
د نن ورځې ارواپوهنه
دا داسې یوه خبره او پوښتنه ده چې مونږ یی هره ورځ د خپلو ځوانانو نه په کور او کلي کې اورو. دا دهغې بې کاره او بې روزګارو خلکو خبرې دي، چې په تکرار ویلو سره یی سړی ته سرخوږی پیدا کوي. هو، بې له شکه پدې خبره ټول پوهیږو چې بې کاري او په ژوند کې د یو سم پلان نه درلودل، با شعوره خلک خامخا ځوروي او په دې هم پوهیږو چې زمونږ په هیواد کې لا تر اوسه جګړه روانه ده او د ځوانانو لپاره ددوی د خوښې فرصتونه ډیر لږ دي. مونږ داسې ځوانان لرو چې د پوهنتونل ډیپلوم او لیسانس لري او ځینې نور یی پوره تجربې لري، خو د بدمرغۍ له امله نه شي کولای خپلې زده کړې او یا تجربې په نني حالاتو کې په کار واچوي ځکه په افغانستان کې د جګړو تر څنګ، د فساد، قوم پرستۍ او خپل پرستۍ ریښې په ټولو ولایتونو کې داسې غزیدلي چې کار اهل کار ته په دیرو ستونځو سره ورکول کیږي،یواځینې دلیل دا دی چې تیرو تجربو او حالاتو په افغانانو داسې اغیزه کړي، چې تل وايي: ((اول ځان دی، بیا جهان.))
د پورتنیو خبرو په برسیره، اکثره ځوانان چې د ۲۵ کالونو پورته شي، نو دا احساس ورسره پيدا شي چې ګواکې عمر تیر شو او نه پوهیږي چې څه وکړي او لار ترې ورکه وي. هو، په ژوند کې د عمر شمیره ډیره اړینه ده ځکه کوم دماغي او بدني ځواک چې یو څوک په ۲۵ کلنی کې لري، هغه په ۶۰ کلنی کې نه لیدل کیږي. بله دا چې په تیر عمر کې ژوند د صفر نه پیلول هم یوه ننګونه ده. په لویدیځه نړۍ کې دا خبره ډيره مشهوره ده، چې "هر څوک باید په ۳۰ کلنی کې د یوې دندې او مسلک څښتن وي،" مطلب دا چې په دیرش کلنۍ کې سړی هرومرو داسې یو کار او مسلک ولري چې خپل ځان، میرمن، او بچیانو ته د نفقې په پیدا کولو کې کومه ستونزه ونه لري. بیاه هم سره له دې، ځوانان هغه وخت ډیر کړیږي، چې ځانونه د خپلو همزولو سره پرتله کوي؛ کله چې دوی خپل همزولي د بریالیتوب په څپو کې وینې کوم چې د خپلو روښانه راتلونکي لپاره کلک او ډاډه مثبت پلانونه لري، نو دوی ډير د بخیلۍ او نارامۍ احساس کوي ـ حتی تر دې چې که د همزولو مقام ورته ونه رسیږي، نو نورو وړو کارونو ته یی هم ملا ماته وي.
زمونږ اکثره ځوانان غواړي د خپلې خوښې کار او بار ولري، خو له بده مرغه ځینې وخت حالات، لکه پورته مو چې ورته اشاره وکړه، ملګرتیا نه کوي.دا ځوانان چې وايي "هیڅ هم ن شته،سړی څه وکړي" ځانونه تیر باسي او په روحي لحاظ سره خپل ځان ته د ارامۍ لارې لټوي؛ دوی په دې خبرو هغه خلا ډکوي چې دوی هره ورځ کړوي او په ژوند کې ورته سرخوږی پیدا شوی؛ دوی په دې خبرو ځانونه تیر باسې، چې ځه ورځ ده تیریږي، خدای (ج) مهربان دي یوه ورځ خو به اسمان راشین شي. هو، منو چې خدای (ج) مهربان دی، خو هغه (ج) هم ستا خوځښت ته ګوري. نو ځکه په دې خبرو نه یواځې خپل عمر او ځواني ضایع کوي، بلکې په کور او کلي یي هم اغېزې پریوځي. په کور کې یید خرڅ او خوراک له وجې بابا او دادا په غم وياو په کلي کې کلیوال ورته د بې کاره په سترګه ګوري.
ددې لپاره چې دا ستونزه حل وي، ځوانان باید د تل لپاره په هڅه او پلټنه کې وي؛ ددوی هڅې باید تر کور او کليمحدودې پاتې نه شي بلکې هر ځای ته یي چې وس رسیږي تر هغې مڼډې ووهي. خیر که ستا دیپلوم او مسلک سره سم کوم څه نه پیدا کیږي؛ ځکه ته یواځې نه یي،ستا غوندې ښایسته، ښایسته ځوانان او پیغلې د همدې ناروین سره په هر ځای کې مخامخ دي. دلته په امریکې کې داسې کسان شته چې ماسټرې او دوکټورې لري ولې کار او بار یي په پلورنځیو، خوړنځیو او یا هم نور واړه واړه کارونه کې وي، چې ددوی تر علم او پوهې ډیر ښکته دي. دا خلک په دې ویاړې چې هم علم لري او هم یو څه کار، ولو که هغه د سړک جارو کول او په خوړنیځیو کې د لوښو پاکوالی وي. دوی وایي: ځان بوخت کړه خو فرصتونو ته انتظار باسه!
لڼډه دا چې هر ځوان او پیغلې ته پکار ده، چې د ځان لپاره یو څه وګوري او په هغې کې بوختیا پیدا کړي؛ کله چې دوی بوخت شول نو بیا به دې خبرو ته وخت نه لري چې "هیڅ هم نه شته، سړی څه وکړي" او یا دا چې په نورو تهمتونه لګوي چې د پلاني ولسمشر او والي له لاسه مونږ ته کار او بار نه شته، او پر ځای به یي وخت د نورو فرصتونو په لټه کې تیریږي. په پای کې زمونږ د ژوند بریا د خامو تجربو او کړنو نه مینځ ته راځي؛ کله چې ځانونه د حالاتو په پرتله ټیټ کړو او د اړتیا په وخت کې هر فرصت چې مونږ ته په لاس راځي راونیسو، نو نورې فرصتونه په خپله لاس ته راځي. ښايي یو کار او مسلک د لڼډ وخت لپاره وي خو زمونږ تجربه په هر کار کې ورو ورو زیاتیږي او په پایله کې د داسې خلکو سره مخامخ کیږو چې زمونږ زده کړې او تجربو ته اړتیا ولري. ځوانان او پیغلې باید په دې خبرو ځان نور تیر ونه باسي چې هیڅ نه شته، سړی څه وکړي؛ هر څه شته او پیدا کیږي، خو همت او حرکت ته اړتیا لیدل کیږي.لڼډه داچې د داسې عادت ماتولو ته په اخلاقو او خوی کې مثبت بدلونه ته اړتیا ده، او یو څوک ښایي تر اخري پړاوه خپله هڅه وکړي، ولو که هغه ډیر کوچنی څيز هم وي. یوه خبره ده، چې د نه کار کولو نه د یو څه کار کول ډیر ښه دي او همدا یو څه کار دی چې د سړي د ژوند په اعتدال کې اړین رول لوبوي.
په مننې سره!
اسدالله لایق
د اوکلنډ ښار پوهنتون
متحده ایالات، امریکا