د ټاکنو د اصلاح د کمیسون د سپارښتنو په اړوند 

 
پدی کې هیڅ شک نشته چې اوسنی انتخاباتی نظام مو له ستونځو ‌‌‌‌‌‌ډک دی او ژورو اصلاحاتو ته اړتیا لری. اوسنۍ انتخاباتی پروسې مو دافغانستان په څیر فقیر اوله هر ‌‌‌‌‌‌ډوله ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډک هیواد ته نه د قیمت، نه د دزمان او نه د روڼتیا له کبله د زغم وړ دي. په هرو پنځوکلو کې دوه ځلې انتخابات لرو، د هریو قیمت یواځې حکومت ته د 150 څخه تر 200 میلونه‌‌‌‌‌‌ ډالره دی. ولس او کاندیدانو ته يې مجموعی قیمت له دې هم لا زیات دی. په اټکلي توګه د تیر کال  په ټاکنو کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو کاندیدانو په مجموعآ 250 میلونه ‌‌‌‌‌‌ډالر مصرف کړي. هغه بحران چې د انتخاباتو په پایلو کې رامنځته شو او لا تر اوسه يې عواقب نور عواقب زیږوی د هیواد ملی اقتصاد ته يې د لسو ملیاردو ‌‌‌‌‌‌ډالرو څخه زیات زیان رسولی او لا دوام لري. 
د زمان د لحاظه به په نړۍ کې ‌‌‌‌‌‌ډیر کم بل هیواد اوسي ،چې یواځی د نتایجو نهایي کیدل دېيې شپږ میاشتې وخت ونیسي. شفافیت خو يې هغه چې درغلګر د نادرغلګر څه  له درغلۍ ‌‌‌‌‌‌زیات سر ټکوی خو څوک يې پری ثابتولای نشي. 
پورتنۍ ستونځې به څه د انتخاباتو د کمیسونو دکمۍ له کبله وي مګر زیاتېيې دانتخاباتو دقوانینو زیږنده دي ، چې اصلاح يې اړینه ده، مګر اصلاح بیا مسلکی څیړنی، دید او نظر ته اړتیا لري نه سیاسي او یوطرفه قضاوت او برخورد ته. 
ځکه د اصلاحاتو عمده هدف باید په ټاکنو د ولس باورمندول وي.
 دانتخاباتو د اصلاح کمیسون یوه ‌‌‌‌‌‌ډله غړو چې دوه ورځې مخکې کومې سپارښتنې حکومت ته وړاندی کړي ځینی جدی ستونزی لري،چې که چیری ومنل شی نو د تطبیق پایلی به يې د ولس د باورمندۍ پر ځای د ولس د نفاق او لا ‌‌‌‌‌‌ډیرې سردردۍ باعث وګرځي. زه د نوموړی کمیسون په ټولو سپارښتنو نه غږیږم (انصافآ چې ځینی ښی سپارښتنې هم لري ،چې منل يې دانتخاباتی نظام په بهبودۍ دی).
 یواځی یوه يې د بیلګی په توګه راخلم او تر بحث لاندی يې نیسم. 
  هغه داده چې نوموړی کمیسون د ولسی جرګی (او فکر کوم چې ولایتی شورا هم) د انتخاباتو لپاره داسی یو مختلط او مغلق سیستم پشنهادوي ،چې په اساس به يې د ولسی جرګی درېیمه برخه استازي پر ځای ددې ،چې مستقیمآ د خلکو لخوا د ولایتونو یا ولسوالیو په سطحه وټاکل شي وګړي به خپلی رايې دهیواد په کچې په یوه حوزه کې احزابو ته ورکوي او بیا به هغه احزاب چې پکې هر حزب د څلورو فیصدو څخه زیاتې رايې واخیستې د ولسی جرګې دا تقریبآ 85 سیټونه په خپلو منځو کې تقسیموي. پورتنۍ سپارښتنه په لاندینیو دلایلو جدی ستونځې لری ، چې  د منلو وړ باید نه اوسي: 
 
لمړی: په ښکاره د هیواد د اساسی قانون سره په ټکر کې ده. د اساسی قانون د  درې اتیایمې مادې اول بند په صراحت حکم کویچې: (دولسی جرګې غړی دخلکو دآزادو، عمومي، پټو او مستقیمو انتخاباتو له لاری انتخابیږي.)
څه شی چې دا ښاغلی داحزابو دونډې لپاره پشنهادوي غیرمستقیم انتخابات دي؛ یعنی دا چې وګړي به استازي ته نه بلکه حزب ته رایه ورکوي (ولو که د احتمالي غړو لست يې له مخکې اعلان هم شي) او حزب به د خلکو استازي ټاکي نه وګړي. 
همدارنګه داساسي قانون د عین مادې څلورم بند حکم کويچې: (دولسی جرګې د غړیو شمیر دهرې حوزط دنفوسو د شمیر په تناسب زیات نه زیات تر 250 کسانو پوری دی)
 
ددې بند په استناد د ولسي جرګی هر غړی باید یوه حوزه اوسي. حتی اوسنی نافذ انتخاباتي سیستم چې د ولسي جرګې لپاره يې  ولایت یوه حوزه ټاکلې د اساسی قانون   سره په ټکر کې دی او په ولسي جرګه کې د ناانډوله استازیتوب باعث ګرځیدلی پریږده لا دا چې د یو زیات شمیر وکیلانو لپاره انتخاباتی حوزه ګرد هیواد شي.
که چیرې د انتخاباتو د اصلاح کمیسون بې پرې وای تمه به ترې دا وای چې د هغو مشورو چې ولس په مختلفو ولایتونو کې دوی ته ورکړی او د اساسی قانون صریحو احکامو مطابق به يې پشنهاد کړی وای چې د ولسي جرګې غړی دی د هیواد د 250 حوزو څخه استازیتوب وکړی تر څو هر وګړی په ولسي جرګه کې خپل وکیل وپیژنی او اوسنۍ بی انصافی چې د 60 فیصده نه پورته ولسوالۍ او ناحیی په ولسي جرګه او ولایتی شوراګانو کې استازی نلري اصلاح شوي وای. د اساسي قانون ددرې اتیایمې مادې پنځم بند داسې حکم کوی چې: (دانتخاباتو په قانون کې باید داسی تدبیرونه ونیول شي ، چې انتخاباتی نظام د افغانستان د ټولو خلکولپاره عمومی او عادلانه استازیتوب برابر کړي.)
 
دوهم: که چیرې پشنهاد شوی انتخاباتي سیستم عادلانه، شفاف او ساده وای نو په نړۍ کې به عام وای. د نږدې هیوادونو لکه پاکستان، ایران، هند، بنګلدیش، سریلانکا څخه نیولي تر لیرې هیوادونو لکه انګلستان، جرمني، کانا‌‌‌‌‌‌ډا، امریکا او د نړۍ په نورو غوڅو اکثرو هیوادونو کې پارلماني انتخابات دپارلمان دغړو په تعداد په حوزو تقسیم وی. سیاسي احزاب هر سیټ ته خپل کس کاندیدوی. ګټل په هره حوزه کې د رائیو داکثریت په اساس اوسی. د انتخاباتی اصلاحاتو د تنظیمی غړو پشنهاد شوی سیستم په اسرائيلو، هالند او څو نورو ګوتو په شمیر کوچنیو هیوادونو کې پلی کیږی چې زه نه پوهیږم چې زموږ د هیواد شباهت ددې هیوادونو سره څه دی؟ 
 
دریم: دکمیسون ددې غړو یو استدلال دادی چې ددې  لارې احزاب تقویه کیږي؟ پوښتنه داده چې کوم احزاب؟ د سلو څخه پورته هغه ثبت شوي په نامه ملي احزاب چې د هر یو د غړو شمیر يې د موسسینو دشمیر څخه زیات ندی او توقع نه کیږي ، چې په انتخاباتو کې دې رنګ ولري او که هغه درې څلور قومي احزاب چې تقویه يې قومی فاصلې زیاتويچې یقینآ د پشنهاد شوی سیستم څخه به یواځې همدوی ګټه پورته کوي.  افغانستان په داسې نازک او حساس وخت کې داسې پروسو ته اړتیا لريچې ملي یووالی غښتلی کړي نه برعکس!!
 
څلورم: دانتخاباتو د اصلاح کمیسون اصلی موخه دداسې یوې طرحې وړاندې کول و،چې د تطبیق په نتیجه کې يې انتخاباتي درغلۍ کمې شي او دولسي جرګې سیټونه ونه پلورل شي مګر ددوی پشنهاد شوې طرحه که چیرې ومنل شوه هم به په پارلماني انتخاباتو کې په جګه کچې مداخلو، تهدیدونو او درغلیو ته لا زیاته لاره هواره کړي او هم به قومي احزابو ته په ښکاره توګه د پارلمان د سیټونو د خرڅلاو له لارې د تمویل نوی او غوښنه د تمویل لاره پیدا کړي.
 
د پشنهاد شوي انتخاباتي سیستم په اړوند ما خپل پورتني دلایل د محترم ولسمشر سره هم شریک کړي او ددې موضوع سره ‌‌‌‌‌‌مې ترې د ډیرغور او احتیاط غوښتنه کړې تر څو د اصلاح د عنوان لاندې د بد څخه بدتر وضعیت ته لاړ نشو. ډا‌‌‌‌‌‌ډمن یم چې ولسمشر به د انتخاباتو د اصلاح د کمیسون ورسپارل شوي ټولې سپارښتنې له هره اړخه وارزوی.