اروپا ته تېښته؛ په پیسو یې دلته هم کار جوړېدای شي.

 
په دا وروستیو کې رسنۍ داسې راپورونه ورکوي چې له افغانستان څخه د تېښتې کچه مخ په زیاتیدو دی او هر ورځ په زرګونه ځوانان پاسپورټونه تر لاسه کوي او بهر ته  د تګ لپاره تصمیم نیسي، له هیواد څخه د ځوانانو په تېښته کې وروسته له هغه زیاتوالی راغی چې د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شه او په ټول هیواد کې د کار او بار مخ په کمیدو خبر ورکړل شو. د پاسپورټ ریاست وايي چې پخوا به یې د ورځې د دوه زره په شا او خوا کې پاسپورټونه توضیح کول خو اوس هره ورځ شا اوخوا پنځه زره کسان د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په موخه دې ریاست ته مراجعه کوي. دا ځوانان اکثره د لارې په اوږدو کې له سختو کړاونو سره مخامخ کیږي او د ځينو خو مړ او ژوندی هم لا درکه کیږي.
په دې شپو او ورځو کې اکثره ځوانان اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا خوښوي، خو له اروپا پرته نورو هیوادونو ته تګ هومره اسانه نه دی. په دې شپو او ورځو کې جرمني ته ډیر ځوانان مراجعه کوي او هلته داسې ویل کیږي چې په ډيره اساني سره پناه نه ورکوي، ځکه یوازې افغانان نه دي چې همدې هیواد ته د پناه لپاره ورځي بلکې د پاکستان په ګډون یو شمیر عربي هیوادونو وګړي هم اوس دې هیواد ته د پناه لپاره ورځي او ویل کیږي چې ډيره ستونزمنه ده چې هلته دې په اسانۍ سره چاته پناه ورکړل شي. ځکه د پناه او د اوسیدو د جواز خبره په خپل ځای بلکې په همدومره کچه وګړو ته ډوډۍ او اوبه ورکول هم کوم اسانه کار نه دی.
له افغانستان څخه چې ځوانان حرکت کوي د ۷ زره په شا اوخوا کې ډالر ترې اخیستل کیږي چې په دومره کچه پیسو په خپل افغانستان کې هم ښه کار او بار جوړیدای شي.
ځوانان له ډيرو سختو هیوادونو څخه تیریږي، له ایران څخه ترکیه ته او له هغه ځایه بلغاریې بیا یونان ته داخلیږي او بلاخره اروپا ته ځان رسوي چې په دې اوږده لاره کې ډيرې ستونزې ورته پیدا کیږي. موږ  ولیدل چې ډير ځوانان مو په ایران کې ددې هیواد ځواکونو له خوا ووژل شول او یو شمیر نور یې ژوندي ورک شول. په ترکیه کې هم کوردان قاچاقبرانو ته سپارل کیږي او هغه تر هغې اندازې ورباندې ظلمونه کوي، وهي او ډبوي یې  ترڅو یې چې کورنۍ مجبوره شي او پیسې ورکړي.
اروپا ته د تګ په موخه له سختیو او کړاونو څخه له ډکې لارې څخه د تیریدو لپاره ځوانان قاچاقبرانو ته له ۷ زره ډالرو نیولې تر ۱۰ زرو ډالرو پورې ورکوي او ددې پیسو دریمه برخه به له حرکت څخه وړاندې تسلیموي او نورې پیسې به له رسیدو وروسته په اروپا کې ورکوي. او که فکر وشي په دومره پیسو په افغانستان کې ښه کار او بار جوړیدای شي، هم به له خپلې کورنۍ سره نږدې یو او هم به مو خپل وطن ته خدمت کړي وي  هغه متل دی چې وايي هم ثواب هم خرما.
څه ژمنتیا لري چې تاسو به هم په دې ستونزمنه لاره کې اروپا ته روغ رمټ ورسیږئ، او په چا ډاډه یی چې هغلته به پناه درکړل شي او داسې هم نه دی چې هلته پیسې پرتې دي او راټولې یې کړئ. نه دا هر څه سم نه دي په لارې کې بلا ډير خطرونه دي، هره شیبه مو له خطر او مرګ سره لاس او ګریوان دی. هغه پیسې چې په لاره کې مصرفیږي باید همدلته دوکان، د چرګانو پارم، په ځمکه کرکیله او دې ته ورته نور کارونه پرې وشي چې هم له خپلې میرمنې ، اولادونو  او مور او پلار سره نږدې ژوند وکړئ او هم مو ددې خاورې په پرمختګ او سوکالۍ کې یو ګام پورته کړی وي.
دغه راز اوس مهال اروپا ته یوازې افغانان نه بلکې په زرهاو او لکونو خلک روان شوي دي، په دې وروستیو کې داسې هم ویل شوي چې د عرب هیوادنو وګړي هم اروپا ته په قاچاکي لارو اوړي او هلته پناه اخلي، چې ددې ټولو د قبلیدو چانس ډير کم شوی دی. رسنۍ وايي چې په روان کال کې یوازې جرمنيته  له بیلابیلو هیوادونو څخه اته سوه زره( اته لکه) مهاجر ورغلي دي او په دومره کچه خلکو ته د خوراک او څښاک ورکولو پروسه لا ستونزمنه ده د قبلیدو جواز ورکول خو لا پرځای پریږده.
که د ورځې پنځه زره مهاجرو ته اسناد ورکول شي نو دغه اته سوه زره کسان به څومره وخت ونیسي؟ دا دومره ساده او اسانه خبره نه دی او په دومره اسانۍ سره چاته پناه نه ورکوي. نو په کار دی چې موږ افغانان په دې برخه کې په ډير احتیاط سره ګامونه پورته کړو او د قاچاقبرانو په غوړو او غولیدونکو ژمنو باندې تیر نه وځو. همدغه پیسې را واخلئ او په خپل هیواد کې یې پانګونه پرې وکړئ. له هر ډول ترهې او ویرې پرته حلاله روزي پرې وګټئ.
د ملي یوالي حکومت مشران له هیواد څخه د ځوانانو د وتلو ددې لویې کچې د مخنیوي په خاطر باید د کار او بار زمنیه برابره کړي، ځوانانو او مو په لارو کې د مرګ او ژوند په سرحد کې شپې او ورځې تیروي. تر ډيره له هیواد څخه وتونکي ځوانان هم ملامت نه دي، ځکه چې په هیواد کې د پانګونې زمینه برابره نه وي نو دوی به څنګه کار وکړي. افغان دولت باید د ولس په رایو باندې ملنډې ونه وهي، هغه ژمنې چې له هیوادوالو سره یې کړې وې باید ۵۰ سلنه خو یې پر ځاي کړي. د ولس د نا امیدي او ناهیلي کچه مخ پر زیاتیدو دی. څوک له وسله والو مخالفینو سره یو ځای کیږٍي، څوک له هیواد څخه تښتي او په لارو کې وژل کیږي او څوک مو د حکومت  د نه خدمت کولو په موخه له دولت سره حسد او عقده اخلي.
دولت باید ولس ته احترام وکړي او ددوی باورنو ته درناوی وکړي، دا وګړي له ستونزو څخه وژغوري او ددوی په درد باندې پټۍ ولګوي. دا چې دې ولس په ډيره لیوالتیا سره په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته  نو په چارواکو باندې یې مسلم حق دی چې د کار او بار زمینه ورته برابره کړي. دوی ته کار ورکړي او اروپا ته یې له تښیتې څخه مخه ونیسي.