د افغانستان ملی ورځ

 
هر هیواد په خپل تاریخ کی یوه مهمه ورځ دملی ورځی  په نوم لمانځی مثلا د افغانستان لپاره  د زمری د میاشیتی  28 ورځ ملی ورځ ده او دا  هغه ورځ  ده  چی د انګلستان امپراتوری  د دریم افغان – انګلیس جنګ په پای کی مجبوره شوه  چی د غازی امان الله خان په مشری د افغانستان استقلال په رسمیت وپیژنی او هر کال دا ورځ د افغانستان د خلکو او دولت له خوا په شانداره مراسمو سره لمانځل کیږی اوپدی توګه افغانان خپل ملی غرور او ملی احساس د خپل ګران هیواد د خپلواکی  په باب تازه ساتی.
نژدی د نړۍ هرهیواد  په خپل تاریخ کی داسی یوه ورځ لری  چی دوی ته خورا زیات ارزښت لری  .  د عمومی رخصتی ترڅنګ د عسکری رسم ګذشت  په ضمن کی  خپل نظامی  او اقتصادی قوت خپلو هیواد والو او نړيوالو ته ښکاره کوی. د نړۍ له ګوټ ګوټ نه او خصوصا له دوستو هیوادونو نه  د دولتونو ، حکومتونو او سیاسی ګوندونو مشران را دعوت کوی . همدا راز د نړۍ مشران هغوی ته  دملی ورځی په مناسبت د مبارکی پیغامونه لیږی او هغوی ته په راتلونکی کی د خپلی دوستی په  دوام  باندی تاکید کوی . دلته به د یوڅو هیوادونو د ملی ورځو نه د نمونی په توګه یادونه وکړو:
د ترکیی جمهوریت د اکتوبر 29  له 1923 کال راپدیخوا په هغه هیواد کی د جمهوریت د اعلانیدوله امله  د خپلی ملی  ورځی په نوم لمانځی.
د جرمنی هیواد  د 1990 کال د اکتوبر 3 ورځی راپدی خوا  دغه ورځ د  دواړو ختیز او لویدیزو جرمنی هیوادونو د یوځای کیدو له امله لمانځی.
هندوستان له 1947 کال راپدی خوا د اګست 15 له انګلستان نه د خپلی خپلواکی ورځی په نوم لمانځی.
 جاپان هرکال د فبروری 11 ورځ  لمانځی . پاته  د نه  وی  چی جاپان  د خپل تاریخ په اوږدو کی  تر نن پوری مستقل پاته شویدی او د کوم بل هیواد مستعمره نه وه نو ځکه د آزادی ورځی په نوم  کومه ورځ نه لری. د جاپان خلک عقیده لری  چی 600 کاله  له میلاد نه  مخکی امپراطور جیمو پدی ورځ د خپل امپراتوری تاج په سر ایښی وو.
د امریکا متحده ایالات  هرکال د جولای 4 له 1776 کال را پدی خوا  له انګلستان نه د خپلی آزادی ورځی   په نوم لمانځی.
فرانسه له 1790 کال را پدی خوا هرکال د جولای 14  د فدراسیون د ورځی په نوم لمانځی.
د روسی فدراسیون هم د جون 12 له 1990 کال را پدی خوا  دملی ورځی په نوم لمانځی او تر هغه مخکی هرکال  د اکتوبر 7  له 1917 راپدیخوا د اکتوبر د انقلاب د بریالی کیدو  له امله تجلیلوله.
پاته دی نه وی  چی په افغانستان کی زمونږ ملی ورځی  دبیلا بیلو  واکدارانو له خوا  په مختلفو ورځو کی  تجلیل شویدی.  د غازی  امان الله خان  په وخت کی د زمری 28 ورځ هر کال تجلیل شویده .
د مرحوم اعلیحضرت  محمد ظاهر شاه  په وخت کی د سنبلی 1 تر 3 پوری د افغانستان د استقلال د ورځی په مناسبت لمانځل کیدلی . د شهید سردارمحمد داود خان په وخت کی د سرطان 26  د جمهوریت د اعلان د ورځی په مناسبت  تجلیل کیدله . د ثور  انقلاب له بریالی کیدو سره د ثور اومه  د انقلابیونو له خوا  لمانځل کیدله  . په کابل ښار باندی د احمدشاه  مسعود   او د مجاهدینو د تسلط  له امله د ثور اتمه  د خپلی بریا  لپاره لمانځله  . طالیبانو  بیا د اسد 28  د افغانستان د آزادی او د میزان اوومه د « اسلامی  امارت »  د ورځی  په نوم لمانځله .د طالبانو د  اسلامی امارت  له سقوط  نه وروسته  د اسد یا زمری د میاشیتی  28  تر نن پوری لمانځل کیږی.