
«هیڅ افغان د بل افغان څخه بهتر نه دی او هیڅ افغان د بل افغان څخه کم نه دی . موږ پنځه زره کاله پخوا وو، پنځه زره کاله به نور هم وو. د ګاندي کورنۍ څخه سیاسي میراث پاتې شو خو زه د چوپړ په پای کې غواړم په پوهنتون کې درس ورکړم. د زورواکانو دوره نوره پای ته رسېدلې، که زه نن په اساسي قانون معامله وکړم، سبا به ستاسې په اولادونو باندې هم معامله وکړم حکومت سهامي شرکت نه دی!» .دا هغه څه ول چې په اوسني حکومت کې ونډه لرونکي ولسمشر د ټول ټاکنو په مهال د هرې غونډې په پيل او پای کې کولې. د میوند دجګړې او همدارنګه د غازي امان الله د وخت څخه وروسته دا هغه وخت و چې افغانان په ځانګړي توګه پښتانه راويښ شول، په هېوادنۍ مینې، شور او ولولو سره یې کور په کور کمپاین وکړ، د ولسمشر اشرف غني پیغام یې بیا دهر کور تر بوډا او بوډی ورسولو. پښتانو مشرانو په دې وخت کې سیاسي اختلافات له مخې لیرې کړل، یو موټی شول، خپل مال او سرونه یې دافغانستان د ښې راتلونکې په موخه د اشرف غني د ټاکنې لپاره د هغه په خدمت کې ورکړل. حتی یوه افغان د خپلې لور مړینه تر هغې چې د ټول ټاکنو د ورځې رسمي ساعت پای ته ورسیږي، پټه وساتله څو خلک پرته له ستونزې رای ورکړل شي. په ټول ټاکنو کې د ناندریو، د بحران ګواښونو په پای کې یې د امریکا د فشار او توپیري چلند وروسته په حکومت کې د خپل رقیب ته پنځوس سلنه واک ورکړ چې دا له یوې خوا د ټولو اداري پرینسیپونو په خلاف وه او له بلې خوا یې په لوی لاس خپل واک سیند ته ورګوزار کړ. د بحران اوازې وې خو د بحران په راتګ سره چا ته ډیر زیان واوښت؟ په کابل کې لوړپوړیزه ودانۍ د چا څخه پاتې کیدلې؟ باډی ګاردان، عصري دریشۍ او عیش ونوش د چا څخه پاتې کیدل؟ ښه خبره دا وه چې اشرف غنی ملت ته حاضر شوی وای،د هغوی څخه یې ملاتړ غوښتی وای او که یې بحران نه غوښتلای، خپله استعفاه یې وړاندې کې وای. همدا امریکا، نړیواله ټولنه او عبدالله خېل به بیا برعکس ته ده ته زاری کولای. په هرصورت د بحران د مخنیوي لپاره یې عبدالله په واک کې شریک کړ. د لوړې په مراسمو کې عبدالله په ټول تاریخ سترګې پټې کړې او برهان الدین رباني یې لومړی ولسمشر وباله چې واک یې په سوله ییزه توګه کرزي ته وسپاره!! اشرف غني د افغانستان لپاره په وینا کې له افغانستانه نیولې تر مرکزي او بیا تر جنوبي اسیا پورې سیاسي او اقتصادي کرښه وایستله، له دې ورهاخوا یې تر افریقا هم کرښه ورسوله. چین، پاکستان ایران، امریکا خو د پلان په لومړیو ورځو کې شامل ول. دا هم منو چې ددې وړتیا لري خو کله چې د ولسمشرۍ ورځې يې پیل شولې، پښتانه مشران یې د توقع خلاف له ارګه وشړل. د خوست نامتو وکیل همایون، د کندهار نامتو وکیل لالی ، جبار قهرمان، عبدالواحد طاقت، اسماعیل یون، جمعه خان همدرد چې په شمال کې د شمالي بدمعاش او امپراتور عطامحمد نور لپاره ګواښ بلل کیږي، له ارګه د افغاني دود په خلاف داسې لکه څوک چې ګدایۍ ته راغلي وي، وشړل. دده سره په کمپاین کې مشهور لیکوالان، مدني فعالانو ته یې د چاپلوسانو خطاب وکړ. سمه ده، دوی هم د تیرې دورې خلک ول خو د ولسمشر د ټیم یوه مهمه برخه یې جوړوله. که چیرې دوی ته د فاسدینو خطاب کیږي، څنګه ددوی رايې حلالې ګڼل کیدلې؟
د ولمسشر علم، پوه او نړیوال انځور کې هیڅ شک نشته او په ټوله مانا ورته د احترام قایل یو. د ملت په وینو یې لاسونه ککړ نه دي ، په هیڅ ډول فساد باندې ککړ نه دی خو د هېواد ولمسشر یې، ستا پوهه، نبوغ او سیاسي فهم د یوه ولمسشر په توګه په هغه وخت کې په درد خوري چې د ملت سره په شویو وعدو باندې وفا وکړي. د حامد کرزي د وخت څخه پاتې شوني وزیرانو څخه د کمپاین په مهال پوره ګټه واخستله خو واک تر رسېدا وروسته یې د هغوی تش په نامه مشورې هم ونه منلې. د عبدالله سره د شوې پرېکړې په اساس یو کال تېر شو او د روان کال په پای کې باید لویه جرګه راوغوښتل شي، ایا د لوې جرګې د چمتووالي درک شته؟ ټول ناخوښه وزیران او بانفوظه شخصیتونو ته د عطامحمد او عبدالله له خوا هرکلی ویل کیږي. د یوه بریالي مشر په توګه یې باید داسې یو اپوزیسیون رامنځ ته کړای وای چې ټول ناراضه شخصیتونه پکې راغونډیدای شوای څو د افغانیت دښمنانو د هغوی له احساساتو څخه ګټه نه وای اخېستې. برعکس عبدالله یوازې په اداره کې د نفوظ په پیداکولو، په اشرف غني باندې د کړۍ راتنګولوباندې بوخت دی. که چیرې په حکومت باندې نیوکه نیول کیږي، مسول یې یوازې اشرف غني ګڼي!
د غاصیبیونو په نیولو او محکمه کولو کې پاتې راغی، حتی یو والي هم د پوست څخه نه شي لیرې کولای. پارلمان ته یې څو ځلې وزیران وروپیژندل، سیاسي لابي په ځای پریږده چې له ارګه ورهاخوا یې له چا سره اړیکه هم نه وه نېولې. د عبدالله ټولو وزیرانو د اعتماد رایې ترلاسه کړلې خو د اشرف غني وزیران په اکثریت رایو سره رد شول، دا په خپله ناکامي نه ده ؟
ددفاع وزیر تراوسه سرپرست دی. د یوه کال تررسېدا وروسته، د هېواد څخه د ځوانانو تېښته دوام لري، د بېکارۍ کچه تر بل هروخته لوړه ده. دا کوم پرینسیپ دی چې موجوده اداره باید له منځه یووړل شي څو نوي او شفافه اداره رامنځ ته شي؟ ددې دپاره کار اهل کار ته سپارل، مکافات او مجازات یې یوازینی منل شوی اصل دی. د افغانیت څخه ددفاع لپاره غږ نه شې پورته کولای، هغوی چې د افغانیت څخه دفاع کوي تش په وعدو غولوې؟ که همدا حالت دوام وکړي، نه داچې یو ستر اقتصادي او سیاسي بحران به رامینځ ته شي بلکه په لوی لاس مو هېواد د تجزيې په لوري روان دی . د ولسمشرۍ څخه یې څه باندې یوکال تیریږي، له همدې زیاد وخت نور چیرې وي؟ لږ ترلږه د بدلون څرک خو باید لګیدلای وای. که همدا حالت وي، هېواد مو د صدارتي نظام په لوري روان دی چې بیا به د هر افغان په برخلیک باندې ملنډې وهل کیږي. شمالي د لنډه غرو ارمان چې دوی یې راتلونکو شلو کلونو کې وړاندوینه کوله یو کال وخت پاتې دی. زما په اند یا دې ولمسشر نور بدلون ته رامخه کړي، دافغانیت څخه ددفاع وکړي، په خپلو وعدو باندې دې وفا وکړي او یا د هم استعفا وړاندې کړي. دا ملت د افغانیت څخه ددفاع لپاره له اشرف غني څخه کلک ملاتړ وکړ، د پیړیو وروسته پښتانه له خوبه راويښ شول، اوس د مایوسۍ خوب پرې بیا راروان دی، دا لوی خیانت دی چې راویښ شوی ملت بیا د مایوسۍ خوب ته لیږي. د ولسمشر سره د والیانو په یوه غونډه کې د کنړ والي، د کندهار والي خبرې کولې، ولسمشر له خوا پرته له دې چې د هغوی ټولې خبرې واوریدل شي، ورټل. له هغوی یې وغوښتل چې په خپلو ځایونو کیني، کله چې د عطامحمد نور نوبت رارسیږي، له ولسمشره غواړي چې د هغه خبرې نه دا چې قطع نه کړي بلکه تر پای یې واوري. ولسمشر په خندا ځواب ورکوي، وروره مهرباني وکړه. رهبر داسې وي؟ له یوه ډاریږې او له هغه ترې ګواښ نه لیدل کیږي، او پښتون دی، خبرې یې نه اورې. که همدا حال وي خدای خبر چې دا وړۍ به شړۍ شي.