
لیکوال: کرلوته ګال
ژباړن: لاهورخان منګل
۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کې د طالبانو د رژیم د راپرزیدا څخه څو ورځې تیرې وې چې د افغانستان شمالي ولایت مزار شریف ته د د یوه سوړ ماښام په مهال ورسېدلم. تردې مهاله د ۹/۱۱ د بریدونو څخه دوې میاشتې او په افغانستان باندې د امریکې د یرغل یوه میاشت وخت وتلی و. د امریکې هوایی ځواک د اکټوبر له اوومې نیټې را پدیخوا بمباري پیل کړې وه ترڅو القاعده ښکار او د طالبانو رژیم چې د القاعده مشرانو ته یی پناه ورکړې وه، راوپرځوي. د یوه افغان ملګرې په مرسته د ازبکستان له پولې چې په ټینګه څارل کیدله افغانستان ته ورواوښتم. ما دغه افغان تر شپږو کلونو نه ولیدلی خو زما د پلار سره يې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په مهال افغانستان ته د سفر کړلو کې مرسته کړې وه او دا ځل یی د هغه د ملګري د ور سره ددغه جګړې د بهیر پوښښ کولو لپاره مرستې ته پریکړه وکړه. ملګرتیا او وفاداري دلته اهمیت لري او دا هم دافغانانو سره زما د مینې یو لامل و .
ما د ۱۹۹۰ کلونو په مهال هم د مزار شریف څخه څو ځلې لیدنه کړې وه، پوهیدم چې دا د سوداګرئ یو بوخت ښارګوټی و، د حضرت علي(رض) ویاړلی زیارت چې د څلور لارې په مینځ کې پروت دی، ابي رنګه ګمبته(ګمبزه) لري، دیوالونه یی په کاشي خښتو پوښل شوي او د ښار پراختیا ترې پیلیږي. د وخت په تیریدو سره مې ددغه ښار او اوسیدونکو د بې حده بې وزلئ په لیدلو ټکان وخوړ. دوی د طالبانو د رژیم لاندې په تیرو څلورو کلونو کې دوه ځلې په ټولیز ډول وژل شوي و او د یوې رښتیني محاصرې(کلابندئ) لاندې اوسیدلي ول.د جګړې او د څو لسیزو په پرتله د ناوړه وچکالی له امله په زرګونه کورنئ د کار او د خوړو د پیدا کولو په موخه دغه ښار ته راکوچېدلې وې. د ښار کوڅې د اسونو د ګاډیو او د سړک غاړې د غرفو څخه ډکې وې، مزدورانو به په لاسې کراچیو بار ګاډی څکولې. کورنیو به خپل ماشومان په غیږو کې نیولې ول او تر روغتونه به له خټو ډکو کوڅو کې پلې تلل. له خټو ډکې ښوینده کوڅو کې ګڼ شمیر ښځو چې مخونه به یی د جالینو څادریو ترشاه پټ ول.د سرڅخه تر پښو پورې به چیڼ(ګونځو) کې پوښل شوې وې او ښځې به یی بې ساه موجود(بې ساه ژوندی) ښکارولې. ددوی د بدن یوازینئ برخه چې لیدل کیدله هغه د دوی د لاسونه ول چې پوستکي یی کلک شوی و او د لارویانو د تیریدو په مهال به یی د سوال لپاره غځول. هرڅوک ساړه وهلي او وږي ول، رسټورانټونه او د چای د څښلو ځایونه تړلي ول، د رمضان(مبارک) میاشت وه. د سړک په غاړه کرا چیو/ غرفو د بهر نه راوړل شوي جوسونه او بې خونده بسکټ خرڅول، په ټول ښاره کې د خوراک لپاره یوه هګی هم نه وه( د لیکوالې هدف د تازه پخې شوې هګی ده. ژباړن).
د نیو یارک ټایمز د لسګونو خبریالانو له ډلې څخه چې سیمې ته د ۹/۱۱ څخه څو اونی وروسته لیږل شوي ول ، یوه زه وم.په افغانستان کې د امریکې دجګړې په بهیر کې تر یوې لسیزې ډیره ښکیل وم.افغانانو د طالبانو رژیم راوپرځاوه او سولې ته یی هرکلئ ووایه، یوازې لږ شمیر یې دوه زړه شول او د نورو لخوا د جګړې ډګر ته وهڅېدل. ما د پخواني ځای څخه چې په بالکانز کې و خپل توکي وتړل او په داسې حال کې چې د نړی پام عراق ته وراوښتی و، ددغه کیسئ د پوښښ کولو لپاره کابل ته لاړم. زما لپاره د افغانستان اړوند خبر تر هر بل هغه ډیر اړين و. دا هغه ځای و چې د ۹/۱۱ پيښه ترې پیل شوې وه او په پای کې به همدلته ځواب ورکړل شي، دا هغه ځای و چې زما د خبریالي ژوند ترې پیل وکړ او هغه خاوره وه چې د نړی د اسلامیزم دا ستره څپه ترې راپورته شوه او د نړی د اوس مهال ډیرې جګړې ترې قوت مومي.
د ۲۰۰۱ کال پورې ما نږدې اته کاله د جګړې له سیمې په راپور ورکولو کې تیر کړي ول، پنځه کاله مې په روسیه کې تیر کړي وو چې د چیچنیا جګړه مې له نږدې څارله او دری هغه مې په بالکانز کې تیر کړل ددې لپاره چې د سلوبوډان میلاسویچ راپرځید نه او د کاسوو د جګړې تاریخ د نیویارک ټایمز لپاره ولیکم. د ۹/۱۱ په وخت کې یو ګوریلا خوځښت چې د مسیدونیا په ایالت کې او د کاسوو سره په سرحدي سیمه کې پروت و، د ناټو لپاره جدي موضوع وه او د خبري پوښښ د دندې سرته رسول یی زما په غاړه وو. د سکاپج هوټل- بار(شراب څښلو ځای) کې مې د څو هم مسلکه ژورنالستانو سره يو ځای د تلویزیون له لارې په غبرګو ودانیو باندې بریدونه ولیدل، د برید تر لیدلو وروسته سمد لاسه پوه شوم چې اسامه بن لادن ددغه برید تر شا دی. زه پوه شوم چې داکیسئ به ترافغانستان رسیږي اود افغانانو په حال مې په زړه کې ویره را پيدا شوه. په افغانستان باندې د شوروي یرغل د لومړیو ورځو تر اوسه نږدې شل کاله ددغه هیواد سره زما ژوند تړلی و، د روسي ژبې د زده کړیالې په توګه مې په دغه مئ-خانه کې د پخواني سره لښکر یو څو نیشه/مست سرتیري چې په افغانستان کې یی دندې ترسره کړې وې، ولیدل. د شوروي جګړه په رسمي ډول نه وه تصدیق شوې خو د دغه ګوریلا سرتیرو چې د جګړې په ډکر کې نیول شوي ول، ویروونکې کیسئ ویل کیدلې. د کیسئ بله برخه مې د پلار له خولې اوریدلې وه، هغه د یوه برتانوي تلویزیون خبریال و چې د افغان مجاهدینو د کډیالئ(مهاجرت) هغه انځورونه چې د هیواد څخه خپلې کډې د خرونو په واسطه لیږدولې، کلیوالو به چې د روسي جیټو او هیلو کاپټرو په وړاندې وسلې را اخستې وې او روسي زندانیان چې په نشه یی توکو روږدیدلو او د هغوی د لوړپوړو مامورینو په مینځ کې د ویرې د خپریدو کیسئی به یی کولې، لیدل. دا د شوروي اتحاد لپاره لومړنی ویتنام و او ماته په زړه پورې وه، د ۱۹۹۰ کلونو په بهیر کې ما افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل، د هندوکش ځیږه غرونه او د زمروتو درې مې ولیدلې، د مهاجرو په کمپونو کې مې له افغانانو سره ولیدل، سره له دې چې خوار اوبېوزله ول، ډير مودب او ټينګ ول. د پاکستان د پيښور په ښارګوتي کې مې نړیوال جهادیا ن(مجاهدین) هم ولیدل. دوی ته وهبیان ویل کیدل، دغه ډله هغه سخت-دریزه ډله وه چې رېښې یې سعودي عربستان ته غزیدلې. دوی سخت جنګیالي ول، عربو او د شمالي- افریقي اړوند جنګیالیو به موږ له خپله ځایه لیري کولو او مصري او کویټي ډاکټرانو به د لویدیځ والو په وړاندې د دښمن په ډول سلوک ښوده. موږ په هغه وخت کې دا حقیقت چې همدغه ډله د بن لادن د القاعده پيل و، نه و درک کړی.
دوی د خپلو پوځې هیلو په درلودلو سره افغانانو ته یو ډار/خطر و او د افغانستان څخه د روسي پوځ د وتلو وروسته د یوه ځانګړې مقصد په لټه کې شول.
نور بيا...