
له خپلو زياتو تجروبو له مخې وايم چې ډالر يواځې دا نه چې د سړي قهر او غصه سړوي بلکې ځېنو کسانو ته ان د ژوندانه حيثيت لري ،مطلب مې دا وو چې موږ پخپلو غبرګو سترګو وليدل چې ددې شنې پاڼې لپاره په افغان ولس څه نه وو چې ونشول ، له کله نه چې د طالب رژيم د ناټو په زور د شمالي ټلوالې په لارښوونه رانسکور کړای شو متحدې جبهې نه يواځې دا چې له امريکايانو نه په بوريو ، بوريو ډالر واخېستل بلکې د حکومت واګې يې هم په بشپړه توګه لاس ته ورغلی ، متحده جبهه د هغو لوچکو او لنډغرو ډله ده چې د خپلو بالښتونو د ډکولو په خاطريې د کابل په هره کوڅه کې د هېواد سره د جفا نښې نښانې پرېښدي ددوی په وجودونو کې روح نشته او که وی هم هغه د ډالرو په اخېستو سره تازه کيږي او په قطع کيدو سره یې مړاوې کیږي ، دوی اوس هم له بهرنيو هېوادونو نه په پټه پیسې اخلي پخوا يې هم اخستې او په راتلونکې کې به يې هم اخلي چې د افغانستان دابدي دښمنانو دلچسپی په افغانستان کې وساتي او هغو ته وفادار پاتې شي ددوی په دماغو کې دافغانستان د بيا جوړونې ،کلتور او فرهنګ ،او اقتصاد رغونې يوه حجره هم کار نکوي ، ګنی په دادمره کلونو کې خو به يې له اداری فساده لاس اخستی وای د افغانانو د امنيت او د يوې مړۍ د پيداکيدو غم خو به يې ورخوړلی وای ،د هغې چا پوښتنه خو به يې کړی وه چې طالب جان يې د بې ږيرې او ناټو يې د ږيرور په نامه وژني په راتلونکو ټاکنو کې خدای مکړه که دا د شر او فساد ډله بيا واک ته ورسېده نو افغانستان به له هغې مرګونی حالت سره مخامخ شی چې تر ډېرې مودې پورې به بيا ولس د يووالي ، سوکالۍ او ابادۍ څرک ونه ويني ،سړي تښتوونه، چور، او د وژنې کچه به له نن نه څو چنده زياته شي ،افغانستان به د هغې دايمي مافيا په واک کې راشی چې ګټه به يې يوازې او يوازې يو څو حاکمو واکدرانو ته رسیږي او ولس به يې له لوږې واښه خوري ،ګرانو افغانانو تاسو بايد له دوی څخه د ډالرو په اخيستو او يا د ډودۍ په خوړلو هغه غصه سړه نکړې چې دا اته کاله ستاسو په زړونو کې لمبې وهي ، ډالر ځېنې واخلیْ ډودۍ ځینې وخوریْ دا ستاسو خپل حق دی پدې کې کوم شرم نشته مګر يوې خبرې ته مو ډېر پام وي چې د ګران افغانستان حق ونخوریْ رایه او ووټ هغه سپيڅلی شخصيت ته ورکړیْ چې رښتيا هم ستاسو په غم غمجن کيږي ولس پخپله ډير ښه قضاوت کولای شي !
په افغانستان کې د يوی سپيڅلې ادارې په هيله
کمکی افغان