ایا د پاکستاني روپۍ سوځول د حل لار ده؟

  
وروسته له هغې چې پدې وروستۍ اونۍ کې په کابل او ولایاتو کې چاودنې وشوې، دبې شمیره مالي زیانونو برسیره  په لسګونو عام خلک هم پکې ووژل شول، افغانانو هم دپاکستان پر ضد یو ډول غبرګون وښود.
له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو خصوصآ په فیسبوک کې داسې انځورونه او ویډیوګانې لیدل کیږي چې افغانان به نور پاکستان کې جوړ شوي توکي او پاکستانی روپۍ نه استعمالوي، حتی بعضې کسانو خو په زرګونو روپیو (پاکستاني کرنسي) ته اور ورته کړ او هغه یې وسوځولې، خو اوس پوښتنه داده چې ایا روپۍ سوځول یې د حل لار ده؟
نه هیڅکله هم نه، د هر سړي جیب کې کلداري دي، کور مو له پاکستاني اجناسو ډک دی، راکړه ورکړه مو په کلدارو ده، په بازار کې مو اکثریت توکي پاکستاني دي، او د پاکستاني اجناسو بندولو لپاره هیڅ بدیل نشته، مجبور او مکلف یو چې پاکستاني اجناس او توکي استعمال کړو، دا هسې ځانښودنه او ځان غولونه ده، نو مخکې لدې چې کلداري ته اور ورته کړي دحل لار یې پیدا کړه، داحساساتو پرځاي د عقل څخه کار واخله، لومړی د کلدارو راکړې ورکړې مخنوی وکړه، کمپاین او مبارزه وکړه، ملګري او انډیوالان پدې مبارزه کې ځان سره شریک کړه، خلکو ته قناعت او دخپلې افغانۍ استعمال ګټي خلکو ته روښانه کړه، حتی په پوهنتون او مکتبونو کې ورکشاپونه دایر کړه، په حکومت فشار راوړه، دوی هم مداخلي ته مجبور کړه، ترڅو په بازارکې نرخونه کنترول کړي، چې یو علت یې هم همدا دنرخونو نه کنترول دي،  دوکاندار کوم شی چې په کلدارو پلوري همغه شي په همغه نرخ په افغانیو هم پلوري، نو دحکومت مداخله اړینه ده، ترڅو په دوکاندار او اخستونکي فشار راشي چې خپله کرنسي یعنې افغانۍ استعمال کړي.
په دوهم قدم کې خپلو تاجرانو څخه غوښتنه وکړه او همدا ډول قناعت ورکړه چې خپلې سرمايې نورو هیوادونو ته مه انتقالوی، همدلته سرمایه ګذاري وکړی، د لوړ پوړیزو کورونو، بلند منزلو او هوټلونو پرځای تولیدي فابریکې جوړي کړی، چې یو خوا به مو ځوانانو ته کاري فرصتونه پیدا کړي وي، دبیکاری مخه به نیول شوی وي او دوهم به خپل تولیدات درلودلي وي، نو کله چې خپل تولیدات  ولري نو هغه وخت کولی شي چې دپرادیو هیوادونو توکو سره دپریکون اونه استعمال اعلان وکړي.
ددې پرځای چې کلدار‎ې وسوځوې، افغانۍ یې کړه، په هغه بیچاره افغانانو یې وویشه کوم چې په کابل کې بلکې د هیواد په هر ولایت کې د یوې ډوډۍ په پیداکولو پسې لالهانده ګرځي، د وچې ډوډۍ په ارمان دي، ترڅو دواړه جهانه دې ښایسته شي.