
اعلى سرقومندان څوكۍ له منځه يوړه، له دې او په بلوچستان كي د پاڅون د ځپلو په موخه د قطعو د ځاى پر ځاى كولو له غوښتني څخه يې پوځ ناراضه سو. همدا مهال يې له شوروي اتحاد او چين سره د دوستانه اړيكو ټينګول پيل كړه او ځان يې له لوېديځ او امريكې څخه پر ګوښه كولو كړ.
د ۱۹۷۷ په جنوري كي بوټو د دوو مياشتو دننه د ټولټاكنو ترسره كولو اعلان وكړ، نويو سياسي ګوندونو د پاكستان نېشنل الاينس (پي اين اې) يعني د پاكستان ملي پيوستون په نوم ايتلاف جوړ كړ.
د تاوتريخوالي ډكو انتخاباتو كي بوټو او د پيپلز ګوند بشپړ برى ترلاسه كړ، خو د درغليو او فساد نيوكي رامخي ته سوې، په كراچي او نورو ښارونو كي كړكېچ رامنځته ته سو، بوټو پوځي واك نافذ كړ او د تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يې پوځ راوغوښت، هغه پي اين اې ته د ځينو مراعتونو وړانديز وكړ خو هغوى د نويو انتخاباتو آ خوا د بل څه له منلو انكار وكړ.
په جولاى كي پوځ چي په ټول هيواد كي له اخ او ډوبه اندېښمن وو، د جنرال محمدضياءالحق په مشرى كي پاڅون وكړ او بوټو يې له واكه ليري كړ، هغه يې زندان ته واچاوه او په ۱۹۷۴ كي يې د يوه سياسي سيال د وژلو په تور محاكمه كړ او د مرګ سزا يې ور ته واورول، د را وروسته كال په اپرېل كي يې نوموړى پانسۍ كړ.
ضياءالحق يو احساساتي مسلمان وو، چي په هيواد كي يې د جرمونو په وړاندي اسلامي سزاوي نافذي كړې، هغه په ۱۹۴۷ كي د پاكستان له منځته راتګ وروسته د دوه مركز ځاى لرونكيو اسلامي خوځښتونو، مسلم ليګ او جماعت اسلامي ملاتړ ترشا درلود. يو كال وروسته هغه د مسلم ليګ او نورو مذهبي ګوندونو له غړيو څخه كابينه جوړه كړه او د ۱۹۷۸ په سپټمبر كي يې د ولسمشر دنده پر غاړه واخيسته، د ضياءالحق د واكمنۍ له امله پوځ يو ځل بيا د كورنيو او بهرنيو چارو ترڅنګ د هيواد په ډيرو چارو واك ترلاسه كړ چي له امله يې سياسي ګوندونه ناهيلي سوه په پايله كي يې مسلم ليګ او جماعت اسلامي د ضياءالحق له ملاتړه لاس واخيست.
په دې سره ضياءالحق يوازي سو، د امريكا او كارټر له حكومت سره خرابېدونكو اړيكو له امله دا وضعه نوره هم خرابه سوه، د كارټر حكومت د پاكستان له اټومي پروګرامه په وېره كي وو چي له همدې امله يې له پاكستان سره خپلي پوځي او اقتصادي مرستي ودرولې. خو د ۱۹۷۹ په پيل كي د افغانستان مخ پر كړكېچ وضع د امريكا لپاره د ډيري علاقې وړ وګرځېده.
ژورناليست پيټر نائس وينډ د واشنګټن پوست د ۲ فبرورۍ په ګڼه كي ليكلي وه چي پاكستان هغه مهال د افغان دولت ضد چركيانو ته مرسته وركول او هغوى د پاكستاني پوځ په پخوانيو اډو كي ساتل كېده، كله چي له ضياءالحق سره تر خبرو وروسته ورڅخه غوښتنه وسوه چي له افغانستان څخه د شوروي د ايستلو لپاره دي پاكستان د لومړۍ ليكي رول ولوبوي، نو هغه له امريكې سره د اړيكو ښه كولو لپاره سمدلاسه دا غوښتنه ومنله او په دې توګه يې د امريكې پرله پسې مرسته باوري كړه، د ولسمشر كارټر له لوري افغان مقاومت ته د پټي مرستي وركولو له منظورۍ څو مياشتي وروسته سي آى اې د خپلي پټي څانګي له لاري د ترسره كېدونكو چارو جزيات ترتيب كړل.
ډي ډي او د ۱۹۶۰ په لسيزه كي د كيوبا، ويټنام، الاؤس، كمبوډيا او تبت په ګډون په ډېرو هيوادونو كي پټي چاري ترسره كړي وې، په كيوبا كي د عملياتو د ورانوونكو پايلو څخه د سي اى اې نوم بد سو. همدا راز په برما كي د ملتپالو چينايي پوځونو سره چي د تړاو د خبرونو له خپرېدو څخه هم سي آى اې پر نوم داغ پرېووت. ځكه نو وپتيېل سوه چي له افغانانو سره به د سي آى اې هيڅ كاركوونكى ونډه نه اخلي، پلان دا و چي د مسلمانو تندلارو پوځ ته د شوروي نيواكګرو ځواكونو په وړاندي د يوه اوږده او ګران جنګ لپاره روزنه وركړل سي، په دې چاره كي د سي آى اې د نېغ لاس درلودني له توره ساتل كېدني په خاطر پرېكړه وسوه چي امريكه به د پاكستاني پوځ، افسرانو او سرتيرو ته روزنه وركوي چي هغوى به مه په وړاندي د افغان چريكانو ته چي مجاهدين يې بلل روزنه او لارښوونه كوي.د روزني وركولو لپاره ډي ډي او ته اړينه وه چي د امريكې پوځ د ځانګړو عملياتو د ځواك، په تېره پنځم ځانګړى ځواك ډلي او د امريكې د سمندري ځواك، هوا او ځمكي ټولګيو مرستي هم ترلاسه كړي، دا ډلي تر ډېره په ويټنام، لاؤس، كمبوډيا او نورو ځايونو كي د پټو عملياتو وړ خلګ وه. د روزني تر بشپړوني وروسته افسران او سرتيري بيرته پاكستان ته لېږل كېده چيري چي هغوى په آى ايس آى كي شامل كېدل.
آى ايس آى په ۱۹۷۱ كي د ډايركټور آف آنټيليجنس بورډ پر ځاى رامنځته سوې وه، د دې مركزي دفتر په اسلام آباد كي وو او دندي يې يوازي د پاكستاني پوځ د پوځي استخباراتي څانګي له خوا د جاسوسي اطلاعاتو د راغونډوني په كار كي د اړيكو د تنظيمولو پوري تړلي نه وه هغسي چي له نومه يې څرګندېږي، بلكي بهرنۍ او كورنۍ جاسوسۍ يې هم كولې، د ځينو راپورونو له مخي د دې شپږ څانګي وې.
۱_جوانيټ انټيليجنس: (جي آى ايكس، د دې څانګي دنده جاسوسي اټكل او د خطرونو د تخمين چمتو كول او د آى ايس آى ټولګيو ته د انتظامي مرستي وركول دي.
۲_جوانيټ انټيليجنس بيورو (جي آى بي) دا سياسي جاسوسي كوي او درې څانګي لري چي پكښي د يوې دنده د هند په وړاندي د عملياتو ترسره كول دي.
۳_جوانيټ كاؤنټر انټيليجنس بيورو (جي آى بي) دا څانګي په منځني ختيځ، سويلي آسيا او چين كي جاسوسي كوي او د هيواد دباندي پر پاكستاني ډيپلوماتانو نظر ساتي.
۴_جوانيټ انټليجنس نارت: (جي آى اين) دا په جمو او كشمير كي پټ عمليات كوي.
۵_جوانيټ انټيليجنس مسكي لينس (جي آى ايم) دا د سمند آ خوا جاسوسي كوي.
۶_جوانيټ سګنلز انټيليجنس بورډ (جي ايس آى بي) دا سګنټ عمليات كوي چي د دې موخي لپاره يې د هند سره پر پوله د مركزونو لړۍ ځاى پر ځاى كړې ده او د دې ترڅنګ د كشمير مسلمانو جنګياليو ته د مخابراتي سنګنل مرسته وركوي.
لكه چي په پيل كي وويل سول آى ايس آى د څه مودې لپاره د افغان دولت مخالفو چريكانو ته وسله او روزنه وركول، د شوروي د يرغل سمدستي وروسته جنرال ضياءالحق تورنجنرال اختر عبدالرحمان د آى ايس آى نوى عمومي مشر وګماره، كله چي ضياءالحق د شوروي خطر څخه د مخنيوي لپاره له ده څخه رايه وغوښته ده مشورې وركړې چي پاكستان دي افغان مقاومت ته هره شونې مرسته وركړي، په دې سره به نه يوازي د پاكستان بلكي د اسلام دفاع هم وسي، د سي آى اې د عمومي مشر په څېر اختر عبدالرحمان هم محسوسه كړې وه چي اوږدمهاله چريكي جنګ به د شوروي اتحاد لپاره ويټنام سي، د ده نظر دا و چي پاكستان مجاهدينو ته بايد يوازي وسله او سامان نه بلكي روزنه، عملياتي جاسوسي او لارښوونه هم وركړي او د دې موخي لپاره په سرحد صوبه كي اډې جوړي سي چيري چي نه يوازي بايد دوى ته روزنه وركړل سي بلكي له هغوى سره په افغانستان كي دننه عمليات هم وكړي، ضياءالحق د دې وړانديزونو منظوري وركړه او اختر عبدالرحمان سمدلاسه د آى ايس آى افغان بيورد (څانګي) ته وسپاره، چا ته چي د مجاهدينو په عملياتو كي د مخابراتي بيوري او لوژستيكي مرستو وركولو دنده ورترغاړي وه. د دې دفتر په اوجړۍ كمپ كي وو، چي د راولپنډۍ په شمالي برخو كي د پاكستاني پوځ يوه لويه اډه ده.
په جګو_جګو دېوالونو چاپېر او بره ۱۸ هكټاره مځكه كمپ كي دفترونه، د وسلې او سامانونو يو لوى ګودام، ګاراج چي پكښي ۳۰۰ لارۍ موټران او نور ځايېږي د ۵۰۰ كسانو لپاره د اوسېدني ځاى او د روزني سيمه سته.
د دې څانګي د ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۸۸ پوري قومندان بريګيډير يوسف په خپل كتاب كي ليكلي دي چي د دې څانګي درې ډلي وې: عملياتي څانګه، عملياتي جاسوسي، پلان جوړونه، د هدفونو ټاكنه او د مجاهدينو ډلو ته د دندو سپارل. د لوژستيك څانګه د سامانونو او وسلې د ترلاسه كولو او پر مجاهدينو د هغه د وېشلو مسئوله وه. د رواني جګړې څانګه چي په سرحد صوبه كي كي يې درې راډيويي اسټيشنونه وه، دې څانګي د بيورو په پېښور، كويټه او نورو ښارونو كي خپلي فرعي څانګي درلودې. د آى ايس آى يوه بله څانګه چي د افغانستان د څانګي د افغان بيورم څخه جلا وه، د سي آى آې د وركړيو پيسو څخه به يې خوراكي توكي او كالي رانيول او مجاهدينو ته يې وركول.
افغان مقاومتي خوځښت چي پر اوو لويو سياسي ډلو وېشل سوى وو، تر ټولو لويه اډه پېښور وو، په دوى كي له يوه پرته نور ټول سني ګروپونه وه چي په ۱۹۷۸ كي له كمونيستي باڅون وروسته رامنځته سوي وه. له اوو څخه څلور ګروپونه بنسټپاله وه، لومړى ګروپ د اسلامي حزب و، تر ډېرو له پښتنو جوړ د دې ګروپ مشر ګلبدين حكمتيار په لاس كي وه چي د امريكې او لوېديځ كلك مخالف وو، د دې بنسټ په ۱۹۶۸ كي اېښودل سوى و، خو په ۱۹۷۹ كي مولوي يونس خالص ورڅخه جلا سو او خپل ګروپ يې جوړ كړ چي پكښي ختيځوال افغان قبايلو ګډون درلود. د حكمتيار ګروپ ډېر لوى او ډېر بنسټپاله و چي له افغانستانه يې د يو ګونديز اسلامي دولت جوړول غوښتل او د كرهڼيزو سمونونو ترڅنګ يې د ټولو صنعتونو ملي كول هم غوښتل. دوى له نوري اسلامي نړۍ سره نيژدې اړيكى غوښت او د پوځيانو شمېر يې له ۱۵ څخه تر ۲۰ زرو پوري وو.
چي پكښي څلور زره هر مهال چريكان وه، د حكمتيار د كار سيمه تر ډېره د هيواد سويل ختيځه سيمه وه خو په ننګرهار، كندز، لغمان او بغلان كي يې هم ډېر عمليات كول. د خالص ګروپ هم تر ډېره پښتون وو او د اسلامي دولت دجوړېدو پلوى و خوپر عين مهال ترقي خوا او له لوېديځ سره د اړيكو غوښتونكى وو. د ده د پوځيانو شمېر هم له ۱۵ څخه تر ۲۰ زره پوري وو چي پكښي درې نيم زره هر مهالي چريكان وه. د دې ډلي تر ټولو مهم سيمه ايز قومندان جلالدين حقاني وو.
د خالص د كار سيمه په ختيځ كي ننګرهار، پكتيا، پكتيكا او د كنړ ولايتونو ترڅنګ د جلال آباد ښار وو.
درېيم ګروپ چي غير پښتون و او يو مخ د بدخشان او پنجشېر درې له تاجكانوجوړ وو. جمعيت اسلامي و چي مشري يې د برهاندالدين رباني په لاس كي وه هغه د افغانستان په يوه دولتي موسسه كي د اسلامي قانون پروفيسر پاته سوى وو او يو منځلارى مسلمان وو. د لوېديځ په اړه د ده دريځ نرم وو، د دې ګروپ مشري تر ډېره د كسبكاره او سودا لرونكيو خلكو په لاس كي وه، له سياسي او پوځي ليدلوري دا ګروپ خورا منظم و، د دوى د سرتېرو شمېره ۶۰ زره وه چي پكښي له ۱۲ څخه تر ۱۵ زره پوري هرمهالي چريكان وه، د دې پوځي واګي د احمدشاه مسعود په لاس كي وې او د كار سيمه يې تر ډېره ځايه د پنجشېر دره وه خو په بدخشان، بغلان، كندز، بلخ، سمنګان او هم كابل، هرات، فارياب، جوزجان او فراه كي يې هم عمليات كول.
څلورم بنسټپاله ګروپ اتحاد اسلامي وو چي د سعودي عرب ملاتړ ورسره و، د څو سوو بنسټپالو څخه جوړ دې ګروپ مشري د عبدالرسول سياف په لاس كي وه، په پيل كي دا د څو ګوندونو پيوستون و چي وروسته څو برخي سو او پكښي يو د سياف په لاس كي پاته سو، د دې ګروپ د سرتيرو شمېر له ۶ څخه تر ۱۵ زورو په منځ كي وه او عمليات يې تر ډېره په ننګرهار، پكتيا، پروان او كابل كي وه.
پاته درې ګروپونه منځلاري ګڼل كېده، په ۱۹۷۸ كي له كمونيستي پاڅونه وروسته په پېښور كي جوړ سوي وه، په دوى كي لومړى ګروپ د محاذ ملي اسلامي وو چي په ۱۹۷۹ كي جوړ سو، د دې مشري پير ګيلاني په لاس كي وه، او نوموړى د اساسي قانون له لاري د جلا وطنه پاچا ظاهر شاه پاچا كول غوښتل. د دىو د چريكانو شمېر ۱۵ زرو تنو ته نيژدې و، چي پكښي دوه زره هر مهالمي منظم وه. دا تر ډېره له پښتنو جوړه وه، دوهم منځلارى ګروپ د نجات ملي اسلامي جبهه وه چي مركز يې د هيواد سويلي برخه وه، دا په ۱۹۷۸ كي يوه روحاني لارښود صبغت الله مجددي جوړ كړى و، دا ګروپ د اسلامي لارښوونو په رڼا كي د جمهوري نظام د رامنځته كولو پلوى وو او سوچ يې لوېديځ پلوه وو، د دوى د سرتيرو شمېر د ۸ څخه تر ۱۵ زرو وو چي د كنړ او كندهار په ولايتونو كي يې فعاليت كاوه.
په منځلارو ګروپونو كي تر ټولو لوى د اسلامي انقلاب حركت و چي په ۱۹۷۸ كي مولوي محمدنبي (د ملي شورا پخوانى غړى) له خوا جوړ كړل سوى و، په دې كي پښتنو او ازبكو ګډون درلود، دا ګروپ د جمهوري نظام او د نورو هيوادونو په برخه كي د ناپېيلتوب پلوى وو، د دې ګروپ د سرتيرو شمېر نيژدې ۳۰ زره وو چي په لوګر، غزني، فراه، هرات او كابل او همدار راز په پكتيا، هلمند او كندهار كي فعاله وه.
د دوى ترڅنګ څو كوچني شيعه ګروپونه هم وه چي پكښي ځينو ل اېران سره اړيكى درلود، په دوى كي لومړى د حزب الله ګروپ و چي له اېران سره يې د افغانستان پيوستون غوښتئ، د دوى ټوله شمېر ۴۵۰۰ وو او په لوېديځ افغانستان كي فعاله وو.
له اېران سره د پيوستون پلوى يو بل ګروپ د محسن رضا تر مشرۍ لاندي د سپاه پاسداران هغه و، له دوى سره د اېران ملاتړ ورسره و او د غړو شمېر يې له ۳ څخه تر ۸ زره وو چي په هرات، هلمند، جوزجان او باميانو كي فعاله وو.
درېيم شيعه ګروپ شورا وو چي مشري يې سيدعلي بهشتي كول، دوى غوښتنه درلوده چي د افغانستان په مركزي برخه كي دي هزاره وو ته خپلواكي وركړل سي، د خپلو څلور او اتو زورو ترمنځ غړو سره دا ګروپ په بلخ، بغلان، باميان او غزني كي فعاله و.
څلورم ګروپ د حركت اسلامي و، دوى هم له افغانستان څخه د يو بنسټپال اسلامي دولت جوړول غوښتل، د شېخ محسني تر مشرۍ لاندي دې ګروپ سره ۱۲ زره چريكان وه او په بدخشان، بلخ، جوزجان او فارياب كي فعاله وه.
د اوو سرو لويو ګروپونو په منځ كي د مرستي فضا كمه وه، د دوى قبيلوي تربګنۍ، د اسلامي فقي بېلا بېلي درجې او د بېلا بېلو ټولنيز شاليدونو له امله د اختلاف ښكار ګرځېدلي وه. بيا هم په ۱۹۸۵ كي دې اوو ګروپونو يو اتحاد جوړ كړ چي د جګړې د پاى ته رسېدو تر وخته وپايېد.
نور بيا