مونږ تل ځان احساساتي ښودلی، خو بیا کار مو له احساساتو سره بېخي د پرتلنې وړنه وي. ولې چېزموږ عزم او اراده محدوده وي، د یو څه وخت لپاره د یو کار اراده او احساس راسره وي بیا مو هېر وي.
مبارزه کلک هوډ غواړي،چې هیڅ څیز يې مات نه کړي. زموږ بله ستونزه داده، چې تل ځانونه د نورو پر وړاندې او یا د یوه ستر یا کوچني کار د ترسره کولو لپارهکمزوري ښیو، دښمن غندو، خو د هغه پر خلاف مو عمل له صفر سره ضرب وي.
که غواړو له یو چا سره مبارزه وکړو، نو اړینه ده، چې لومړی موږ خپله سره متحد او همغږيشو او همغږي د رښتیني هوډ او د ځان د اصلاح په پایله کې شونې ده.
دا خبره مې تر دې کوله،چې موږ تل د پاکستان، ایران او نورو یرغلګرو او ښکېلاک ګرو هېوادونو پر ضد شعارونه ورکوو،خو دې ټکي ته مو هیڅکله پام نه دی شوی او فکر مو پرې نه دی کړی، چې څنګه یو هېواد په بل هېواد کې لاسوهنه کولای شي. زما په اندپه لاس وهنه کې چې د هغه هېواد وګړي ورسره همکار نه وي، نو هیڅ هیواد نه شي کولای،چې په بل هېوا د کې لاسوهنه وکړي او موږ چې وایو دا کار د فلاني دی دا د فلاني دی؛نو خامخا چېله هغوی سره زموږ د هېواد ځینې کسان او کړۍ شریکې وي.
زه داسې فکر کوم، که موږ او تاسې له نورو هېوادونو سره څه نه شو کولای، نو لږ ترلږه دا خو به کولای شو، چې د پرديو جاسوسانو پر خلاف خپل اواز پورته کړو. دا چې څنګه په خپل هېواد کې پردي جاسوسان تشخیص کړو او ویې پېژنو، نو دا خو روښانه خبره ده، چې پردي جاسوسان د هغوی له کړنو معلومېږي او ښه راته معلوم دي.
داسې هم نده، چې دا یواځې په وسلوالو ډلو پورې تړاو لري،بلکې دا جاسوسان تر هغو وسلوالو ډېر خطرناک دي، چې له دولت سره مخامخ جګېږي، ځکه دوی په دولتي ادارو کې په لوړو او ټيټو پوستونو کارونه کوي، صلاحیتونه لري او لکه د ویېنې په څېر دولت له د ننه خوري او ورو ورو یې پرزوي او نړوي یې. دا زموږ او تاسې ایماني دنده او ملي رسالت دی، چې ددوی پر خلاف رسا غږ پورته کړو او پروړاندې یې له هر ممکن اقدام څخه کار واخلو . که دا جاسوسانپه هرې ډلې او هر قوم پوري تړاو لری، خو له بده مرغه په موږ کې دا جرأت، جسارت، سرښندنه او وړتیا نه شته چې پر خلاف یې اواز پورته کړو او تر څو چې مو خپل اواز نه وي پورته کړی او په مېړانې مو یې پروړاندې عملي ګام نه وي پورته کړی، تر هغو به د همدغو خاینو جاسوسانو په واسطه د هر دښمن شوم او کرغېړن پلانونه پر موږ پلي کېږي، موږ او زموږ هېواد به همداسې لکه ویېنې خوري او له پښو به مو غورځوي.
نو راځئچې د پردیو جاسوسانو پر خلاف اواز پورته کړو او د عملي کړنو له لارې یې له پښو وغورځوو؛ که نه نو لیرې نه ده چې دوی به مو له پښو وغورځوي او له تباهۍ سره مو مخ کړي.