کابل ته مه لېږي بمونه

راځي راټول شي،سره جوړشي،دښمني پرېږدي سره کورشي
ټوپکې کېږدي،دورورۍ ورکړي لاسونه
کابل ته مه لېږي بمونه
په دښمني هيڅ نه جوړېږي،داخپل وطن موپرې ورانېږي
نفاق دې ورک شي يوله بل موبيلوينه
نورورته مه لېږي بمونه
راځي په خپلوکې سلاشي دښمني پرېږدي اوپخلاشي
غېږې کړي خلاصې يودبل مچ کړي مخونه
کابل ته مه لېږي بمونه
ټول مودوستان پرې خفه کېږي،په مردکونه خوشحالېږي
نورپه وطن کې دباروتوپه ځاي وشيندي ګلونه
نورورته مه لېږي بمونه
داموميراث دپلارنيکودي،هم موستروياړدتاريخودي
دڅه لپاره ورانوي خپل تاريخونه
کابل ته مه لېږي بمونه
کابل دي کوردعالمانو،هم دمظلومويتيمانو
پکې اوسېږي دهيوادواړه قومونه
نورورته مه لېږي بمونه
په سرزوري نه پوره کېږي، له خودخواهي څه نه جوړېږي
ځان ځانې پرېږدي په اولس وکړي فکرونه
کابل ته مه لېږي بمونه
اوس کابل جان ټول په ژړاده،ورځينې جوړه کربلاده
زړه يې زخمي ده ترېنه کېږي هجرتونه
نورورته مه لېږي بمونه
راځي راټول شي سره جوړشي، لږدزخمي زړه په ټکورشي
کينې مولرې کړي په صدق وکړي لفظونه
کابل ته مه لېږي بمونه
په سوله ټول خوشحاله کېږي،(امين زى)کورموودانېږي
په جنګ جګړوموخپل دوستان له منځه ځينه
نورورته مه لېږي بمونه
کابل ته مه لېږي بمونه