ملېشه سازي

 
د ملي وحدت حکومت د ځينو لوړ پوړو چارواکو کړنو ته که زیر شو نو ډېرې  پوښتنې دي، چې سړي ته پیدا کيږي او کله چې له تېرو تجربو نه ورته ګورو نو ویلی شو، چې حکوت او نظام ته،  د حکومت ځينې چارواکي لوی ګواښ دی.
د ډاکتر نجیب الله حکومت خو له دننه ړنګ شو داسې ویل کیږي چې نجیب واک په سولیز شکل سپاره ځکه چې هغه وخت د ملګرو ملتونو استازي بې ننسیوان یوه طرحه برابره کړې وه چې د هغې له مخې یې غوښتل چې  واک په سولیزشکل لنډمهالې شوراته وسپاري، خو هلته   همدې ته ورته بغاوتونه د هېواد په ځينو برخو کې پیل شو،  په مزارکې  دوستم د اڅک په وړاندې راپورته شو حیرتانو کې جنرال مومین او دسې نور.. بغاوتونه ددې سبب شو، چې د نجیب حکومت رانسکور شو.  د ملي وحدت د حکومتي چارواکو ځينو کړنو ته چې ګورو کټ مټ د نجیب دوخت کیسې سړي ته یادې شي.
د ملي وحدت حکومت دې ځينو چارواکو ته بیخي داولسونه ړانده او کاڼه ښکاري ښکاره د ملت په اراده لوبې کوي د تعجب خبره ده په شته ملي اردو کې په شته پولیسو کې په شته ملي امنیت کې د ولسمشر لومړی مرستیال په خپله جګړې ته روان دی  جګړه د هېواد په مختلفو برخوکې روانه ده دلته د حکومت لوړ پوړي چارواکي هریو د خپل خپل قوم په غم کې دی او نور هېواد او قومونه ورته افغانان نه ښکاري دا ډول خودسرانه کړنې څه معنالري؟ او دا زموږ د ملي اردو په ذهن او په اراده به څه اغیزولري؟ د اجرایه ریاست دویم مرستیال ټول فکر د میدان وردګو د بېسودو ولسوالۍ کې بند دی هلته یې خودسرانه غیر قانوني ملېشې ساتلي ایا جکړه یوازې په فاریاب او بېسودو کې ده ایا یوازې په فاریاب او بېسودو کې افغانان اوسي د انورې سیمې افغانستان نه دی او بیا چې کله د طالب یا د دښمن خبره کیږي دوی ولې وايي چې زه ځم د جګړې لومړۍ لیکې ته طالبان باید دومره ورځو کې ځانونه تسلیم کړي، ته یعنې څوک؟ ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس لومړی مرستیال یې که لوی درستیز؟ د اجرایه رییس دویم مرستیال هلته بغاوتونه شروع کړي دي په ښکاره له وسلو نه غږیږي او دټولو افغانانو پرځای یوازې د خپل قوم خبره کوي نوموړي ته دا نظام نظام نه ښکاري دوی چې په داسې حال کې ددې حکومت برخه دي نو بیا دوی چلینج  او زور چاته ښايي دوی نیوکې په چاکوي؟ دا اوس کوم قانوني کار دی چې دوی یې کوي دا ډول کړنې خو دحکومت پوزه غوڅوي په پروان ولایت کې د وسلې ډیپو چې د بهرنیانو لخوا له منځه یوړل شو داسې ډیپو کې د یو داسې چاپه کور کې موندل شوی وی چې له جمعیت سره یې تړاو نه درلودی دې ملي وحدت حکومت به ورسره څه کړي و اودوی به کومې نخرې نه وی کړې د بلخ والي ولې له پیل نه تردې دمه د بلخ والي دی د نورو ولایاتو یو والي هم له خپل ولایته نه دی ځکه چې غني ویلي د ټولو ولایاتو والیان به له مختلفو ولایتو څخه وي ایاهمداسې ده؟ دلته اوس هم زور واکي موجوده ده وسلې وېشل شوي وسلې وېشل کیږي د وسلې خبره سرعام کیږي د ملي وحدت حکومت لوړپوړي چارواکي هغه کړنې ترسره کوي ته به فکر کوې چې دوی یو کس هم په دې حکومت کې  ونډه نه لري او سوچه اوپوزیسیون دی په داسې حال کې چې نیم په نیمه سهامي شرکت ته ورته ټول په کې شریک دي.
د حکومت لخوا د ملیشا سازۍ دا پروژه به خپله حکومت ته سخته تمامه شي، حکومت مکلیفت لري ترڅو دغیر قانوني ډلو مخه ونیسي که چیرې خپله حکومت دا غلطي کوي نو دا غلطي په تاریخي لحاظ زموږ حکومتونو تجربه کړي دي.
دفشار ډلې په توګه اوس هم دمرکزي حکومت په مقابل کې یو تعداد اشخاص شته چې له همدي فشار په وجه له حکومت نه سیاسي امتیاز اخلي اوس مهال موږ له یوې پلوه په داسي جګړه کې بوخت یو چې دختمیدو نوم نه اخلي له یوې پلوه دفشار ډلې او د حکومت دمخالفینو ترمینځ لږ فرق دی دفشار ډلې حکومت په غیرې مستقیمه توګه ګواښي او حکومتي مخالفین مخامخ په عمومي توګه اوس زموږ حکومت د یو داسي مرکزي حکومت شکل غوره کړی  چې واک پکې په دوه برخو ویشل شوی دملیشه سازۍ دا سلسله دحکومت په تاوان تمامیدلئ شي.  
اوس مهال زموږ امینتي ځواکونه ددي وړتیا لري چې ددښمن په مقابل کې ودریږي او دخپلې خاوري نه په کلکه دفاع وکړي ملیشه سازي په خپل ذات کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په کارونو کې مداخله ده.
د ملي وحدت دحکومت لومړی مرستیال جنرال دوستم چې څه روان کړي دا په ټوله  معنا غیرقانوني دي ځکه چې دا دنوموړي دنده نه ده، ولسمشر د ناروغۍ له امله بهرته لاړ او دی له خپلو ملېشو او د ملي اردو سرتېرو سره فاریاب ته د جګړې لپاره لاړ د خلکو د تېرایستلو لپاره یې له ځان سره د ملي دفعاع وزارت لوړ پوړي چارواکي بولي دي او یوه لویه غوغایې جوړه کړې ده دا د ملي اردو د سرتېرو په ورحیه باندې بده اغېز کوي او بل د ملي دفاع وزات تر پوښتنې لاندې راځي د ولسمشر د لومړي مرستیال دنده معلومه ده د اجرایه رییس د دویم مرستیال دنده معلومه ده دا ډول خود سرانه کړنې پرته له  زیانه کومه ګټه نه لري بل د اډول کړنې دښمن لا پیاوړی کوي او له دې نه پاکستان ناوړه ګټه پورته کوي هغوی طالبانوته وايي چې تکړه شئ د حکومت لوړ پوړي چارواکي مو اړ ایستي دي چې تاسې سره جګړه وکړي .
په داسې حال کې چې اوس مهال موږ ځواکمنه ملي اردو لرو قوي ملي امنیت لرو په ټوله کې افغان ملي امنیتي ځواکونه ټول ښه په نره د دښمن مقابله کوي او کړې یې ده نو اړتیا څه ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال په خپله د جګړې لپاره فاریاب او یا کوم بل ځای ته ځي؟ د چارواکو دا ډول کړنې د افغان ملي اردو پرذهنونو بده اغېز کوي افغان امنیتي ځواکونه ښه د جنګ په تخنیک پوهیږي مسلکي دي ملېشې څه کولی شي؟
نوپردې اساس دوی باید خپله دنده وپيژني داکار د افغان ملي امنیتي ځواکونو دی نه د جمهور رییس د لومړي مرستیال دوي دې خپل کارونه ترسره کړي.
ولس باید دې ته وهڅول شي چې له خپلو ملي امنیتي ځواکونو سره د دښمن په مقابل کې همکار ووسي د ښمن ته باید په خپلو کورونو کې ځای ورنه کړي او په ټوله کې باید په افغان ملي امنیتي ځواکونو ښه پانګونه وشي چې لا ښه پيا وړي شي.