د ګلم جمو سناریو بیا تکراریږي

 
 
یو وخت چې د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله احمدزي حکومت د وسلوالو ډلو له جدي ګواښ سره مخ و، د وسلوالو د ځپلو په موخه یې د جنرال عبدالرشید دوستم په همکارۍ ملیشې جوړې کړې چې وروسته یې کړنې او پایلې د نجیب پر حکومت ورکږې شوې نه یوازې حکومت یې سقوط وکړ بلکه خپله ککرۍ یې هم وخوړله.
اوس که پرونی ګلم جمي تاریخ بیا تکراریږي لرې نه ده، چې د ملي یووالي حکومت به هم سقوط وکړي چې خدای او ملت ته به تل اوسني تصنوعي مشران سرټیټی وي.
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هر څومره خپله څېره نقاب کې پټه وساتي، خو بیا هم د هغه د سر په کاسه کې پرونۍ بدرنګې مفکورې خطور کوي.
دا ټولو ته روښانه ده چې دې ډول کړیو په هېچا سیله رحمي ونه کړه له تور ږیري نیولې تر سپینږيري او بیا له ښځو نیولې تر وړو ماشومانو ټول یې له پڅ تېغه تېر کړل، کورنه یې ولوټل ،خلکو ته یې د ناموس بې عزتي واړوله او دې ته ورته نور هغه ستر جنایتونه یې، ترسره کړل چې د انسانانو پرځای ځمکې ، اسمان او ستورو هم لپې لپې اوښکې توی کړې.
نن ورځ په شمال کې د پښتونو همدا حال بیا تازه شوی ،هغه سړی چې ماضي یې د بشر په وژونو ککړه ده او په تړاو یې نړیوالو او حکومت سره د جنایت ضد شواهد شته له بده مرغه چې هغه انسان نن د قلم پرځای بیا ټوپک ته لاس کړی او د بې ګناه انسانانو د وژنې امر او فتوه ورکوي.
جنرال دوستم پرته له دې چې د ولسمشر اجازه ولري یوه میاشت کېږي په فاریاب کې یې پاخه اړولي ټوپک په لاس سرتېرو ته د وژنو لارښوونه کوي څوک ووژني او څوک ولوټي؟
په ظاهره کې دوستم  فاریاب ته د وسلوالو ځپلو په موخه تللی خو، په خواله رسنیو کې خپاره شوي راپورونه ښي چې د دوستم په قومنده وژل شوي خلک ولسي وګړي دي او ټول هغه پښتانه دي چې دوستم ترې د تېر ځل غچ اخلي.
دا ټول هغه وخت ښه ډاګیزه شول کله چې له فاریاب څخه  سلګونه کورنۍ د جنرال دوستم له وېرې هرات ولایت ته ګډه شوې، چې رسنیو ته یې په وینا کې ویلي، د دوستم ملاتړو یې کورونه لوټلي ځوانان او مشران یې په زیات شمېر د طالب په نوم له ځان سره په شخصي زندانونو کې اسیر نیولي او ان دغلته د پښتنو ناموس هم د جدي خطر سره مخ شوی دی.
اوس هم وخت شته چې ولسمشر غني خپل مرستیال د بې ګناه انسانانو له وژنو راوګرځوي او د خپل حکومت ستنې پرې ونه نړوي.
که غني هم د وسلوالو د ځپلو خوبونه ویني ښه خبره ده چې د ډاکتر نجیب الله حکومت له تجربو ګټه واخلي هسې نه چې د دوستم د کارونو تاوان هم دی پرې کړي او نا ببره د نورو د ګټو لپاره دارته غاړه ورکړي.
د افغانستان خلک د ملیشو او ګلم جمو له تاغوتي ډلو په تنګ شوي او که د صبر او حوصیلې کاسې یې ډکې شي د دې افغانانو مخ نیوی بیا ګران کار دی او ترڅو یې چې حکومتونه نه وي ړنګ کړي د راحت خوب نه کوي.