
له شکه پرته پرافغانستان دنړيوال ايتلاف یرغل دنړيوالو اټکلونوبرعکس درنه ماتې وخوړه اودګټونکې جګړې اتلانوته بلنه ورکول شوه چې دسولې اوتفاهم ميزته کينې، ترڅوديرغلګرولپاره ديوې نيمې لسیزي بایلله جګړه دګټې اوتاوان له وياړه اوپیغورنه پرته دتاريخ په پاڼوکې دفن شی.
طبعی خبره ده چې دجګړې ګتونکی اړخ چې ترپرونه ورته نړۍ پربشري حقوقوهم قایله نه وه، نن هغوی ته دتفاهم بلنه کومه عادي پېښه نه وه، ځکه خوهغوي بې تفاوته پاتې نشول، دتفاهم لپاره يې خپل غړي وټاکل، دهغوي داوسیدلو اودفتر پرادرس يې کاروکړ اونړۍ ته يي ثابته کړه چې دجګړۍ ترڅنګ دهرډول تفاهم په چل هم ښه پوهيږي.
دادهغوي دوهمه ستره برياوه چې د ډيرو نړيوالومعترضينو ژبې يې په خولوکې وچې کړې، دايې په ثبوت ورسوله چې دهرډول نړيوال ډایلاګ وړتيالري اودهرډول خبرو داوريدلو زغم اوموزون جواب لري.
طالبانو دخپل هغه سترمشر وفات چې په پر يوه وخت ددوي روحاني لارښود، دتحریک باني اوفوځي نابغه و، ترداسي وخته پټ وساته چې نور دمعتصم، اکبر اغا، عبدالرزاق اومنصور دادالله د دستوري بغاوتونو بیرغونه خيرن شول اودتوپونو پټاکۍ يې پوچي شوې.
دا څلور واړه هغه څيرې وې، چې ملامحمدعمرپه خپل ژوندکې له تحريکه شړلې اوترټلي وې، دوي ته دملامحمدعمر دمرګ زيری ترهرڅه ستره خوښي وه، خوداخوښي هغوي ته په مناسب وخت ونه رسيده.
اوله بلې خوا دګاونډي هيواد له خوا دپلورل شويو څيرو په توسط پرطالبانو ديوې خاموشي کودتا هڅې روانې وي.
جليل، رحماني، عبدالرزاق اومادرسول ته په اسلام اباد کې رسمي دفتر پرانستل شو اود افغان حکومت سره دغولوونکومذاکراتو لپاره ټرينينګ ورکول کيده، په عين وخت دهغو محدودوکسانو له جملې چې دملامحمدعمردوفات خبره يې دعلماوو په پريکړه پټه ساتلې وه، يو دوو يې دځينې اختلافاتو له امله دمشر د وفات خبره وښوروله ، چې په دې سره داخبره خفيه کړيوته ورسيده اوهغوي دې ته ديو فرصت په سترګه وکتل؛ پرتحريک يې دخپلې خوښې دکودتاهڅه وکړه ، دطالبانو شورا په ډیرهوښیاري دخپلوټولومهمو کسانو اوعلماوو په ګډون عاجله غونډه وکړه؛ دنوي مشر په ټاکلويې غور وکړ؛ دشورا له اتلسو غړو نه پنځلسو غړو، علماوو، ټولو مهموڅيرو، نوی مشرغوره کړ؛ بيعت يې ورسره وکړ، له هغه ورسته په ډيرکم وخت کې ددې تحريک ټولو فوځي قوماندانانو اوکاري مسئولينو دنوي مشر ملاتړ وکړ، په مخالفت کې پاتې څيرې او اشخاص نورهم محدودشول، دطالبانو نوی مشردهغوي دپخلاینې لپاره علماووته کار وسپاره.
اوس که مخالفين دعلماوو له پريکړې سرغړاوي وکړي، نوربه هم يوازي شي.
دطالبانو داصلي مشر د وفات اونوي مشر دټاکل کيدو ترمينځ دوه نيم کاله موده ډیره حساسه اوله ننګونو ډکه دوره وه، ځکه چې ملا اخترمحمدمنصور ديوه نايب په عنوان هغو خلګوته قاطعه خبره نشوای کولای، چاچې په خپل سر دشورا له خوښې پرته هرلورته لاسونه غځول؛ اړيکې يې پاللې؛ فعاليتونه يې کول اوباالاخره يې په يوه نا اعلان سوي بغاوت کارپیل کړی و.
بل خوا ناپيژندل شوې مصنوعي ډلې هم دخلګو خولوته ولويدې، چې په حقيقت کې تريوه کمپیوتر اويوې ویب پاڼې ها خوا يې حقيقت نه لاره، خومغرضي ميډيا اومخلصو!؟ګاونډیانودغو فرضي ډلو ته د رښتينو ډلو رنګ ورکړ اودهغوي خنده وونکې اعلاميې اوخبرې يې په لوړه کچه خپرولې.
په عين وخت کې دعراق نه دداعش فتنې زموږ خاوروې ته دګاونډیو استخباراتوپه مرسته لومړی يوازي تبليغاتي سرایت وکړ، خواوروسته دګاونډی هيواد ځينې اتباع اوځينوهغه جنايي مجرمانو چې دطالبانو له محاکمونه دځان ژغورنې په لټه کې و، ددغې ډلې بيرغ پورته کړ، چې لومړی طالبانو له ضرورته زیاته نرمي ورسره غوره کړه؛ ددوستي غږيې ورباندي وکړ؛ دطالبانو مشرتابه ددغه توندې ډلې مشرتابه ته دخواخوږي اواحترام نه ډک پیغام ور واستاوه، خودهغوي جواب ډیرشرماوره اوله پوچ منطق نه ډک و. امريکا اومتحدينو په افغانستان کې ددې ډلې تبليغاتي مرسته وکړه؛ افغان حکومت دخپل اصلي دښمن طالب پرضد دغې ډلې ته پراخه موقع ورکړه.
مجبورا طالبانو ددغې ډلې پرضد دومره چټګ اوخاموش فوځي حرکت پیل کړ، چې تريوې مياشتې په کمه موده کې يې دهيواد له هره کونجه دغه ډله ورکه کړه اودهيوادپه ګاونډی ولایت کې يې يوازي تريوې اويادوو ولسواليو محدودکړل.
بالاخره دغه ډله چې يوازي دعراقي داعش دفلمنو تقليد يې کاوه، په افغانستان کې بدنامه اوناکامه شوه اورښتینې څيره او اعمال يې خلګوته افشاشول.
اوس نویقينا ددې وخت رارسيدلی و، چې طالبان نور دخپل زعامت لپاره په پریکړه غور وکړې، دامناسب فرصت او ور ستي حد و، چې بايد دمشر دوفات نه ټول طالبان خبرشي اودنوي زعامت پريکړه وکړې، نورددې کارهم ضرورت و اوهم مجبوريت.
دطالبانوداخلي ستونځې اوتېروتنې:
له بده مرغه طالبان داسې مامون اومحفوظ مهجرنلري، چې په ارامه اومطمئنه فضاکې خپلې ناستې وکړې اوچارې پرمخ بوزي، همدا وجه ده چې طالبان بيړنۍ، لنډې اوخفيه غونډې کوي اوله کم وخت نه ډيره استفاده کوي، همدا ددې دليل دی چې هغوي خپلواک دي، دچا اثرنشي زغمی، کنه بيابه دهغوي لپاره دزمان اومکان ظروف دومره تنګ نه وي اونه به يې ددې ورستۍ پريکړې په څېرخپلواکې پريکړې کولای شوای.
خوطالبان يولړ داسې تېروتنې هم لري، چې له امله يې دهغوي دتحريک بنسټ ته زيان اوړي.
ترټولومهمه تېروتنه په هغوي کې دراز نه ساتلو ناوړه عادت دی، دهغوي درهبري شورا خفيه پريکړې تريوې هفتې زياتې محفوظې نه پاتې کيږي؛ چې کله دغه رازونه بهر راووزي بيا طالبانو ته نږدۍ کړۍ داخبرې د دووهيوادونو استخباراتو ته ورسوي.
داسلامي پوهانو له نظره خودشورا لپاره دنوروشرطونو ترڅنک داهم ضرورګڼل شوي، چې دشورا غړی بايد اهل السر او اهل رای وي، په رايه کې به څه نه وايم، خو دسر يا رازساتلو ستونځه ډيره روښانه ده، چې له امله يې تقريبا پرهره مهمه پيښه نړيوال اوسميزاستخبارات خبروي.
بله درنه تېروتنه دياري اودوستي په جامه کې په هرچا باورکول دي، دخوشباوري دلاسه دطالب مشرانو ژوندهم له خطرسره مخ دی، دهمدغې بې ځايه خوشباوري له امله ډيری طالب مشران دمرګ، او زندان له ګواښونو سره مخ شوي دي.
څو ورځې مخکې چا راته وويل چې په پاکستان کې دطالبانو ديوه پخواني ديپلومات ورور په اسلام ابادکې دبهرنيو سفارتونو په دروازوکې ليدل کيږي، درازونوسوداګردی، ځکه چې پر کوريې دټيټ کچ يو دوه طالب مشران کله ناکله ناسته کوي، دا دده لپاره اسانه بزنيس دی.
سپین جاسوسان که دلستوڼې تور ماران:
طالبان له هغو خلګو ځانونه اورازونه نه پټوي، چې پخوانۍ اړيکې اومناسبات ورسره لري اويايې ددوي سره دواکمني په دوره کې کارکړی، له همدې امله اوس هم باور پرې کوي اوپر اوسني بيګ راونډ يې ځانونه نه خبروي، دطالب مشرانو لاهم دغو خلګوته زړونه سپین دي اوپرجاسوسي يې ناخبره دي، ترټولو بده یې لاداچې ځينې يې په لوی لاس رازونه ورته وايي.
عبدالرحمن زاهد دطالبانو دواکمني پرمهال يوځل دبانک رئيس اوبیا دخارجه وزارت مرستيال و، دطالبانو دواکمني دړنګېدوپرمهال يې دراتلونکي نظام په ملاتړله بي بي سي سره مرکه وکړه اوبيايې په تيرو ۱۴ کلونوکې دطالبانو له غورځنګ سره عملي پريکون وکړ، البته په پټه يې ددې غورځنګ له نامه په ګټه اخيستنه پراخې مالي استفادې وکړې اودګاونډي هيواد له استخباراتوسره يې اړيکې جوړې کړې؛ چې له برکته يې اوس په اي ايف نمبرپليټ موټر کې اسلام ابادته تګ راتګ کوي؛ په جيب کي بدنامه سور رنګه استخباراتي کارډ ګرځوي؛ دوسلې ګرځولو اسنادلري او دپيښورپه يوه لوکسه ايرياکې ديوشمېرلوکسو اوقيمتي کورونو مالک دی.
ښاغلی زاهد پرافغان حکومت هم په استخباراتي برخه کې پوره احسانات کوي، ځکه چې پرکوريې يوشمېر طالب چارواکې ناسته کوي، عبدالرحمن زاهد ددغو طالب چارواکو له خولې ترلاسه کېدونکې رازونه په کابل کې دافغان دولت مهم استخباراتي مامور قاسم حليمي ته ورليږي، قاسم حليمي يې دملي امنيت اوجمهوري رياست مقامونو ته سپاري!
همداراز قاسم حليمي يولړ رازونه عبدالرحمن زاهد ته وايي، چې زاهديې بيا مستقيما داسلام اباد مخصوصو دفترونوته رسوي، په عين وخت کې دطالبانو دقطر په دفترکې يوه دوه ملايان دتلفون اوسکايف له لاري دقطر دفتر ټول جريانات له عبدالرحمن زاهد سره شريکوي، عبدالرحمن زاهد دغه رازونه آی اس آی ته هم رسوي او دحليمي له لارې کابل هم خبروي، له همدې امله خو دقطر ددفتر رازونه له ای اس آی اوکابل څخه نه پټيږي.
عبدالهادي ملاخيل دننګرهار اوسيدونکی دپاکستان دضرب مومن له اونيزې سره تړلې اسلام اردو ورځپاڼې مديردی، هغه دشوروي یرغل پرضد دافغان جهاد پرمهال دمولوي محمديونس خالص مرحوم له اسلامي حزب سره کارکاوه اودطالبانو دواکمني پرمهال له کراچۍ نه دخپرېدونکي ضرب مومن اخبار نماينده اودپاکستان دالرشيد ټرسټ دافغانستان دڅانګې مشر و.
ښاغلی ملاخيل اوس دپاکستان تابعيت لري، دپيښور په حيات ابادکې په خپل لوکس اوسترشخصي کورکې اوسيږي، دکار دفتريې په اسلام ابادکې دی، هغه دپاکستان دجماعت اسلامي دډلي له اوسني مشر سراج الحق سره نږدې ناسته پاسته لري اودپاکستان دڅارکرې ادارې له مشرانو سره ډيرې زورې اړیکې لري.
خوبل پلوته ملاخيل دافغان دولت له مهم سلاکار اوهمکارحاجي دين محمد سره ډيره نږدې دوستي، ملګري اوهمکاري لري، په اونۍ کې څوځله دده اوحاجي دين محمد ترمېنځ معلومات تبادله کيږي اوتقريباپه هره مياشت کې کله حاجي دین محمد اسلام ابادته راشي اوکله ملاخيل په پټه د دین محمد دليدلو لپاره دوبۍ ته سفرونه کوي، چې په دې توګه يوله بل سره دو طرفه استخباراتي معلومات تبادله کوي
له بده مرغه دملاخيل پرکورهم يوڅو طالب چارواکې ناسته کوي اودمولوي محمديونس خالص مرحوم زوی مولوي انورالحق مجاهد خونږدې عبدالهادي ملاخيل دځان مشاور ګرځولی، په هره موضوع کې دملاخيل نه مشوره اخلي اوملاخيل له مجاهدنه دخپل استخباراتي چوپړ لپاره دهغه په ناخبري کې اعظمي استفاده کوي.
پورتنې دوه څيرې مو دبيلګې په توګه دموشت نمونه خرواريادونه وه.
د انورالحق مجاهد پردې پال مشاورين اوبدنام خپلوان:
لکه څنګه چې مولوي محمديونس خالص مرحوم يوسپین زړی انسان اودپاک هوډ او ايمان خاوند و، همداسي انوارالحق مجاهد هم پاک زړی انسان دی.
اولکه څنګه چې مولوي صيب محمديونس خالص مرحوم دمعلم اول ګل، انجينرمحمود، اودکندهار دقوماندان حاجي عبدالرازق، دغزني دمولوي عبدالسلام، معلم هاشم، دکابل دحاجي ارسلا اوپه لسګونو نورو په څير بې داغه، پاک او ايمانداره قومندانان اومشاورين لرل
همداراز دعبدالحق، قدير، حضرت علی اوملاملنګ په څيرپه لسګونې نورې بدنامه څېرې هم دهغه تنظيم ته منسوبې وې
داوخت چې دخالص بابا فرزند په ځراکت اومردم شناسې کې خپل پلارته نه ده شوی، نوضروربه دهغه ترڅنګ مغرضې
اوپردې پاله څيرې ددوستۍ اوخواخوږۍ په جامه کې هغه دپرديو ګټو قربانۍ ته برابروي!
اوس هم ښاغلی مجاهد دخپل پلار ددورې څو نیک سپين ږيري اومتدين مشران لکه قاري صیب محمود شا، قاری صيب الهام الدين اوداسې نور ترڅنګ لري، خو له بده مرغه دهغه پرسیاسي دريځ دملاخيل اوډاکټر امين په څير پردې پالواودپرديو استخباراتو ترڅاراوکنترول لاندي اشخاصو سيوری غوړولی.
په جهادي برخه کې دانورالحق مجاهد تصوير دهغه يوشمېر ناهله خپلوانوخراب کړی، دخالص بابا وراره اودانورالحق مجاهد دتره زوی شمس چې په رياض مشهور دی، ددې ښه مثال دی، شمس عرف رياض دطالبانو په واکمني کې دننګرهارد کانال په رياست کې دغنمو په غلا ونيول شو، چې بيا له دوه مياشتې زندان نه وروسته په واسطه راخوشي شو، دطالبانو له واکمني وروسته هغه په جهادي بهيرکې دملکي موټروپه تښتولو اودپیسو لپاره په سړي تښتولوکې اواختطافونو تورن شو؛ دڅه وخت لپاره په پاکستان کې بندي شو؛ له زندانه وروسته هغه دپاکستان داستخباراتو سره دوستانه اړيکې جوړې کړې؛ سور کارډ ورکول شو، چې يوځل بيايې دجهادپه نامه دمالي استفادي اودخلګو دپیسوخوړلو تور تاریخ رقم کړ.
انورالحق مجاهد ته يوڅو دخواخوږي مشورې:
درنه وروه مجاهد صيب الله دي دټولو باضميره افغانانوسره يوځای دغلامۍ اوسرټيټۍ له رسوايي وساته، ګرانه ددې لپاره چې په خپله دعوه اوداعيه کې په دين او دونيا مختورن نشي؛ ددې لپاره چې ستړياوي تکليفونه، زندانونه اوجهادونه دي دنورو دګټو قرباني اوستا ددیني اودونيوي رسوايي سبب نشي او ددې لپاره چې تګلاره دي سپينه، روښانه اومنطقي پاتې شي، نو په دوو لاروکې يوه غوره کړه:
يا د آی اس آی دپلان شوې کودتا پرضد په نره بغاوت وکړه؛ په الله توکل وکړه؛ دجهاد دواحدصف دساتلوپه نيت دطالبانو داميربيعت اعلان کړه اوپه کلکه ورسره ودريږه؛ په دې لاره کې هرخطرته د نورطالبانوپه څيرځان سپرکړه؛ ددښمنانو ارمان په اوبو لاهوکړه.
اوياهم دهرڅه نه لاس واخله؛ ديوه عام مهاجر ژوند غوره کړه؛ ښکاره اعلان وکړه چې زه نورمعذوريم؛ کړی جهاد دي الله راته قبول کړي؛ نور نه سیاسي اونه نظامي فعاليت کوم؛ بس ديوه مهاجر په توګه له خپل فاميل سره ژوندکوم...
په دې سره په دې تيرجهاد اوتاريخ هم محفوظ شي اودپرديواستخباراتو له استخدامه به هم وژغورل شې.
له دې پرته دي حثيت، جهاد اوتاريخ درې واړه له زيان سره مخ دي، ځکه اوس چې ته کله دملاخيل اوکله د ډاکټر امين اوکله دشمس عرف رياض په لاس کرنلانوته حاضري ورکوي اوځان دي دهغوي په واک ورکړی ، داډیرې شرماوره خبرې دي، داپټې نه پاتې کيږي، اوس هم ستا نږدې دوستان اوملګرې له تانه ورځ په ورځ بيزاره کيږي، داځل چې ستا اکثرو مهمو ملګرو ستا له خوښې پرته دطالبانو له نوې مشرسره بيعت وکړ، داستا لپاره دا ډيره لويه اشاره اودعبرت نښه ده.
څو ورځې وړاندي چا ليدلې وي؛ چې له ناروغۍ نه دي کانګې وهلې، خو توروکرنلانو دارام فرصت هم نه درکاوه او اسلام ابادته يې د ورتللوامر درته کاوه، چې په هغه ناروغۍ کې ورغلې.
محترمه له دغه شرماوره حالت که په هرډول ځان خلاصولای شې، نور دپای ټکی ورته کيږده.
دملاخيل، عبدالرحمن زاهد اونورو سپینوجاسوسانو له منګولوځان نور وژغوره اوپرخپل دريځ اوتګلاره له سره غور وکړه.
داخبرې مي دزړه له درده اوستاسره دبې کچې همدردي له مخې درته وليکلې، هيله ده رانه خفه نشې.
دطالبانونوې مشرتابه ته يوڅو مشورې:
دطالبانوترټولوستره داخلي ستونځه په شوراکې ديوڅو پردې پاله څيرو شتون دی، چې اوس يې په ښکاره ډول خپله سوړه اولوری په خپله په ګوته ګړل، ترډيره همدغې څيرې وې چې له لاسه یې دشورا دننه رازونه پرديو استخباراتو رسيدل. اوس چې نوی زعامت په اصولي توګه دپراخو اصلاحاتو اوبدلونونو اختيارلري، نوبايد په ښکاره توګه ديوې رسمې اعلاميې له مخې دغه پردي پاله څيرې له رهبري شورا وتلې اعلان شي، دښکاره اعلان ګټه به يې دا وي، چې بيا به دپخوا په څېر دغه څيرې په نوره نړۍ کې دطالب په استازيتوب خپل سرې نمايندګې نشي کولای، چې داورمچې ناسته يې ښه مثال دی.
دچين هيواد داورمچي په ښارکې دطالبانو دمشرتابه اوشورا له اجازې پرته، پټ په پټه دګاونډي هيواد داستخباراتو په توسط، حسن رحماني، جليل، عبدالرزاق اوماد رسول دشورا دغړو په عنوان ناستې کړې وې.
دوهمه مهمه مشوره داده، چې طالبان بايد ټول نظامي قوت اوتشکيلات په هرقيمت چې وي په ټوليزه توګه دهيواد په دننه کې ځای په ځای کړي، په دې سره به هم دپرديو له لاس وهنو خوندي شي اوهم به دچا فشار پرې اغيزنشي کولای.
همدارازدطالبانو لخوا دټولو ولايتونو جهادي مسولين بايد په همدغه ولايتونو کې اووسي.
دريمه مشوره داده چې اوس نوي امير پوره واکمن شو، نونظامي مسئولين دي ترفشار لاندي ونیسي، چې دملکې تلفاتو اودعامو خلګو دکړولو اوبې ځايه زور زياتي په برخه کې دامارت لايحه په سمه توګه تطبيق کړې اوسرغړونکوته دمجازات عملي طریقه جوړه کړي.
په تيرو څو کلونوکې ځينې حملې دپراخو ملکې تلفاتو لرونکې وي اودايو ډیرستر اسلامي مسئوليت لري، په ولس کې هم له طالبانو سره نفرت زياتوي
بايد په دې برخه کې يوازي په رسمي اعلانونو اولایحو اکتفا ونشي ، بلکې دمخنوي لپاره يې جدي اوعملې تګلاره جوړه شي.