
دا به ومنو چې د يو ديموکراييک نظام او په مجموع کې د ولسواکۍ د معيارونو او اصولو غوښتنه به وي چې سياسی ډلې دې زياتې او کانديدان دې هم زيات وي خو ځينې وختونه بيا د کانديدانو او احزابو کثرت له خلکو د غوراوي لار هم ورکوي، هغه د پښتو متل دی چې وايي په ډيرو قصابانو کې غوا مرداريږي، هغه هم په يو داسې هيواد کې چې دخلکو د علمي او سياسي شعور کچه ټيټه وی په رښييا هم له خلکو دا موکه له لاسه وځی چې څه ډول ښه انتخاب وکړی شی، که سړی د افغانستان مساحت ته وګوري او بيا په دومره زيات شمیر کانديدان وګوری نو رښييا هم سړی ته خندا ورشی، که مونږ وګورو د امریکا د ييکساس ايالت مساحت د افغانستان له مساحت سره برابر دی امریکا سره د دومره لوی مساحت يوازی دوه کانديدان لری خو مونږ سره له دومره کوچنيوالی د څلویښتو په شاه وخوا کې کانديدان لرو.
هغه مهال چې ښاغلی ډاکټر اشرف غنی او ډاکټر عبدالله مناظره ( مناظره وه او کنه خو نوم یی د مناظرې وو) وه له ښاغلی غنی څخه د رياسيي نظام پر ځای د پارلمانی نظام د رامنځ ته کيدو په اړه پوښتنه وشوه سره له دی چې د غنی ځواب قاطع او معقول و خو دا خبره یی له ياده ووته چې ووایی چې افغانستان د کانديدانو لابراتوار کيدلی شی نه د نظامونو، په دی دلیل چې د کانديدانو کثرت باور وکړی چې په خپله د ښاغلی اشرف غنی په څیره هم سيوره غوړولی ده، له هر کانديد څخه چې پوښتنه وکړې چې د هيواد او خلکو د ښیرازۍ له پاره څه پلانونه لرې نو وایی چې له وران هيواد افغانستان څخه به د خپلو پلانونو په تطبیقولو سره جنت جوړ کړم،په اقتصادی،سياسی،فرهنګی او اجتماعی ساحوکې يو بل ته ورته کړنلاری او يا هم د نورو کانيدانو د کړنلارو کاپی له ځان سره لری، دا چې ټول کانديدان په دی ټکی سره يو خوله او يو نظر دی چې ټول هيواد ودانوی د خلکو فقر او غربت له منځه وړی د سولی او ثبات ژمنی کوی نو بيا ددومره زياتو کانديدانو وجود په څه مانا؟
که په رښييا هم دا هيواد او دا اولس درباندی ګران وی او د زړه له تله ورسره مینه لری نو راشئ ددی هيواد د
نجات او ددی جنګ ځپلی ملت د ښیرازۍ او ابادۍ له پاره سره يو موټه او يو خوله شئ، هغه څوک چې په
ریښيينی مانا ستاسو په منځ کې د اولسمشرۍ له پاره مناسب شخص وی پرته له هر ډول توپیري چلن څخه ترې ملاتړ اعلان کړئ، فکر کوم ددې وران او ویجاړ هيواد او ځوريدلی ملت د خلاصون يوازینی لار هم داده چې خپل نظرونه او لاسونه د هيواد د پرمختګ په لار کې سره يو ځای کړئ. دا خو د لمر په شان رڼا ده چې تاسو هريو ګټوونکی نه ياست خو تاوان مو دی هيواد او ملت ته رسيږی هغه ملت چې جنګ او جګړې ترې د ژوند هره خوښی اخیستي ده ولی پرې رحم نه کوئ؟ په ايمان چې هر يو له تاسو ښه پوهيږئ چې څوک وړ او مناسب کس ده خو خبره د بی ځایه غرور او د ځان د من والی ده ، زه وايم چې راځئ نور دا د عناد،کرکې او تعصب عینکې له سترګو وغورځو، په خپلو سترګو حقیقتونه ووینو او په نره پری اعتراف وکړو چې ګواکې فلانی ددې موقف له پاره مناسب او وړ شخص ده. د خدای (ج) په خاطر نور ددې مظلوم او در په در ملت له پاکو احساساتو او ژوری هيوادنۍ مینې ناوړه استفاده مه کوئ،په دې خوار او کړيدلی ملت رحم وکړئ، د هغی افغانی پیغلې، یتيم او کونډی په حال وژاړئ کوم چې همدا مهال د پرديو په کوڅو کې د يوی مړۍ د پيدا کولو په موخه د اوړی په دې سخته ګرمۍ کې لالهانده ګرځی، هغوی هم مینه غواړی، هغوی هم انسانی عاطفه غواړی او هغوی هم داسی چا ته اړييا لری چې اوښکې یی ور پاکې او د خواخوږۍ په نرمه اوله عاطفې ډکه غيږ کې یی ونیسی،بيا هم د خدای په خاطر هغه پیسې چې تاسو یی په تبلیغايي منډو ترړو مصرفوی ددې هيواد په کونډو او یتيمانو یی مصرف کړئ، دغه پیسې چې نن تاسو پيدا کړی د همدې کونډو او یتيمانو د اوښکو او ددوی د پلارانو او خاوندانو د وینو محصول دی، لوی څښتن په ځانو ناظر وبولئ په خپل هيواد او د هيواد په مظلومو خلکو د ترحم لاس را تېر کړئ، لا اوس هم سر د وخت دی له بی ځایه رقابت او له بی ځایه غرور تېرشئ په داسی يو کانديد سره راټول شئ چې هيواد او هيواد مو له شته ستونزو څخه خلاص او د نړۍ د نورو ملتونو په څیر د ارامۍ او سوکالۍ ساه واخلي.
دوهمه ليکنه :
ايا د نظام د شکل په بدلون سره ستونزه حل کيدلی شي ؟
شک نه شته چې هر نظام ښوالی او بدوالی درلودلی شی خو د یو نظام برياليتوب او موفقيت د همغې نظام په چلوونکی پورې اړه لري که چېرې کومه ټولنه او نظام سالمه رهبري او مشرتوب ولري نو شک نه شته چې د نظام هر شکل ښه کيدلی شی خو که د یو نظام په سر کې سالمه رهبری وجود ونه لري نو پرته له شکه چې ښه نظام هم په یو بد نظام بدليدلی شی. ارسطو وایی چې، پر دیموکراسۍ ولاړ رژيم یو ښه رژيم دی خو چې د خپلو اصولو او معيارونو سره سم حرکت وکړی که نه نو ولسواک نظام په یو فاسد او خراب نظام بدليدلی شی يانی په داسی یو نظام بدليدلی شی کوم چې یوازی او یوازی اولس ته فریب او دوکه ورکوی . دا چې دا مهال د اولسمشرۍ او ولايتی شوراګانو د نوماندانو له لوری ټاکنیزی منډی ترړی د چا په خبره چې ښې په جوش کی روانی دی نو دوی هم اولس ته ډول ډول پیغامونه لری چې ځینی یی آن د نظام د شکل د بدلون خبری هم کوی، پوښتنه هم داده چې د افغانستانی اوسنۍ وضعی حالت ته په پام سره ايا د نظام بدلون د هیواد او خلکو ستونزی هوارولی شی که له دی مخکی نور داسی څه شته چې په لومړی قدم کې د هغې غم وخوړل شی؟ ايا د رياستی نظام پر ځای د پارلمانی نظام په وجود راتلل به په هیواد کی د خلکو فقر،بیکاري او نوری بلا ستونزی له منځه یوسی که یوازی او یوازی به رياستی نظام په اشرفی نظام بدل او د خلکو ستونزي به لا پسی زياتی شی، که مونږ زمونږ د پارلمان اوسنی غړي وګورونو شک نه شته چی زياتره یی همدا مهال په ځان جوړونه بوخت دی که ددوی واک لاپسی پراخيږی نو دا به په دې مانا وی چې لا نور به هم زړور او د ځان په جوړونه بوخت شی، له بلی خوا همدا پارلمانی نظام ددې لامل کيدلی شی چې د وخت په تیريدو سره فدرالی سیستم ته لار هواره کړی کوم چې د افغانستان له ویشنې او تجزیی بله مانا نه لري.
نظام نه شي کولای چې پرته له یوې مضبوطی او قوی ادارې د خلکو ستونزی او مشکلا ت ورحل کړی خو د نظام په درست او سم ډول چلول ددې لامل کيدلی شی چې یو بدمرغه او وروسته پاتی ټولنه هم له بدمرغۍ او غربت راوباسي، هغه د ډاکټر اشرف غنی د خولې ژوره او خوږه خبره چې افغانستان د نظامونو لابراتوار نه دی رياستی نظام او پارلمانی نظام دواړه بديدلی شی خو خبره په اداره کی ده چی د ادارې په سر کې څه ډول مشرقرار لری. وخت ددې ده چې د ملت پر ستونزو فکر وشی نه د نظامونو په ډولونو،زما له فکره غوره او ښه کانديد هغه دی چې د نظام پر ځای د یوې ښې او شفافې ادارې په منځ ته راتګ فکر وکړی، داسې یوه اداره چې په هغه کی ملت او اولسونه د خپلو ستونزو د هواری لارې چارې ومومي، دا مهال اولس په اداره کې له شته اداری فساد تر پوزې راغلی آن تر دې چې د قانونی کار د کولو په موخه هم بايد یو څه ورکړې، ملت یوې داسې ادارې ته اړتيا لری چې په ریښتینی مانا پکې قانون د واکمنۍ چانس پيدا کړي،کله چې قانون د واک چانس پيدا کړی نو شک نه شته چې له ټولنې به هر ډول ناخوالی او بدمرغۍ کډي کوی په دې دلیل چې د قانون واکمني دټولنیز عدالت او مساوات ضمانت کوي،دا چې ولې زورواکان د قانون له حاکميت په ویره او منډه کې دی لامل یی هم داده چې قانون د دوی د غیرقانونی ګټو او لاس ته راوړنو مخه نیسی،دا هم په داسی حال کې چې ددوی ټولې ګټې په غیر قاننونی عوايدو ولاړی دی.
د اولس لویه هیله هم له خپلو نوماندانو داده چې هغو مسایلو ته پام واړوئ کوم چې ددې اولس ریښتینی ستونزی دی او هغوی ته په پام سره د اولس ستونزی او مشکلا ت د حل معقوله لار موندلی شی، چې یو هم له دا ډول مهمو مسایلو څخه د قانون واکمنی ده ،ددې پر ځای چې مونږ د نظام په ډول فکر وکړو ښه به داوی چې په هغه څه فکر وکړو کوم چې د نظام د پایښت او قوت لامل ګرځی هغه یوازی او یوازی د قانون حاکميت ده او بس.
ميرولي جان لکڼوال