فیمینېزم په افغانستان کې؛ تصادف که پلان شوې پروژه؟

  لیکنه: کامران ملِک، د اسلامي نړیوال پوهنتون، د اسلامي بانکداری د ماسټری درجی محصل
د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر یوولسمې له پېښو وروسته په افغانستان کې نوی سیاسي باب پرانیستل شو. دغه مهال ټولنه کې داسې نوی فرهنګ معرفي شو چې پخوا یې مخېينه نه وه لیدل شوې. افغانستان په دې پړاو کې د یو لړ نوو ټولنیزو او سیاسي مفاهیمو د معرفۍ او سیالۍ ډګر شو. د بهرنیانو او مرسته کوونکو هېوادونو له خوا د راغلو مرستو د کارونې یوه برخه په ټولنه کې د نوي فرهنګ ملاتړ او وده وه. نوي سیاسي نظام د ځینو مثبتو کارونو ترڅنګ د نړیوالو د فشار له امله یو لړ داسې خطرناک مفاهیم او افکار چې د افغانستان له ملي او دیني اصولو سره په ټکر کې ول هم رامخې ته کړل چې له هغې جملې څخه د جنډر او فیمینیزم مفاهیم دي.
فیمینېزم څه شی دی؟
فیمینېزم د شلمې پيړۍ د پنځوسمو کلونو په وروستیو كې په امریکا کې د يو منظم خوځښت په توګه را ښکاره شو.دا هغه فكري، سياسي، ټولنيز او د بيلا بيلو افكارو او تګلورو پر بنسټ ولاړ خوځښت دى چې هدف يې ټولنيز او فرهنګي بدلونونه را منځ ته كول دي او د نر او ښځې ترمنځ د اړيكو د څرنګوالي د بدلون لپاره كار كوي، ستراتيژيكه موخه يې د ښځې او نر تر منځ بشپړ مساوات راوستل دي. داسې مساوات چې لومړی خو د پلي کېدو وړ نه دي او که عملي هم شي، ټولنه به له داسې کړکېچ سره مخ کړي چې ټولنیز نظام په ټپه وردوي. په دې اړه دوی د نر او ښځې دواړو جنسونو تر منځ د دښمنۍ او كركې اچونې څخه كار اخلي، او بالآخره د دين ، ژبې، تاريخ او كلتور نوې بڼه رامنځ ته كول غواړي.
فیمینیزم په هکله دا لاندې وګورئ:
http://www.eslahonline.net/?p=166
جنډر څه ته وايي؟
همدارنګه جنډر د نارينه او ښځينه تر منځ هغه اجتماعي، سياسي، فرهنګې او ديني اړيکي دي چې د تاريخ په اوږدو کې دانسان له خوا رامنځ ته شوي دي.
د جندر مساوات څه ته وايي؟
د جندر پلويان وايي چې د جندر د مساوات معنا دا ده چې د نارينه او ښځينه تر منځ د حقوقو او مسؤوليتونو ويش بايد د جنس- نارينه يا ښځينه توب- پر بنسټ ونشي، بلکې دواړو ته بايد د ژوند په ټولو ډګرونو کې سره برابر فرصتونه ورکړل شي، او په دې توګه دغه خوځښت، لکه څنګه چې د هغو توپيرونو پر ضد مبارزه کوي چې د ټولنې لخوا د نارينه يا ښځينه لپاره د حقوقو يا دندو په توګه ټاکل شوي دي ، په همدې ډول دين هم يوه ټولنيزه پديده گڼي، او د دين لخوا ايښودل شوي توپيرونه هم نه مني، او پر ضد يې کلکه مبارزه کوي.
د جنډر مساوات ظاهراً ښه زړه راښکونکی شعار دی. لومړی، دوه جنسونه، له خاصو ځانګړنو سره نه شو کولای پرتله کړو. لکه څرنګه چې د دوی جوړښت، فطرت او طبیعتونه سره بېل دي، همداسې يې مسوولیتونه هم د وړتیاوو په پام کې نیولو سره متفاوت وي. مسلمان مفکرین تل پر دې ټینګار کوي، چې اسلام حقونه برابر وېشلي، هغه څه چې اسلام یې برابر نه وېشي د مسوولیتونو حجم او شکلونه دي. یو نارینه نه شي کولای د ښځې دندې په ښه ډول ترسره کړي او همدا راز یوه مېرمن د نارینه وو مسوولیتونه نه شي ترسره کولای.
د جنډر په هکله دا لاندې ليکنه وګورئ:
http://www.eslahonline.net/?p=199
د مېرمن شېنن ګېلپن پروژه څه ده؟
میرمن شېنن ګېپلن ۴۴کلنه امریکايۍ ټرېنره او د “افغان بایسکېلونو” فلم پروډیوسره ده چې فلم یې غالبا لا رسنیو ته نه دی راوتلی. ګېپلن په افغانستان کې د هغې پروژې مسووله ده، چې هڅه کوي افغانو نجونو ته داسې روزنه ورکړي چې وکولای شي دغه امریکايۍ مېرمن له خپلو افغانو نجونو زده کوونکو او نارینه وو ټرېنرانو سره د افغانستان په غرونو کې بایسکل چلوي. نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د نیشنل جیوګرافیک چېنل له خوا خطر منونکې ښځه هم ګڼل شوې وه. نوموړې د نړیوالو فیمنیستانو غړیتوب لري او د کرزي حکومت څخه یو څو کاله وروسته ښځو ته حقوقو ورکولو په بهانه له امریکا څخه افغانستان ته راغله او هلې ځلې یې شروع کړې ترڅو افغاني میرمنې بایسکل چلولو ته وهڅوي.بایسکل وچلوي. په افغاني ټولنه کې د ښځو بایسکل چلول دود نه دی. آغلې ګېپلن هڅه کوي، د نارینه وو ټرېنرانو په واسطه بایسکل چلوونکې نجوني وروزي تر څو په افغانه ټولنه کې دا نوی فرهنګ دود شي. دغه امریکايۍ مېرمن له خپلو افغانو نجونو زده کوونکو او نارینه وو ټرېنرانو سره د افغانستان په غرونو کې بایسکل چلوي. نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د نیشنل جیوګرافیک چېنل له خوا خطر منونکې ښځه هم ګڼل شوې وه. نوموړې د نړیوالو فیمنیستانو غړیتوب لري او د کرزي حکومت څخه یو څو کاله وروسته ښځو ته حقوقو ورکولو په بهانه له امریکا څخه افغانستان ته راغله او هلې ځلې یې شروع کړې ترڅو افغاني میرمنې بایسکل چلولو ته وهڅوي.
ګیلپن له ۸ کالو راهیسې په افغانستان کې په مختلفو پروژو کار کوي چې اصلي محور یې د ښځو حقوق مربوط دي، دغه پروژې د امریکا او ملګرو ملتونو لخوا حمایه کیږي چې یو له دغې پروژې څخه د ( (Mountain to Mountainبایسکل چلولو یې ستره پروژه ده.
 
Shannon-Galpin1
 
په ۲۰۱۲ کې نوموړی چې کله خبره شوه چې افغانستان د نارینه وو بایسکلونو چلولو ټیم لري نو د کوچ سره یې د خبرو اترو وروسته د لس کلنو نه تر ۲۰ او ۲۵ کلنو پورې میرمنې پیدا کړې او دوی سره یې په شریکه دا پروژه شروع کړه. نوموړی میرمنې اوس د کابل په کوڅو کې په تنګ لباس او ګروپي شکل بایسکلونه چلوي.
شینن فکر کوي چې افغانستان د نړۍ یو له هغه هیوادونو څخه دی چې میرمنو سره پکې زیات ظلم کیږي او د میرمن اواز پکې نه اوریدل کیږی او نوموړي زیاتوي که افغاني میرمنې ازادي غواړي نو بایسکل چلول دې شروع کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې ایا د اجتماعي انصاف لپاره بایسکل چلول اساسي حقوق جوړیدای شي؟
ایا داسې پروژی چې افغاني او اسلامي حساسیتونو خلاف وي، د ښځو حقوق جوړیدای شي؟
اصلي خبره دا ده چې اول باید یو فرد پدې پوه شي چې د هغه یا هغې اساسي حقوق څه دي؟
د دې لپاره چې په خپلو اساسي حقوقو پوه شو باید خپل ځان وپیژنو او پدې پوه شو چې کوم حقوق او په کومو حدودو کې هغه ترلاسه کړو. له ټولو مهمه مسله د تعلیم ده،
شینین ګلپین او دې میرمنی ته ورته نور باید پدې پوه شي چې هغه اساسي ستونزی چې افغانان او خصوصا افغاني میرمنی ورسره مخ دي هغه د تعلیم حق دی. ترڅو چې یوه میرمنه د تعلیم په جامو ځان سینګار نکړي د بایسکل چلول، د میرمنو تنګ لباس کول او یا اوسپنیز جاکټ اغوستل د هغوی حقوق نشي ورکولای.
شینین ګلپین او دې میرمنی ته ورته نور باید پدې پوه شي چې هغه اساسي ستونزی چې افغانان او خصوصا افغاني میرمنی ورسره مخ دي هغه د تعلیم حق دی. ترڅو چې یوه میرمنه د تعلیم په جامو ځان سینګار نکړي د بایسکل چلول، د میرمنو تنګ لباس کول او یا اوسپنیز جاکټ اغوستل د هغوی حقوق نشي ورکولای.
 
ترڅو چې د ټولنی یو فرد تعلیم ونلري نو هغه به څرنګه د ښه او بد ترمنځ تفکیک وکړي او پدی به څنګه پوه شي چې د هغه حقوق څه دي، څومره به ښه وای چې د بایسکلونو پرځای افغاني میرمنو ته د تعلیم زمینه برابره شوای وای.
خو شینین ګلپن دا کار هیڅکله نکوي ځکه چې د فیمنیستانو هدف د یوې ټولنی پرمختګ نه بلکې په ټولنه کې د ټولنی افرادو ترمنځ واټن زیاتول وي او بس.
بله مسله د یوې ټولنې په بلې ټولنې د خپلو اصولو د منلو ده. په امریکایې ټولنو کې د ښځې رول او کارونه د افغانستان په پرتله فرق کوي، افغاني ټولنه مسلمانه ده او امریکایې ټولنه مسلمانه نده نو بیا د یوې نا مسلمانې ټولنی په مسلمانې کې مداخلت او د هغوی دیني او ملي ارزښتونو ته په نه کتلو سره کار کول افغانانو ته د برداشت وړ ندي.
امریکا داسې یوه ټولنه ده چې هلته هره دوه دقیقو کې له یوې بی ګناه ښځې سره جنسي تیری کیږي چې میرمن شینی ګیلپن هم د همدې جنسي تیري ښکار شوی. د نورو مالوماتو لپاره لاندې لینک وګورئ:
https://rainn.org/get-information/statistics/frequency-of-sexual-assault
 
 
Shannon-Galpin1(2)
 

دغه فیصدي الحمدلله په افغانستان کې په نشت حساب ده نو میرمن شینن ګلپین افغان میرمنو ته هم د امریکا په سترګو ګوري. افغانستان داسې یو هیواد دی چې میرمنې په عمومي توګه د ډیرو نعمتونو څخه برخمنی دي. افغاني میرمنې هم د خور، د میرمن او مور په حیث بیل حقوق لري. د مثال په توګه په افغانستان کې د یوې مور قدر کول یو ځوی یا لور ته د ثواب او فخر خبره ده خو برخلاف په امریکایې او غربي ټولنو کې مور او پلار فقط د سپین ګیرتوپ په عمر کې خپل ځانګړی قدر او احترام لري کوم چې د اسلامي او افغاني ټولنو په پرتله هیڅ هم ندی. نور هم داسې بی شمیره مثالونه شته چې دا موږ ته څرګندوي چې افغاني میرمنی هغسی ندي څنګه چې غربیان او امریکیان فکر کوي.
په راتلونکی برخه کې به هڅه وکړو ترڅو ګلپین او د نورو فیمینستانو له هغه پروژو څخه پرده پورته کړو چې ګویا دوی د فیمینزم په خپرواي کې د نارینه وو ملاتړ لپاره هم کار کوي او د هغه سرویګانو او ویبسایټونو په هکله به هم خبره کوو چې دوی د همدې کارونو د پرمختګ لپاره په کار اچولي.