چابهار باید له پاکستان سره د اړیکو قرباني نه شي

 
د چابهار پرانیسته او له هند سره د سوداګرۍ لاسليکونه او پر نورو اړيکو له هند سره اوږد مهاله او لنډمهاله تړونونو پاکستان ته په اصطلاح خارښت ور پورې کړی.
زموږ د نني عصر چارواکي که څه هم له تېرو چارواکو سره په کړو وړو کې توپير نه لري، خو افغانستان چې د پاکستان له پيدا کيدو سره سره سم د جنګونو تاوتريخوالو او ناامني په مرکز بدل شوی، هند خپل دغه دوست هېواد له هرې لارې ورته د مرستې رسولو په هڅه کې دی.
افغان حکومتونه چې وخت په وخت په دغه هېواد کې رامنځته شوې له خپل دغه پخواني دوست سره په اړيکو کله ناکله د پاکستان سره د اړيکو د پراختيا په موخه سيورۍ غوړوي چې دا کار د هند په ولس او حکومت کې پر افغانانو د بې باورۍ لامل کېږي.
پاکستان د دې ترڅنګ چې غواړي افغانستان نړیوالو ته د یوه بې باوره او کمزوري هېواد په توګه معرفي کړي، هڅه کوي له غیر مشروع لارو پر افغان لوري خپلې غوښتنې ومني.
پاکستان د سیاسي فشار له کبله تل پر افغانستان د اقتصادي فشار لار غوره کوي.
دغه هېواد په کراچۍ بندر کې پر افغانانو دومره فشار زیات کړ چې افغان لوری د بدیلو لارو په لټه کې شو. د دغو بدیلو لارو له ډلې یوه یې د ایران چابهار بندر دی چې د فعالېدو په اړه یې په وروستیو کې ډېر پرمختګ شوی دی.
هندي اړخ له افغانستان سره د خپلې دوستۍ د اثبات لپاره پر نورو مرستو سربېره د چابهار د پراختیا لپاره هم د میلیونونو ډالره پانګونې هوډ کړی دی.
که څه هم ايران په لومړي سر کې همغږی نه وه په دې خاطر چې ممکن د هند مالونه د ايران بازار په افغانستان کې ودروي، خو د هند لخوا له ايران سره د دغه پلمې پر سر د تېلو نوي تړونونه لاسليک کړل. ايران د خپلو ګټو له خونديتوب وروسته تيار شو چې په چابهار کې د هند په مالې مرسته جوړېدونکی بندر د افغانستان لپاره ومني.
هندي چارواکو د افغان سوداګرو او دولت ستونزو ته په کتو پر دغه پروژه کارونه تر نورو هغو ډېر چټک کړي چې افغانان وکولای شي خپل صادرات له دې لارې تر نورې نړۍ ورسوي. همدارنګه له نورې نړۍ خپل هېواد ته اړين توکي په اسانی پرته له ستونزو وليږدو.
تر دې دمه افغانستان د کراچۍ بندر کار وي چې وخت پر وخت د افعان سوداګرو مالونه ان تر لسو مياشتو هلته د کسټم کولو په پلمه تم کيږي، هلته ځينې مالونه يا خو تر وخت تير شي او يا هم د ساړه موسم توکي په ګرمۍ کې پريږدي.
خو افغان نوی دولت ته پاکستان د تير په څير ژمنې ورکړې او ورته ویې ويل چې نور به د افغان دولت پر ضد زموږ خاوره نه کاريږي موږ (پاکستان) له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ټيمګ ولاړ يو. افغان سوداګر کولای شي خپل توکي تر واګه سرحده ورسوي او نورې ژمنې چې يوه یې هم نه ده عملي شوې تش په وينا کې دغه ژمنې وې ان پر کاغذ هم نه تر سترګو کيږي.
افغان دولت چې هر وخت يې پر پاکستان د باور کولو هوډ څرګند کړی او په پای کې ورسره په شويو ژمنو پاکستان وفادار نه دی ختلی، دا ځل هم پخوانۍ لوبې ته ورته څه د پاکستان لخوا ترسره کيږي.
په افعانستان کې د نوي دولت په راتلو سره د هند او افغانستان پر اړيکو د سوري غوړېدو لامل هم د افغان دولت لخوا پر پاکستان شوی باور او ډاډ بللی شو.
خو په دې وروستيو کې په ډاګه شوه چې پاکستان افغانستان ته يوازې د يوې پاکستانۍ صوبي په توګه وفادار دی، نه د يو پنځه زره کلن تاريخ لرونکي هېواد په توګه.
په همدې ورځو کې په هند کې داسې ګونګوسې وې چې ګواکي هند مرکزي اسيا ته د ايران له لارې د ځان رسولو هڅه کوي څو خپل توکې له همدغې لارې تر اروپا پورې ورسوي.
خو هند ته تېره اوونۍ د ايراني پلاوي سفر چې مشري يې د ايران د باندنيو چارو د وزير پر غاړه وه. دا روښانه کړه چې هند او ايران د خپلو سوداګريزو راکړو ورکړو لپاره چابهار تر نورو لارو غوره او ښه ارزوي.که څه هم پر ډېرو برخو دوه اړخيز تړونونه وشول خو زيات ټينګار د چابهار پر ژر پرانیسته و چې بايد چاري يې بشپړې شي.
هندوستان د افغانستان يو تر ټولو غوره او ښه نیت لرونکی هېواد دی، خو زموږ چارواکو متاسفانه هغسې ګټه له دغه ملګرتيا پورته نه کړه لکه څرنګه چې لازم وه يا تمه کېده.
هند چې پخوا له دې يې ټينګار پر دې و چې خپل توکي د واګه سرحد له لارې افغانستان او بيا تر مرکزي اسیا ورسوي، د پاکستان لخوا له ورته ستونزو سره مخ کېده. اوسمهال هندي چارواکي خپله نه غواړي چې هغه خبر يو ځل بيا رابرسېره کړي چې ويل يې د واګا سرحد له لارې غواړي خپل توکي افغانستان او بيا تر مرکزي اسيا ورسوي.



دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.