د بريښنایې پيژند پاڼو ویش ولي ځنډیږي؟

 
دبریښنایې پیژند پاڼو دويش لپاره د ټاکل شوې اداري مسولینو تل دا ویلی چي  دبریښنایې پيژند پاڼو ویش ته پوره تیاری لری او هره شیبه چمتودي چې خپل کار پیل کړې. کله چې دولسي جرګې له  خوا  د بریښنایې پيژند پاڼو د ویش قانون تصو یب شو دافغان  او اسلام کلمه  یې ترې وغورځوله  د ولس  له سخت غبرګون سره مخامخ شو. په پایله کي ولسمشر غني د ټاکنو پرمهال ژمنه وکړه چې ارګ ته له رسیدوسره سم به د تقنیني فرمان په صادرولوسره دا ستونزه هواره او په بریښنایې پيژند پاڼوکې به د افغان او اسلام کلمه چي د ټول ولس غوښتنه ده وليکله شي او دپيژند پاڼو ویش  به پیل کړي.
تقریبا یو کال تیرشو ولسمشر له نورو ژمنو سره دا ژمنه هم ترپښولاندي کړه. پرلیکلي فرمان یې تراوسه لاسلیک نه دی کړی، داسی ګونګسي وي چي ښاغلي عبدالله عبدالله ورسره مخالفت کوي. څو ورځي وړاندي چي ښاغلي عبدالله اعلان وکړ د اسد پر ۲۸ د خپلواکي پر ورځ به د بریښنايې پیژند پاڼو ویش پیل شي خو ولسمشرداخبره ردکړه، چي تخنیکي ستونزو شته، د هغو له هوارولو وروسته به ويش پیل شي. څو ورځي وړاندي ښاغلي استاد اسماعیل یون پرخپله فیسبوک پاڼه په بریښنایې پيژند پاڼو کي دافغان او اسلام د کلمو دزیاتولو په هکله له ښاغلي عبدالله سره لیدنه کتنه کړې او دخبرو اکثره ټکي خپاره کړې ول  چي عبدالله څرګند کړه زه په دې هکله هیڅ مخالفت  نه لرم، نه ولسمشر په دې هکله ماته څه ویلي دي، زه به ډيرژرستاسو وړاندیزونه ورته ورسوم  او ټينګار به وکړم چي دا کلمي پکي زیاتي شي.
دا چي ولسمشر ولي دفرمان لاسلیک  او صادرولوته زړه نه ټينګوي خبره څه ده؟
داسي ویل کیږي چې په پارلمان کې  استخباراتي  شبکو دونه  هلي ځلي وکړې چې د بریښنایې پیژند پاڼو د ویش  په قانون کې  د افغان او  اسلام کلمه په څونه سپین سترګي او هنر لري کړه. له ډيرو جنجالو وروسته خبره د دواړو جرګو کمیسون ته ولاړه چي هغو هم د شبکو په لاس وهنو دولس په خلاف پریکړه وکړه.
تقریبآ یو کال تیر شو ملی وحدت حکومت له ولس سره د نورو ژمنو په څير دا ژمنه هم ترپښو لاندی او تراوسه یې دافرمان صادرنه کړاو دبریښنایې پيژند پاڼو ویش چي ملی پروسه او اړینه اړتیا ده ځنډولي ده.
داسی خبرونه اوګونګسي دي چي ولسمشر دغرب ترسخت فشار لاندي دی چې  په بریښنایې پييژند پاڼو کې  دي  د افغان او اسلام کلمه نه زیاتیږی.
ځګه چي دغرب له راتلو سره استخباراتي شبکو او دعیسویت دخپرولو موسیسو یو شمیر له افغاني او اسلامي ارزښتونو څخه لویدلي، دغرب داستخباراتي  شبکو ګوډاګیان، بې ضمیره کسا ن یې عیسویان کړي دي. کابل کې دروزني لپاره ورته چرجونه اومرکزونه جوړکړي چي بهیرته د لیږلو لړۍ یې روانه او په هندوستان کي دافغان چرج مرکزته لیږي ،له هغه ځایه غربي هیوادونو ته وړل کیږي.
کله چي په پیزند پاڼو کي دافغان اواسلام کلمه اړینه شي دغه عیسویان شوي افغانان مجبوردی چي عیسویت ولیکي له دې کارسره رسوا کیږي او دولس لخوا دخپلو مرتدو اعمالو په سزا رسیږي.که چیرته دعیسویت کلمه ونه لیکله شي بیا عیسویت ته ددوئ پر وفاداري شک پیداکیږي، غرب ته دتلو مخه یې نیوله کیږي
داسي ښکاري چي غربي استخباراتي شبکو دافغان عیسویانو دهویت  پټولو لپآره اوهمدا ډول یوشمیر افغان ضد عناصرو با دارانو ،چي غواړی دافغان هویت دله منځه وړولو لپاره داوږدمهاله پلان دپلی کولولپاره لمړي ګامونه پورته کوي
پرولسمشر فشار راوړئ ترڅو په دې هکله د تقنیني فرما له صادر ولو ډه ډه وکړي.
که خبره داسي وي افغان مسلمان سرښندونکي میړنی ملت  د ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو دساتلو  په خاطرپه ټول توان  د ملي وحدت حکومت تر څنګ دریږي .
 
رحمتی ګیلانوال