دبرېښنايي تذکرو په  اړه

 
نن مې د الکترونيکي تذکرو په هکله د الکترونيکي تذکرو د وېش د ادارې رئيس پوسټ وليد. دوی په پوسټ کې داسې ښودلې چې ګواکې الکترونيکي تذکرې هيڅ ډول تخنيکي ستونزې نلري او خپراوي ته چمتو دي، او د پوسټ سره يې د سيد مرجان ځاځي، ډاکټر محب او زما عکسونه نشر کړي، په پوسټ کې داسې ښودل شوې چې دا څېړنې د تېرو درې ورځو په اوږدو کې ترسره شوي خو ….
لومړی بايد وويل شي چې زمونږ دغه عکسونه د نن نه يوه نيمه مياشت مخکې په ۲۹جون هغه مهال اخيستل شوي چې د رئيس جمهور لخوا د ټاکل شوي درې کسيز پلاوي په توګه مونږ د الکترونيکي تذکرو د تخنيکي څېړنو په موخه لېږل شوي وو. زمونږ د څېړنو د پايلو لنډيز په دې ډول و.
لومړی: د الکترونيکي تذکرو لپاره په جوړ شويو ډيټابېسونو کې معلومات Encrypt شوي نه دي، يعنې يو څوک چې ډيټابېس ته لاسرسی ولري د هر چا په هکله معلومات نه يواځې لوستلای شي بلکې بدلون هم پکې راوستلی شي.
دويم: د ډېټابېسونو د بيکپ زیرمتون نشته، يعنې که يوه طبيعي يا امنيتي پېښه راشي نو ټول ثبت شوي معلومات به له مينځه ولاړ شي او د مليونونو مصرفونو په پايله کې ثبت شوي معلومات به له منځه تللي وي.
درېيم: د تذکرو د وېش لپاره ويل شوي چې په ټولو ولسواليو کې به د توضيع مرکزونه جوړېږي او د انټرنېټ له لارې به د خلکو ثبت شوي معلومات مرکزي ډېټابېسونو ته لېږل کېږي، حال دا چې په ټولو ولسواليو او لرې پرتو سيمو کې مونږ هيڅ ډول انټرنټ (۳جي/فايبر يا حداقل ۲جي) نلرو.
څلورم: زمونږ د انټرنټ ملي شبکه چې د افغان ټيليکام د فايبر له لارې سيمو ته رسول شوې، اصلي سرچينه يې له پاکيستان نه ده. د يوې ملي پروژې له يوې داسې زېربنا سره نښلول به ډېر د اندېښنې وړ وي.
ځينې نورې ستونزې هم وې خو دلته يې يادول لازم نه وينم.
مونږ خپل بشپړ راپور له رئيس جمهور او د ټولو ښکېلو لوريو سره شريک کړ، خو تر اوسه د ستونزو د هواري په هکله نه له مونږ سره معلومات شريک شوي او نه پکې د پام وړ پرمختګ تر سترګو کېږي.
همدا وه چې رئيس جمهور د خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس په اوږدو کې دا خبره واضحه کړه چې هيڅ ډول تخنيکي امادګي نشته نو سمدستي د تذکرو وېش پيلول به سم کار نه وي.
زمونږ وړانديز دا دی چې تر څو د الکترونيکي تذکرو اړونده ټولې ستونزې هوارې شوې نه وي نو دا پروسه دې نه پيلېږي. د دې پروژې ټول ښکېل اړخونه بايد د دې ملي پروژې پر اهميت پوه اوسي او هڅه دې نه کوي چې د انځورونو په خپرولو دې داسې څرګنده کړي چې ګواکې مونږ يې قانع کړي يوو.
مننه