غټ، غټ خبرونه

 
څرنګه مې چې یو نیم کال وړاندې دملا محمد عمردمړينې په هکله په طنزی بڼه خبرورکړی وو- اولوستونکو هغه خبر نه بلکې طنز ګڼلی ووـ نن بیاهم تاسوته په همدې شان خبرونه لرم ،ورته غوږ شی !
۱-  اسامه ژوندی دی .
دخبرونومینځ : دمسکو تربیون خبری سایت دوه ورځې وړاندې خبر ورکړچې عرب اوسامه د لادن زوی ژوندی اود ستر سمندرپه هاماس ټاپو کې له چړچو ډک ژوند تیروی اوپه درز سره په میلو کې ډوب اودجنت حورې یې شاوخوا په نڅادی.
د دې خبر اصلی سرچینه امریکایی ايډوارډ سنوډن هغه د رازونو رسوا کوونکی دی چې اوس یې په روسیه کې پناه اخیستې ـ هغه په خپل کوډګرهنرسره د امریکا له ډیرو پټو رازونو پرده پورته کړې او له همدې امله امریکه ورته غاښونه چیچی اوخپل ستردښمن یې بولی .
هغه وړاندې هم دسی . آی .ای ډیر پټ اسرارډانګ پیلی کړی ول .
هغه داسې وایی (( سی .آی . اې دامریکا جاسوسی اډانه اوس هم اوسامه ته دمیاشتې یولک ډالر تنخا ورکوی چې دنړۍدسترو سوداګرودشخصی بانکی حسابونو په ذریعه په پټه توګه هغه ته رسی ))
۲- ملا عمرله آره ماؤیست وو:
دملاعمر آخوند له مړینۍ وروسته د آی . اس . آی له دفترونو څخه داسې نښې اونښانې پیدا شوی چې داخوند ډیرې پخې اړیکې دچین له ماؤویستانو سره ثابتوی – له همدې کبله دچین  دولت دهغه په مړینې لاتراوسه خواشینی دی اودهغه مړینه لویه ضایعه بولی .
۳- پاکستان افغانستان ته دشاتودمچیوپرځای هغه غټ مچان چې ژیړرنګ لری صادرکړی دا مچې (مچان) ددې پر ځای چې پرګلو کیښنی پر غ … کینی اومرداری را ټولوي، چې د پاکستان دې چلند افغان شات پلورونکی دوسپوږمو ته راوستي.