیتابه ته کار کوي، وايي چې هېڅوک د وطن او ولس له غمه نه دي دردمن، حتا خپل و لسمشر ته هم ژمن نه دي. نو د داسې ارګ په لرلو سره به خاورې دا وطن پرمختګ وکړي، خاورې به دا مشر ښه نوم خپل کړي، هغه مشر چې د نورو ناکامو هېوادونو لپاره یې د بريالیتوب رازونه لټول، خو په خپل وطن او خپله پاچاهي کې یې د زنې لاندې وړوکی حکومت چې ارګ دی او وړکې اداره چې اداره امور او ریاست دفتر (ریاست جمهوري دفتر) دی، لمنځه تلونکی دی. ښايي دا د افغانانو بد چانس وي، چې د بل هرځای ښه او تکړه انسان دلته پاتې راغلی دی او یا هم ښايي زموږ لیدونه کمزوري وي او سم مشر نه شو انتخابولی.
دا خو زه له بهره یو څو کرښې لیکم، که څوک حقایق غواړي، ارګ کې دننه کارکوونکي دې وپوښتي او که بیا هم باور نه کوئ، د ولسمشر غني له مقرر شویو کمپاینرانو وپوښتئ، چې ارګ کې څه تېرېږي، ښايي زما دا څو کرښې به درته له سینده یو څاڅکی ښکاره شي، ځکه هلته بلا ډېرې ستونزې شته دي، چې له تېر یو کال راهیسې ډېرې شوې دي، خو سمې شوې نه دي.
مينه او درنښت
محب الله قدردان