
بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده.
الله تعالی فرمايي :
(یا ایها الذین امنوا ان جاء کم فاسق بنبا فتبینوا ان تصیبوا قوما بجهالة فتصبحوا علی ما فعلتم في انفسکم نادمین) ( ای مؤمنانو ! که تاسوته کوم بدکاره کوم خبر راوړ نو پلټنه يې وکړئ هسې نه چې چاته په ناپوهۍ زیان ورسوئ اوبیاموچې دخپلو ځانونو په هکله څه کړي وي پرې پښېمان شئ ) .
زه ( مسلم دوست ) دمعلومو ظروفو له کبله دغرونو په داسې سیموکې اوسېږم چې نه انټرنټ شته اونه رسنیوته لاس رسی. خوپه ډېرځنډ کله ناکله له رسنیو څه ناڅه معلومات راځي . یوچاراته له انټرنټ نه ددوه مضمونونو انځورونه راوړل چې دواړه په (روهي) ویبپاڼه کې خپاره شوي دي . یوپه ۲۷/۷/ ۲۰۱۵ داحمد مسیح په نامه اوبل په (۲۸) دسید حسن په نامه لیکل شوي دي . په دواړوکې يې بې له کوم دلیل اوماخذ نه په ماتورلګولی چې ګنې ماخلکوته ویلي چې راځئ دولة الاسلام تاسوته پنځه سوه ډالر درکوي !!! اوبله دا چې د امارت اسلامي د طالبانو ښځې اولوڼې به بهرنیانوته ورکوو (العیا ذبالله). دا چې نوموړو زما په هکله ډېره سپکه ژبه استعمال کړې ده الله تعالی دې ورسره پوه شي، زه يې ځواب نه ورکوم او د امام شافعي رحمه الله داشعرونه ورته وایم چې هغه وايي:
يخاطبني السفیه بکل قبح فا کره ان اکون له مجیبا
یزید سفاهة وازید حلما کعود زاده الاحراق طیبا
یاداچې :
اذانطق السفیه فلاتجبه فخیر من اجابته السکوت
فان کلمته فرجت عنه وان خلیته کمدا یموت
خو همدومره وایم چې داسلامي امارت طالبان خولا څه چې دهېڅ یو مسلمان اوپتمن په هکله زه دهغه په پت اوعزت تېری نه ويلی. نه لیکلی اونه زغملی شم بلکې د نورو پت خپل پت ګڼم اوپه کلکه ترې دفاع کوم .
داهم باید ووایم چې زه نه چاته پیسې ورکولی شم اونه يې لرم. ماهیڅکله له خپل نامه پرته په بل نامه نه کوم کتاب اونه مضمون ليکلی، زه چې هرڅه لیکم ښه څرګند اوپه خپل نامه يې لیکم . زما لیکدود اوژبه ټولو هغو لوستونکیو ته معلومه ده چې زما لیکنې يې لوستي دي. که نورنه پوهېدئ زما د لیکنو په هکله د شک په وخت کې استاذ صمیم استاذ رفیع کاروان صاحب، استاذ نثار او سمیع یوسفزی صاحب وپوښتئ چې زما لیکدود، ژبه، لهجه، مفکوره اوګروهه ورمعلوم دي. زمونږ قسم خوړلي ګونډي استخبارات اودهغوی ګوډاګیان زمونږ دبدنامولوهڅې کوي چې دکونړ د جماعة الدعوة ( دای ایس ای د جاسوسانو) زمادخپل لستوڼي د یوکرغېړن مار او د ډېرو معلومات يې مونږ ته شوی دی. دهغوی ځواب به په لیکلونه وي . دروهي ویبپاڼې له مسئولینو نه هم داهیله لرم چې بې دلیله خبرونه، چاته ښکنځل کول، سپکې سپورې اوچټي خبرې خپرول دقلم اولیکوالۍ عفت ړنګوي اوپتمن داسې نه کوي .
دامارت اسلامي او هر اسلامي تنظیم هغه مجاهدين چې دپرديوله اوامرو پرته دخپل دین ، وطن ، ویاړونو او ارزښتونوپه دفاع کې راپاڅېدلي ، زمونږ ورونه دي . اوهغه خلک چې دپاکستاني استخباراتو(ای ایس ای ) یا نورو پردیولپاره جنګېږي هغوی نه مجاهدین اونه مسلمانان دي .او دادې هم څرګنده وي چې مونږ اسلامي دولت سره داسلام لپاره یوځای شوي یو، که د اسلامي دولت په نامه هرڅوک هره ناروا وکړي اویا زمونږ ددین ، وطن ، ویاړونو او ارزښتونوپه خلاف کوم عمل ترسره کړي زه ترې بېزاریم .
مسلم دوست