د ملت وينه بايد د سياسي ګټو ښکار نه شي

شک نه شته چې انسان له يوې خوا ټولنيز مخلوق دی او له بلې خوا سياسي مخلوق هم دی، په دې مانا چې که له يوې خوا انسان له ټولنې ځان نه شی بيلولی نو له بلې خوا د سياست له مهار هم ځان نه شی خلاصولی، انسان که په خپله په سياست کې برخه وانه خلی نو د نورو خلکو د سياست لاندې خو هرومرو راڅی. د مثال په ډول په سياسی مسایلو خبرې او يا هم ددولت په اړه يو څه ویل په خپله سياست دی، هغه قوم او ملتونه چې د خلکو دعلم او پوهې کچه پکې لوړه ده سياست وال  یی نه شی کولای چې له دوی څخه د سياست د يوې الې په توګه کار واخلی،هغوی د هرسياستوال هر قدم له نږدې څاري او په اړه یی خپل نظر ښکاره کوی، همدا ډول د يادوو شويو ټولنو سياست وال هم د خپل قوم او ملت ګټې د ځان له ګټو مقدمې بولي همدا لامل دی چې له يوې خوا یی سياسی برياوی په برخه دی او له بلې خوا د تل له پاره د خلکو په زړونو پاچاهی کوی، دا منم چې سياست مور او پلار نه پیژني خو ویښ او بيدار ملتونه خپل سياستولان نه پریږدی چې ددوی له حقوقو ناوړه استفاده وکړي او يا هم داسې اعمال تر سره کړي کوم چې د خلکو او ټولنې ګټې په تاوان کې اچوي
        دا چې په افغانستان کې  ټولټاکنو ته د ګوتو په شمار شپې او ورځې پاتي دي نو کانديدان هم ورو د ملت په هنداره کې د خپلې ناکامۍ څېره ګوري او غواړی چې د ملت او اولسونو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه پورته کړي، په بله خبره دوی په دې پوهيدلي چې ملت رایه نه راکوي ځکه چې د اولس په باور مونږ لا له پخوا لوبې وهلي دی نو فکر کوي چې د ګټو د خوندي کولو يوازينی لار یي وروسته له ټاکنو تاوتریخوالی ته لاس اچول دي کوم چې پرته له شکه زياتې خرابې پایلې درلودلی شي، يو نوماند چې په ریښتينی مانا یې په دې خوار او کړيدلي ملت زړه خوږیږي نو بيا په کوم افغانیت او بشر پالنې خلک له ټاکنو وروسته مظاهرو او غونډو ته راغواړي، هر کانديد بايد په دې پوهيدلی وي چې افغانستان ایران نه ده او نه هم زمونږ په هيواد کې د مظاهرو کلتور دومره پياوړی ده چې مظاهرې دې پرته له تاوتریخوالی ،مرګ او ژوبلې ترسره شي په دوو دلیلونو، اول دا چې اولس د مظاهرو د کولو په اړه لازمه پوهه نه لري او دویم دا چې زمونږ پولیس هم په هغه شکل نه دی روزل شوي چې د مظاهره چيانو سره د مظاهرو د کلتور او قانون په چوکاټ کې چلن وکړي او همدا ډول هغه وسایل ورسره هم نه شته چې پرته له ټوپکه دې مظاهره چيان خواره وره کړي نو ښه به داوی چې ملت او اولس د تاوتریخوالی پرځای صبر او زغم ته راوبلل شی د ملت د وينې د تويولو پر ځای بايد د ملت مينه او وينه وپالل شی نه دا چې د خپلو سياسی او ناوړه اهدافو د ترلاسه کولو له پاره د پردۍ مور بچيان قرباني شي.                                                                  
همدا ډول ملت ته هم لازم دي چې لږ له خپل فکر او سوچ څخه کار واخلي، د پرون کونډې او یتیمان دی وګوري د هغوی غم چا وخواړه چې صبا به ستا د کونډې او بچی غم وخوړل شي، لکه چې هغوي درپه در ،کوڅه په کوڅه بې سرنوشته ګرځی همدا حال زما او ستا د بچيانو هم دی، هيواد او خاورې ته مينه او وينه ورکول هغه مهال  خوند کوی کله چې د هيواد او خاورې اړتيا او غوښتنه وي خو کله چې د باتور افغان وينه د سياسی او شخصي ګټو له پاره  توییږی نو له دې پرته له ملت سره بله جفا او ظلم شتون نه لري. خپلو کانديدانو صاحبانو ته ځولۍ غوړوم چې پر خپل مظلوم او ځوريدلی ملت د مينې او عاطفې لاسونه راتېر کړي نور نو ددې باتور ملت وينه بې ځایه د خپلوبې ځایه رقابتونو ښکار مه ګرځوئ،يو له بل سره سالم او مشروع رقابت وکړئ، موقف ترلاسه کړئ او د لارې یې دې کړيدلي ملت ته خدمت وکړئ او بس .                                                                                               
 
ميرولي جان لکڼوال