فساد او ټولنه

 
ټولنه له افرادو جوړ ده او افراد پر مختلفو ژبو فرهنګې او کلتورې مشابهاتو او یا هم توپیرونو سره یوه ټولنه جوړوې، زمونږ په معاشره کې د ټولنې د اصلاح لپاره ډیر تجویزونه، وړاندیزونه او تګلارې په لاره اچول شویدي، ډیر غټ مصرفونه ورباندې شویدی خو چې ګورو نو ټولنه په ځینو مزخرفاتو کې دومره پرمختګ کړیدی چې بیرته را ګرځول یی هم همدومره مصارف غواړې او په ځینو مواردو لکه فساد، نه داچې پرمختګ نه دی کړی بلکه  څو ګامه شاته هم تللې ده.
دا چې ولی زمونږ په هیواد کې فساد له منځه نه ځې او ولې په دغه تړاو زمونږ د ټولنې افراد نه اصلاح کیږې په همدې موضوع خپل نظریات له تاسو سره شریکوم.
زمونږ د ټولنې بدبختې هغه وخت شروع شوه چې مونږ ټولو د اصلاح غوښتنه کوله خو د  ټولنې د نورو وګړو لپاره ، کله مو هم د ځان لپاره هغه څه نه دې خوښ کړې چې د نورو د پاره یی خوښؤ ، مونږ تل د هغه متل برخلاف عمل کؤ کوم چې وایی هغه څیز چې د ځان لپاره خوښوې د نورو لپاره یی هم خوښ کړی، خو متاسفانه مونږ هغه څه چې د ځان د پاره خوښو د نورو لپاره یی هیڅکله نه غواړو ، او هغه څه چې د نور لپاره غواړو هغه بیا د ځان لپاره قطعآ نه غواړو ،
مونږ ټول چیغی وهو او خولې مو وشکولې چې تولنه مو له فساده ډک دی دا فساد باید له منځه ولاړ شې مونږ او تاسو د ټولو مدنې ټولنواو حکومت  سره یو ځای دا کوښښ وکړ ولی ومو کولای شو چې فساد له منځه ېوسو ؟ ځواب به مو حتمی نه وې، ځکه چې  اوس ګورو نو فساد لس چنده زیات شویدی، دا ولې ؟
آیا پر مونږ دا فساد کوم بهرنۍ هیواد واردوې ؟
آیا زمونږ حکومت یی پر مونږ تحمیلوې ؟
که نه مونږ او تاسو د ټولنې افراد ورته هوا ورکوو؟
زما شخصې نظر دریمه پوښتنه ده هغه  په دې معنی چې زمونږ  حکومت د ټولنې له افرادو  څخه جوړ دی او د حکومت ټول ماشین زمونږ د تولنې د فرادو په لاس چلیږې ، زه د ماشین یوه برخه یم او د ماشین په همدغه برخه کې چې د هر چا کار بند شو تر څو چې ماته رشوت را نکړې زه به مې خپلې دواړه پښې په یوه موزه کې دننه کړم چې ماشین خراب دی ،خو که چا پیسې راکړې نو ماشین رک روغ دی او د هغه کس کار به په ټي ثانیه کې اجرا کیږې ،همداسې ده او کنه ؟  
فساد ما وکړ، ښکنځلې ولسمشر ته کیږې ، ولسمشر خو پر مونږ ټولو باور کړیدی او د ټولنې د خدمت دا دروند بار یی زمونږ پر اوږو ایښئ دی او مطمین دی چې مونږ به د دې ټولنې څخه فساد له منځه وړو خو بیچاره خبر ندی چې د دې باور په بدل کې مونږ ورته میلیونونه ښکنځلې روزانه د خلکو په خولو نذرانه کؤ،خیر په هر صورت
که په رښتیا غواړئ چې ټولنه اصلاح شې نو د ځان څخه یی شروع کړئ په هر ارګان کې چې یاست ، په هر پوست کې چې یاست او په هر ځای کې چې کار کوئ د رشوت سره خدای په آمانی وکړئ بیا وګورئ چې فساد له منځه ځې او کنه ؟ بیا وګوری چې بی له رشوته ژوندې پاتې کیږئ او کنه ؟ بیا وګورئ چې بغیر له رشوته مو هم  په کورونو کې خوشحالیاني وې او کنه ؟ بیا وګورئ چې بغیر له رشوت او فساده هم ورځ شپه او شپه ورځ کیږې او کنه ؟ زما تجویز خو همدا دی چې باید هر یو کس ځان ولسمشر وګڼې او د خپل ځان څخه دې د فساد په لمنځه وړلو کې شروع وکوې هله به دغه چیغې او سورې رنګ راوړې، او که نه ته رشوت اخلې او زما څخه دا توقوع لری چې وایی نخلم او ټولنه به اصلاح شې خو زه ګرنټې درکوم چې والله که یی تر قیامته هم اصلاح کړې ،ولسمشر زمونږد هر یو کس په سر بل کس نشې مقررولای که یی مقرر هم کړې چې هغه هم اصلاح نه وه نو دا وطن به نه وطن کیږې ، راځې ورونو هر یو د الله ج پر وړاندې د دې هیواد پر وړاندې خپل خپل مسولیت ادا کړو که مو ورور رشوت اخلې پر ضد یی مبارزه وکړئ ، که مو پلار رشوت اخلې پر ضد یی مبارزه وکړی هر کله چې مو له دغه ځایه مبارزه شروع کړه نو ګوره چې وطن به مو ګل او ګلزار کیږی او کنه ، خو که یی پر نورو بندول غواړو او مونږ خپله ورته خاښونه اړم کړې وې نو دا لیاره ترکستان ته ځې او دا چیغې هیڅ درد نه شې دوا کولای قرار کښینئ هر څه خدای پاک ته وسپارئ چې هر څه یی وکړ هغه به کیږی