د يوه تحريف په ځواب کې

نن ټکی اسیا د خپلواکۍ د ورځې په یو تجلیل کې زما خبرې غلطې منعکسې کړې دي. نوموړې ویبپاڼې د «د ولسمشر سلاکار:موږ ازادي نلرو» تر عنوان لاندې په یو مضمون کې لیکلي چې: 
  نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې د جمهوري ریاست اقتصادي سلاکار وايي چې موږ «ازادي» نه لرو او په وینا يې تر هغو ځانته ازاد نه شو ویلی، چې امنیت مو بهرني عسکر ساتي.   مضمون تر پایه پر همدی ټکو څرخی چې نه یواځی دا چې زما د خبرو اصلي او ټوله محتوی ئې نده منعکس کړې،  بلکې زما خبرې ئې غلطې منعکسې کړې دي.    ما لدې خبرې وروسته چې موږ اوس یواځې د خپلواکۍ ورځ لمانځو، وویل چې زه د شاه امان الله خان غازي د لور شهزادګۍ هندیه دخبرو سره چې له ما څخه ئی مخکې وینا وکړه همنظری یم چې موږ لا تر اوسه اصلی خپلواکۍ ته چې په کې زموږ هیواد او هیوادوال اقتصادي هوساینه او خودکفايي ولري، یووالی وي، امن وي،امنیت وي نلرو، بلکې لا تر اوسه په اقتصادي او امنیتي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې په بهرنیانو متکي یوو.    ما د دې وضعیت اصلي لامل د سولي نشتون، بې اتفاقي او د بهرنیو دسایسو شتون په ګوتو کړل.  په همدې محتوی کې مې پر طالبانو چې نن ټکی اسیا ئې نمایندګي کوي غږ وکړ چې د پردیو په لمسون او یا د خپلو زړه بداویو او مخالفت په وجه ئې چې په افغانستان کې کوم اور بل کړی د خبرو د لارې دې ورته د پای ټکی کیږدي، د جنګ او ورانۍ پر ځای دي په هیواد کې د یووالي او سولې د فضا په راوستو کې یو عنصر وګرځي تر څو هیواد مو د ترقۍ، سوکالۍ او خودکفاېۍ په لور ګامونه اوچت کړي، پر بهرنیانو له اوسني احتیاجه او تړاوه ووځي، تر څو هیواد مو د رښتوني استقلال څښتن شي.    زاخیلوال