د ننګرهارمعارف که د لوټمارۍ رياست؟

 

 
د ننګرهارمعارف که د لوټمارۍ رياست؟
فرياد ننګرهاری
 
په يو هېواد کې تر هرڅه ډېر اهميت تعليمي سيستم لري،که يو هېواد پرمختګ هم کوي نو د پوهې پر بنسټ به يې کوي او که شاتګ هم کوي نو د پوهې کچه به يې ټيټه وي.
له دويمې نړيوالې جګړې را وروسته جاپانيانو خپله ٧٠ فيصده بوديجه پوهنې ته ځانګړې کړه او د هماغې ٧٠ فيصدې بوديجې زور و  چې نن يې جاپان د نړۍ لسو پر مختلليو هېوادونو په کتار کې راوستى.
زموږ په هېواد کې هم د پوهنې يو پرمختللي سيستم ته اړتيا ده کله چې په هېواد کې موقته،انتقالي او منتخبه دوره راغله نو د نړيوالو او افغانانو ډېر تاکيد د پوهنې پر سيستم و چې پوهنې ته بايد ډېره پاملرنه وشي،نوى سيستم جوړشي،کتابونه چاپ شي او ... نوي کتابونه هم چاپ شول،نصاب هم جوړشو او لا هم کار روان دى څو  افغانستان د پوهنې نصاب او سيستم له نړيوالو  نورمونو سره سم يو سيستم برابر کړي.
که د پوهنې د سيستم لپاره هر څومره هلې ځلې وشي خو چې په راس کې مسلکي او شفاف کدرونه نه وي بيا هم هېڅ کار کېدونکى نه دى.
تاسو ته ښايي  دا ليکنه تردې ځايه ستړې کوونکې وي او يابه مو ورته زړه تنګ شوى وي خو زه اوس خپلې اصلي موضوع ته راګرځم او له سريزې تېرېږم.
د ننګرهار د پوهنې رياست ته که څه هم ډېرې  مرستې او کمکونه راغلي او راځي او يو څه کار هم ورته شوى خو لاهم يې په  راس کې  داسې څوک نه دى راغلى چې د زړه له اخلاصه کار وکړي او يوشفاف او ټولنيز څوک وي.
ما دپوهنې ښاغلي ريس صيب پسې له پخوانه ځينې خبرې او ګونګسې اورېدې خو زما پرې يقين نه راته،ما څلور ځله پر هغه شوې ليکنې  او هغه بېلګې چې خلکو پرې راوړې وې دروغ ګڼلې وې او د خلکو دا ادعاوې چې چابه ويل له ښځو سره نا مشروع اړيکې لري،چابه ويل چې د پروژو او نورو غلاو کې له صديق پتمن سره شريک دى او چا به ويل چې حنيف اتمر ته کار کوي،چابه ويل چې د ولايت له چارواکيو سره شريک دى ځکه هرڅه کار چې وکړي څوک ورته څه نه وايي او چابه ويل ...
زه اوس پوه شوم چې د پوهنې ريس په ټولو کارونو کې لاس لري او هرڅه چې خلک ووايي زه يې ورسره منم.
تېره ورځ ما په نېټ کې د ننګرهار د پوهنې ريس پسې يوه ليکنه ولوسته چې په کې يې ليکلي و،د پوهنې ريس حنيف اتمر ته کار کوي او له ځينو خلکو سره نا مشروع اړيکې لري او د بېلګې په ډول يې راوړي و چې د حنيف اتمر د هرکلي په نوم يې له يوې لېسې څخه د څو تنو انجونو غوښتنه کړې وه چې د ليکوال پر وينا غوښتل يې ... نو دلېسې د چارواکيو له سخت غبرګون سره مخ شوى و.
تاسو پوهېږئ چې ولې يې اوس زه ټولې خبرې منم ما هم د خپلو پلټنو په ترڅ کې دغسې شواهد او اسناد تر لاسه کړل او په دې يقيني شوم چې هغه هرڅه کوي او بله لا دا چې د افغانستان لوى څارنوالۍ د ننګرهار استناف څارنوالۍ ته  يو مکتوب صادر کړى چې په هغې کې يې څو قضيې بيان کړي او د پوهنې ريس د نيول کېدو غوښتنه يې په کې کړې ده،زه ستاسو پام  د يقين او ښه پوهېدنې په موخه رابولم د هغه مکتوب کاپي ته چې په غور سره يې ولولئ او خپله پرېکړه وکړئ.
لومړى دا چې د پوهنې ريس په ښار کې د څو ښوونځيو د سرپنا لپاره د ننګرهار له والي په پچيراګام ولسوالۍ باندې د چارتراشو د څلور بار لاريو امر اخيستى و چې هر موټر يې پر يوه سوداګر باندې په درې نيم لکه افغانيو خرڅ کړى او دويم دا چې  ١٥٠٢٣ ،٥٠ کيلويي بوجۍ غنم يې د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ته کومې موسسې مرسته کړې وه چې ٩٩٦ بورۍ په موسسه کې د جيلاني په نوم د پوهنې رياست استازي،د شېرزادو د پوهنې مدير او د ننګرهار د پوهنې ريس ترمينځ تقسيم شوي او پر يو سوداګر پلورل شوي. بله يې داچې همدغه ريس صاحب د ننګرهار د سړو سيمو د ښوونځيو لپاره د څو ميليونو افغانيو د سون لرګي او بخارۍ واخيستې خو هغه هم په داسې وخت کې چې ژمی وتلی و او هر څه ده ته پاتې شول چې نه يې لرګي معلوم شول او نه پيسې.
داخبره تر څارنوالۍ رسېدلې دېته ورته ډېرې نورې خبرې هم شته چې لا تردې دمه پټې پاتې دي چې وخت به يوه يوه  رابر سېره کړي او يوه ورځ به د پوهنې ريس تر نرمې ژبې لاندې سخت ټول کارونه لکه لمر هسې راوځليږي او ټول ولس به پرې خبر شي نو وړاندې له دې چې ټولې خبرې را برسېره شي نو د استناف څارنوالۍ ته په کار ده چې سر له اوسه د پوهنې پر ريس صادر شوى مکتوب وڅاري او خپل لازم اقدامات وکړي او کنه څارنوالۍ هم چوپ پاتې شوه نو بيا خو ښکاره ده چې غوا توره او شيدې سپينې چې د څارنوالۍ چارواکي هم ورسره شريک دي او هغوى يې ملاتړ کوي.