تداعي

 
دغه کلمه د لومړي ځل لپاره د ارسطو په لیکنو کې ترسترګو شوه. دی لومړی شخص دی چې د حافظې په بحث کې یې د تداعی اصل ته اشاره کړي، خو دتداعی له لفظ نه په مستقیمه توګه کار نه دی اخستی، ځکه هغه وایي چې افعال په تصادفي ډول نه واقع کیږي.
هغه دي سوال ته ځواب ورکړچې که الف شخص د ب په یاد کې ولویږي، نو د الف او ب ترمنځ اړیکه څه شی دی؟ په ځواب کې وایې چې دا اړیکه کله د شباهت، مجاورت او تضاد لمخې رامنځ ته کیږي. دلته ارسطو  دا نه وایې چې دا هرڅه د تداعی لمخي رامنځ ته کیږي، بلکه داسي توکونو ته اشاره کوي چې پخپله د تداعی اصل ته منډي وهي.
وروسته چې د تداعی لپاره ډير کار وشو، نو دغه کلمه نوره هم واضح شوه چې: تداعی په لغت کې په یاد راوړلو ته وایې یعني یوشی د مشابهت، مجاورت او تضاد لمخي موږ د بل په فکر کې اچوي. یا دامعنا چې یوشی، بل شی راپه یاد کړي، یوه معنی بله راپه یاده کړي او یا یوه موضوع بله راپه زړه کړي.
تداعی زموږ په ژوند کې ډیر رول لري. کله چې ماشوم پیدا شي، نو ښځې چې یې ګوري بیا وایې چې سترګي یې فلاني، پوزه یې فلانې... ته پاتې کیږي چې دا هم یو ډول تداعي  ده. یو سړی د شاه نه ګورو چې قد، ویښته او د لاري تګ یې موږ ته بل څوک رایادوي. د انګلیسي لغتونو په یادولو کې هم کولی شی چې د تداعی نه کار واخلئ ځکه د انګلیسې کلمي ډیر سره شباهت او تضاد لري.
ماذدیګر شاید ګودر راپه یاد کړي او ګودر منګۍ او منګۍ پيغله. وایو چې ددي فلم په لیدو مې د ځوانۍ خاطرات را په یاد شول.
مثلاً: موږ یوه جوړه لباس په یوه واده کې اغوستی وي. ډیر وخت وروسته چې یې بیا ګورو، نو موږ ته واده راپه یاد شي، د واده په رایادیدو موږ ته میلمانه سترګو ته شي، د هغوی خبرې، څیري او هغه ځای چې دا ټول موږ ته تداعی راپه یادوي.
برکلی، جیمز او هارتلی د تداعی په اصل کې مجاورت ته اشاره کوي. هیوم بیا په دوو قانونو ټینګار کوي چې مشابهت او د زمان او مکان لمخې مجاورت دی.
دغه کلمه د خیال په زیږولو کې ډير رول لوبوي. استاد غضنفر(( تروږمۍ شاید سپوږمۍ او د سپوږمۍ رڼا د ډیوې لمبه او د ډ‌یوې لمبه پتنګ راپه یاد کړي.
کالرج وایې د ځینو شعرونو په اړه به دا خبره سمه وي چې د شاعرانه خیالونه له حافظې راوتلي انځورونه دي چې د تداعي په ذریعه د یوبل په څنګ کې ږدل کیږي)).
مجاورت: کله چې دوه شیان یا واقعې د زمان او مکان لمخې یو له بل سره نږدي وي.
مشابهت:  دوه کارونه یو د بل مشابهت کږی دا شبهات کیدای شی موضوع، مفاهیم اوکلمي وي.
تضاد: دوه شیان چې یو دبل مخالف وي لکه سپین تور،  زوړوالی ځوانې راپه یاد کړي.
مثالونه: تاسو د یوچا د غږ او څیري سره بلد یاست، که په همدغه غږ او څیره بل کس وګوری نو لومړی سړی درپه یادوي او د د همدي په فکر کې تاسو لاهو کوي.
دوه لیکوالان د فکر او عقیدي لمخي یو د بل سره فرق لري خو لږ شباهت یې په انشاء کې لیدل کیږي لکه یو شاعر په خپل شعر کې یوه کلمه د سمبول او استعاري په ډول ډیره کاروي او که همدا کلمه د بل چا په شعر کې وګورو نو موږ ته لومړی شاعر راپه یادوی چې دا به دده شعر وي. محصلان، د زدکړي په دوران کې، د موضوعاتو په یادولو کې د تداعی نه ډيره استفاده کوي او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي لکه ادبې فنون به په نظر کې ونیسو. دتشبه او استعاره ډولونه چې هریو یې بیا په څو ډولونو دی چې د یو په یاد راوړلو بل رایادیږي.
وایي
زړه مې ارمان کوي اکثر دکلي
چې مې رایاد شي ماذدیګر د کلي
زما احساس به درته هله یاد شي
چې شي پخپله مسافر د کلي
د ماذدیګر د کلمي په یادولو سره سړي ته کلی رایاد شي خصوصاً مسافرو ته. د کلي ماذدیګر بیا لاډير خوند لري. د ماذدیګر تصویر سړي ته ډير شیان راپه زړه کوي. په کلو کې چې خلک په خپلو کروندو کې مصروفه وي، کله چې ماذدیګر شي نو هرسړی هغه مشخص ځای ته ځان رارسوي چې هلته خپله ستړیا وباسي. دوی دلته بنډار جوړ کړی وي او زیاتره یې د موسقۍ له لاري خپل ماذدیګر سره خبرې کوي.
ځینې کیسې او داستانونه چې لولو نو ډيری سره شباهت لري لکه یابه یې د کرکټرنوم، صحنې، محتوا او ژبه به یې یو څه سره شباهت لري چې یو لولو نو ذهن مو هغه بل ته ځي. یو څوک په لاره روان دی،  د خپو اواز یې د سړي ذهن ته مختلف تصویرونه دروي او وایې به چې دا به فلانۍ وي یا به فلانۍ.
دسترګو رپ کې سړی بوځي د وختونو شاته
خدایزده چې څه وي ددي ځینو تصویرونو شاته
ریښتیا هم چې ځینې تصویرونه سړی د ماشومتوب وختونو ته بوځي. تداعي په تصویرونو کې ډير ښه معلومیږی. که چا په یو محفل کې کوم تصویر اخیستی وي، نو په لیدو یې هغه محفل راپه یاد شی.

ارمان به هلته زما درشي
چې سور پالنګ درته يوازې پاتې شينه /تداعي