
ډیوید روکفیلر : دامریکا مشهور پانګوال
دلته جګړې، هلته تړونونه ، یوځای کې کنفرانسونه بل ځای کې دسیسې، تاسې که چیرې د دسیسې پر تیورۍ باور لرې، یا یې نه لرې، دا دننۍ نړۍ حال دی ، راځه، چې دا ځل هغه خلک وپيژنو،چې زموږ ګومانونه یې په اړه سم راخیژي همدوی دي،چې پر نړۍ راج چلوي!
د ډیموکراتانو د دوو وکیلانو ترمنځ سیالي ښه په درز کې روانه وه، چې څوک دولسمشرۍ لپاره دګوند نوماند شي، خو د۲۰۰۸ز دجون پر ۶ ناڅاپه دواړه کاندیدان دخبرو اترو لپاره له سترګو پناه شول، یوه ورځ وروسته مېرمن کلنټن اعلان کړه، چې زه نوماندۍ په شا کیږم.
له دریو ورځو راهسې کره شوې وه، چې مېرمن کلنټن به شاته کیږي، دیموکراټ ګوند دکاندیدانو کمیسون ډیرو غړو له باراک اوباما څخه ملاتړ کاوه،وړاندې له دې، چې ګوند خپل کاندید اعلان کړي دواړه په ویرجینا ایالت کې دبلدربریګ "Bilderberg" ډلې کلنۍ غونډې ته ولاړل.
د"Bilderberg" ډلې غونډې او ناستې راز او محرمې وي، ځینې لیکوال او خبریالان، چې دبلدربریګ په څېر مرموزې ټولنې فعالیتونه څاري دوی دخپلو سرچینو په مټ وايي: هلته، چې څه ترسره شول دا یوه معامله وه، اوباما او کلنیټن مالي او سیاسي جوړجاړي ته ورسیدل، اوباما دخپل سیال شتمني او پیسې وژغورلې ، که سیال یې چیرې دجان مکین پر ضد کمپاین کې فعاله ونډه واخلي په حکومت کې به ورته برخه ورکړي.
له دې وروسته مېرمن کلنټن او اوباما دبیلډر بیرګ غړي شول، په غونډه دګډونوالو دخولې خبره ده، چې له اوباما سره باید دولسمشري په برخه کې مرسته وشي.
په انګلستان دملکې دربار او دبیلډر بیریګ یو غړي داوباما له ټاکنیز کماپین څخه ملاتړ اعلان کړ ،په ورته وخت کې ناټو دامریکا راتلونکي ولسمشر نړیوالې اړیکې تنظیمولې.
اوس پوښتنه داده، چې بیلډر بیرګ ډلې ولې له باراک اوباما ملاتړ کوي، څه واک وصلاحیت لري،چې دا ډول مرسته وکړي؟
لومړی، بیلدر بیرګ څه شی دی؟
دا نه حکومت دی او نه کوم سیاسي ګوند، ځکه اداري او ګوندي جوړښت / تشکیلات نه لري ځکه خو ورته ډله یا کلپ ویل کیږي، په دې ډله کې نړیوال او مشهور پانګوال او سیاستوال دهر کال په پسرلي کې راټولیږي او دنړۍ لپاره تګلارې او اجنډاوې جوړوي، بیا یې زبرځواکونه پلې کوي.
دبیلدر بیرګ دګډونوالو شمېر د۱۵-۱۲۰ غړو ترمنځ دی، په دې کې دروکفلر کورنۍ، روتچیلډ کورنۍ، دبانکونو مدیران ، دنړیوالو شرکتونو رئیسان داروپا او شمالي امریکا لوړپوړي چارواکي له بنسټګرو ګڼل کیږي.
لومړنۍ ناسته په ۱۹۵۴ ز کې ترسره شوې ده:
دبیلدر بیرګ ډلې لومړنۍ ناسته د۱۹۵۴ز دمی پر۳۰-۲۹ دهالینډ ارنهیم ښار ته څېرمه جوړه شوې وه او له ۱۲ اروپايي هېوادو څخه ۷۰ تنو په کې ګډون درلود، دهمدې لومړنۍ ناستې له مخې،چې په بیلډر بیرګ هوټل ته رابلل شوه، یاده ډله دبیلډر بیرګ په نوم مشهوره شوه او همدا نوم یې ځان ته غوره کړ.
دبیلدر بیرګ ډلې ویبپاڼه وايي : زموږ بنسټیزه موخه داروپا او شمالي امریکا تر منځ دکلنیو غونډو له لارې دخبرو اترو او بحث پیاوړي کول دي. هره کلنۍ ناسته درې ورځې دوام مومي.
ډیری خلک ددې موخو په اړه شک لري، ځکه محرمیت، پټوالې، بېساری امنیتي تدابیر،چې دناستو پرمهال نیول کیږي، بهر هیڅ خبره نه راوځي، که چیرې موخه خبرې اترې وي نو دومره ټینګ امنیتي تدابیر او محرمیت دڅه لپاره همدا دشک لپاره بسنه کوي.ځینې وخت دامریکا او اروپا اړوند موضوعاتو سربېره دنړیوالو موضوعاتو او ستونزو په اړه هم بحث کیږي.
د۲۰۱۵ ز په وروستۍ ناسته کې نړیوال موضوعات لکه ایران، روسیه، برېښنايي څارګري،برېښنايي امنیت، دکیماوي وسلو ګواښ، دامریکا ټاکنې،ترهګري،یونان، انګلستان او منځنی ختیځ یادشول دا هغه څه دي،چې دبیلدر بیرګ له اعلان شوو موخو سره اړخ نه لګوي.
له کنفرانس وړاندې او وروسته امنیتي تدابیر؟
هیڅوک نه شي کولای، چې دبیلدربیرګ غونډو ته لار ومومي، خبریال ډانیل سټولین وايي: دغونډې دهر برخوال په اړه وار له مخه بحث کیږي، لارښودې شورا ته یې نومونه یې وړاندې کیږي ، بیا پریکړه کیږي،چې څوک راشي او څوک نه .
هر ګډونوال به یوازې راځي،هیڅوک نه شي کولای له ځان سره مېرمن، ملګری او ملګرې راولي ، دګډونوال ساتونکي ،مرستیالان هم نه شي کولای،چې غونډې ته راشي، عجیبه لا داده،چې انCIA هم نه شي کولای دبیلدر بیرګ غونډو ته لار ومومي. همدا راز دغونډې برخوال له رسنیو سره دخبرو حق نه لري او نه د غونډې په اړه له رسنیو پرته نورو ته مالومات ورکولای شي.
کوربه هېواد یوازې امنیت نیسي، نا بلل شوي نا اشنا خلکو ته اجازه نه ورکوي،چې په کوربه هېواد کې دغونډې سیاسي برخوالو ته نږدې شي دهرې غونډې درېیمه برخه سیاستوال وي او پاتې نور له خصوصي سکتور، پانګوال ،اکاډیمیک شخصیتونه وي.
دا ډله څه غواړي؟
تر اوسه، چې ددې ډلې په اړه څه ویل کیږي ټولې وړاندوینې دي، داسې غوڅ دلیل نشته، چې ووايي بیلدربیرګ دا غواړي .
دمیسان نظریه
فرانسوی مفکر او "Réseau Voltaire" شبکې بنسټګر،چې ددې ډلې په اړه کلونه کلونه څېړنه کړې ده او نوموړی د ۱۹۶۶-۱۹۵۴ ز پر مهال توانیدلې و، چې ددې ډلې ارشیف ته لار ومومي او دپخواني کنفرانس یو برخوال سره یې مرکه کړې وه.
میسان وايي دپخواني شوروي اتحاد له ړنګیدو وروسته ځینو خبریالانو خپل پام دې ډلې ته راواړوه، ځینې لیکوال او څیړونکي وايي: دا ډله دنړیوال حکومت جنین دی، دشلمې پیړۍ دوروستیو پنځوسو کلونو دنظامي، اقتصادي ، کلتوري او سیاسي پریکړو ټول واک له دې ډلې سره وو او همدا یې متخصصه هغه وه.
داشننه فیډرل کاسترو هم منلې ده، خو میسان بیا وايي دا څه مې نه دي تر لاسه کړي،چې دا شننه ومني یا یې رد کړي. نوموړی وايي : بیلدربیرګ ، دناټو لخوا رامنځته شوې ده او موخه یې دمشرانو قانع کول دي،چې دعمومي افکار داسې عیار کړي،چې هغه فعالیتونه او مفکورې ومني، چې ناټو یې رامنځته کوي اویا یې غواړي.
دسټولین او ټاکر نظریه :( دنړۍ لپاره یو حکومت)
دغونډې برخوال .....
خبریال ډانیل سټولین، چې پوره ۱۴ کاله یې دبیلډر بیرګ په اړه څېړنې کړې دي او خپله ټوله کېسه یې د( بیلډربیرګ رښتینې کېسه) نومې کتاب کې لیکلې ده نوموړی وايي :
"دنړۍ لپاره یوحکومت" پردې یوه جمله دبیلدربیرګ ډلې موخې رالنډیدای شي
سټولین وايي : دیادې ډلې موخې داسې راخلاصه کېدای شي:
- دنړۍ لپاره یو حکومت، یو بازار یو پوځ، چې دنړیوال مرکزي بانک څخه لګښتونه تر لاسه کوي او یوپولي واحد به لري.
- دنړۍ لپاره یو هویټ ټاکل،چې له نړیوالو ارزښتونه به جوړ شوی وي.
- دنړۍ پر خلکو مرکزي کنترول ، دهمدې لپاره یې د( عقل کنترول ) په نوم پروژه وړاندیز کړې ده په بله مانا دعمومي افکارو کنترول.
- نوی نړیوال نظام چی منځنۍ طبقه به په کې نه وي ، دبادار او مريي خبره به وي، ډیموکراسي به نه وي.
- دجګړو او ستونزو راپنځول / رامنځته کول.
- دتعلیم پر پروګرامونو مطلق کنترول، نړیوالې او سیمه ییزې تګلارې په خپل لاس کې اخستل.
- له ناټو څخه نړیوال پوځ جوړول.
- نړیوال قانون رامنځته او پلې کول.
دسټولین شننه د مشهور خبریال جیم ټاکر له خبرو سره ،چې په ۲۰۱۳ ز کې ومړ اړخ لګوي،نوموړي څو لسیزې دا ډله څارلې ده او د(بیلډربیرګ یادښتونه) په نوم کتاب یې لیکلی دی. نوموړی وايي : بیلډر بیرګ عبارت دی .
له یو شمېر سیاسي مشرانو، نړیوالو پانګوالو څخه ،چې کال کې یو ځل پټ سره کیني او دنړۍ لپاره ستراتیژي جوړوي.
دا ډله دمشهور پانګوال روکفلر او روتچلید ، دبانکونو مدیران ، دنړیوالو شرکتونو له مشرانو، لوړي پوړو چارواکوڅخه جوړه شوې ده او داړتیا پرمهال نوې څېرې هم ور زیاتېدې شي.
کومې ټولنې بیلدر بیرګ تر چتر لاندې فعالیت کوي؟
خبریال ډانیل سټولین وايي : یو شمېر ټولنې او سازمانونه شته،چې دبیلډر بیرګ تر چتر لاندې فعالیت کوي.
- دامریکادبهرنیو اړیکو ټولنه.
یاده ټولنه یوه له هغو څخه ده، چې دبیلډربیرګ تر چتر لاندې کار کوي ، اډوارډ منډل دپخواني ولسمشر ویلسون ځانګړی سلاکار و او دا ټولنه یې رامنځته کړې ده.
سټولین وايي : دامریکا دبهرنیو اړیکو ټولنې غوښتل،چې دنړیوال مالي سیستم پر مټ نړیوال حکومت رامنځته کړي، اوسمهال په دې ټولنه کې په نړیواله کچه په زرګونو اغیزناکه شخصیتونه غړیتوب لري.
درې ګونی کمیسون
دا دبحث او څیړنې ناحکومتي او نا ګوندي فورم دی، په ۱۹۷۳ز کې ډیوید روکفلر رامنځته کړی دی او موخه یې د امریکا ، اروپا ، چاپان ترمنځ ټینګه همکاري او مرسته وه، غړي یې له دریو ډلو څخه جوړیږي:
- دامریکا د دواړو ګوندونو ( ډیموکراتان او جمهوري غوښتونکي) څخه دامریکا ولسمشرۍ ته کاندیدان.
- په سنا او پارلمان کې نوموتي امریکايي شخصیتونه.
- په نړیواله رسنۍ کې فعاله او اغیزناک کسان او دځینو رسنیو مشران.
همدا راز د CIA.FBI.NSA لوړي پوړي چارواکي، دسوداګرۍ، قضاء ، مالي چارو نوموتي متخصصین هم ددې ټولنې غړي وو.
خبریال ملګري
(زموږ دنده دانه ده،چې خلکو ته هغه څه ورکړو،چې غواړي یې، بلکې هغه څه ورکوو،چې موږ یې پریکړه کوو).
دCBS پخوانی رئیس ریچارډ سالانټ .
دسټولین دکتاب دمالوماتو له مخې دمشهورو تلویزونو، راډیو ګانو، ورځپاڼو ، مجلو، ویبپاڼو مشران دبیلډربیرګ غونډو ته راځي، دروکفلر کورنۍ،چې دبیلدر بیرګ له مهمو بنسټګرانو څخه یوه ده دیو شمېر رسنیو څښتنه کورنۍ ده.
دکلنټن او اوباما رامنځته کول
جیم ټاکر په خپلې یوه لیکنه کې دانګلستان دپخوانۍ لومړې وزیر مارګریټ تاچر له خولې لیکي: زما درانسکورولو پریکړه او زما له ګوند څخه د( جون میګور) له راوستلو سربېره دولسمشر په توګه دبیل کلنټن ټاکنه په ۱۹۹۱ ز کې دبیلډر بیرګ پریکړه وه،چې دالمان په غونډه کې یې کړې وه.
دا خبره دسټولین له هغو خبرو سره اړخ لګوي،چې بیل کلنټن روکفیلر سره ژمنه کړې وه که چیرې دامریکا ولسمشر شوم له شمالي امریکا سره به دازادې سوداګرۍ تړون لاسلیک کړم ،یاد تړون د متحده ایالاتو ، کاناډا او مکسیکو تر منځ دسوداګرۍ دازادې سیمې رامنځته کول غواړي.
فرانسوی مفکر تییري میسان بیا هڅه کړې ده، چې دا مالومه کړي،چې بیلډر بیرګ ولې باراک اوباما غوره بللې دی او هڅولې یې دی،چې ځان کاندید کړي، ناټو ورته نړیوال اړیکې او ناستې تنظیم کړې دي. مفکر میسان وايي : داوباما او د نوموړي دکورنۍ تاریخ ددی شاهدي ورکوي،چې دوی CIA او پنټاګون ته څارګري کړې ده.ځکه خو بیلډر بیرګ غوره وبلله، چې اوباما ولسمشر شي.
دا خبرې دلومړي ځل لپاره په هغه کتاب کې راغلي دي، داوباما پر ژوند لیکل شوی دی دکتاب نوم دی : داوباما پټه بیوګرافي : کورنۍ دCIA په چوپړ کې .لیکوال یې واین ماډسن دی.