د حمل مخينو ي او كور ني تصميم


دحمل مخنيوي
يو  د ډيرو  حساسو او په   زړه پوري تصميمونو  څخه چي يوه جوړه يايو فرديي نيسي د القاح دکنترول څخه عبارت ده. نوموړي تصميم اساساً په اكثرا فلسفي او مذهبي روايتو نو  با ندي ولاړ دي .پدي  اساس  با يد داکتر د ناروغ د حمل اخستلو د ضرورتسره،دځانګړي حساسيت او د هغي پهEmpaty ،پوخوالي او غيرعالانه سلوک په چوکاټ کي تماس وشي. خو بيا هم  بايد پدي  وپوهيږو چي د حمل د مخنيوي لپاره په زياتيدونكي توگه اړتيا ليدل كيږي . د ولادتونو يا زيږدنو شميره د 1999 م او 2000 م   تر منځ  3% زياتوالي موندلي دي پداسي حال كى چي د teenagers( هغه چى عمر ئي د  13  او 19   كالونو تر منځ وى ) تر منځ د زيږدني شميره په تاريخى توګه لويدلي ده په هغه ښځو كى چى عمر ئي 15--44   كالو تر منځ دي د حمل اخيستلو شميره د 3% څخه %67.6  ته په هرو زرو ميرمنوکي ورسيده
دشل كلنى نه  وروسته د زيږيدنو شميره د عمر په ټولو ګروپونو كى زيا توالى موندلى د زيږيدنو شميره په ناواده شويو زړو ښځو كى هم د زياتوالي راپور وركړ شويدي  چي د 1999م كال په مقايسه  3% زياتوالى ښيى د نوموړي شميري ښځو ته داسى دوسيي چى بايد 30 يا 40 كلنى پوري په ولادتونو كى كم والى راوړى شايد پدى وخت كى دوي ددى چي خپل ميلک مکمل کړي بد طر ر  اساس روغتيائ مسلكي كاركونكي  كوم چه حمل ضد دواګانى مهيا كوي بايد د ښځو غو ښتني د معكوسو اجتماعي او اقتصادي شرايطو په نظر كى نيولو سره په پام كى ونيسى .                                                             
د زيږيدنى  د كنترول لپا ره انفرادي استطبابات
Contraception  د ډيرو جوړو پواسطه د شخصى دلايلو په اساس كارول كيږي زيا تره خلك contraception                                           د ولادتونو تر منځ د فا صلي پيدا كولو او د كورنى د اندازي د محدودولو لپاره كاروى نور بيا دا خواهش لري چى كه حمل صورت ونيسى ددوي ناروغي لكه sever diabetes  يا د زړه ناروغي لكه sever aortic stenosis شدت ومومي ددغو ټولو تصميمونو لپاره بايد داكتر به دقيقه توګه معلومات د حمل اخيستنى او د حمل مخنيوى د ګتورو يا خطرو په اړه مهيا كړي خو ځينى طبي حالات  د زيږدنى كنترول خطر حمل لا پسى زياتوى ځينى هيوادونه په ځانګړي ډول هغه چى كمه ترقي ئي كړيده ديوى عامي پاليسى په قسم دحمل مخنيوى څخه د دى لپاره ګټه اخلى تر څو د نا غوښتل شوي نفوس د را منځ  ته كيدو څخه مخنيوي وكرى.
د زيردني د مخنيوي قا نوني ارخونه                                       
دامريكا په ډيرو ايالتونو كى د حمل ضد درمل دمحدودڅخه پرته توصيه ،تشريح او خرڅيږي . د غير محفوظ جماع او د توقع خلاف د نوموړى كچى حمل سره زنانو ته teenager) ) ته د حمل د مخنيوى معلومات  او لوازمو د معلوماتو برابرول  په 1982م كال كى فدرال دولت لخوا family planning   تصويب شو په كورئي يو شخص مقررولو چا به چي د 18 كالونو لاندي ځوانان  تر څارني لاندي  نيول البته نوموړي شخص نه به 10 ورځى د نوموړي كار په اړه معلومات وركول كيدل دغه تصويب نامه بيا د محكمي لخوا غيرقانوني وګرځول شوه . لدى علا وه به 1977 م كال كى د متحده ايالاتو ستري محكمي داسي قانون تصويب كړو د كوم له مخى چى په كمو خلكو ته د  حمل د مخنيوي اجازه وركول كيدله ډيرو ايالاتونو يا خو د 18 كالونو لاندى ځوانانو ته د حمل ضد وسايلو د استعمال په اړه قانون درلود او يا ئي دا موضوع قانوناً نه وه څرګنده كړي. ډير طبيبان ددي خبري سره موافقه لري چى ځوانانو ته د contraceptive   په برخه كى مشوره يا توصيه په يو قانونى چوكات كى صورت ونيسى خو بايد د خپلو شخصى مذهبى او معنوى مفكورو د وضع كولو څخه ډډه وكړى د روغتيا د پاملرنى مسؤلين بايد ټولو هغو خلكو ته چى د contraception  غوښتنه كوي ، د حمل د مخنيوى د ميتود يا ميتودونو استعمال دګټو يا زيانونو جانبى عوارضو په اړه معلومات وركړى تر څو پدى حالت كى دخپلى خوښى ميتود غوره كړي . ددغو معلوماتو برابرول  يوازى قانونى او نورى فايدى ندي بلكى دا ګټه هم لرى چى د ميتود استعمال ددى په ګټه وي او اصلاح شوي ميتود وي د ناروغ سره د مباحثي مستند كول او په دى پوهيدل چى ناروغ پوهه شويدى او كنه قانوني اهميت لري په ځانګړى توګه هغه مهال چى داسي ميتود ونه چى به هغى كى د وسايلو استعمال يا جراحى مداخلى ته اړتياوى (مثلا sterilization inject able or implantable pregnancy, IUD  نو د موافقى اخيستل د نورو بحث شويو موضوعاتو تر څنګ اهميت لرى داسى يوه فورمه هغه شواهد برابروى چى د اړتيا په وخت كى ترينه كار اخيستل كيږى او دا تشريح كوى چى د Birth control  د پروګرام لپاره ځانګړى ميتود كارول شوي وو او ناروغ  د هغه چه په اړه چى ورته اجرء شوي ده موافق دي او په ځانګړى ميتود باندي موافقه درلودله .
د حمل ضد ميتودونه   :                           
د حمل ضد هغه ميتودونه  چى زمونږ  په لاس كى دي كولى شو په مختلفو ډولونو باندي ئي وويشو . ددى بحث د واضح كولو لپاره رواجى يا فوليكلورى ميتودونه عبارت دي له عزل ,Lactational amenorrhea     او periodic abstinence   څخه ( ريتم  يا طبيعي فاميلى پلان )څخه barrier methodsياد مانعى ميتودونه عبارت دى له condoms ,diaphragm :cervical cap   vaginal sponge     او  spermicidal   څخه هورمونى ميتودونه oral contraceptive –inject able or implantable long acting progestin’s     په برخه كى نيسى  لدى علاوه (IUD  ) او Sterilization  (tubule legation vasectomy)  د حمل ضد معيارونو څخه شميرل كيږي ولى sterilization  د كتاب په نورو برخو كى د بحث لاندى نيول شويدي.
عزل
د contraception  د زړو ميتودونو له ډلى څخه يو هم د Ejaculation  وړاندى د قضيب ايستل دى چى دا ددى  باعث ګرځى تر څو semen د ښځى د تناسلى جهاز څخه د باندى تخليه شى خو دغه د سړي لخوا په ځان باندى عدم کنترول امله كله كله د ناكامى سره مخامخ كيږى ځكه كيداى شى ejaculation  د قضيب د ويستلو وړاندى صورت ونيسى ممكن د
نوموړى ميتود د ناکام شي. خو بيا هم دقيقه احصايه په لاس كى په نسبت ممكن د orgasm وړاندى semen خلاص شى او يا دا چى sperm  به external genitalia   باندى مهبل ته نزدى پريوزى او دا دfailure  په اوميد د ناكامي باعث شوى
 
 
 
.
 
 
Post coital douche
ساده او په vinegar  (سركه ) او يو لړ د ښځو د شخصى حفظ الصحه توليدات د جماع وروسته د وينځلو لپاره په پراخه اندازه استعماليږى د تيورى له مخى douch يا وينځل دا دنده لرى تر څو منى د مهبل څخه بهر كړى او همدارنګه اوبو ته ځينې spermicidal  مواد هم وراضافه كړاى شوى وي  كه چا دEjaculation   وروسته د 90 ثانيو په حدودو كى sperm په عنق كى وموند نو پدى اساس دغه ميتود غير مو ثر او باور وړ ندي .
Lactation amenorrhea
 د lactation Amenorrhea  ميتود (LAM)  كيداى شي د شيدي وركونكو ميندو لپاره چى غواړي د زيږيدنو تر منځ فاصله  وساتى تر ټولو اغيزمن ميتود وى  Suckling يا د تى رودل  ددى باعث كر ځى تر څو ,leutinizing  gonadotropin releasing hormone  
او د FSH ازاديدل كم شى كوم  beta—endorphins چى د زبيښلو پواسطه توليديږى هم د dopamine  توليد كموى چى په نورماله توګه د prolactine ازاديدل نهى كوى دا د amenorrhea او  an ovulation با عث ګرځى .    
  كه چيرى په لمړنيو شپږو مياشتو كى تي وركول صورت ونيسى نو حيضونه زياتره غيرتبيضى او حمل كم صورت نيسى په LAM باندى د WHO څيړنو دا  ښكاره كړه چى د تي وركولو په لومړيو شپږو مياشتو كى د حمل د تدريجى زياتوالى اندازه د 0.9--.2 . 1                                                  % پورى ده خو په دوولسو مياشتو كى د حمل كچه 7.4% ته  پورته كيږي كه چيرى د LACTAION   څخه د حمل به ضد استفاده كيږي نو مور بايد ماشوم ته د تغذي لپاره يوازي ثديوي تغذي غوره كړي  كه چيرى ماشوم ته نورمواد چه د غذا په خاطر وركړل شى دا هم د LACTATION   په نوعه باندى اغيزه اچوى او هم د تي  رودلو شدت كموى چى په ثانوى توګه د تبيض په انحطاط باندى اغيزه لرى ثانياً amenorrhea  بايد وسا تل شى  بالاخره  نوموړي ميتود بايد د لومړني شپږ مياشتو لپاره البته وروسته له ولادت څخه بايد د زيږدنى د كنترول لپاره  وكارول شي .
 MALE CONDOM                                                                                
كشش لرونكى ربړ يا د حيواني كولمو پوکاڼې  يا د حمل ضد پرده د جنسى عمل په جريان كى د قضيب لپاره ديو پوش په حيث كاركوي او په مهبل كى د منى د اچولو څخه مخنيوى كوى د كانډم ګټى دادى چى دا ارزانه او اغيزمن ميتود دي او هم د STDS څخه مخنيوى كوى ځينى كانډم سپرم ورانونكى مواد ولرى چى دا د حفظ الصحې د لا ښه والى باعث ګرځى په ځا نګړى ډول كله چى كانډم چيرى شي د STDS  او  HIV د انديښونو په نظر كى نيولو سره بايد كانډم د هغه چا لپاره په پام كى ونيول شى چى دا ډول پيښو مقابل كى قرار لري .
كاندم ممكن نن ورځ په  نړى كى د حمل د مخنيوى لپاره تر ټولو زيات استعماليدونكى مخانيكى ميتود وي زياتره كانډم  د RATEX   څخه جوړشوي وي  چى  0.3--0.8mm  پورى ضخامت لري داسى يوه پرده ده چى سپرم او نور اورګانيزمونه لكه باكترياوي او ويروسونه نه پريږدى چى ترينه عبور وكړى كوم چى د STDS او HIV پشان ناروغى منځ ته راوړي خو د معايي كانډم LAMBS   چى كم استعماليږي دا قابليت نه لري ترڅو د اورګانيزم د تيريدو مخه ونيسى  د ټولو كانډم د ناكامى سبب دادي چى د كمپنى لخوا به نقص موجود وي ( دري نقصانونونه به 1000كى ) د تخنيك غلطى لكه وروسته له هغى يو چه SEMEN  په مهبل كى ازاد شى  د كانډم استعمال او همدرانګه د كانډم څخه د منى خارجيدل وړاندى لدى چى detumescene ( د قضيب د حجم كموالى ) صورت ونيسى په ټول استعمال كى د كانډم كلنى ناكامى په لومړنى كال كى 2—15% پورى ده كه چيرى هيله داوى تر څو د كانډم استعمال ډير اغيزمن شى نو له دوهم ميتود لكه د مهبلى jelly او مرطوب كول(foam)  څخه د استفاده وكړاى شى دا د كانډم ناكامى كوم چى د تخنيكى او يا مخانيكى ستونزو له امله وى ترډيره حده پورى راكموى د حمل ضد ميتود او يا د spermicides استعمال او د حمل په ترڅ كى ولادي سؤ تشكلاتو تر منځ كومه رابطه نده پيدا شوي .
Female condom                                                                                                  
ښځينه كانډم (reality vaginal pouch)  د نازك polyurethane موادو څخه جوړ شويدى چى په هر نهايت كى په flexible  يا قابل ارجاع حلقى لرى يوه حلقه د مهبل په ژورالى كى تثبيت كيږي او بله ئي د مهبل دinternal os    سره نږدى پريښودل كيږى د ښځينه كانډم ګټه داده چى د female partner  لخوا تر كنترول لاندى وي او بله دا چى د STDS څخه هم تر يوى اندازى مخنيوى كوى تر ټولو ډير مريضان ئي دادى چى له يوى خوا قيمتى دي او د بلى خوا ډير غټوالى لري د زنانه كانډم د نورو ميتودونو سره لكه Cervical cap او diaphragm سره مقايسه دا په ګوته كوى چى ددى ميتود د ناكامى كچه د مقايسى وړ ده كچيرى د شپږو مياشتو لپاره كانډم استعمال شى نو د ناكامى كچه ئى 2.6% ده  چى دا د لومړى وړاندوينى چى 15% ئى ډيره زياته كمه ده د زنانه كانډم مناسب استعمال د HIV د كبو كولو د خطر 90%  مخنيوى كوي .
VAGINAL diaphragm ( مهبلي پرده)
دا  ډيافراګم د مهبل او د عنق د كانال تر منځ يوه ميخانيكى مانعه ده ديافراګمونه دايروى خلفې دى چى قطرئي د 50--150 ملى ليترو پورى دى كوم چى داسى ډيزاين  شويدى ترڅو په  مهبلى cul-de-sac  كى تثبيت شى او عنق بند كړي كه  څه هم ډيزاينونه فرق كوي خو د arcing spring  ډول ئي ډيرى ښځى په اسانى سره استعمالولى شى د داخلولو وړاندى د ديافراګم په عنقى خوا باندى حمل مخنيوى (contraceptive jelly) يا cream  ووهل شى ځكه چى لدى پرته دغه اله  اغيزمنه نه تماميږى دا ماده همدارنګه د داخلولو په وخت كى مرسته كوى ځكه ديافراګم لشم او ښوى كوى كله چى ښه تثبيت شى نو لدى وروسته د اضافى jelly په ديافراګم او د هغى په چارچاپيره ووهل شى كله چى ديافراګم مناسبه اندازه ولرى (لكه چى د حوصلى په معاينه سره معلوميږي ) او د لا رښونى مطابق استعمال شى نو د عدم كفايي كچه ئي په كال كى په 100 ښځو كى د 2--20 پورى ده د ديافراګم نقصان دادى چى ديته اړتيا لرى تر څو د داكتر لخوا تثبيت شى او هم د حمل ضد حالت لپاره  ښوونى ته اړتيا پيدا كوى ناكامى ئي سم نه تثبيت كيدلو خطا كيدلو او يا د جنسى عمل په جريان كى د بى ځايه كيدو له امله ده د كانډم پشان ډيافراګم هم د STDS  په وړاندى لرو چه خطر رامنځ ته كوى يوازينى جانبى عارضه ئي د مهبل د جدار تخريش دى چى د كلك تثبيت كيدلو (معمول د لومړى ځل استعمال پر مهال ) او د بولى طرقو انتان دي .
Cervical cap
دا پيالى ته ورته ډيافراګم  چى د دى عنق له پاسه ايښودل كيږى داسى ويل كيږي چى دا پخپل ځاى كى دsuction  په مرسته ځان نښلوي ، ددي لپاره چى د sperm  پر وړاندې يي  موافقه او بريالى مانعه ايجاد كړي وي نو بايد د عنق لپاسه دا محكم وى دا چى د عنق اندازه فرق مومي پس اندازه د cervical cap  بايد په نظر كى ونيول شى چى دا د نوموړي ميتود استعمال تر زياتى اندازى محدودوي د داسى cap  پيدا كول چى د هر cervix  سره برابر شى ډير مشكل دى لدى علاوه زياتى ميرمنى نشى كولاى چى خپل عنق جس كړي نو پدى اساس په عنق باندى دcap  صحيح ځاى پر ځاى كول مشكلات لري ددغو مشكلاتو  له امله د مروج vaginal diaphragm  په نسبت كمى ګټى لري د cervical cap  طرفدران كه څه هم وائي چى دا پخپل ځاى كى تر يوى يا دوو ورځو پورى پاتى كيږى او تقريباً د يوى ورځى استعمال څخه بدبوى لرونكى افرازات رامنځ ته كيږى خوكه  سم استعمال شى نو د cervical cap   موثريت د ډيافراګم پشان دى په ډيرو  رپورټونو كى بى ځايه كيدل د ناكامى علت ښودل  شويدى په هر صورت د الى دداخلولو اونصب کولود مشكلاتو سره نږدوالى دا د شك او ترديد لاندى ده چى cap   د اوسنى انكشاف په حالت كى به د حمل په مخنيوى كى  مهم رول ولوبوي او کنه؟
سپرم وژونكى مستحضرات
 سپرم وړونكى مهبلي jelly ،  كريمونه، suppusitory, gels او foamنه يوازى دا چى په  سپرم باندى (toxic) اغيزى لري بلكه د سپرم پر وړاندى په cervical canal  كى د ميخانيكى مانعى حيثيت هم لرى د امريكا د متحده ايالاتو په ماركيټ كى زياترهspermicides  پخپل ځان كى nonoxynol 9 لرى.چى اوږد زنځيرلرونكى surfactant   ماده ده. چى د سپرماتوزوا لپاره زهرى ده. spermicides  يا ځان له يا ډيافراګم او condoms سره يو ځاى استعماليږي ځينى foam لرونكي تابليتونه او نور مهبلى مستحضرات په مهبل كى د ښه توزيع لپاره كافى وخت ته اړتيا لري او دا چى ناكامى  پيښيږى د هغى علت هم ددى له امله وى چى مستحضر ښه نه وي توزيع شوي .                                                           
په عمومى توګه كه چيرى spermicides   په يوازى توګه استعمال شى نو د failure  اندازه ئي په كال كى 15% ده كم وختونه نوموړى كيمياوى توكى د مهبل د مخاطى غشا او خارجى تناسلى جهاز د تخريش سبب ګرځى تازه شواهدو دا څرګنده كړيده چى كوم spermicides  چى  nonoxylnol—9  په ترکيب كې لرى د Chlamydia ,gonorrhea   او  HIV مخه نشى نيولى لدى څخه علاوه د Spermicides (N—90) متكرر استعمال دداسى تناسلى افاتو سره تړاو لري  چى د HIV انتان  د انتقال د زيات خطر باعث ګرځي  .
Natural family planning method
دا د اوږدى مودى راهسى پيرندل شوى خبره ده چى ښځى يواځى د حيض د دوران د څو ورځو لپاره د القاح وړتيا لرى پيريوډيك پرهيز او د رتم ميتود د contraception   لپاره ديته اړتيا لرى تر څو د جماع څخه هغه ډډه وشى په كوم كى  چى متحرك سپرم د ova  سره په oviduct  كى ملاقات كوي القاح كى صورت نيسى او وروسته د تبيض څخه تخمه د 1--3 ورځو پورى پاتى كيږى نو ځكه د القاح موده د تبيض د وخت  څخه تر 2—3 ورځو پورى ده د تبيض دقيق اټكل او تعين د رتم ميتود موفقيت لپاره ضرور دى هغه معلومات چى د څيړنى په ترځ كى د  پرمختللو او پرمختلونكو هيوادونو څخه په لاس راغلى البته په تيرو لسيزو كى څرګندوى چى دا پروګرام د 0--11% پورى دي .د حمل اخيستلو كچه فرق مومى ،ولى تر ټولو معتبر رپورټونه چى د يو كال حملونو په بنياد چمتو شوى په يو كال كى په 100 ښځو كى د حمل اخيستلو اندازه د 10--25 پورى ده. پيريوډيك
1 -پرهيز نظر د تلقيح د دورى ته  فرق مومي.
The calendar method (جنترى طريقه )  نوموړى ميتود د تبيض ورځى دداسى يوه ميتود پوسيله تعينوى چې د حيض  په نمونه پورى تړلى ده. البته د څو مياشتو د يوه دورانه په اساس په معمولى توګه تبيض د راتلونكى حيض ددوران د لومړى ورځى څخه 14 ورځى د مخه  واقع كيږى .د القاح دوره             داسى ويل كيږى چى د تبيض څخه اقلاً دوه ورځى د مخه اووروسته غزيږى .خو كه  پدى موده باندى د پرهيز يوه يا دوه ورځى علاوه كړاى شى نو د موفقيت چانس زياتوى ددى طريقى موفقانه استعمال د حيض د دوران چه د اصفرى صفحه په باره كى په پوهه باندى ولاړ دى  چى د نورمالى ښځى لپاره د 14 ورځو په موده كى په نسبى توګه نورمال دى لدى څخه علاوه ددى لارى د كاميابى لپاره د حيض يوه منظم دوران ته اړتيا ده  پدى اساس د وخت تقسيم بندى د اعتبار وړ ګرځى. كه څه هم دا دورائى پرهيز تر ټولو عامه طريقه ګڼل كيږى خو بيا هم تر ټولو د كم اعتبار لرونكى ميتود دى چى د ناکامى كچه ئى د يو كال په موده كى تر 35% پورى رسيږي.
2 - بل اغيزمن  ميتود  د پريوډيك ځان ساتنى لپاره ( د حرارت د درجى ميتود ) څخه  عبارت دى ځكه چى دلته د تبيض ډير اعتمادى معلومات د BBT څخه په لاس راځي .د مهبلى يا مقعدى حرارت درجه بايد سهار وختى د خوب څخه د راپاڅيدلووروسته د ښځى لخواکوم کارنه وي اجرا شوى ياداشت كړاى شى .كه څه هم اكثره وخت له پامه غورزي خو د تبيض څخه 26-24 ساعته وروسته د حرارت درجه په كمه اندازه لويږى لدى وروسته د حرارت درجه په ناڅاپى توګه پورته چى (0.3--0.4 ) او د ټول سايكل په دوران كى په همدى همواره صفحه كى پاتى كيږى .د حرارت درجى د پورته كيدو وروسته تر دريمى ورځى پورى د FERTILE period اخيرى ورځ ګڼل كيږى د اعتماد لپاره بايد د ښځى لخوا پاملرنه وشى تر څو پدى باورى شى چى basal temperature ئى ياداشت كړيدىچي د نورو عواملوله امله hypothermia  مونږ غلطى خواته نه رهنمائى كوى ددى تخنيك څرګند محدوديت دادى چى په هرcycle  كى د وخت وړاندوينه په تير پورى اړه پيدا كوى او د مشكلوى تر څو د fertile period  د شروع وړاندوينه وكړاى شي .
3 - د حرارت د درجى او جينترى مشترك ميتود كه له د دوارو ميتودونو يو ځاى استفاده وكړاى شي نو په ډير دقيق ډول د تبيض وخت ټاكى .د ناكامى كچه ئي په كال كى په 100 جوړو كى ٥% ده .
4 the cervical mucus (billing) method (                                                                                              د عنق د مخاط (بيلينګ) طريقه
پدى طريقه كى د عنق د مخاط د تغير څخه استفاده كيږى چى د حيض د دوران د هورمونى تغيراتو څخه اغيزمن كيږى او بيا لدى څخه په استفادى سره د تبيض تعين صورت نيسى. د تبيض څخه څو ورځى د مخه او فقط يو څه موده وروسته شروع كيږى يا مخاط نازك او اوبلن كيږى پداسى حال كى چى نور وختونه مخاط ضخيم او كثيف وى .هغه ميرمنى چى لدې ميتود څخه استفاده كوى بايد روزانه د مخاط حالت وڅيړى د كاميابى كچه ئى د جنتري او حرارت  د درجى د مشترك ميتود سره برابره ده .ګټه ئى داده چى دا ميتود نسبتاً ساده دى او د چارټ جوړولو اړتيا ئى كمه ده او نقصان ئى دا دى چى د مهبلى انتان پرمهال او يا دا چى ښځى پدى كاركى تر څو مخاط وپلټى ماهرى او چابكى نوى نو مشكل پيدا كوي
5 -د  symptothermal ميتود:كه په مناسب ډول ترينه ګټه پورته شى نو ممكن په ټولو پيريوډيك طريقه كى ښه لاره وى. پدى كى دواړه د cervical مخاط او د حرارت درجى طريقى شاملى وى. لدى څخه علاوه هغه اعراض چى ممكن د تبيض وړاندى را څرګند شى لكه نفخ وباداو مزجي پړسوب هغه څه دي چى د تبيض ممكنه واقع كيدلو پيشګويي كوي. .
د تبيض د وخت د تعين لپاره تر ټولو دقيق ميتود د سيروم په نمونه كى د  LH د  PEAK درجه معلومول  دى  دا چى نوموړى ميتود دقيمتي دىاو زيات وخت ته اړتيا لرى ،نو پدى اساس د BIRTH control لپاره ترې استفاده نه كيږى دا د عقامت په درملنه كى اغيزمن دي خو د جماع يا مصنوعى insemination لپاره زيات وخت لپاره دا ډير اهميت لري.
33--1 شكل د تبيض , BBT په سيروم كى د LH   , FSH د كچو او حيضونو ترمنځ اړيكي ښيي. لږ تر لږه 20% ميرمنى (Fertile) پخپلو سيكلونو کى په كافى اندازه تنوعات لرى پدى ډول چى د fertile period   وړاندوينه  ممكنه ده.
د هغه ميرمنو په اړه چى د rhythm  ميتود څخه استفاده كوى اپديمولوژيكو څيړنو څرګنده كړيده چى د دوى ماشومان ولادى ابنارملټى ګانى لكه anencephaly  او د down syndrome    واقعات زيات وى. موخره القاح په حيواناتو كى د تجربو په مرسته ښودلى چى د anenploidy او  poly ploidy پشان انومالى ګانى منځ ته راوړى او همدا شان په انسانانوكى ممكن وژونكى انومالى ګانى منځ ته راوړي ددى تيوريكى څركندونو تر څنګ  چى د birth defect په اړوند شويدى بايد پدى هم پوهه شو چى نوموړى معلومات صرف نظرپاتې دى او داسى ارتباطى شواهد چى دا خبره واضحه كړى تر اوسه په لاس كى موجود ندي  
فمى هورمونى حمل ضد دواګانى:د خولى د لارى معمول استعمال كيدونكى  contraceptives مصنوعى سترايدونه دى چى د طبيعى ښځينه هورمونونو سره ورته والى لرى چى عبارت دى لهestrogen  او progesterone څخه. نوموړى سترايډونه په ګډه اودوزونو سره وركول كيږي، تبيض د نهى كيدلو باعث ګرځي كله چى د لومړى ځل لپاره دى درملو انكشاف بياموند نو په ګډه توګه او مسلسل ډول استعماليدل پهcombined  ميتود كى په هغه ګولى کى چى استروجن او پروجسترون ئى  پخپل تركيب كى درلودل روزانه تر 20--21 ورځو پورى اخستل كيدل چى دا بيا د estrogen progestin  د pill  په پواسطه روزانه تر پنځو ورځو پورى اخيستل كيده تعقيب كيدله چى دا بيا په متحده ايالاتو كى بند شو ځكه چا به چى لدى ميتود څخه ګټه اخيسته د endometrial cancer  واقعات په كى زيات وو  fig------33---1   page  635
مشترك رژيم يا د حيض د شكل د شروع  پرمهال او يا د حيضونو سره نږدى مهال شروع كيږى دا چى زياتره oral contraceptives  رژيمونه د 28 ورځى رژيم په شكل موجود وي ( هغه ګولى چى اخرى اوه ورځى په  بر كى نيسى placebo ګڼل كيږي ) د شنبى د ورځى د شروع طريقه ممكن د ډيرو ميرمنو لپاره اسانه وى خو ښه لاره داده چى د لومړى سيكل  پر مهال د ډير موثريت لپاره يو اضافى شكل د contraceptives  توصيه كړاى شى ممكن وروسته د 20  يا 21 ورځى رژيم څخه د 3—5 ورځو په موده كى withdrawal bleeding  (هغه وينه چى د دوا د پريښودلو وروسته راځى ) وليدل شي.
په 33—2a  شكل كى د نورمال سيكل په وخت كى په سيروم كى د FSH او LH  كچه ښودل شويده د مشترك فمى  Contraceptives رژيم لاندى په يوه وصفى سيكل كى د سيكل په لومړى نيمايي کي كوم لوړوالى نه را منځ  ته كيږى نو پدى اساس د follicle  نمو يا خو نده شروع شوى يا كچيرى شروع شوى وي نو القاح صورت نه نيسى تبيض صورت نه نيسى او بلاخره د FSHاو  LH زياتوالى نه ليدل كيږى. د مسلسل  فمى د حمل ضد رژيم لاندى (FIG—33D)  استروجن دLH  تر منځ په غيرمعمول ډول زياتوى كله چىProgestin  پكى زيات شى نو په عين وخت كى د FSH زياتوالى نه ليدل كيږى او دLH  زياتوالى ليدل كيږي كله چى يوازى د پروجستين رژيم توصيه شى البته د MINIPILL سره يو ځاى نو دLH  متعدد زياتوالى ليدل كيږى  خو دFSH  په كچه كى قابل ملاخطه زياتوالى نه ليدل كيږى نو پدى سبب  نوموړى د حمل ضد فمى رژيمونه فزيولوژيك هورمونى توازن په زياته پيمانه بدلوې.minipill    رژيم كم تغير را منځ ته كوى خو د حمل ضد اغيزه ئى مشترك يا تركيبى رژيم ته كمه ده ددى څخه علاوه ممكن ځينى وختونه amenorrhea   واقع شي.
ګټي                                                                                                                                     
د فمى حمل ضد دواګانو د استعمال څخه چه امريكا كى يواځى په 50000 داخل بستر مريضانو كى د ثديو د سليمو امراضو , د مبيضو د احتباسى كيستونو , د اوسپنى  د فقدان كم خونى , او د حوصلى د التهابى امراضو د منځه وړلو لپاره هركال وركړل شوى د حمل د مخنيوى څخه علاوه نورى غټى فايدى مشتق شوي
مطالعاتو په امريكا او برطانيه كى ښودلى ده چى د فمى حمل ضد دواګانو استعمالونكى ښځى آكتوپيك حملونو په مقابل كى تقريباً مكمله محافظه لرى د فمى حمل ضد دواګانو استعمال د نوموړى ژوند تهديدونكو اختلاطاتو څخه يواځى په امريكا كى هر كال د لس زرو شااوخوا داخل بستر مريضان رغورلى دى. فمى حمل ضد دواګانو د مبيضونو او اندومټريوم د سرطان د انكشاف خطركم كړى دى دا خبره مبيض په سرطان كى ډيره واضحه ده، په هغوښځو كى فاميلى تاريخچه او ياچي BRCA جين ولرى او فمى حمل ضد دواګانو ورته توصيه شوى دى په يو نژاد خلكوكى د واقعاتو د كنترول په مطالعه كى د مبيضود سرطان په خطر باندى د فمى حمل ضد دواګانو د دوز په تكرار شوى هغه معلوم خطر د مبيض د سرطان په عمومى توګه 40% كم شوى د زيات حفاظت مهيا كړى دي نورى  منځ ته راغلى فايدو كى د نيورالجيا او حيض د دردونو د اوسپنى د فقدان د اينميا او د ACNE كموالىاو همدارنګه د هرسوتيزم او عرضى اندومتريوزيز ښه والى هم پكى شا مل دي.    
زيانونه او جانبى عوارض
د فمى حمل ضد دواګانو د استعمال او ترومبوز او امبولى امراضو ترمنځ ارتباط ته بايد خاصه توجه وشى چى د سږوامبولى او د دماغ ترومبوز پكى شامل دى. د 1967 او 1969 تر منځ كال تعقيبى مطالعاتو په راپورونو په لويه برطانيه او ايالات متحده كى په اجتماعى توګه په لاس راغلى مجموعه كى ښودلى چى د عميقه وريدونو ترومبوز د سږو امبولى د دماغ ترومبوز چه فمى حمل ضد دواګانو استعمالوونكى كى نسبت نه استعمالوونكى ته 6--3 ځله زيات عام دى د هغه وخته چى د ا مقدماتى راپورونه خپاره شوى سترايد لرونكى فمى حمل ضد دواګانو په دوز كى 4--3 ځله كم والى راوستى په خاصه توګه د ايتنيل استراديول چى زيات استعماليدونكى استروجن مستحضردى.نن ورځ  په اكثرو مستحضراتو كى د mg 30 20-په دوز تهيه شوى دى د فمى حمل ضد دواګانو استعمال پورى مربوط اختلاطاتو ډير نوى نشر شوى مطالعات شوى چى د دوز د كموالى سره واقع كيدونكى خطر كى د توجه وړ كموالى راغلى . د واقعاتو كنترول نوى مطالعاتو ښودلى چى د كم دوز استروجن لرونكى د فمى حمل ضد دواګانو نوى استعمالوونكي (35mg  )څخه كم اتنيل استراديول او يو ځاى شوي فمى حمل ضد دواګانى  اوجسترل او يا جستردين لرى. داسې معلوميږى چې د وريدى ترومبوليزم په انكشاف كي ډير خطرناك وى نسبت هغه يو ځاى شوى فمى حمل ضد دواګانو استعمالوونكو ته چي ليوونور جسترل لرى. لاكن دا خبره همداسى مهمه پاتي ده. بلې برطانوى مطالعې په 1990 كى ښودلي چى د اديوپتيك ترومبوامبوليزم او نوى سګرټ څكولو د بدن د جسامت اندكس او استما تر منځ يو واضح ارتباط موجود دى نوى استعمالوونكى د كم دوز فمى حمل ضد دواګانو د اسكيميك حملو د كم زياتوالي د خطر سره مخ دي. خو بيا هم ډير خطرات په ښځو كى د نورو خطرى فكتورونو له وجى منځ ته راځى ،لكه سګرټ څکول فرط فشار او نيم سرى تاريخچه د فمى حمل ضد دواګانو ځينى استعمالوونكي شايد د نه استعمالوونكى په نسبت داکليلي د ترومبوز د انكشاف زيات خطر.ولرى كه زيات خطر موجود وو داسى معلوميږى چى دا مربوطيږى په هغو خلكو پورى چى پخوانى استعمالوونكي، وى او د ورځى يو يا څو قطى سګرټ څکوي. ددى څخه علاوه د فمى حمل ضد دواګانو د استعمال په تعقيب د نرسنګ صحى مطالعاتو ښودلى چى پخوانى استعمال د فمى حمل ضد دواګانو د وخت په نه مراعات كولو د قلبى وعايى امراضو د پرلپسې خطراتو د زياتوالى سبب نه كيږې، چى د ميوكارد احتشا پكى شامله ده خو بيا هم د پروجستين لرونكي فمي حمل ضد دواګانى شايد د ليپيد او لا يپوپروتين نسبت په معكوس جهت تغير وركړي. د نوى پروجستين منځ ته راتلل او د دوز كموالى د نوموړو تغيراتو د كموالى طرف ته رهنمائي كوي. ددى څخه علاوه استروجن نوموړى نسبت په زړه پورې لورى ته متاثره كوي. پس د دوو سترايدنو په نوي دوز په يو ځاى مشكل داسى مستحضر طرف ته رهنمايى كړي كوم چى قلبى وعايى سيستم د دوى دواړو تاثيرات خنثى كوي. سره لدې چې په يو وخت كى د فمي حمل ضد دواګانو استعمالونكى په منځ كى د رحم د عنق اپيتيلى تغيراتو ډيره وړه مساًله وه مګر د وقوعاتو پر بنا دا ثا بته  نشوه چې د فمى حمل ضد دواګانو د رحم د عنق د سرطان سبب او يا مساعد كوونكى فكتور دى. په مطالعاتو كى دا لوى مشكل دى كوشش شوى چې معلوم كړي چى نوموړي ارتباط يو تشخيصوونكى فكتور دى لكه د ځينى اړيكو زيات ملګرى شامل دى د اول جنسى مقاربت عمر او د جنسى فعاليت اندازه په تيرو لسيزو كى د فمې حمل ضد دواګانو استعمال او ثديو د سرطان تر منځ ارتباط په  پراخه ډول تر مطالعى لاندى نيول شويدي
وختونو كې واضحه نشوه چې څه مثبت ارتباط دى د دوى تر منځ  موجود وى. په ځينى مطالعاتو کى داسي نظر وركړل شو چى د حمل اخستلو د عمر څخه د مخه د فمي حمل ضد د دواګانو زيات وخت استعمال شايد د ثديو د سرطان خطر د نقاحت څخه د مخه عمر كى زيات كړي .علاوه لدى ځينې مطالعاتوله مخي داسى نظر هم پيدا كيږى چى ددې دواګانو استعمال د نوموړى ډيرو عامو سرطانونو په مقابل كى د نقاحت څخه د مخه منځ ته راځى په وقايه كى رول لري لكه د رحم د عنق په نيو پلازم كى په مطالعاتو كى كوشش شوى چى واضحه كړى چى نوموړى ارتباط ځينى تنبهى فكتورونو ترمنځ  راوړنكى دي لكه د ثديو د امراضو په مختلفو مطالعاتو كى ددى ارتباط نشتوالى ښودل شوى. نور غير معمولى مشكلات كله كله د فمى حمل ضد دواګانو استعمال سره ياداشت شوى دي                                  لكه د فشار لوړ والى صفراوي، تيږى يني سليم تومورونه. خو بيا هم د نوموړو پرابلمونو منځ  ته راتلل په كافى اندازه ددى دواګانو په استعمالوونكو كى كومه واضحه او د پام وړ مساًله نده بيا هم نوى او موجوده تحقيقاتو په شديدو واقعاتو كى د پام وړ كم والى په خطراتو كى ښودلى دي د جانبى عوارضو كنترول د ډيرو استعمالوونكى په اينده ژوند كى ډير اهميت  لري ددى څخه علاوه  مطالعاتو دا هم ښودلى ده چى ددى دواګانو استعمالونكى د جانبى عوارضو د منځ ته راتللو په صورت كى ډير متاثره كيږى او دغسى كم كم مشكلات په جمع كيدلو په 40% خلكو كى د تداوم د قطع سبب ګرځي. هغه فكتورونه چى معتادان يا استعمالوونكى متاثروى ډير كم دى په خاصه توګه كله چى يوه مجموعه مطالعات ښه نتيجه وركوى، د مثال په ډول د تركيبى حمل ضد دواګانو يوكال استعمال وروسته تيوريكى ناكامى اندازه د 1% څخه كمه ده خو بيا هم د استعمال د موثريت د ناكامى اندازه په ځينو مطالعاتو كى دومره جګه ده چى ځينى د 4--6 % پورى رسيږي. حيضونو تر منځ خونريزى او څاڅكى څاڅكى وينه شايد 20--10 % استعمالوونكوكى د استعمال په اولو څو مياشتو كى شايد وليدل شى .نوي او تازه تحقيقاتو ښودلي  چى د 6 مياشتو استعمال سره سره ځينى مشكلات ثا بت پاتى كيږي او يواځى تقريباً په 5% استعمالوونكو كى ليدل كيږى حيض د دوران نه موجوديت او يا د حيض عدم موجوديت هم په نسبى توګه عام ندى او لږ كلنيكى وضا حت لري. استثناً هغه واقعات چى نوموړى مشكلات د پام وړ شى چى حمل ضد دواګانو ناكامى واقع شى دلبدى شايد په  10% استعمالوونكو كى وليدل شي لكه د حيضونو تر منځ خونريزى كى دا دورانى تاثيرات دي كوم چى د څو مياشتو استعمال وروسته ډير زر راكميږي نوى تحقيقاتو د ا ښودلى چې جوانكى acne)  ) امكان لرى چى بهبود ومومى او ډير لږ تغير وښي ددى څخه علاوه د پام وړ               سر دردي او وزن اخستنه  كم عام دى. مګر په هغو حالا تو كى چى لوړ دوز تهيه شوى دواګانى استعمال شى راپور وركړل شوى. ددى دوا د كامياب استعمال لپاره استعمالوونكى خلك او د هغوى  لپاره ښه واضحه پوهه لرل ډير مهم وى د حفظ الصحى تيارونكى پرسونل ته بايد په اول ملاقات كى وخت وركړل شى تر څو هغه طريقه چى توصيه كيږي ښه واضح كړى جانبي عوارض ئي تشريح کړي او څو ځله وښايي چى څرنګه يي د اول ځل لپاره شروع كړي او پدى تاكيد وشى چى مريض ته توصيه كونكي پرسونل پدى مبحث كى مفيد معلومات مهيا كوي. ددى څخه علاوه استعمالوونكى بايد تشويق شى چى د تهيه كوونكو اشخاصو مربوطه اداري پرسونل او يا كلنيك سره څوك چى د فمى ضد دواګانو سره اشنا وي بايد په ارتباط كى وي (كه چيرى كوم مشكل منځ ته راشي) باالاخره استعمالوونكو ته بايد توصيه وشى كه چيرى د فمى حمل ضد تابليتونه د هريدو له امله او يا د جانبى عوارضو له وجهى قطع كړي .د حمل ضد متبادلى طريقى استعمال كړي.
1--------33  جدول نوى موجوده حمل ضد دواګانو ليست او د هغوى محتويات راشى
د خالص پروجسترون تابليتونه       
د پروجستين د كم مقدار وځينۍ توصيى څخه را څرګنده شوه هغه وخت چى په كلينكى تجربو په تركيبى تابليتونو كى د پروجستين د كم مقدار توصيى وښودله چى حمل مخنيو ئي كړي وو پداسى حال كى چى  تبيض ئي اكثره نهى كړي نه وو پرله پسى مطالعاتو وښودله كه د تبيض د نهى كولو څخه بي غير ښه ثابت شول دا ميتود يا طريقه لاندى فايدى لري
(1) استروجن پكى نه وركول كيږي هغه جانبى عوارض چى د حمل د مخنيوى د تركيبى دوا د استروجن د مخنيوى څخه منځ ته راځى له مخى لرى كيږي
(2)  يو تابليت روزانه خوړل كيږي پس كوم تسلسل ته پکى ضرورت نشته د پروجستين ددغه مايكرو دوز د نه قطع كولو پواسطه د حمل د مخنيوى ميخانيكيت معلوم ندى داسى فكر كيږي چى د رحم د عنق مخاط د سپرم عبور ته كمه اجازه وركوى پس د اندومتريوم د فعاليت مرحله تيره شى پس غرس كيدلو په مقابل كى مزاحمت منځ ته راشى اګر كه القاح هم صورت ونيسى په كلنيكى څيړونو كى د پروجستين د مايكرو دوز د استعمال سره په نتيجه كى په يو كال كى د  حمل اندازه په ښځو كى 2--7 پوري ده
پروجستين ځينى جانبى عوارض لرى په عمده توګه د تبيضى دورا ن غيرمنظم والى ectopic حملونه دى او همدا علت دى چى ددى دوا د حمل د مخنيوى لپاره غوښتنه يى په واضح ډول كمه كړي ده ددى مجموعى موثريت د تركيبى تابليتونه څخه كم دى اوسنى تحقيقات ښئي چى خاص پروجستين تابليتونه داسى فكر كيږى چى يو څو ښځو كى مفيد واقع كيږي ، د مثال په ډول په هغو ښځو كى چه  استروجن په مقابل كى مشاهدوى  حساسيت لرى البته په شيدى وركونكو ښځو كى
جدول (638)
د جدول 639 صفحه څخه بعد
د جماع څخه وروسته عا جل د حمل مخنيوي
د جماع څخه وروسته يا عاجل حمل مخنيوى يوه تداوى ده چى د غير غوښتل شوى حمل د مخنيوى پخاطر د غير محفوظى جماع او يا د مانعوى ميتود د  ناكامى څخه وروسته استعماليږى د عاجل حمل مخنيوى حصول لپاره ډير زيات ميتودونه موجود دى د YUZPE ميتود ډير واسيع الساحه توصيه كيدونكى ميتود دى دا احتوا كوونكى ددوه تابليتونو دى هر تابليت 0.05MG اتينل استراديول او 0.5MG  نورجسترول لرونكى دي د 12 ساعتونو په وقفه كى خوړل كيږي په مجموعي توګه څلور تابليتونه پوره كيږي كه چيرى تداوى د جماع څخه وروسته د 72 ساعتو په دننه كى شروع شوه موثريت ئي 74% ته رسيږي پداسى حال كى چى تداوى د 72 ساعتو د ننه شروع شوى وى ځينى مطالعات ښئى چى وروسته د 120 ساعتونو هم مخنيوى كوي هغه ښځى عاجله حمل مخنيوى تابليت اخلى زړه بدوالى په 30--60 فيصده ښځو كى واقع كيږي استفراق په 22 فيصده ښځو كى واقع كيږى ځينى توصيه كوونكى د استفراق ضد دواګانى ددي تابليتونو څخه يو ساعت د مخه توصيه كوى يواځى پروجستين لرونكى دواګانى چى د جماعع څخه وروسته استعماليږى هم موندل كيږي او امكان تر حده د كم زړه بدوالى له امله ښه تحمل كيږي او تر كيبي ميتود څخه په مقايسه د كاميابى اندازه پكى ليدل كيږى ليونورجسترول د 750 مايکرو ګرام په دوز دخولى له لارى د جماع څخه وروسته د 72 ساعتو په مابين كى د خولى له لارى وركول كيږى او 12 ساعته وروسته تكراريږي او مريض ته توصيه هم كيږي كه چيرى حيض ئي تداوى څخه وروسته 21 ورځو دننه شروع نه شو طبى اهتمام ونيسى HORMONALCONTRACEPTIVEBY IJECTION
IMPLANTATION OR DERMAL ROUTES
د پيچكارى غرس كولو او يو متكى را پدى لارو د حمل مخنيوى د هارمون پواسطه سترايد جنسى هارمونونه شايد عضلى ترزيق شي
                                                                                                                                                         د جماع څخه وروسته يا عاجل د حمل مخنيوى
د جماع څخه وروسته يا عاجل حمل مخنيوى يوه تداوى ده چى دنامطلوب حمل د مخنيوى پخاطرد غير محفوظى جماع او يا د مانعوى ميتود د ناکامۍ څخه وروسته استعماليږى .
د عاجل حمل د مخنيوى لپاره ډير زيات ميتودونه موجود دى د Yuzpe ميتود ډير وسيع الساحه توصيه کيدونکى ميتود دي.دا احتوا کوونکى د دوه تابليتونو دي، هر تابليت د 0.05mg  ايتنيل استرادايول او 0.5mg  نورجستيرول لرونکى دي د12 ساعتونو په وقفه کى خوړل کيږى. په مجموعى توګه څلور تابليته پوره کيږي . که چيرى تداوى د جماع څخه وروسته د 72 ساعتو به دننه کى شروع شوه موثريت ئى ٧٤ فيصدو ته رسيږي.ځينى مطالعات ښيئ چى وروسته د 120 ساعتونو هم مخنيوى کوي .هغه ښځى چى دعاجل حمل مخنيوى تابليت اخلى زړه بدوالى په ٣٠—٦٠ فيصده ښځو کى استفراق په ٢٢ فيصده ښځو کى واقع کيږي . ځينى توصيه کوونکى د استفراق ضد دواګانى ددى تابليتونو څخه يو ساعت د مخه توصيه کوي .
يواځى پروجستين لرونکى دواګانى چى د جماع څخه وروسته استعماليږى هم موندل کيږي او د امکان تر حده د کم زړه بدوالى له امله ښه تحمل کيږي .او د ترکيبى ميتود څخه په مقايسه د کاميابۍ اندازه پکى ليدل کيږي.
ليوونورجسټرول د ٧٥٠ مايکروګرام په دوز د خولى له لارى د جماع څخه وروسته د ٧٢ ساعتو په مابين کى د خولى له لارى ورکول کيږى او ١٢ ساعته وروسته تکراريږي او مريض ته توصيه هم کيږي.
که چيرى حيض ئي د تداوى څخه وروسته د ٢١ ورځو دننه شروع نه شو طبى اهتمام ونيسى .
 
Hormonal Contraception by injection, implantation & transdermal Routes
د پيچکارى – غرس کولو او پوستکى لاندى لارو د حمل هورموني مخنيوى د
سترايد جنسى هارمونونه شايد عضلى ترزيق شى چى Depot شکل منځ ته راوړى کوم چى د دوا په دوز او ترکيب پورى اړه لري چى شايد د يوى مياشتى ، ٦ مياشتو او حتى يو کال پورى حمل مخنيوى وکړى.خالص پروجستين شايد استعمال شى او يا پيچکارى شايد د پروجستين او استروجن ترکيب احتوا کړى. ددې رژيمونو اکثريت ئي د نخامي غدې قدامى فص د انحطاط له امله تبيض نهى کوى . هغه مرکب چى د حمل د مخنيوى لپاره په ډيره پراخه پيمانه او ټوله دنيا کى استعماليږى ، ميډراکسى پروجسترون اسيتيت ( ډيپوپروويرا) دي . ډير ښه ارزيابي شوى رژيم لرونکى د ١٥٠ ملى ګرامو هر ٩٠ ورځو لپاره. دي ددى د توصيى په نتيجه کى د دوران په نيمائي کى د LH د توليد سره رقابت کول دي د تبيض انحطاط منځ ته راځى سره لدى چى د FSH کمه اندازه شايد توليد شى او د ځينو مبيضى فاليکلونو انکشاف يا پخيدل شايد واقع شى .
د نخامى د انحطاط له وجى چى د استروجن او پروجسترون کوم واضحه غير توازن والى له امله اندومتريوم اکثره وخت اتروپيک وي او رحمى خونريزى په مياشتو مياشتو غير منظمه او يا هيڅ موجوده نه وي.د مثال په ډول په يوه تيز کانترست نارپلاست کى ( هغه غرس کيدونکى حمل ضد دوا چى ليوونورجسترول افرازوى ) .
د پروجستين د انجکشن ميتود استعمالوونکو ٦٠ فيصده د يو کاپى استعمال وروسته امينوريا طرف ته ځى . پس د حمل د مخنيوى تاثيرات ئي ډير لوړ دي ، خپور شوى د ناکامى اندازه ئي اول کال کى ٣ فيصده ښودل شوى او ښئى چى نوموړى پيچکارى حمل مخنيوى ميتود ډير مؤثر موجود ميتود دي . کله چى پيچکارى قطع شى د منظم تبيض او د مربوطه حقيقى حيض وينى راتللو په دوباره احيائى د ليدلو وړ وروسته والى ليدل شوى ، سره لدى د حمل اندازه د انجکشن د قطع څخه ١٨ مياشتى وروسته نارمل وي .
په هغو ښڅو کى چى عمرونه ئي د ٣٥ کالونو څخه کم وى او ميډراکسى پروجسترون استعمالوى د نقاحت څخه د مخه د ثديو د کنسر ( سرطان ) تقريباً دوه چنده زيات خطر راپور په يوه مطالعه کى ورکړل شوى دي .
سره لدى چى د نقاحت څخه وروسته زوړ عمراستعمالوونکوکى د ثديو د سرطان مجموعى خطر دومره لوړ ندى Whether or not دا خاصيت يو واضحه خطر په نورو مطالعاتو کى ښه ثبوت غواړي ، په هغو ښځو کى چى زرقى ميډراکسى پروجسترون اخلى د هډوکو منرالونو غلظت شايد کم شى . د هډوکو په غلظت کى تغيرات د شيدى ورکولو د وخت د غلظت سره يو شان وي ، د ښځو وړى ډلى کومى چى د اوږدى مودى لپاره ډيپوپروويرا استعمالوى شايد د ملا د تير د هډوکو د غلظت د کموالى سبب کيږي کوم چى داسى معلوميږى چى د دوا د قطع څخه وروسته دوباره نارمل حالت ته راګرځى د حيض د غير منظم والى څخه علاوه نور جانبى عوراض کوم چى د حساب وړ دي ، د وزن زياتوالى ، سردرد ، عصبى کيدل ، بطنى نارامى ، سرګنګسى او ضعيفوالى دي.
ددى دوا فايده داده چى په جماع او روزانه فعاليت پورى اړه نلرى لکه د تابليتونو خوارک‌‌‌‌‌‌‌ ، او ضرر ئي پدى کى دى چى هر درى مياشتى پس زرق ته ضرورت دى ، نارپلانټ يو سيستم دي کوم چى لرونکى په هر يو Silastic rods کى د پروجسترون د حمل مخنيوى يو بل شکل وي Silastic rods د بازو په علوى برخه په داخلى منظره کى د پوستکى لاندى ځاى پر ځاى کيږي او د پنځو کالو لپاره د حمل څخه مخنيوى کوي ، مؤثريت ئي زيات دى چى  په اول کال د حمل چانس پکى  ٠.٢ فيصده دى او په مجموعى ډول پنځو کالو کى د حمل چانس ئي ٣.٩ فيصده دي . لکه د -----پروجستينو پشان د حمل مخنيوى ئي د زياتو ښځو په طبيعت برابر دي ځکه چى تبيض نهى کوي خو بيا هم يو معلوم تعداد ښځى شايد تبيض وښئي پداسى حال کى چى نارپلانټ سيستم استعمالوي ، نور ميکانيزمونه لکه د رحم د عنق د مخاطى غشاء ضخامت ئي هم د اهميت وړ دي ، د نارپلانټ د استعمال ځينى لوى فايده مندى صحى پروسى ئي لا نه دى پيژندل شوى لاکن جانبى عوارض يي په خاص ډول عام دي، د حيض د غير منظم والى ځينى درجى لکه د حيض د جريان زياتوالى او يا قطره قطره راتلل د نارپلانټ په استعمالوونکو کى په اول کال کى راپور ورکړل شوى دي ، سره لدى د نوموړو جانبى عوارضو منځ ته راتلل په وخت پورى تړلى دى چى وروسته د اول کال څخه ئي اندازه  پنځوس فيصده راکميږي. په ٢٠ فيصده ښځو کى سردرد په رابطه د نارپلانټ په قطع کوونکى کى حواله ورکړل شوى . د نارپلانټ استعمالوونکو په منځ کى د وزن تغيرات او ثديو درد ( په مختلفو درجو) راپور ورکړى شوى، د ميډراکسى پروجسترون پشان ددى سيستم واضحه فايده د اوږدى مودى مؤثريت دي په يو ميتود کى کوم چى په جماع او يا روزانه فعاليت پورى ( لکه د تابليتونو اخستل ) اړه نلرى ، ضرر ئي د تهيه کوونکو ( داکترانوته) ضرورت دى چى د يوى کوچنى جراحى عمليى پواسطه د Rods ځاى پر ځاى کول او يا دوباره لرى کول دي .
د ٢٠٠٠ کال په اوړى کى FDA (دغذااودرملوادارې )په مياشت کى يو ځل استعماليدونکى زرقى حمل ضد ترکيب جوړ کړو چى لرونکى د ٢٥ ملى ګرامو ميډراکسى پروچسترون اسيتيت او ٥ ملى ګرام استرادايول سايپيونيت (Lunelle) دي نوموړى مياشتى زرقى ميتود ارام او حمل ضد مؤثريت  په يو اوږد فعاليت لرونکى سترايد کى دواړه د حيض د دوران د کنترول دوباره راتګ حمل اخستلو ته او د کم دوز لرونکو فمى حمل ضد دواګانو د ترکيب د ډيرو وصفى جانبى عوارضو سره يو ځاى کوي.
درى اضافى حمل مخنيوى ميتودونه هورمونى اوس نوى موندل کيږى.د پوستکى لاندى Patch ( Ortho Eva, Ortho M C Neil Pharmaceuticals inc) مهبلى حلقه (Nuvarring , Organ on inc) هغه Patch چى 20 cm2 وى Norelgesteromin-   150 µg ( د Norgestimate  ابتدائي فعال ميتابولايت ) او 20 µg استرادايول روزانه دوران ته ورکوى ، دا په هفته کى يو ځل د درى هفتو لپاره ځاى پر ځاى کيږى او ورپسى هفته نه استعماليږى .
د حمل د مخنيوى مؤثريت د فمى حمل ضد دواګانو سره يو شان وي لاکن Compliance ئي د فمى حمل ضد دواګانو  سره شايد ښه نژدى وي .يو ضرر ئي دادى چى دا شايد په هغو ښځو کى چى 198 Ib او يا ددى څخه زياتى وى کم مؤثر وي .
مهبلى حلقه ( Vaginal0-Ring) يو نرم پلاستکى ځاى پر ځاى کيدونکى دي تقريباً د دوه انچه په اندازه اوږدوالى لرى . د درى هفتو لپاره مهبل کې ځاى پر ځاى کيږى او بيا د يوى هفتې لپاره دوباره راليرى کيږى. هغه وخت چى د ليرى کولو وروسته خونريزى وليدل شى ، دا حلقه هره ورځ 120 µg ايتونوجسترل ( د ډيسوجسترل لوى ميتابولايت ) او 15 µg ايتينيل استرادايول دوران ته افرازوى . د حمل ضد مؤثريت ئي د فمى حمل ضد ترکيباتو سره مقايسه کيدونکى دي، حلقه که چيرى په غير مناسب ډول ځاى پر ځاى شوى وي رالرى کولاى يې شو که چيرى تامپون د لرى کولو وخت کى او يا د زور وهلو وخت کى حلقه د مهبل څخه د درى ساعتو لپاره د باندى باقى پاتې شوه بيا به حمل ضد تاثير ونلرى او دوباره حفاظت ته ضرورت پيښيږي. تر هغى چى د ٧ ورځو لپاره په پرلپسى ډول په خپل ځاى کى پاتى شى .
يو واحد Rod غرس کول چى ٤٠ ملى متره اوږد دي او ٢ ملى متره قطر لرى او هره ورځ 60 µg ايتونوجسترول افرازوى ښودلى شوى چى په اکثره ښځو کى د ٣ کالو لپاره د تبيض مخنيوى کوى ، جانبى عوارض د نورو يواځى پروجستين لرونکو ميتودو سره يو شان دي . د يوى مطالعى مطابق د خونريزى په خاصيت کى تغيرات ډير عام جانبى عرض دى ( د قطع په صورت کى ) د وزن اخستل هم په يوه مطالعه کى ډير واضحه جانبى عرض وي چيرته چى متوسط BMI  3.5% زياتيږى ، د واحد Rod سيستم فايده داده چى د شپږ کپسول سيستم څخه تيز او اسانه ځاى پر ځاى کولو او دوباره لرى کولو ته اجازه ورکوي .
د حمل د مخنيوى لپاره داخل رحمى غرس کيدونکى آلات
داخل رحمى ځاى پر ځاى کيدونکى يا د رحم په داخل کى غرس کيدونکى (IUD او يا IUCD  (  د پلاستيک يا فلز او يا ددې موادو د ترکيب څخه جوړ شوى وى . د رحم د عنق له لارې د رحم اندومتريوم کانال کې کيښودل کيږى زيات مختلف شکلونه او مختلفې اندازې يې د مختلفو درجو حمل ضد تاثيراتو سره استعماليږي.
په اوسني وخت کې يواځې درې قسمه استعماليدونکى IUD  په امريکا کى موجود دى : پروجستيسرت ، Copper ( مسى ) Tc 4380 A (Paragard) او ليوونورجسترول افرازونکى سيستم (Mirena) ( ٣—٣٣ شکل ).
پروجستسر د يو خاص پولى مير څخه جوړ شوى دى چى د پروجسترون د ذخيرى لرونکى دي کوم چې د ورځى 65 µg پروجسترون افرازوي خو بيا هم ددغه شکل لرونکى يواځى د يو کال لپاره فايده مند دي .
پاراګارد (Wound) د Copper يا مسى تار سره يو ځاى دى کوم چى 300 mm2 مسى سطحه په عمودى ډول او 40 mm2   په هر عرضانى طرف پيدا کوى ددى قسم سامان مؤثريت 10 دوام کوي.
اوس وخت کى داخل رحمى سيستم لرونکى د ليوونورجسترول ( د ورځى 20 µg افرازيدونکى Minera ) په متحده ايالاتو کى استعمال وړ ثابت شوى دي ، دا د 5 کالو لپاره د حمل مخنيوى کوى ، د Copper Tcu 380 A او نارپلانټ سره په مقايسه ، داسى موندل شوى چى يواځى د حمل مخنيوى لپاره مؤثر دي مګر ډير ميلان لرى چى امينوريا منځ ته راوړى ،چى ځينى مريضانو ته ډير فايده مند ثابتيږى هارمونى جانبى عوارض لکه انحطاط دماغى ،دځوانې دانې، سردرد او د وزن تغيرات هم شايد واقع شى .
دا چى IUDs څرنګه د حمل څخه مخنيوى کوى تر اوسه معلومه نده. ډيره عامه ليدل شوى پديده د خارجى جسم دموجوديت په مقابل کى د سپينو حجراتو حرکت دي ، سپين حجرات د اندومتريوم په مايعاتو او مخاطى غشا‌‌‌‌ء کى د IUDs  په شاوخوا کى او په کمه اندازه په ستروما او اساسي رحمى عضلى طبقه کى را ټوليږى.داسى فرضيه موجوده ده چى نوموړى سپين حجرات د القاح شوى بيضى لپاره يو ميزبانى محيط برابروى. په لابراتواري حيواناتو کى د سپينو حجراتو نوموړى ارتشاح په واضحه توګه اندومتريوم د مايکروبونو د حملى څخه ساتى.په انسانانو کى د اندومتريوم د جوف د خودبخودى تعقيم سبب ګرځى ( اکثره وخت 2—4 هفتى  وروسته د حمل ضد سامان د پر ځاى کولو څخه ) .
نور نظريات چى ددى عمل د ميخانيکيت په باره کى ورکړل شوى هغه د غرس کيدونکى سامان د سپرم د وژونکى عمل څخه عبارت دى .د مسو په غرس کولو کى او د رحم د اندومتريوم د نشونما مخنيوى دى د پروجسترون افرازونکى سامان په غرس کولو کى د رحمى تيوبونو د سيلياوو د نارمل وظيفى خرابيدل او حتى د مبيض د نارمل انکشاف پخيدلو مخنيوى ذکر شوى دي .
په لنډ ډول وايو چى د تاثير ميکانيزم ئي لا ښه ندى معلوم ددى څخه علاوه هيڅ داسى ثبوت نشته چى واضح شى چى نوموړى د تاثير ميکانيزم پکى لوى ميکانيزم راوښئى .
د Paragard د غرس کولو تاثير نسبت  نورو ته ډير لوړ دي ځکه د زيات وخت استعمال سره په کال کى 1% د ناکامى چانس لري .
د پروجستون افرازونکى غرس کيدونکى آلات د 1—1.5% د ناکامى چانس لري او 25% حملونه ئي اکتوپيک وى دا معلومات ښئى چى وروستنى غرس کيدونکى آلات د نورو انتخابى غرس کيدونکو آلاتو پشان ندى .
د خارج رحمى حملونو په مقابل کى هيڅ حفاظت نشى کولاى د ډيرو کلينکى داکترانو پواسطه احساس شوى ده،چى IUD بايد د حيض په وخت کى استعمال شى ځکه چى د رحم عنق په پوره توګه خلاص وي او کم ترکمه معلوم وى چى مريض حمل نلرى ، 33—4 شکل او ددى څخه علاوه د اندومتريوم جوف د حيض د شکل په دغه وخت کى د ډيرى پراخه کيدو قابل وي او د رحم سخت دردونه چى د آلاتو د غرس کولو څخه منځ ته راځى په دغه وخت کى کم ليدل کيږى خو بيا هم غرس کول شايد په هر وخت کى بهتر وى که چيرى مريض ته اشد ضرورت او مريض ته مفيد او موزون وي .وروسته له حوصلى معاينى څخه چى معلومه شوه چى خارجى او داخلى جنسى اعضاوى نارملى دي يو انتى بيوتيک د رحم د عنق د صفا کولو لپاره استعمال شى ، بيا يو واحد سر لرونکى تيناکولم د رحم د عنق په قدامى شونډه کيښودل کيږى او لږ فشار پرى پورته طرف ته ورکول کيږى . نوموړى فشار د رحم د عنق او د رحم د Fundus برخى تر منځ زاويه کموى او د داخل رحمى IUD غرس کول اسانوى .
وروسته له هغى چى د رحم د جوف استقامت او ژوروالى معلوم شو بيا IUD د يو مناسب کومکى تيوب په مرسته غرس کيږى .
ډير غرس کيدونکى د يو رهنما سامان سره يو ځاى جوړ شوى دى، چى استقامت او پلان د غرس کيدونکى لپاره ښئي چى څرنګه غرس شى هغه وخت چى د غرس کيدونکى تيوب څخه رحمى جوف کى غرس کيږى نوى پيدا کيدونکى سامان آلات د رحم په جوف کى د تيوب د رايستلو وروسته ازاد پاتى کيږى د ( Planger دپاسه ) نه دا چى د تيوب پواسطه دوباره راووځى يعنى د Planger پواسطه په رحمى جوف کى ځاى پر ځاى کيږي ، دا تخنيک د رحمى جدار د څيرى کيدو څخه جلوګيرى کوى .زيات غرس کيدونکى آلات د يو فلمنت پلاستکى لکۍ لرونکى وي کوم چى د رحم د عنق څخه ځوړند وي پس مريضه نوموړى تار احساسولاى شى او مريض ته يقين حاصليدى شى چى غرس کيدونکى په خپل ځاى کى دى او ددى څخه علاوه مريض که چيرى وغواړى او ضرورت شى پخپله ئي راليرى کولاى شي .
د غرس کولو اختلاطات
د رحم د جوف پراخه کولو په وخت کى شايد متوسطه نارامى او يا درد موجود وي په عمومى ډول څومره چې د IUDs طول زيات وى هغومره ددرد منځ ته راوړلو ميلان لرى درد او کله کله ضعف کيدل د عکس العمل په ډول د رحم د عنق د پراخه کولو او د اندومتريوم د جوف د پړسيدلو له امله منځ ته راځى .
که چيرې رقبي انستيزي ورکړل شي، نو دا دواړه اختلاطه په پوره توګه کمولاى شى. متوسطه انالجزيکونه شايد کور ته تلونکو ښځو ته فايده مند ثابت شى.د رحم نيم يا تام څيرى کيدل د غرس کولو بل اختلاط دى، چې کم واقع کيږي.چى د ښه اختياط سره د رحم د جوف د موقيعت ، استقامت او سايز د ښه معلومولو او د غرس کيدونکى آلى د نښلولو پواسطه له منځه وړلاى شو.
د IUD موجوديت شايد د سختو دردونو د راپارولو ( تنبه کولو ) سبب شى ( داسى نظريه ده چى رحم ځان د IUD سره عياروى ) چى څو ساعته او يا ورځى به دوام وکړى ، که IUD لوى وى ، سخت دردونه شايد ددى باعث شى چى IUD دى لرى کړل شى .
مضر اثرات او جانبى عوارض
الف : حمل
که چيرى حمل واقع شو او مريض غوښتل چى حمل ئي دوام وکړى IUD به پلاستکى لکۍ څخه د traction پواسطه رالرى شى . که چيرى کم فشار پواسطه IUD په ښه او اسانه ډول رالرى نه شو بيا داښه ده چى IUD په خپل ځاى کى پريښودل شى خو بيا هم د خودبخودى سقط وقوع 50% شاوخوا ده پداسى حال کى چى د داسى سقط وقوعات په نارمل حالت کى 12% او يا لږ لوړ وي .
د IUD رالرى کول ، د بنفسه سقط خطر د 20—25 فيصدى پورى راکموى او د سپتيک سقط خطر په پوره توګه له منځه وړى . هغه مريضان چى د مسو داخلى رحمى IUD استعمالوى نسبت هغو خلکو ته چې حتى حمل ضد دواګانى نه اخلى د اکتوپيک حملو د وقوعاتو خطر پکى دوه چنده کم وي ، خو بيا هم 5% حملونه د مسو IUD استعمالوونکو کى خارج رحمى وي.
په عمومى ډول د مسو IUD حمل ضد تاثيرات د ټولو حملونو خطرات کموى او په يقينى توګه خارج رحمى حملونو خطر کموى.
د پروجستين افرازونکو IUD مطالعاتو ښودلىچى د اکتوپيک حملونو مخنيوى پرى نه کيږى حتى ځينى مطالعاتو ښودلى چى د حمل ضد دواګانو د نه اخستونکوپه پرتله 50% او يا ددى څخه هم زيات د اکتوپيک حملونو د خطر سره مخ دى.
په يو لوى ازمايشى  ټولګى د Mirena په استعمال کى د مطالعاتو په دوران کى نيمائي حملونه اکتوپيک وه مګر په نوموړو خلکو کى د اکتوپيک حملونو اندازه د فعالو جنسى ښځو د اندازى په نسبت چى حمل ضد دواګانى ئي نه وي اخستى، کوم واضح فرق نه درلود .
په هغه ښځو کى چى د داخل رحمى IUD سره ئي حملونه اخستى وي د ولادى انوماليو زياتيدونکى وقوعات نه ليدل کيږي.
د IUD بيرته را ايستل (Expulsion)
د IUD بنفسهى رالرى کيدل په عمومى توګه د غرس کولو يا استعمالولو څخه وروسته اولو څو مياشتو کى واقع کيږي. په عمومى ډول د حيض په دوران کى د رالرى کيدلو وقوعات د IUD د سختوالى ، اندازى او شکل له مخى مختلف وي، په عمومى ډول د راوتلو اندازه په عاجل ډول متناسب ده د اندومتريوم د جوف په متضرر کيدو پورى چى د IUD د موجوديت له امله منځ ته راځى ، مريض بايد خپل ځان په مختلفو وختونو کې او د هر حيض څخه وروسته په عام ډول معاينه کړى تر څو چى متيقين شى د IUD لکى تردى دمه موجوده ده د مثال په ډول چى وګورې چى IUD په خپل ځاى کې ده که چيرى ئي لکى نه احساسيږى او يا مريض د IUD په وتلو هيڅ خبر نه وي . هغه بايد خپل داکتر سره تر معلومى نيټى پورې وګورى .
بديله حمل ضد طريقه ورته استعمال شى. رالرى کيدل د IUD شايد هيڅ ليدل شوى نه وى.پلاستکى فلمنت شايد دوباره د رحم عنق او يا اندومتريوم جوف ته پريوتى وى ، IUD شايد د رحم جدار د استعمالولو وخت کى څيرى کړى وى او د پريتوان جوف ته تير شوى وى . [د زرو استعماليدونکو څخه د 1 < ( د يو څخه کم) ].
او يا مخکى د IUD څخه جدا شوى وى او بيرون ته راوتلى وي ، بيدون لدى څخه چى وليدل شى. په صحى ډول د اندومتريوم د جوف ښکاره کول البته د التراساونډ په واسطه او که ضرور وى قدامې ، خلفې او جنبې اکسرى په واسطه او د سوند د استعمال په واسطه تر څو د اندومتريوم جوف موقيعت واضح شى ( په امريکا کى ټول IUD راديواوپک دى ځکه چى فلز لرونکى وى او د باريوم سلفيټ په واسطه پوښل شوى دي.
خونريزى ( وينه بهيدنه ) او درد
هره يوه وينه بهيدنه او درد او يا دواړه د IUD د رالرى کولو او د حمل د مخنيوى ددى ميتود د نه تداوم لپاره مهم دلايل جوړوى. دراليرى کولو په واقعه کى درد او يا زياته او يا کمه خونريزى متناسب دي د اندمتريوم تر فشار راتلو او رحمى عضلى د پراخه کيدلود اندازى سره چى د IUD په واسطه منځ ته راځى.پس هغه IUD چى د اندومتريوم د طبيعى سايز او شکل سره موافق وى د کم دردونو او کمى خونريزى سبب کيږى ، د هغه IUD څخه کوم چى رحمى جوف او رحمى جدار ته ضرر ورسوى خو بيا هم خونريزى شايد د مسو IUD سره زياته مګر Mirena سره لږ وي .
د- د حوصلى انتان
زياتو مرضى علمى مطالعاتو کى د د IUD د استعمال او حوصلى التهابى امراضو يا د نفرونو د التهاب تر منځ ارتباط ښودل شوى دي خو بيا هم ډير نوى مطالعات چى هغه خطرى فکتورونه کنترولوى چى د نفرونو د التهاب سره يو ځاى وي د نوموړو خطراتو وسعت ئي ښه توضيح کړى دي داسى ښيئى چى ډير لوړ خطر ( ٢—٤ چنده لوړوالى ) د IUD د ځاى پر ځاى کولو په دوران کى منځ ته راځى ، داسى ښودل شوى ده چى د اندومتريوم د جوف منتن کيدل  د يو اجنبى جسم (IUD) په موجوديت کى يو لوى ميخانيکيت دي . د نفيرونو د التهاب د زياتو خطراتو وقوع د IUD د ځاى پر ځاى کولو څخه ٣—٤ مياشتى پس او يا ددى څخه هم وروسته په هغو ښځوکى د STDs او نفيرونو د التهاب خطرى فکتورونه ونلرى ، هيڅ منځ ته نه راځى.
ددى څخه علاوه داسى معلوميږى چى هغه ښځى چى د STDs په خطر کى وي د نورو ښځو په پرتله د منتن کيدو لوړ خطر لري، خو بيا هم نوى مطالعاتو کتنى ښئى چى د IUD پورى مربوط يو ځاى انتان د عقامت وقوعات تشديد کوي.
د IUD استعمال سره د Actinomyces Israelii غير هوازى او ګرام مثبت بکترياوو په واسطه منتن کيدلو راپورونه ورکړل شوى دي.
اکثره تشخيصونه د رحم د عنق او مهبل څخه د Pape ( پائپ ) تلوين په واسطه ( د کلچر کولو په پروسه کى د مشکلاتو له امله ) د بکترياوو د کالونى په ليدلو کيږى ، کله چى Israelii د پائپ تلوين په واسطه وليدل شو هغه انتى بيوتيک چى توصيه کيږى عبارت دى له : امپسلين ٢٥٠ ملى ګرامه د ١٤ ورځو لپاره ورکول کيږى او که چيرى تداوى پائپ تلوين مثبت شو IUD پايد رالرى کړى شى ( راوويستل شى ) .
د IUD د استعمال مضاد استطباب
د IUD د استعمال  لپاره قطعى مضاد استطباب د حمل موجوديت ، غير تشخيص شوى غير نورماله مهبلى خونريزى ، د رحم د عنق ، رحم او تيوبونو حاد انتانات ، د تيوبونو ( نفرونو ) پخوانى التهابات او مشکوک نسائي خبيثه ناروغى دي.
نسبى مضاد استطباب کى د عقامت او هغو ښځو کى په اينده کى د اولاد لرلو ته ډيره ترجيح ورکوي ( د حمل د مخنيوي کوم ميتود خوښوي ) مخکيني اکتوپيک حملونه ، د STDs ، د ډيرو جنسي ملګرو لرونکو ښځو کى متوسط يا شديد حيض درد لرونکو کې د رحم ولادي انومالۍ او يا نوره انومالۍ لکه د رحم تومورونه ، د اوسپنې د فقدان کمخوني ( د مسو IUD  لپاره ) د زړه دسامي ناروغۍ د IUD متکرر رابې ځايه کيدل او يا د مخکيني IUDs سره مشکلات ، د 25 کلني عمر څخه د مخه ( ځکه چې د Chlamydia پواسطه د منتن کيدو نه زيات وقوعات ) او Willson ناروغۍ ( د مسو د اي يو ډي لپاره ) .
د IUD لپاره مناسب کانديد
د IUD د استعمال لپاره ډير مناسب کانديد هغه اولاد راوړونکى ښځى چى يو همبسترى ارتباط لرونکى وى چى د STDs او سلفانجيت نوى او يا زړه تاريخچه ونلرى ، بل کانديد ئي هغه ښځې دي چې د حمل د مخنيوى د لوړ تاثير لرونکى ميتود خواهش لرى چى د روزانه او يا جماع د وخت پورى مربوط فعاليت څخه خلاص وي او يا هغه ښځى چى د حمل د مخنيوى هارمونى ميتود استعمالاى او يا نور رحمى مشکلات ولري.
د ديابت په مريضانو کى د IUD د استعمال په مطالعه کى ښودل شوى چى IUD ډير زيات مؤثر او د حوصلى انتان د اندازى په نه ډيريدو منتج شوى .
بالاخره دا بايد يادداشت شى چى څو پلټنو به هغو ښځو کى چى د حمل د مخنيوى ميتودونه استعمالوي ښودلى چى د IUD استعمالوونکى ددى ميتود څخه په لوړه پيمانه قانع دي.
د IUD د رااستلو  لپاره استطباب
د IUD د رالرى کولو لپاره لوى دليل د حمل خواهش دي ، طبى دلايل د IUD د رالرى کولو لپاره نيم راوتل د IUD چى د استعمال په اولو څو مياشتو کى واقع کيږى .
دوامدار شديد دردونه ، خونريزى يا کمخونى کوم چى په اولو دريو مياشتو کى د 20 فيصده ناروغانو لپاره حساب شوى دي ، حاد سلفانجيټ او يا په اکتينومايسس منتن کيدل په پائپ تلوين کى ، حمل د هغه دليل له مخى چى مخکى ذکر شوى د IUD داخل بطنى کيدل او يا د رحم څيرى کيدل او يا د استعمال څخه وروسته مشخص دردونه کوم چى د IUD د غلط ځاى پر ځاى کول او يا څيرى کيدل ښئي ، دي.
INDUCED-ABORTION د رحم د تحريک کولو په واسطه سقط
د رحم د تحريک کولو په واسطه سقط د حمل مشورتى له منځه وړل دي پداسى طريقه سره چى دا يقينى وي چى رشيم يا جنين به ژوندى نه پاتى کيږي . د جامعى مخه کيدل انتخابى ( په خپله خوښه ) سقط طرف ته په تيرو څو لسيزو کى د ليدلو وړ تغيراتو شوى . په ځينو حالاتو کى د اکثرو خلکو په واسطه سقط د يو ضرورت په توګه قبليږى مګر سياسى او طبى حالات د داقسم سقط په باره کى د فيلسوفى نظرياتو په سستو تغيرات په تعقيب پسى روان دي.
ځينى مذهبى نظرياتو هيڅ بدلون ندى کړى پس د شخصى ، طبى او سياسى اختلافاتو سبب شوى .
د دنيا تقريباً يو پر درى نفوس پداسى ملکونو کى ژوند کوى چى هلته حکومتى اقناع د سقط لپاره نشته بله دريمه برخه پداسى ملکونو کى ژوند کوى چى د سقط لپاره متوسط اقناعى قانون لري، د مثال په ډول په کوم ځاى کى چى غير غوښتل شوى حمل د قانون له مخى او يا د شخصى تصميم له مخى نشى لرى کولاى مګر په يواځى په هغه صورت کى چى پراخو طبى ، عقلى او اجماعى تعبيرونو او ښودنى د سقط استطباب ورکړي، باقى دريمه برخه نفوس په داسى ممالکو کى اوسيږى په کومو کى چى سقط د شرطونو د پوره کولو څخه غير قانونى دي او يواځى هغه وخت اجازه ورکوى چى کله د حمل د تداوم په صورت کى د ښځى ژوند او صحت د ډير شديد خطر سره مخ وي .
په يوه حساب کى د هرو څلوروحملونو څخه يو حمل په جهان کى د ذکر شوى طريقى په واسطه لرى کيږى چى د حمل د تولد د محدود کولو د ډيرو عامو طريقو څخه ګڼل کيږي.
په امريکا کى د يو حساب مطابق د کال 1.25—0.25 ميلونه جرمى سقوطونه مخکى لدى چى قانونى مراحل طى کړى ورکول کيږى ، د قانونى سقطونو اندازه چى اوس پدى ملک کى تر سره کيږى د څلورو ژونديو ولادتونو په سر نژدى يو سقط حساب شوى دي.
په 1997 کى د 3.88 ژونديو ولادتونو پر تله 1.33 ميلونه د Induced سقطونه موجود وه ، په امريکا کى د قانونى سقطونو د ورکولو د پروسى لپاره ډير بى خطره استعماليدونکى ميتودونه موجود دي .
33.2 جدول دا راښيى چى د اول تراى مستر قانونى سقط د ښځو لپاره په مقايسوى توګه بى خطره دي نسبت هغى ته چى نوموړى ښځى د حمل ضد ميتودونه نه استعمالوى او ولادتونه کوى . همدارنګه په 33.2 جدول کى دا هم نوټ کړى چى په ولادتونو پورى مربوط د مورګانو مړينه په هغه ښځو کى چى عمر ئي لوړ وى په پرلپسى توګه په يو لک ولادتونو کى د 5.6 څخه 22.6 ته زياتيږى .
په عمر پورى مربوط مړينه په يو لک ښځو کى په يوه کال کى قانونى سقطونو کى هيڅ د ملاحظى وړ ندى ( د ليدلو وړ نده )، په عمومى ډول د قانونى سقطونو څخه مړينه ډيره کمه ده کله چى په اولو اتو هفتو کى او يا لدى څخه ژر اجراء شى.
٣—٣٣ جدول د عمليو په دوران کى د قانونى سقطونو او حمل د عمر تر منځ ارتباط ښئي .
د رحم د عنق دواړو طرفو ته انستيزى په ډيرو صحى مرکزونو کى د عمومى انستيزى ځاى نيول دى په نتيجه کى په انستيزى پورى مربوط يو څو اختلاطاتو منځ شوى ، د منځنى تراى مستر د سقط تخنيک تر اوسه د مشکلاتو سره مخ وي او ډيرى لوړى مرګونى اندازى سره ملګرى وي .
د رحم پوره ايستل ( Hysterectomy ) د امينوتيک مايع کى د ژرقونو او يا د پراخه کولو او سقط ورکولو طريقى په واسطه د سقط ورکولو څخه ډير زيات راتلونکى خطرات لري ( 33-2 او 33-3 جدولونو ځاى ).
په امريکا کى د تحريک په واسطه د سقط قانونى اړخ
د امريکا د متحده ايالاتو سترى محکمى په ١٩٧٣ کى يو قانون پاس کړو چى د سقط محدودونکى قانون په امريکا کى غير قابل اعتبار دي: ١-  ځکه چى دا قانون په لوړه پيمانه د خلکو شخصى حقوق تر حملى لاندى راوستى دي تر څو پټ ئي کړى. ٢- دا چى بايد ښځو ته د حمل په اولو دريو مياشتو کى د سقط اجازه ورنکړل شى سترى محکمى دا وښودله چى وروسته له درى مياشتو چى حالت شايد د سقط عمليه منظمه کړى په داسى طريقه چى په دلايلو استوار وى د مور د صحت لپاره او دا چى کله جنين ٢٤ هفتو ته ورسيږى او ژوندى شى د ښځى حالت شايد د حمل د لرى کولو د تصميم څخه تغير شى او رد ئي کړى استثنا په هغه حالت کى د مور صحت او يا ژوند د ساتلو لپاره ضرورى وي.
تر اوسه ډير مخالفان ددى قانون په مخالفت کى مختلف د ژوند حقوقى ډلى او مذهبى ډلى را اوچت شوى ، سره د دومره مخالفتونو د کال د يو ميلون څخه زيات سقطونه په امريکا کى تر اجراء لاندى نيول کيږى چى يو پر درى برخه ئي په Teenage د ډيرو ځوانو ښځو کى تر اجراء لاندى نيول کيږى.
دا مونږ په ډرامائي توګه په دى تاکيد کوى چى د جنسى پوهونى او د حمل ضد ميتودونو کافى موندنى ته ضرورت ددى په خاطر چى له دغه قسمه حملونو د ضياع څخه مخنيوى وشى غير کافى دي .
مريض بايد د سقط د عمليى په طبيعت اوخطرچې  ممکنه عقامت او حتى دحمل تداوم پکې شامل ده،پوه شي. پوهه شى چى حتى الامکان د ښځى د خاوند ، والدينو او مشرانو حقوق هم په نظر کى وي او که چيرى لازم وي اجازه ئي واخستل شى ( تر هغى چى د ښځو شخصى حقوق په واضحه توګه تصويب شى ) .
د ملک قانون بايدداوسيدونکو دملحوظاتو،دحمل دوخت،دسقط استطباب،توافق او اړينو مشوروپه نظرکې نولو سره رعايت شي.
د هغو خلکو ارزيابى چى د تحريک پواسطه سقط غواړى
مريضان د سقط د غوښتلو لپاره مختلف دلايل وړاندى کوى ځينى واقعاتو کى د ښځى خسر خيل والدينو ، خاوند او يا جنسى ملګرى له خوا د عاجل ضرورت په شکل کيږي. دا هر کوشش بايد يقينى شى چى مريض د هغى پخپله دسقط ته خواهش لري، علاوه لدې يوه ښځه بايد يقينى کړى چى هغه پدى پوهيږى چى هغه حمل د نه غرس کيدلو د مشکلاتو د حل لپاره د نورو ميتودونو لکه : ځان عادت کول او واحد والد خوښى ) په منځ کى د انتخاب لپاره ازادى لري،که څه هم اکثريت سقطونه دانتخابي پروسيجرونو شکل اجراء کيږي ځکه دټولنيزاو اقنصادي دلايلو له امله چې دطبي دلايلوپر وړاندې پراته دي ځينې ښځې دطبي اوجراحي استطباباتو  لارې تر سره کيږي.
د مثال په ډول : پر بناءددغو خدماتوخواهش کوي.دبيګي په توګه دهغو ښځو لپاره چې مشخص طبي مشکلات لکه Eisenmenger`s Complex او سيستيک فايبروز ولري. د حمل تداوم شايد د مور ژوند ته تهديد وي ، نور استطبابات هغه حمل چى د زنا له امله منځ ته راغلى وى او يا هغه حمل چى جنين د لويو انوماليو سره ليدونکى وي لکه : ترايزومى – ١٣ ، په يوه واقعه کى چى راتلونکى تصميم ئي په حامله ښځى پورى اړه لري، د اجتماعى فعاليتونو څخه هم که ضرورت شى کومک اخستلاى شى .
يوه مکمله اجتماعى تاريخچى ، طبى تاريخچى او فزيکى معاينى ته ضرورت دي، د رحم سايز او موقعيت ته خاصه توجه پکار ده ، د حمل د مودى د واقعى اندازه ګيرى اهميت ( د دوه هفتو په منځ کى لاکن برترى ئي په اوله هفته کى ) نشو کولاى دپاره وباسو .
د نامعلومه واقعى لپاره د حوصلى التراساونډ معاينه بايد ازادانه اجراء شى، لابراتوارى معمول تستونه چى د حمل تست هم پکى شامل وي ، د تشو متيازو (يورين) تجزيه ، هيماتوکريت ، Rh ټايپ ، سيرولوژى تستونه د سفليس لپاره ، د ګونوريا لپاره کلچر او Pap شمير بايد اجراء شى.
Methods of INDUCED ABORTION
د حمل د ضايع کولو لارى چارى :
د حمل د ضايع کولو لپاره مختلف ميتودونه موجود دي سکشن اويا جراحى کيوريتاژ ( توږل ) د حمل ضياع د داخل مبيضى او يا خارج مبيضى هايپرتونيک محلول او يا نورو اکسى توسيک موادو زرق کول ، د عنق پراخه کول او را ايستل خارج مبيض الاتو ځاى پر ځاى کول لکه د کتيتر کيسه او يا کيسى ، درحم معاينه کول ( د بطن يا مهبل له لارى او يا د رحم قطع کول د بطن يا مهبل له لارى) او د حيض منظم کول.
د سقط د ميتود استعمال په ابتدائي ډول د حمل د وخت په نظر کى نيولو سره ، د مريض د صحت په فکر کى نيولو ،  د داکتر د تجربى او د موجوده فزيکى سهولتونو له مخى انتخابيږى .
سکشن کيوريتاژ په او پى ډى مريضانو کى د موضعى اوياسپکى عمومى انستيزى لاندى د پوره محفوظ والى سره انجامولاى شو. ( 5—33 شکل )
د OPD سقطونو محفوظ پاتى کيدل او د شفاخانى د بسترونو کموالى واحدالوظيفوى عملياتو ، د سقط ازادو بناشوو کلينکونو ته وده ورکړى ده ، علاوه لدى چى ډير مؤثر مشاورتونو انجمونه او اجتماعى خدمات مهيا شوى دي ، دى کلينکونو په مؤثره توګه د سقط قيمت کم کړى دي ځينى شفاخانى لنډ مدته اتحادئي جوړوى کومى چى د OPD کلينکونو مؤثريت ارزيابى يو بل سره څيړى او همدارنګه د عمومى شفاخانى لپاره وروستى سهولتونه برابروى .
سکشن – کيورتياژ
د12 هفتو اوياددى څخه لږ مودى حملونو د لرى کولو لپاره سکشن او کيوريتاژ ډيره محفوظه او مؤثره طريقه ده . دى تخنيک ډير ژر په ټول جهان کې قبوليت حاصل کړو) دا تخنيک ډير ژر جهان کى شمول شولو( په امريکا کې اوس %٩٠ سقطونه ورکول کيږي .
پدى طريقه کى درحم عنق دلوازمو اويا اوبه خوښوونکو کې سويق لرونکو خيمو پواسطه  پراخه  کيږي ( ﻻندې مطالب وګورى ) ورپسې ديو مناسب قطر دونکې مناسبه سکشن Canula  درحم جوف ته داخليږي . (5—33 شکل )
سټنډرد منفي فشارونه د 30—50 ملي مترو  سيمابو په اندازه استعماليږي . ځني داکتران پدې پسې  Aspiration  او په لږه اندازه د لوازمو پواسطه درحم دجوف کيورتياژ هم اجراء کوي.
دجراحى کيوريتاژ څخه د سکشن فايدى داده چې سکشن پواسطه رحم په سرعت سره خالى کيږي . د ويني له ﻻسه ورکول کيږي - کموى او د رحم دڅيرې کيدلو ميلان راکوي . خو بيا هم دسکشن دښه استعمال د ناکامې له امله درحم  څيري کيدو په صورت کې د نورو اعضاوو دشديد تخريب  هم کيدايى شي . درحم دسايز او موقعيت او دمحتوياتو داندازې علم لرل د محفوظ سکشن کيوريتاژ لپاره ډيره مهمه ده . ددې څخه علاوه پوره او کامله توجه  او درحم دعنق ورو،  ورو او کم کم پراخول دداخلي Oss دمقاومت سره دخاص فکر او غور لرل شايد درحم عنق اويا رحم د تخريب څخه وژغوري .ددى توجه لرل چې د رحم سايز د سريع سکشن پواسطه کميږي د رحم د تخريب زخمي کيدلو څخه په مخنيوې کې کموالې راولي .
که چيرى دا ميتود په مناسبه طريقه د باتجربه ډاکتر پواسطه د حمل  په اوايلو کې استعمال شي سکشن کيوريتاژ به دډېرې کمې ناکامۍ لرونکې وي .
داختلاطاتو اندازه به ئي %١ دانتاني کيدو ، % ٢ دشديدې خونريزي،د %١ څخه کم د رحم د څيري کيدلو وي . لوى اختلاطات لکه د تبى دوامدار کيدل ، هغه خونريزې چه ترانسفيوژن ته ضرورت پيدا کړي . غير احتمالى لويه جراحي چه د 0.2% او 0.6%  په منځ کې  چې د حمل په وخت پورې مربوطه دي . دمرګ وقوعات دسکشن او کيوريتاژ له امله په يو لک کسانو کې يو کس وي .
­­­­­­­­­­­­­جراحي کيوريتاژ (Surgical Curettage )
جراحي ( تيز ) کيوريتاژ داول تراى مستر لپاره استعماليده  هغه وخت چې د سکشن کيوريتاژ سامان آﻻت موجود نه وه ،دا عمليه د يو سټنډرډ D&C  په شکل انجاميدله د مثال په ډول د غير نورمالې رحمى خونريزې د تشخيص او يا داندومتريوم د پوليپونود لري کولو لپاره ، د وينى ضياع ، د جراحي موده يا وخت  او عنق رحم ته نقصان يا زيان رسيدل په زياته پيمانه ډير شوي دي ، کله چې جراحى کيوريتاژ استعمال شي . ددې څخه علاوه درحم Synechia  او Asherman`s  سندروم خطر هم ددې عمليى سره زياتيږي لدې امله سکشن کيوريتاژ ته داول  تراى مستر حمل لرى کولو لپاره په تيتر جراحي کيوريتاژ باندې په عمومي ډول ترجيح ورکول کيږي .
 
 
 ج – د ميتو تريکسيت او ميزو پروستول پواسطه طبي سقط
داول تراى مستر حمل لرونکي هغه ښځې چې د آخري حيض  دوران د اولي ورځى څخه ئي 49 ورځى تېرى شوى وي ، شايد د طبي سقط لپاره مناسبې وي .
پدې عمليه کې ( 50 mg/m2 ) عضلى ميتوتريکيت په اوله ورځ ورکول کيږى او ورپسى په پنځمه ، شپږمه او اومه ورځ ( 800 µg ) ميزوپريستول ( Prostaglandin E1 )  ورکول کيږي. سکشن کيورتاژ ته شايد په هغه صورت کى ضرورت شى که چيرى معلومه شى چى حمل د ميتوتريکسيت څخه دوه هفتى وروسته بيا هم ژوندى دي ، يا که چيرى د ميتوتريکسيت څخه څلور هفتى وروسته هم رحمى کڅوړه په خپل ځاى پاتى او يا بل هر وخت د ډيرى زياتى خونريزى په صورت کى .
د 659 ښځو په يوه مطالعه کى يواځى % ١٣ ښځى سکشن کيوريتاژ ته ضرورت پيدا کوى .
د – د سقط ورکول د امينوتيک مايع ته د موادو د داخلوو په واسطه :
دى تخنيک ته چاپانيانو د اول تراى مستر حمل د سقط لپاره انکشاف ورکړى دي. اوس دا تخنيک د منځنى تراى مستر حمل د سقط په شروع کى هم استعماليږي، اصلى عمليه د امينوتيک مايع را ايستل دى تر هغه حده چى امکان لري او بيا د امينوتيک کڅوړى ته ( 20% ) د هاپيرتونيک محلول يعنى سوديم کلورايد محلول 200 ml وراچول کيږي ، په اکثرو ( 80—90 % ) واقعاتو کى بنفسه ولادت او د جنين او پلاسنتا رالرى کيدل د 48 ساعتو په موده کى واقع کيږى . دا تخنيک نور هم وپيژندل شو تر څو په ابتدائي ډول د زرقى سقط وخت راکم کړى او د نورو موادو انکشاف په نتيجه کى چى امينوتيک کڅوړى ته وراچول کيږى تر څو ولادت شروع کړى نور هم انکشاف وموند د هغه مشکلاتو له امله چى د هاپيرتونيک سوديم کلورايد محلول سره يو ځاى وي زيات ډاکتران ددى پرځاى د يوريا هاپيرازمولار (59.7%) محلول امينوتيک کڅوړى ته استعمالوي اکثره وخت د اکسى توسين او پروستاګلاندين سره يو ځاى او يا يواځى پروستاګلاندين سره يو ځاى ، پدى عمليه کى زرقى سقط د يوريا پواسطه ١٧—١٦ ساعته او پروستاګلاندين پواسطه ٢٢—١٩ ساعته دربر نيسى .
يوريا همغسى د هاپيرتونيک سوديم کلورايد محلول په طريقه امينوتيک کڅوړى ته وراچول کيږى .
پروستاګلاندين په ډير عام ډول PGE2 a1 ( کتاب دى وکتل شى ؟ )
اکثره وخت 40—50 ملى ګرامه د يو واحد دوز او يا 25 ملى ګرامه د 6 ساعتو په وقفه کى په دوه دوزونو امينوتيک کڅوړى ته وراچول کيږى ، کله چى اکسى توسين ددى موادو سره علاوه شى دا بايد نوټ شى چى د رحمى عضلى د نه حساسيت له امله د حمل پدى مرحله کى د اکسى توسين ډير لوړ دوز لکه 332 ملى يونټه په يوه دقيقه کى ضرورت دي تر څو رحمى تقلصات منځ ته راوړى ، ددى په خاطر چې د اوبو د توکسيسيتي  ( زهري کيدلو ) څخه مو جلوګيرى کړي . ( مخه نيولي وي ) داکسي توسين بايد په لوړ غلظت محلول جوړ کړو او په قرار ډول slow rate  يى ورته ورکړو .
دا فايده منده ده چې صحت مند عنق رحم د Laminaria tent  پواسطه چې په رحمې عنق کې د امينوتيک مايع د را ايستلو دعمليې څخه څلور ساعته دمخه ځاې پر ځاې کيږي محغوظ وساتو .
دغسې يوه عمليه د رحم د عنق د صدماتو خطر په واضحه توګه راکموي . دمتوسط تراى مستر سقط ورکوي ، بايد د تعقيم جراحي تخنيک پر عوض ددې تخنيک پواسطه اجرا شي . او مريض بايد ارزيابي شي تر هغې چې جنين او پلاسنتا په پوره ډول وﻻدت وکړي ، او دسقط نه وروسته خونريزې د کنترول ﻻندې راشي . د اختلاطاتواندازه لوړه وي ، تر %20 پورې په بعضى حالاتو کې او د مرګ اندازه د جنين دعمر سره په مقايسوي ډول ده.
کله چې د اول تراى مستر سقط ډير په اسانه کيږي ، ډير مريضان خپلو ډاکټرانو ته ډير وختي مراجعه کوي ، پس خپل ځانونه سکشن کيوريتاژ برابروي .     متعدد اختلاطات دامينوتيک مايع ته د موادو د وراچولو سره ملګري وي ، د پلاسنتا ولادت نه ډير لوې مشکل وي د ١٣—٤٦ فيصدو تر منځ حدودو کې راپور ورکړل شوې دې ، پلانستا اکثره وخت د حلقوي فورسپس اود لوې کيورت پواسطه د څه مشکل څخه بغېر رالرى کولاى شي (هغه وخت چه مريض په موضعې انستيزې باندې وې) .                                                                     
خونريزې شايد درحم د atony  له وجهې د باقي پاتې شوو موادو له امله وي ، په هغه خلکو کې چه هايپرتونيک محلول استعمال شوي وي ،د تحثر تشوشات ليدل کيږي . منتن کيدل هم يو اختلاطات دي چې حساب کوﻻې شو ،مګر په لوړ خطري حاﻻتو کې  د وقايوي انتي بيوتيک پواسطه ئي کموالې شو لکه  په هغومريضانو کې چې غشايى ـــــ څيرې شوي وي او يادزرقې سقط دوران چې د٢٤ ساعتو څخه ډير شي. درحم دعنق څيري کيدل هم شايد واقع شي (هغه اختلاط چي د لمينارياتنت د استعمال پواسطه کمولاې شي ) .          
د سوديم د سوئي زياتوالې شايد د هايپرتونيک سوديم کلورايد داستعمال سره منځ ته راځي . که چېرې دا دوا د پلاسنتا د بستر پواسطه تيز جذب شي اوياکه چېرې په غلطۍ سره عضلى زرق شى.د ولادت نه کيدل تر څو د حمل محتويات راوباسى ډاکتر مجبور وى چى عمليه دوباره تکرار کړى که چيرى غشا تر اوسه سالمه وى او يا د اکسى توسين په واسطه تنبه اکثره وخت د داخل وريدى استعمال په واسطه او يا د پراخه کولو او راايستلو تخنيک په واسطه روحى فشار د ډيرو ښځو لپاره مهم فکتور تشکيلوى پس د جنين د راوتلو په وخت کى بايد نوموړى ښځى ونيسى او بيدارى وساتل شى ( تر څو جنين ووينى ) همدارنګه روحى فشار د شفاخانى د پرسونل لپاره هم مهم فکتور دى کوم چى مخنيوى ئي مشکل کار دي .
هـ- د ولادت ورکول د مهبلى پروستاګلاندين په واسطه :                             E: Induction of lobar with Vaginal Prostaglandine         
داخل مهبلى پروستاګلاندين هم د متوسط تراى مستر د ولادت لپاره استعمالاى شو ، داخل مهبلى ايښودونکى چى 20 mg پروستاګلاندين E2 لرونکى وى هر 3—4  ساعته پس ئي تر هغى استعمالولاى شو چى سقط واقع شى . د ولادت موجوديت او نه موجوديت مونږ ته راښئى چى پروستاګلاندين بند کړو ، ميزوپروستال يو صنعتى پروستاګلاندين E1 دى چى فايده ترى اخستل کيږى ، دواګانو په واسطه سقط وخت ، د غير مکمل سقط اندازه او اختلاطات ټول د امينوتيک مايع ته د موادو د داخلولو پشان دى لوى ضرر د هضمى معائي سيستم جانبى عوارض دي ، د ژوندى سقط زيات وقوعات او ډير عام اختلاط د تبى موجوديت دي .
F- Dilation & Evacuation               توسع او راويستنه                                  د متوسط تراى مستر سقط لپاره دا تخنيک په سکشن کيوريتاژ باندى ښه او ضرورى دي ځکه چى د حمل پدى مرحله کى د جنين برخى غټى او لوئي وي ، په ترتيب سره د Laminaria tents ځاى پر ځاى کول د اکثرو داکترانو په واسطه استعماليږى تر څو د رحم د عنق توسع بغير لدى چى زخم ئي منځ ته راشى مؤثر تمام شى، د سکشن لويه کتولاګانى او وصفى جوړه شوى Forceps د انساجو د را ايستلو لپاره استعماليږي.                                                                په اکثرو حالاتو کى په خارج بستر مريضانو کى عمليات هم اجراء کولاى شو چى دا عمليه د رقبى انستيزى او خواب اور دواګانو په واسطه په هغو مريضانو کى چى تر18 هفتو پورى حمل لرونکى وى اجراء کولاى شو ، اختلاطات ئي خونريزى چى معمولاً د رحم د Atony او زخمى کيدو له امله وى ، څيرى کيدل ، او په کمه اندازه منتن کيدل پکى شامل دي ، د انساجو پاتى کيدل پکى عام ندى په خاصه توګه کله چى د هرى عمليى  په اخر کي دانساجو رالري کيدلو ته يا راوتلو ته خاصه توجه وشي.دموادو اچولودتخنيکونو(امتوتيک کڅوړي ته ) او يامهبلي پروستاګلاندين په مقايسه ټول هغه اختلاطات چه تر١٨هفتو حمل پوري مربوت دي په توسع او راويستني عمليه کي کم دي علاوه لدي دتخنيک دډيرو مريضانو پواسطه ترجيح ورکول کيږي ځکه چه دايو خارج بستر عمليه ده او ښځه ولادت مراحل نه طي کوي.
G- Hysterectomy & Hysterotomy  د رحم کتنه او ويستنه                د رحم کتنه او ويستنه اوس خاصو موادو ته پريږدى لکه د رحم د عنق د تنګوالى په صورت کى د متوسط تراى مستر حمل د مکمل سقط د ناکامۍ له امله . او يا د نورو اختلاطاتو په تداوى کى ، دا دواړه عمليى د نورو تخنيکونو په مقايسه تر غور لاندى نيول شوى يو غير قابل قبول مرضى او مرګونى شمير لرى او د ابتدائي عمليى په څير بايد استعمال نشى .
H- Menstrual Regulation  د حيض د دوران تنظيم                            د حيض تنظيم د اندومتريوم اسپايريشن دى د Missed حيض دوران څخه د څوارلس ورځو په دننه کى او يا د 42 ورځو په دننه کى حيض دوران د شروع څخه کوم چى د کوچنى کنولا د وخت څخه چى د کم فشار سکشن منبع سره اتصال موندلى وي لکه سرنج او يا د سکشن نور سامان الاتو د استعمال وخت ، دا يو ساده او محفوظه طريقه ده چى هر وخت په کلينک او يا خارج بستر مريضانو کى معمولاً بغير له انستيزى اجراء کولاى شو ، خو سره لدى رقبى بلاک ته کمه ضرورت شى استعمالولاى شو ، د حيض تنظيم په 1970 او 1980 کلونو کى په کامله توګه استعمال شو ، او ور څخه د مخه موثف او د اعتماد وړ ، ارزان او احساس ادرار تست د حمل تشخيص لپاره موجود وه ، دى تست د حمل د ختمولو لپاره په موقع محفوظى عمليى برابرى کړى ، خو بيا هم تقريباً 40% فيصده ښځى د عمليو په دوران کى حامله نوى.                                        د حمل د هغو ادرار تستونو د ظهور سره سم چى ددى قابليت لرى چى حتى حمل مخکى له حيض دوران ورکيده څخه تشخيص کړى ، عيار اول تراى مستر سکشن کيوريتاژ عمليه په پراخه پيمانه استعمال وموند ، اختلاطات ئي د سکشن کيوريتاژ عمليى سره يو شان دى استثناً د حمل باقى پاتى کيدل پکى ډير عام دى په خاص ډول کله چى حيض تنظيم عمليه ډيره وختى اجراء شى.
I – RU    –   486       
RU – 486 (Mefeprestone) يو صنعتى دوا ده چى د فرانسوى فارمکالوژستانو له خوا انکشاف ورکول شوى دي کومه چى د حمل د غرس کولو په ضد کم تر کمه يو غير مکمل عمل کوى کله چى د خولى له لارى د پروستاګلاندين سره ورکړل شى لکه ميزوپروستال سره ، دا د اول تراى مستر سقط متاثر دي ، اختلاطات ئى د حمل د ختمولو ناکامۍ ، غير مکمل سقط او د ادرار شديد او معلوم دردونه.
Follow-up of patients after induced abortion                           د سقط ورکولو څخه وروسته د مريضانو تعقيب کول
د ټولو عمليو وروسته تعقيبى کتنى بايد يقينى شى د سقط د ټولو ميتودونو څخه وروسته ، انسايى RH-D امونوګلابولين (RhoGam) بايد فورى زرق شى البته که چيرى مريض Rh منفى وى ، تر هغى چى معلومه شوى نه وى چى نارينه جوړه هم Rh منفى ده، مريض بايد خپل حرارت د ورځى څو ځله معلوم کړى او د ناڅاپى تبى او يا خونريزى په صورت کى داکتر ته راپور ورکړي.                           هغه بايد جماع او يا Tampons  او Douches څخه کم تر کمه هفتو پورى منع شى. داکتر بايد د مريض سره پدى خبرى وکړى چى امکان لرى لکه د پوره حمل او ولادت پشان روحى فشار د سقط ورکولو څخه وروسته شايد واقع شى تعقيبى توجه کى د حوصلى معاينه چى داخل رحمى او يا خارج رحمى انتان نفى کړى ، د تيوبونو التهاب د حمل کڅوړى د له منځه نه تللو او يا د دوامداره رحمى انکشاف ، پکى شامل دي ، بالاخره مؤثره حمل مخنيوى طريقه د مريض د ضرورت او خوښى مطابق بايد وشى.
LONG-TERM-SEQUELAE of induced Abortion                  د سقط ورکولو اوږد مهاله مراحل
يو زيات شمير مطالعاتو چى په تيرو دوولسيزو کى ددى لپاره چى انتخابى سقط ورکولو د ممکن اوږد مهاله مراحلو د معاينى لپاره شوى ډيره توجه د اينده ته ولادى قابليت طرف ته متمرکز شوى ، خو بيا هم زياتى مطالعى لرونکى د ذاتى نقاطو او خطرناکو عملياتى نقاطوددى مشکلاتو له امله و مکمل معلومات موندل کيږى تر څو مربوط راتلونکى خطرات معلوم کړى ، ځينو مطالعاتو دا ښودلى چى د متوسط تراى مستر حمل له منځه وړل په هغو ښځو کى ډير عام دى کوم چى دوه او يا د دوه وو څخه زيات دوائي په واسطه سقطونه او يا بنفسه سقطونه ورکړى وي ، خو بيا هم هغه ښځى چى د اول تراى مستر حمل د يو قسم عمليى په واسطه سقط ورکړى وى خطرات ئي د هغو ښځو سره چى د مکملى مودى ولادت کوى او کم وزن ولا وي يو شان دى .                                                     يواځى هغه ښځى چى د اول تراى مستر حمل سقط د عمومى انستيزى لاندى د تيتر کيوريتاژ په واسطه کوى خطرات ئي زيات دي ددى ټولو واقعو تر منځ ارتباط توسع په ميتود پورى شايد مربوط وي .
بالاخره هغه مطالعات چى خارج رحمى حمل اوعقامت دواړه مطالعه کوى ، د نوموړو بدو واقعاتو او پشان او مخکينى سقط ورکولوتر منځ ارتباط په تداوم کى ناکامى شوى دي .