د پرچم ډلګۍ د روسانو د مزدورانو په منځ کې تر ټولو نازولې هغه وه او د هغې په منځ کې ببرک کارمل هغه شخص و چې د مرګ په وخت کې هم له غلامۍ پښیمان نه و او په دغه شیبه کې یې هم وویل: (به کشور شوراها وفادار باشید. مرګ و زنده ګی ما وابسته به دوستی کشور شوراها است....). علومي ترکارمل یو ګام نور هم مخکې دی. ځکه د کشور شورا ها تر څنګ کشور امریکا ته هم زیات وفادار دی.
پرچم اوس هم د افغانستان په سیاست کې تر ټولو خطرناکه ډلګۍ ده. که څه هم په وړو وړو ټوټو تجزیه شوي ده خو د تخریب ضریب یې ډیر پیاوړی دی. یوه ډله یې د رنجبر، بله د غلام محمد سروبي وال، بله د نظر محمد، بله د بشرمل په مشرۍ او څو نورې یې د ګمنامو کسانو په مشرۍ لګیا دي د هیواد په زیان او د خپلو بادارانو په ګټه فعالیت کوي. یوه وړه ډاینامیکه حلقه یې د فرید مزدک او نجم الدین کاویاني په مشرۍ جمیعت ګوند ته تللي او ځینې یې په ارګ کې د میشتو نورو مشرانو راتاو شوي دي. دوستمي ملیشې چې د پرچم محصول دی اوس هم خپل ملیشه یی وحشت ته دوام ورکوي او دا خبره په ثبوت رسوي چې لړم ځکه نیش وهي چې همدغه یې د طبیعت غوښتنه ده.کایان ملیشې هم د پرچم زیږنده ده.
خو تر ټولوخطرناکه ډله یې هماغه ډله ده چې د کارمل ایډیالونو ته لا هم وفاداره ده او د نورالحق علومي په مشرۍ یې ګوند جوړ کړی دی.
نورالحق علومي د یوه لوی تاریخي شخصیت (خان علوم) له اولادې څخه دی چې خان علوم په قوم بارکزی پښتون او د احمدشاه بابا په وخت کې منلی شخصیت و. خو لمسی یې د بې لارو او مفسدو وطن پلورونکو مشر دی.
علومي درې تاریخي جنایتونه تر سره کړي دي چې د بښلو وړ ندي:
1) د سردار محمد داود پر ضد هم ده او هم یې ورور عبدالحق علومي برخه اخیستې. کله چې یې ورور په شاهي ګارد کې د سردار داود پر ضد له شا ډزې پیل کړې. او داود ته وویل شول چې له خپله منځه هم خاینینو کار پیل کړ، نو سردار داود نور د نجات له میندلو مأیوس شو. نورالحق د عبدالحق استاد و.
2) کله چې روس پر افغانستان یرغل وکړ، نورالحق علومي له لومړۍ ورځې تر وروستۍ ورځې د روسانو او د هغوی د لاس پوڅو په ټولو جنایتونو کې شریک و، یوه ورځ یې هم د خپل ملت له وژلو مخ ندی اړولی. البته په لوی کندهار کې یې د پښتنو په منځ کې د غلجي او دراني فتنې ته هم لمن وهله خو له نیکه مرغه چې ناکام شو.
3) د ډاکتر نجیب د سولې پر پلان یې د هغې کودتا فکري مشري وکړه چې په نتیجه کې یې کابل وران او د افغانستان د درې سوو کلونو نظام وپاشل شو. دا چې اوس نوي نسل ته پرچمي ـ جمیعتي رسني او د دوی بهرني باداران د دغې فاجعې په باب بل رنګ ورکوي خو ملت خپل اصلي قاتلان پیژني چې تر ټولو ستر هغه یې پرچمي جنرالان دي چې فکري مشر یې علومي او اجرایي مشري یې نبي عظمیي او اصف دلاور کوله. نور شریکان یې بابه جان، دوستم، سید کایان، باقر فرین، حساس، روف بیګي، فتاح، سیداعظم سعید، وکیل، بریالی، مزدک، کاویاني، اخګر، نجیب مسیر، یارمحمد او نور و. علومي د افغانستان د خلکو وروستی امید هغه وخت په یو خونړي سرنوشت اخته کړ چې تر دوه لسیزو جګړو وروسته سولې ته په تمه و. ځکه پرچم ـ جمیعت پرې د تاریخ تر ټولو فاجعه باره کودتا وکړه. د دغې کودتا د جنایاتو په باب د ده خپلو پرچمي ملګرو چې ډاکتر نجیب ته وفادار دي یوه ډیره ښه ویډیو جوړه کړي ده چې په یو تیوب کې یې کتلی شئ.
که څه هغو ته چې علومي د افغانستان نظام په قاب کې عرضه کړ، د ده دوه ورنه (عبدالحق او یو بل) ووژل خو نورالحق د هغوی څخه ځان نه شي خلاصولی، ځکه بل ځای د نجات او پناه لاره نه ویني.
علومي دا ځل امریکایانو د څلورم ملي خیانت لپاره له اروپا په زور راوستی او د روس موافقه یې هم اخیستې ده. ده پخپله خوله چاته ویلې دي چې دوه لارې لري: یا باید امریکا ته هم هغسې مزدوري وکړي چې روس ته یې کوله او یا باید د هاګ محکمې ته ولاړ شي. نو ځکه یې لومړی بدیل منلی او د هیواد او ملت د دښمنۍ په سنګر کې ولاړ دی.
اوس علومي تر ټولو ستمیانو او سکتارستانو زیات د ملي هویت او ملي وحدت کلک دښمن دی اود خپل استاد کارمل په لار ټینګ روان دی. هغه کارمل چې د ملت یو فرد یې هم خیانت نه پټوي خو رفیق علومي ورته (رفیق کارمل، رهبر روشنفکران افغانستان) وایي، و. کارمل و چې په یو واحد افغان ملت کې يې د ملیت کرکجنه کلمه راوویسته خو ملت واحد و، واحد دی او واحد به پآتې شي.
د علومي په بدن کې د کارمل خبیث روح ننوتی دی او د پرون په شان نن هم د افغان هویت او افغان ویاړونو د دښمنۍ په سنګر کې ولاړ دی. علومي نه له افغان وژنې ستړی شو او نه له افغانستان پلورنې.
ځوان نسل ته زموږ پیغام دی چې علومي وپیژني او څیره یې رسوا کړي. نور معلومات به وروسته وړاندې کړو. یار زنده صحبت باقي.