
کله مو هم فکر کړی چې دفتر، پوهنتون، ښوونځی یا بل ځای ته د تلو لپاره مو یوه وسیله په خپل بکس یا کڅوړه کې ولری او پارګینګ ته هیڅ اړتیا و نه لری؟
یوه چاپانې انجینیر د کیونیاکو سایټو په نامه او د هغه ټیم په کوکاو موټرز کې د لپ ټاپ په اندازه یوه لیږدونکې وسیله جوړه کړې چې وزن یې تر اوه پاونډه (دري کیلو ګرامه) هم کم دی او د واک کار په نام یادیږې. دا وسیله په اسانۍ سره په یوه بیک یا لاسي بکس کې لیږدولای شو. دا وړوکی موټر څلور ټیرونه لري او سکیټ بورډ یا د سکیټ تختې ته ورته والی لري. دا وسیله د لېتیم په بټریو باندې چلیږې او تر یو سل او شل کیلو ګرامه پورې وزن لیږدولای شې . چلونکۍ کولای شې چې وزن د یو اړخ نه بل اړخ واړوې او دا وسیله کنټرول کړې.
د دې وړوکې موټر تیزوالی هم په یوه ساعت کې تر لس کیلومټره پورې دی او کله چې د دري ساعتو لپاره چارچ شې بیا تر یوولس عشاریه دوه کیلومټرو پورې تلای شي. عبداللطیف قاضیزاده