ملا اخترمحمدمنصورته پرانيستی ليک


ښاغلی ملا اخترمحمدمنصورصاحب!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته امابعد:
محترمه :که د لاندينيوټکوپه اړه وضاحت وکړۍ!فکرکوم دابه دوخت سره مناسب کاروي.
۱ : دا چې کلونه کېږي ملاصاحب وفات شوی دی،خوبياهم ستاسو له لوري اعلاميېنشرېدې چې نوموړی ژوندی دی.آيادغسي دعوه دروغ نه ده؟آيادغسي دروغ په شريعت کې جوازلري؟که يې نه  لري نوولي تاسوددغسي يوهنارواعمل ارتکاب کاوو؟اوکه يې لري،نولطفادليل يې وښاياست!
۲ : ستاسو له لوري  دمشرملاصاحب ترمړيني وروسته دهغه  په نوم د اختر اوداسې نورو پيغامونو دخپرولوپه اړه څه واياست؟
آيادا پرملاصاحب افتراءنه ده؟آيادامسلمانانوته بياپه تېره خپلوملگروته دوکه ورکول نه دي؟آياددغسي دوکې اسلام اجازه درکوي؟
۳: مسلمان ته دومره ستر دروغ جواز لري؟
۴:پرتاسوداسې  شک کېږي چې مشرملاصاحب تاسووژلی دی؟ددغي خبري په اړه کوم قناعت ورکوونکی ځواب لرئ؟
آيادملاصاحب دمرگ ترتائيدوروسته ستاله خوا دځان ټاکنه ددې خبري تائيدنه
کوي چې په رښتياښايي تاسووژلی وي؟
۵:تاخودځان لپاره درئيس جمهور په توگه دوه معاونان ټاکلي دي،له دېمعلومېږي چې ته ځان دباچاپه څېربولې،نوآيادافغانستان باچا په کوټه کېمقررېدل به افغانانوته دقناعت وړوي؟اوآياپرداسې  يوه پاچابه افغانان باوروکړای شي چې په کوټه کې يې ځانټاکلی وي او دآی اس آی سره په اړيکو لرلواوپه قاچاق بری  تورن وي ؟
۶: داميرالمؤمنين لپاره خوتقوی ضروري ده، آياستاسوپورتني کارونهدوکه،دروغ اوافتراوي نه دي؟که وي نوآياستاسودتقوی صفت ترسوال لاندي نهراځي؟
۷:آياستاسوله خوا دوړاندينيوکارونودسرته تررسولووروسته به پرتاسوخلک باور
وکړای شي چې ستاسوله لوري ورسره دوکه نه کېږي اودروغ نه ورته ويل کېږي؟
۸:اميرالمؤمنين بايد يووي؟
تاسو خوپه داسې  حال کې ځان اميرالمؤمنين اعلان کړچې دداعش مشرالبغدادي
ترتاسومخکې ټاکل شوی دی.
نوآياستاسودپخوانۍ فتوی مطابق تاسوته باغيان نه ويل کېږي؟
هيله ده ددغوخبروجوابونه راکړۍ!
والسلام
ومن الله التوفيق
په احترام
مولوي عبدالصمدحقاني