ناسم دښمن/ ۵ برخه

 
The wrong Enemy
لیکوال: کرلوته ګال                                                                      
 
په کال ۲۰۰۱ کې دوی دغه هدف ته نږدې شوي ول، خو د سپټمبر د یولسمې د پېښې وروسته چې د امریکا د نیویارک په ایالت کې د نړۍ په سوداګریز مرکز او په واشنټن کې د متحده ایلاتو په دفاع وزارت باندې  د بریدونو له امله هرڅه بدلون وموند.
په همدغه شپه موږ په انګړ کې د ساتونکو سره انتظار باسه، ومو لېدل چې د متحدې جبهې نوي امریکايي ودانۍ ته ورننوتل. د امریکايي ډلې مشر په ونه دنګ، پلنې اوږې یې درلودلې ډېف نومېده او دافغانانو په مېنځ کې په داود مشهور و، نوموړی د سي، ای، اې کارمند و، اوږدې افغاني جامې یې په تن وي او په سیمه ایزه ژبه ګڼېده. دده سره د امرېکې د ځانګړو ځواکونو سرتیري ول او پوځي یونیفارم یې درلود، دغه سرتیري په سیمه کې د طالبانو په وړاندې د جګړه کوونکو ګروپونو سره د مرستې لپاره د هوا له لارې راښکته شوي ول. ګڼ شمېر افغان قومي مشران او قوماندانان هم راټول شوي ول،  ددوی په مینځ کې د طالبانو پخوانی قوماندان امیرجان ناصري هم شتون درلود. دی د بلخ ولایت اوسیدونکی، په خټه پښتون، بارسوخه مجاهد شخصیت و،د طالبانو  سره  شپږ میاشتې وړاندې مخالف شوی او متحدې جبهې سره یوځای شوی و.په دواړه خواوو کې د هغه د اړیکو درلودلو او د هغه په منځګړتوب سره ملا فاضل سره وهڅوو څو خبرو ته کینې.ملا فاضل ته ددغه لیدنه په ښه بخت موندلو واوښتله. ملا فاضل د شمالي افغانستان د ګڼ شمېر صفحاتو په لومړيو کرښو باندې د جنګیدونکو طالب، القاعده، او نورو بهرنيو جنګیالو عمومي قوماندان و.
القاعده غړو چې د ژورنالستانو په نوم ورپیژندل شوي ول، د کال ۲۰۰۱ د سپټمبر په میاشت کې د طالبانو د پرمختګ په وړاندې ترټولوځواکمن قوماندان احمد شا مسعود وواژه. ملا فاضل د هغه کسانو سره په خبرو اترو بوخت و چې د احمدشامسعود تر وژنې وروسته يې اوس مهال له منځه وړل اسانه شوي ول. محتده جبهه د احمد شا مسعود تر وژنې وروسته د راپرځېدلو په حال کې وه. ملا فاضل به په شمال کې د پاتې ولسوالیو د نیولو او په پایله کې د ټول افغانستان تر ولکې لاندې راوستلو طرح او پلان سرته رسولي وای.د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو څخه داپېښه یوازې دوه ورځې وړاندې رامنځ ته شوې وه. د یوې میاشتې په بهیر کې امریکايي میزایلو د طالبانو د جبهې لومړی کرښې او نظامي کمپونه په دومره دقت سره وران کړل چې د اسلامي رژیم جنګیالیو ته يې سخت ټکان ورکړ او عام افغانان یې حیران کړل، دا په داسې حال کې وه چې دامریکې ځانګړي ځواکونه په غرونو کې ول او متحدې جبهې د طالبانو د ځایونو په وړاندې د هوايي بریدونو فرمایشونه ورکول. افغاني جنګیالیو به په اسونو سپرلۍ کولې او د بمبارۍ وروسته به پلي ورتلل، کلي او د غونډیو لوړې نقطې به یې تر ولکې لاندې راوستلې او پاتې شوني(ټپیان، ژباړن) به يې له منځه وړل.  طالبان خپلو نظامي تاسیساتو پرېښودلو ته اړ شول او په ملکي ودانیو کې ځای په ځای کیدل. دوی خپل ټول موټر د ځلیدونکو رنګونو او د چاپیریال سره د ورتوالي په موخه په خټو ککړول، ددوی دغه هڅه د الوتکو د نښو د کمولو  لپاره وه خو د وروستیو رهبري کیدونکي میزایلو په وړاندې دغه هڅې هيڅ ګټه نه لرله. ان په ښارونو کې د افغاني مخبر(جاسوسانو، ژباړن)  د مالوماتو په اساس  جې، پي ، اس ( هغه اله چې د ځانګړو شمیرو په واسطه موقیعت پېژندنه کوي، ژباړن) او سټلایټ تلفونونه ورکړل شوي ول، د طالبانو موټر په نښه کېدل، په شمالي افغانستان کې د طالبانو رژیم یوازې د یوې میاشتې په بهیر کې راوپرځېده. د نومبر د میاشتې په نهمه نېټه باندې لومړی ستر ښار یانې مزار شریف د متحدې جبهې لاسونه ته ورغی. په لویدځ افغانستان کې د هرات ستر ښار د نومبر په ۱۲مه نیټه دنوموړې جبهې تر ولکې لاندې راغی او طالبان په ناڅاپي ډول په تېښته شول.