په يوګندا کې د زړه ناروغان

 
ژباړه او لنډيز: محمد اشرف ياد
په پرمختللو هېوادونو کې زرګونه خلک د زيږېدلو په وخت د زړه ناروغي لري، په ځينو نورو کې بیا د ځوانۍ پر مهال د زړه ناروغي پېدا کېږي، امریکايي ډاکټر کریګ سیبل د دا ډول ناروغانو سره مرسته کوي، نوموړی دکوچنیانو د زړه د ناروغۍ ډاکټر دی، د لسو کالو څخه زیات وخت کيږي چې د کوچنیانو د تداوۍ په موخه د یوګندا هېواد ته سفر کوي، هغه وايي ( زه ډېر تعجب کوم چې کله د ناروغانو د انتظار خونې ته لاړ شم، د 50 څخه تر 100 تنو پورې کوچنیان منتظر ناست وي، که دوی پخوا دلته راغلي وای نو ډېر ژر به يې درملنه شوی وای، اوس هم د هغوۍ د درملنی چانس شته)
ډاکټر سیبل ناروغانو ته لومړیتوب ورکوي خو تر څنګ يې یوګندايي ډاکټرانو ته د عملیاتو د بېلابېلو پړاونو په اړه روزنه هم ورکوي.
په ځنې پېښو کې د امریکايي ډاکټرانو په مرسته یوګندايي او امریکايي ډاکټران یو ځای په علمیاتو کې برخه اخلي، خو ځنې وخت یوازې یوګندايي ډاکټران هم عملیات ترسره کوي.
ډاکټر سیبل د خيریه بنسټونو سره کار کوي، هغه په يوګندا کې د 500 څخه زیات یوګندايي ماشومانو عملیات کړي دي، چې 95 سلنه يې بریالي وو، نوموړی زیاتوي چې دا فیصدي په امریکا کې د زړونو د بریاليو عملیاتو سره برابره او د هغې په شان لوړه ده، زه چې کله په 2002 م کال کې راغلم، دلته دا ډول هيله نه وه، مګر که تاسو د کوچنیانو او د هغوئ د پلرونو سترګو ته وګورئ، نو تاسو به پوه شئ چې د هغوئ په ژوند کې د بدلون راوستلو په موخه څومره کار ته اړتیا ده.
ggggggg په يوګنډا کې د زړه ناروغان/محمد اشرف ياد په يوګنډا کې د زړه ناروغان/محمد اشرف ياد ggggggg
د ډاکټر سیبل شتون د یوګندا خلکو ته ډاډ ورکوي چې دا کوچنیان به ډېر ژر روغ رمټ شي، نوموړی د یو کوچني په اړه وايي:
ددې کوچني د زړه د لاندېنيو دوه دهلېزونو تر منځ ډېر لوی سوری شتون لري، ددې سوري له امله اضافي وینه شوشونو ته ځي چې د وينې دا ډول توليدي جریان د بدن څخه خارجيږي او د زړه کار سختوي.
ناروغان باید لس ساعته انتظار وباسي، 20 ساعته باید په بس کې سفر وکړي تر څو تر مونږ را ورسيږي، دوی پوهېږي چې د دوی ناروغان زمونږ په شتون سره کولی شي په ځوانۍ کې د مرګ او ژوند تر منځ په یو نارمل حالت کې درملنه تر لاسه کړي، رښتیا هم ددې لويې هيلې د پوره کېدا او ددې تشې د ډکېدا لپاره چې څه لرو، ترې کار اخلو او هڅه کوو چې دا کوچنیان دلته هغه درملنه ترلاسه کړي کومې ته چې دوی اړتیا لري.
په یوګندا کې د ډاکټر سیبل له لوري لومړی ځل په 2007 م کال کې د زړه سرجري ترسره شوه، دا عملیات يې په هغه کوچنیانو ترسره کړل چې پېداېښتي يې د زړه د سوري کېدو ، د رګونو د بندېدو او د زړه د والونو د ليګ کېدو ناروغۍ درلودې، دا ډاکټر په کامپالا کې د یوګندا د زړونو د ناروغیو انسټيټيوټ سره کار کوي چې د موګولا روغتون په چوکاټ کې فعال دی.
American Doctor.do په يوګنډا کې د زړه ناروغان/محمد اشرف ياد په يوګنډا کې د زړه ناروغان/محمد اشرف ياد American Doctor
ډاکټر سیبل وايې چې یوګندا اوس د زړه د ناروغيو يو ډېر ښه کاري ټيم لري او دا هېواد د افريقا د سهارا دښتې د درېو هېوادونو څخه دی چې د زړه د ناروغيو درملنه پکې د کورنيو ډاکټرانو له لوري ترسره کېږي، په ګانا او کېنيا هېوادونو کې هم د زړه عملیات د ځايي ډاکټرانو له لوري شوني دي.
توالېب اليکو یوګندايی ډاکټر دی هغه وايي:
ما د ډاکټر سيبل څخه ډېر څه زده کړل، هغه د کوچنیانو سره مينه لري او هاغه ناروغانو ته لومړيتوب ورکوي چې په نورو ځایونو کې د زړه د درملنې وس نه لري چې دا د زړه د ناروغانو لپاره يو ډېر ښه سهولت دی، داسې ده لکه یو څوک چې بیا ژوند بیامومي، سيبل هاغه مهال دا پروګرام زمونږ په هېواد کې پېل کړ چې مونږ پخپله دا ډول عملیات نه شول ترسره کولای، خو اوس مونږ خپل هدف ته رسېدلي یو او په خپل هېواد کې پخپله عملیات ترسره کولی شو، چې دا زمونږ لپاره يو ډېر فوق العاده کار او لاس ته راوړنه ده.
ډاکټر سيبل وايې چې تر هغې به د یوګندا د طبي ټيم سره خپل کار ته دوام ورکړي تر څو هغوئ وکولی شي په يوازې ځان ناروغان تداوي کړي، هېله لرم چې دا پروګرام د سيمې په کچه په یوه نمونوي پروګرام بدل شي، د نړۍ په نورو پرمخ تلونکو سيمو کې ګټورې څېړنې ترسره او د پروګرامونو په پلي کولو کې نوښت رامنځ ته کړي او هم په راتلونکې کې دا کار کوونکي په مرستندويه مخکښانو بدل شي، د همدې موخې لپاره اراده لرم چې ډېر ژر بېرته یوګندا ته ستون شم.