
ناګپور: په نړۍ کې ځینې وختونه داسې پیښې کیږي چې باور پرې نه کیږي او آن ځینې وختونه ناشونی هم وي. خو په هندوستان کې داسې عجیبه پیښه شوې چې یو نارینه تر ۳۶ کالو حامله توب وروسته غبرګوني زامن وزیږول چې نړۍ یې حیرانه او ډاکټران یې اندیښمن کړي دي.
د هندي رسنیو د راپور له مخې د ناګپور په سیمه کې (سنجو بګټ) نومی یو شخص له تیرو څو کلنو راپدیخوا د ګيډې له لویوالي څخه په ستونزه کې و او کله چې یې دا ستونزه له حده زیاته شوه نو دا د عملیات لپاره روغتون ته ولاړ. په روغتون کې ډاکټرانو د سنجو بګټ په ګیډه کې د ټيومر (تومور) خبر ورکړ خو کله چې یې د نوموړي التراساونډ (د ګیډې عکس) مشاهده کړ نو په تعجب کې شول. د التراساونډ د ریپوټ پر اساس له تیرو ۳۶ کالو راهیسې د سنجو بګټ په ګیډه کې غبرګوني اولادونه روزل کیږي.
د سنجو معالج ډاکټر وایې دا د جنین مساله ده او په ډیری داسې مواردو کې غبرګوني اولادونه ژوندي نه پاتي کیږي خو د سنجو په ګیډه کې دغه کوچنیان کافي ډیر وخت ژوندي و چې وروسته بیا مړه شوي دي. نوموړی ډاکټر وایې اوس مونږ په بریالیتوب سره د سنجو له ګيډې دواړه بچیان د عملیات په وسیله بهر کړي او سنجو هم په بیړنۍ توګه روغتیا مومي.
پخپله سنجو بګټ وایې چې دا خوشحاله دی چې اوس حامله نارینه نه دی خو انديښمن په دې دی چې د کلي خلک به ورته د حامله نارینه په نوم نارې وهي.