
لیکوال: کرلوته ګال
ژباړن: لاهورخان منګل
وینه په وینه باید ونه مینځل شي
د جنرال عبدالرشید دوستم وینا چې په شمال کې د طالبانو د عمومي قوماندان ملا فاضل د تسلېمۍ په مهال!
۲۰۰۱د نومبر په میاشت کې طالبان ان د ماتې په وخت هم قهرجن او توند خویه ول. دوی د شپې د پیک اپ او اس، یو، وي( فورنر موټر، ژباړن) ډوله موټرو کتار د جنګې کلا له دروازې څخه تېر او د قرارګاه له دفتر سره تم شول. دوی ترې په بېړې سره راښکته شول. تورپټکي-سړیو چې د کلاشنکوفونو او راکټ لنچرو سره مسلح ول د موټرو له شا څخه راټوپ کړل، خپل مشر ته چې په سپین رنګه لنډکروزر کې و، او ښېښې یی ورتورې کړې وې، ځانونه ورورسول. دوی وسلې د اوږدمهاله تمرین له امله په اسانۍ سره لیږدولې، او په غرور سره يې حرکت کاوه چې موږ ننداره چیان يې سره تیت کړلو( لیکوالې هدف د ډار ښودل دي، ژباړن). دوه ساتونکي د موټرو په سرونو پاتې شول او د الوتکو ضد وسلې ته ولاړ و، پاتې نورو يې یو امنیتي دیوال جوړ کړ چې د مخالفت څرګندونه یې کوله.
طالبان اوس د دښمن د پنډغالي زړه ته راننوتلي ول، جنګي کلا چې د نولسمې پېړۍ په وخت کې جوړه شوې، د افغانستا ن په شمالي ولایت مزار شریف کې پرته ده. دا کلا ډیر لوی دیوالونه لري، د ننه پکې د خټو څخه د جګړې ځایونه او د مځکې لاندې خونې جوړې شوې- دیوالونه يې شل فوټه پلنوالی لري. دا کلا د امیر عبدلرحمان خان لخوا چې د عصري افغانستان بنسټ ګر و، جوړه شوې ده. تردې لږ وړاندې دا کلا د طالبانو له لوري د پوځي پنډ غالي په توګه کاریدله خو په تېره یوه میاشت کې د امریکې لخوا هوايي بمبارۍ پیل شوي وې او طالبانو نوموړې کلا پریښې او وسلتون يې خالي کړی و. دغه کلا اوس مهال د امرېکې پلوه جګړه مارو لخوا چې په غرونو کې د پټنځایونو څخه را ښکته شوي ول، او قدرت يې په لاس کې و، کاریدله. د طالبانو په وړاندې د راغونډ شوی جمیعت ډله د څو بېلابېلو توکمونو چې د شمالي او مرکزي افغانستان څخه و، جوړ شوی و. د جنګیالو یو برخه يې د کمونستي رژیم د وخت ډبلي ازبک کمانډو پولیس و چې یونانیانو ته ورته اوږدې بخملي جامې يې په تن وې او ټولو یې د ږيرو په ځای بریتونه پریښي و. بله برخه ېې په فزیکي لحاظ کوچني هزاره ول چې د شترنج د تختې په ډول لیکې ليکې دسمالونه يې تر سرونو تړلي وو، دوی شیا مذهبه ول او د طالبانو په وړاندې يې سختې جګړې کړې وې. دغه سرتیرو نظامي جامې په تن وې او نظامې بوټونه يې په پښو ول، دغه ګډ ځواک د طالبانو په وړاندې یو پياوړی روزل شوی ځواک و. نوموړی متحد ځواک د مرحوم احمد شا مسعود لخوا رامنځ ته شوی و(۱).
د هغه خپله برخه جنګیالي تاجک توکمه او د شمالي ټلوالې برخه وه ددغه جبهې د ملا تیر و خو هغه غوښتل او کوښښ يې کاوه چې د طالبانو په وړاندې د سیمه ایزو ډلو او نژادي ګروپونو د مرستې لاس ته راوړولو سره مقاومت زیات کړي. ددغه جبهې ګڼ شمېر جنګیالي بې سواده بزګر او مزدور کاران ول، دوی کلک سرتیري ول او د جګړې لس کلنه تجربه يې درلوده. دوی د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې د مجاهدینو په توګه او بیا د هغه وروسته په کورنیو جګړو کې او ورپسې د طالبانو د تیري په وړاندې په جګړو کې برخه اخستې وه. نوموړې متحدې جبهې د طالبانو څخه کرکه لرله، ازبک تاجک او هزاره یې د تیرو څو کلونو په بهیر کې د غرونو ډیره لرې پرتو برخو ته تښتولي ول، دوی د ژوندي پاتې کیدلو لپاره سخته مبارزه کوله.
طالبان په عمومي ډول د پښتنو څخه راجوړ شوی ځواک و، ددغه تحریک غړي د افغانستان د سهېل ول چې په پښتو ژبه یې خبرې کولې. دغه ژبې په شمالي کې د دري د ژبې د ګړدودڅخه توپير کوي.شمالي جنګیالیو دغه طالب سرتیرو ته په پام او ځیرتیا سره کتل خو وسلې يې په اوږو اېښې وې، ددوی( شمالې ټلوالې. ژباړن) مشران د ودانۍ دننه و او د نورو طالبانو د راتګ هیله څرګندیدله. د سپین لنډ کروزر موټر دروازه خلاصه شوه او یو لنډۍ/چاغ سړی چې سپينې جامې يې په تن وې، ترې راښکته شو.دغه سړی ملا فضلاالله مظلوم و، دی د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت مرستیال او په شمال کې د ټولو طالب ځواکونو عمومي قوماندان و. توره پګړۍ يې په سر وه او په غصه ښکاریده. نوموړي په ظلم کولو او او نظامي عملیاتو په مهال د جګړه مارو په له منځه وړلو کې له ویرې ډک شهرت درلود. دده څخه وروسته په پرتلیز ډول ځوان سړی ملا نورالله نوري و چې د بلخ د والي په توګه يې دنده ترسره کړې وه. دوی دواړه په شمال کې ترټولو لوړپوړي چارواکي بلل کیدل. نوموړو دوو کسانو د شمال په اوږدو کې ټوله جګړه په مخ بېولې وه. دوی د هغه ټولنو په وړاندې چې مقاومت يې ښوده خونړۍ بېرته- نېونې رهبري کړې وې.په سيمه کې ددوی رښتینی ډار پروت و، په هغه شپه چې ددوی د موټرو کاروان په تیزۍ سره د مزار شریف په تیاره کوڅو کې تیر شوي ول، په خلکو کې هغه اوازې چې ګواکې طالبانو د مزار شریف ښار بیا نېولی دی،بیا خپرې شوې وې. زه د لویدیځه ژورنالستانو له ډلې څخه لومړۍ وم چې د موټر د دروازې په خلاصېدو سره ورمخکې شوم، عکاس د کمرې رڼا خلاصه کړه، د نوموړې سترګې یې د یوې شېبې لپاره وپړکولې. د طالبانو رهبر زموږ په لیدلو سره بېرته موټر ته ستون شو او په ځان پسې یې دروازه بند کړه. دیوې شېبې لپاره چوپتیا خپره شوه، موږ ټولو یوه او بل ته وکتل. بیا هرڅه سم شول او غږ وشو چې؛ رڼا یا څراغ بند؛ د طالبانو د واکمنۍ په مهال تلویزیون بند و او ددوی چارواکي عموما نه غواړي چې ویډیو انځور ترې واخستل شي. ان د ماتې په وخت یې هم په همدې قانون تاکید کاوه، په همدې ډول کمره لرونکو د کمرې د رڼا څراغ بند کړ.
نوموړی ملا یو ځل بیا راښکاره شو، مخ یې خړ ښکاریده، او د پوزې او خولې څخه يې د تور وړین پټګي شمله راتاو کړې او په یوه اوږه یې پرته وه. هغه د ګڼې ګوڼې مینځ ته راغی، هم مسلکه افسرانو او ساتونکو یې بدرګه کوله، په زېنو باندې نږدې ودانۍ ته ور وختل. کله چې دوی زموږ له مینځه ووتل، زموږ ټېل وهنه هم کمه شوله. ژورنالستان خواره واره شول، د سټلایټ تلفونونو په کارولو سره یې اړوند خبري ادارو ته د طالبانو د مشرانو د راتګ رپوټونه ورکول. د طالبانو ساتونکو پاملرنه بهرنیانو ته واوښتله، دوی ما او یوې بلې ښځېنه خبریالې ته رانږدې کیدل او نورو ساتونکو يې مخه ونیوله. د پورته ودانۍ د غونډې تالار چې ټیټ چت یې درلود ډیره اوږده وه. ملا فاضل د خپل ناوړه دښمن سره مخامخ شوی و.له کاره لوېدلې سوفې( کوچونه، ژباړن) او لاستي لرونکې چوکۍ پکې اېښودل شوې وې، په چوکیو باندې ناست هغه کسان ول چاچې د امرېکې په هوايي ملاتړ باندې دده(ملافاضل، ژباړن) مستعمره ور ورانه کړې او شمالي افغانستان یې ترې نیولی و. یو له دغې ډلې جنرال عبدالرشید دوستم و، هغه د تېرې پنځه ویشت کلنې جګړې په مهال واک ته د خلکو په رسولو کې رغنده رول درلود. نوموړی همدارنګه په حساسو شېبو کې د طرف په بدلولو او کودتا کولو کې هم ځانګړی شهرت لري. ددغه ډلې یو بل غړی عطامحمد نور و، په ونه دنګ او نری و، د شمالي ټلوالې د جنګیالیو رهبر و . نوموړی په هغه وخت کې چې د طالبانو سره په جګړه کې نه و، د جنرال دوستم سخت رقیب و. بل هغه یې محمد محقق و،هغه د شیاوو رهبر و، دده پلویانو د سني طالبانو د واکمنۍ په مهال د توکمیزه تیري یا تشدد سخت قربانیان ول، ددغه ډلې هر یوه کس د تیرو شلو کلونو په دوران کې د شوري اتحاد او تر هغې وروسته د یو او بل سره جګړې کړي دي.نوموړې ډلې په وروستیو میاشتو کې سره یوځای شوې وې څو په شمال کې د طالبانو د پرمختګ ډب کړي. د طالبانو د رژیم د بنسټ ایښودنې راپدیخوا د اوو کلونو په بهیر کې طالبانو هڅې وکړې څو د هېواد ټولې برخې رالاندې کړې او یو سخت دریزه اسلامي رژیم رامنځ ته کړي چې نوم به یې ؛د افغانستان اسلامي امارت؛ وای.