
دلته په کاناډا کې مې په یو پوهنتون کې زده کړه کوله. زموږ ښوونکې یوه ځوانه کاناډايي نجلۍ وه. ټولګیوال مو ټول په بهر کې زیږیدلي وو. د کاناډا د خپلواکۍ د ورځې د رخصتیو په سبا چې ټولګې ته راغلو نو ښوونکې د ټولو څخه د هغوی د اصلي هیوادونو د خپلواکۍ د ورځې پوښتنه وکړه. زما وار چې راغۍ نو ما ورته ۱۹ اګست ۱۹۱۹ وویل. هغه اریانه شوه او ويي پوښتل چې له چا څخه مو خپلواکې ترلاسه کړي. ما ورته وویل چې د برتانې د امپراتورۍ څخه. هغې راته وویل چې هغې په تاریخ کې زده کړې کړي دي او داسې يي لوستي دي چې افغانستان هیڅکله هم برتاني ښکیل کړی نه دی. نو ته څنګه د خپلواکۍ خبره کوي. ما ورته وویل چې دوه ځله یی په موږ برید وکړ او په شا مو وتمبول. دریم ځل پرې موږ تاړاک وکړ او په پایله کې مو دېته اړ کړل چې زموږ هیواد په رسمیت وپیژني. نو هغې را څخه وپوښتل چې ایا په دغه وخت کې نورو هیوادونو افغانستان په رسمیت پیژانده. ما وویل هو. څار روس، پارس (اوسنۍ ایران)، عثماني ترکیه، جرمني، فرانسه، چین، او نور مې په یاد نه دي. نو هغې وویل چې خبره روښانه شوه. ويل يي چې هغې په تاریخ کې لوستي دي چې افغانستان او ایران یو د هغو ګوتو په شمار هیوادونو په جمله کې دی چې د تیرو درې څلورو پیړيو لویو ښیکلاکګرو لکه برتانیه، څار روسیه، هسپانیه، پرتګال، ايټالیا، فرانسه، جرمني، هغې د عثماني ترکي نوم هم واخست، هالنډ، جاپان او داسې نورو ښکیل کړي نه دي. د خپلواکۍ د ورځې لمانځل اوسنۍ دود دی او یواځۍ د دغه وروستیو پیړیو د ښکیلاګرو څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره کارول کیږي. بیا یی راڅخه وپوښتل چې ایا ستاسې په هیواد کې ټول په همدې نظر دي ما وویل هو. هغې وروځې پورته واچولې او امممممممم يي وویل. بیا زما په څنګ کې ناستې ایرانۍ ته ور وړاندې شوه. هغې ورته وویل موږ د خپلواکۍ ورځ نلرو ځکه موږ د پخوا څخه خپلواک پاتې شوي یو. ښوونکي ماته مخ راواړوه او یوه عجیبه مسکا یی وکړه. کیدای شي ماته به یی ویل چې له ایرانۍ څخه یی زده کړه.
زه ډېر اریان شوم. باور وکړئ په هغه ورځ مې لوست ته هېڅ پام نه وه. ټول ساعت مې چورتونه وهل. کور ته راغلم او انټرنټ کې مې پلټنې پیل کړي. عجیب او غریب شیان مې ولوستل. ټوله شپه مې خوب ونکړ. خو یوه پایله مې ترلاسه کړه چې افغانستان یو اوږد تاریخ لري او تل خپلواک پاتې شوی دی.
زه په تاریخ نه پوهیږم او نه غواړم د خپلواکۍ ورځ تر پوښتنې لاندې راولم او په دې مې پړ نه کړئ. زه د خپل ګران هیواد ټولو ملې ورځو او ملې ارزښتونو ته درناوۍ لرم. یواځې خپله اندېښنه د ملګرو سره شریکوم او د هغوی نظر غواړم.