سرور احمدزی د نيوکې زغم هم نه لري !!!

په تلويزيونونو کې د ولسمشرۍ د يو څو نوماندانو تر منځ په امنيتي مسايلو يوه مناظره ښودل کېږي چې رمضان بشردوست، سرور احمدزی، يما، صافی، او محمد انيس نصير په کې برخه اخيستي. عجيب کار په کې دا کېږي چې د لومړي ځل لپاره يو نوماند (سرور احمدزی) پاڅېږي او بل (رمضان بشردوست ته) ته تهدیدونه ورکوي او غواړي په زوره یې چپ کړي.
دا مناظره د ټاکنو د خپلواک کميسيون د رسنيو د جرګګۍ له خوا جوړه شوې چې دا څو ورځې وشوې په ټولو تلويزيونونو کې خپرېږي.
دا څومره د شرم ځای دی چې يو کانديد راپاڅېږي او بل ته سپکې سپورې وایي. سرور په رمضان بشردوست چغې وهي او ورته د ليوني خطاب کوي. د بشردوست يواځینۍ ګناه دا ده چې نوموړي ته د سرور احمدزي پروګرام عملي نه ښکاري. سرور وايي چې غواړي د طالبانو، حکمتيار او حقاني سره خبرې وکړي او په حکومت کې ورته وزارتونه، ولايتونه، او سفارتونه ورکړي. د بشردوست د خبرو نوبت چې راځي نو وايي چې د سرور خبرې عملي نه دي او ياد شوي خلک د نوموړي سره په دولت کې کار نه کوي. په دې کې پسې سرور ورپاڅېږي او داسې ښکاري چې غواړي ګوزار پرې وکړي. سپکې سپورې ورته وايي.
يو څوک چې د نيوکې د اورېدو توان نه لري، بد کوي چې ولسمشرۍ ته ودرېږي! که په سرور کې دا توان نه وي نو بيا دې هسې د پښتنو نوم نه بدناموي. کاليفورنيا ته دې لاړ شي ، هسې هم هلته (سيون اليون) دوکان لري، شراب خرڅولو ته دې په کې دوام ورکړي.
دويم دا چې ده په خپلو خبرو کې رمضان بشردوست ته وويل چې ((زه پښتون يم))، ((طالبان زما قوم دی، زما خلک دي، زه يې ښه پېژنم)). سرور د هر پښتون په تندي داغ دی. پښتانه داسې بې همته خلک نه دي، لکه سرور چې د يو بې وزله نوماند پسې پاڅېږي اوتهديدونه ورکوي. بشردوست په نوماندانو کې هغه نوماند دی چې د قوم، مذهب، سمت، او ژبې سرحدونه يې مات کړل. هغه ځانته افغان وايي. په تېرو اوو کلونو کې که يو ښه کار شوی وي، هغه دا دی چې ټولنې د بشردوست په شان مثال وپېژنده چې د هر ډول بېلونکو کرښو تېرېدی شي او ځانته افغان ويلی شي.
سرور ته په کار دي چې د خپل  د کاکا ځامنو (قوماندان زرداد، قوماندان شمالي، ...، او ليوني) کارونه دې نه تکراروي، هغوی هم ښه تاريخ نه دی پرېښی چې دی به يې پرېږدي. پښتانه له دا ډول ټوپکمارانو تنګ شوي .
د ده دا خبره هم پښتنو ته عار دی چې دی وايي حقاني، طالبان، او حکمتيار د ده قوميان دي او پښتانه دي. داد پښتنو سپکاوی دی. سرور په دې نه پوهېږي چې په دې خلکو کې ډېری د پاکستان د آی ايس آی ايجنټان دي.
سرور په خپله هم پښتون نه شي کېدای. پښتون بايد پښتونواله ولري، د نيوکو زغم بايد ولري. په بې وزله کانديدانو بايد سترګې راونه باسي. که دی نر وي او په شونډو يې د رښتيا برېتونه پراته وي نو په عبدالله او پدرام دې سترګې راوباسي چې ورنه سترګې وباسي که نه .