
نن د هغه آزادی ورځ چی تقریبآ یو پیړی مخکی د غازی امان الله خان تر قیادت لاندی افغانانو له انګلیس څخه اخستیلی ده لمانځل کیږی. خو مونژ افغانان یی هغه هم په سلو کی نیم فیصد او یا هم د هغه څخه کم یی صرف لمانځو او یاد یی تازه کوو. چی په اصل حقیقت کی بدترین شکل د اسارت او بربریت په مونږ حاکم دی چی دا تازه کول او یاد د دی ورځی راسره نښایی. داخو لا څه مونږ ځانونه مسلمان، او ډیر کلک مجاهدین هم بولو خو په حقیقت په هغه لار روان یو او هغه څه کوو حس کوو او وینو یی چی هم اسلام لعنت را باندی وایی او هم افغانیت هیڅوک د هیچا څخه پوښتنه نه کوی. چی څوک یو؟ د څه لپاره ژوند کوو؟ مکلیفیت مو د خدای په وړاندی او د خدای مخلوق په وړاندی څه دی؟ او یا هم ددغه وطن په وړاندی چی د هغو د ازادی او د خلکو د سوکالی او د دین دوام لپاره خپل ژوند اولاد او هر څه یی د لاسه ورکړل او ورکوی یی څه دی؟.
څه وکړو؟
نو په پای کی دغه نتجی ته رسیږو چی مونږ په هغه لار د ازادی په معکوس شکل باندی تجلیل کوو او تعهدات مو هم معکوس دی خپله وینا ډیره نه اږده وم د تاکید لپاره یی یو کمکی شعر وړاندی کوم چی کیدای شی اصلی شکل د آزادی او ازادی خواهی په کی بیان شوی وی.
سترګی:
سترګو ته د وایه چی می نه ګوری
کله چی راګوری ډیر کاږه ګوری
دا کاږه کتل به وی تر څو پوری
ښه خبره داده چی می نه ګوری
ما هم خپلو سترګو ته ورکړی واک
هغو ته د ګوری چی درانه ګوری
ډکه ده دنیا له تورو، سرو او سپینو، زیړو نه
خوښه می د سترګو چی هر څه ګوری
سترګی ترجمانی د هرچا د نیت
څوک چی لږ په ځیر ورلره وګوری
زما سترګی کږی دی د هغوی په لور
ستړی وی ستومانه خو خواږه ګوری