د افغانستان بیرغ پر سپینه ماڼۍ

 
کاش  د نن زمانې جنګ هم د پخوا په شان په تورو زغرو او آسونو وای نو اوس به د افغانستان بیرغ په سپینه ماڼۍ کې رپیدله
پرون پخوانۍ ولسمشر جناب حامد کرزی پخپلو ځرګندونو کې پورته جمله د ملغلرو په څیر بادې کړې ،خو له جناب کرزی څخه دا خبره هیره وه چې کال کم یونیم لسیزه د افغانستان زمامدار ؤ او نړیوالومرسته کوونکو هیوادونو  د انتراکتیکا د کنګلو په اندازه پیسې پر افغانستان بادې کړلې چې کیدای شوه پخوانی ولسمشر دغه پیسې کنټرول  او یاد هیوادونه مجبور کړای وای  چې افغانستان او افغانان د نن عصر سره سیال کړې او د تللې قافلې سره یی ملګرې کړې،  یو ځل بیا د افغانستان آمنیتی ځواکونه پر ثقیله وسلو سمبال کړې تر څو د هرې مداخلې ځواب  د غاښ  په ماتولو ورکړې،  او نن د پخوانې زمانې د آرمان کولو پر ځای به مو د ننی عصر مطابق آمنیتی ځواکونه درلودل ،
خو څرنګه چې زمونږ د پخوانې ولسمشر سوچ او فکر د پخوانیو زمانو وه نو ځکه یی خپل د زمامدارۍ ټول څوارلس کاله په بی  بندو بار حکومت کولو کې تیره کړه او د هرې ملی  مسلې سره یی  د جدې برخورد پر ځای په مصلحتونو کې تیره کړه او مونږ ته یی هم د باید پر ځای د کاش د امید واکسین وکړ، زمونږ ملت هم له خپل ولسمشره د تقلید پر مبنآ هر څه ته کاش کاروې، مثال کاش سوله راشې، کاش ارزانې شې، کاش سم حکومت ولرو، کاش انفجار او انتحار ختم شې، کاش پاکستان دا ځل رښتیا ووایی، کاش پارلمان سمې فیصلی وکړې، کاش په تذکرو کې افغان ولیکل شې او داسې لکونه نور کاش کاش یی مونږ ته په میراث کې پریښودلې، ولسمشره د کاش پر ځای چې کوم ولسمشران خپلو خلکو ته د باید د کلیمې واکسین کړیدی  نن یی خپل بیرغ ستا د ارګ پر سر درولی دی، ته د کاش په ویلو سره خیال پلو وهی او د سونو کالو وروسته تګ خوب وینې خو هغوي د باید د ویلو سره ستا د هیواد د کنټرول خوب په حقیقت وربدل کړه، زمونږ ملت نور شاته مه بیایی بلکه د نن زمانې د تقاضو سره سم یی رهبرې کړې او د نن عصر د ژوند کولو چلونه ور وښایاست، د نن مطابق چې څوک څه لرې د هغه هر اړخیز مرسته وکړئ تشویق یی کړی او د کار د آسانتیا زمینه ور برابره کړی ، کندو ته یی مه غورځوئ، تر څو به مونږ خوبونه وینو ؟ تر څو به کاش کاش وایو او د نړیوالو قافلو ته ګورو چې د بریالیتوب او پرمختګ پر لور واټنونه وهې؟ او مونږ تش لاس ورته ناست او وایو به چې کاش مونږ هم د دوي په څیر واي