د دانو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې

 
نن سبا ډیر ځوانان شته د دانو څخه د خلاصون په لټه کې دې. د دانو پیدا کیدل پر بدن باندې ډیر علتونه لرې او د دانو د ورکولو لپاره ډول ډول دواګانې،  کرېمونه او ټیوبونه په بازار کې شته چې ډیر اغیزمن نه دي. د انسان په پوست کې یو ډول غُدي شته چې د سېبم په نامه یو ډول مواد را باسې. کله چې سېبم ډیر زیات سې نو بیا د دانو سبب ګرځې.
د دانو یا ځوانکو د مخنیوې لپاره څلور اسانې او اغیزمنې لارې (د شپې د خوب د مخه):
د هګۍ سپین:
دا د دانو د مخنیوې لپاره تر ټولو اسانه لار ده. دوي یا دري هګۍ واخلی او سپین یې د زیړ څخه جلا کړی او بیا د هګۍ سپین ښه سره ولړۍ (و خوځوۍ). دري یا څلور ځلې یې د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهۍ چې دانې لرې. د هګۍ سپین امېنو اسیډ لري چې دانې له مینځه وړي.
 
د غاښو کرېم:
د غاښو کرېم بیکینګ سوډا یا جوش شیرین، هایډروجن پراوکسایډ، الکهول او مینتول لري چي دانې وچوې، سوروالۍ او خارښت یې له مینځه وړي. د غاښو کرېم دشپي د خوب د مخه د پنبې په مرسته پر هغه ځای ووهۍ چې دانې لري او سهار یې پاک کړی.
 
لېمو:
لېمو ویټامین سې لرې چې دانې ژر په اسانۍ سره وچوې. د تازه او طبیعي لېمو اوبه پر هغه ځای ووهۍ چې دانې لري. که چیرې دا طریقه  تاسو منظمه وکاروی نو نوې دانې به مو هم پر بدن را ونه خیژې.
 
هوږه یا سُرکه:
سُرکه او هوږه د بکټریا ضد خاصیتونه لري، دواړه کولای شي چې دانې له منځه یوسې.
ډاکټر عبداللطیف قاضیزاده - چین