
په افغانانو کې یو مشهور متل دی چې ( هېڅ ژوندی ښه نه دی او هېڅ مړی بد نه دی)
ملا صاحب محمد عمر مجاهد هغه شخصیت وو چې د تیرو دوه لسیزو راهیسې یی د افغانستان په معاصر تاریخ کې ډير بارز رول ولوبوه د هر چا به خوله د ده نوم وو او خاصتاً په اخره لسیزه کې د نړۍ په سطحه د اسامه بن لادن وروسته ډیر یاد شو. ملا محمد عمر هغه څوک دی چې د ظلم او استبداد په ضد یې مبارزه شروع کړه او د کفر او زبرځواک په مقابل کې هم تر خپله وسه وځلید.
زما ښه یاد شي چې کله مقدس جهاد خپل اختتام ته ورسید یعنی شوروي شکست وخوړ، زمونږ رهبرانو د ډیر لږ نوم، پیسو او قدرت د پاره په خپلو کې یو بل ته لاسونه ورواچول . که چېرته رهبر په خپله د چا لور یا زوی ته لاس نه وي اچولې خو د دوی ملاتړو چې د مجاهد مقدس نوم ورپوری تړلی وو، دا کارونه شروع کړل. زما یو ملګری چې د شمالی دی، په هغه وخت کې مونږ په پېښور کې د مهاجرت ژوند کاوه یوه قیصه وکړه. قیصه مختصره او څه داسې وه چې دوی د لاجوردو او نورو کاڼو کاروباریان وو. د دوی د شریکوان زوی حزب وحدت په کابل کې اختطاف کړ. دی وایې مونږ چې کله ورسره د پیسو له لاری د هلک د پریښودو خبره خلاصه کړه نو د هلک د تسلمیدو د پاره یې راته وویل چې زمونږ ځای ته به راځۍ وایې په ډیره ویره د هغه وخت په لنډ کروزر رقمه جیب کې ورغلو. په ډیره ویره مو پیسی ورکړی او هلک مو موټر کې کېنوه. زړه مو وو چې په ډیر سرعت د دی ځایه ووځو چې پدی کې راباندې همدغه قومندان غږ کړ چې صبر چای مو ونه څکه دا تحفه له ځان سره واخلۍ. مونږ هم د ډیری ویری چې څه مو نه شو ویلای هغه کارټن رقمه ډالۍ مو تری راواخیسته، او له هغه ځایه مو په ډیر سرعت سره حرکت راوکړ. کله چې د دوی د دغه منطقی نه راووتو نو احساس مو وکړ چې د دغه کارټن نه ډیر بد بوی راځي. لنډه دا چې موټر مو ودراوه او د کارټن سر مو خلاص کړ.ومو کتل چې به کارټن کې د ښځو سینی او فرجونه چې دوی تری پری کړی وو اچولي وو. دا یوه بیلګه چې موثق ثبوت یې لرم. او داسې نور غیر انسانی ظلمونه چې قیصی به یې مونږ ټولو اوریدلي وي روانی وی. پدغه وخت کې د پنځو شپږ ملایانو یوه وړه شورا جوړه شوه چاته یې عذر وکړ چاسره جنګ او د وخت په تیریدو په دی ټولنه کې یو قوي ځواک شو.
د پورته قیصی او همداسې نورو قیصو عملي کوونکې یې د سپو په مرګ ووژل او ټولنه یې یو اسلامی نظام پلی کولو ته برابره کړه. د دوی څه سیاسي اشتباهات څه ناپوهي او څه د افغانانو خپل منځي اختلافات مختصر هر څه چې وو افغانان یې تری متنفره کړل. پدی کې د ډیموکراسی سپه سالار چې پخپله دیکتاتور دی خو بل ته د ډیموکراسی درس ورکوي. په ناحقه په وچ زور دی هېواد ته را داخل شو د دغه ملا صاحب دسترخوان یې ورجمع کړ. د دی ملا صاحب ځواکونه زیاتره د بي ۵۲ په بمباریو کې، په شمال کې پلی ځواکونو او نورو په وسیله له منځه لاړل. د ظلم او استبداد قواوی د بي۵۲ د سیوری لاندی بیا عملی میدان ته راداخلی شوی او په خپلو زړو قصدونو ، پورونو اوغچونو په اخیستو یې یو ځل بیا شروع وکړه دا ځل د نوي تاکتیکونو سره راغلل. دلته بیا د یوی قیصی ذکر ضروری بولم.
د کونړ خلک زیاتره پکول په سر کوي. دوستان مې وایې کله چې به امریکایانو ته چا احوال ورکړ نو ناحقه به یې هغه شکمن کسان راپورته کړل او د دی نه مخکې چې کوم بل کار یا پوښتنه تری وشي پکول به یې ورته په مخ راکش کړ او په سوکانو او لغتو وهلو باندی به یې شروع وکړه.
څو دقیقی وروسته چې به یې تری پکول لری کړ نو د مخ سر نه به یې سری غوښی جوړی وی. په دوه زره او څلور کال کې کابل ته د لومړی ځل د پاره راغلم په ښار کې د فروشګاه مخې ته دوکانونه وو به سرک واوری پرتې وی په دغه وخت کی مې پام شو چې د پنجشیر یو ځوان د پکتیا یا پکتیکا یو مشر سړی په خوله په بوکس ووهه دا سړی چې د قد نه ډیر اوچت وو په ځمکه راولوید او هغه غټه لونګۍ چې د دی د سر تاج وو په ځمکه لکه د ټیر روانه شوه او بند په بند خلاصیده. کله چې خلکو د دی غښتلې ځوان نه د دی ګوزار پوښتنه وکړه. وی ویل ( بیناموس به شانه مرا زد) یعنی په اوږه یې ووهلم. د کابل نه به یو جهادی قومندان ۳۰۳ او کاسټری به یې په رڼا ورځ له جینکو ډکولی او باګرام ته به یې وړلی.
زما ښه یاد شي چې د امریکا یو قومندان په همغه اولني کلونو کې وویل چې مونږ کله طالب ولو لکه څوک چې ځنګل کې ښکار کوي یعنی ډیر خوند تری اخلو. بیا یې ورته وویل ولي؟ دی په ځواب کې ورته وویل چې هغوی په ښځو ظلم کوي. داسې بیشمیره او نه هیردونکې ظلمونه یې وکړل چې په دی وخت کې بیا د یو مسلح اپوزیسیون اړتیا احساس شوه. چې یو ځل بیا ملا صاحب چې تیار په سنګر کې وو خو لږ څه ضعیفه بیا قوت واخیست او د ټولنی هغه رټل شوي ځوانان چې هېڅ چا نه خپلول په ځان راغونډ کړل. د همدغه ملاصیب په برکت باګرام ته په رڼا ورځ د ښځو وړل بند شو. هغه ځوان چې لونګۍ غورزول به یې تصادف ګڼه د صلحی شورا مشری ورپه غاړه شوه یعنی زور یی ولید. هغه کابل چې په اقتصادی او علمی او صحی لحاظ کم بدلون مونده او په کلتوري او ډیموکراټیک لحاظ ډیر په تیزی روان وو سفر یې ور تت کړ.
ملا محمد عمر اخوند چې د تیر یو نیم کال څخه زمونږ په منځ کې نشته خو ملاتړي یې هماغسی منظمه اوقوي په حرکت کې دي چې د څلویښتو هېوادونو کش وپش د چم ګاونډ سپیتوب هم ونه کړای شو چې په څو ډلو یې لکه د مجاهدینو وویشي. زما په شخصی نظر چې د تیر څو بدبختو لسیزو په جریان کې مې هلکتوب ځواني او اوس د عمر د پخوالي په طرف په حرکت یم. د ملا صاحب محمد عمر په شان یو قوي مدیر په خپل عزم او هوډ ولاړ انسان او یو ډير ساده پټان او مسلمان په دیرشو کلونو کې ونه لیدو. که څوک دا وایې چې قدرمن کرزي صیب به په قراقولي او چپنی او اشرف غني صیب به په خپلو دوکتوراګانو دا هېواد د رزیلو شرمښانو او د نړیوال زبرځواک نه لږ په ارام کړی وای نو شاید سهوه کوي. دی کې هېڅ شک نشته چې کله یو ناتوانه او د بدن نه ضعیفه انسان د یو جابره او ظالمه خان د راپرزولو هوډ وکړي. هغه مجبوره دی چې د بل نه د هغه په شرایطو کومک واخلي. نو که هغه ګاونډی چې ده سره مرسته کوي یو پسته او تجربه شوی رزیل هم وي بله چاره نه لري. وایې کله چې څوک سیلاب واخلی بیا خس ته هم لاس اچوي. که چېرته ملا صاحب د خپل قدرت په اوج کې سیاسي غلطی نه واي کړي نو هم به د ده سر ګذشت هم داسی وو.ځکه په کومه ایډیالوژۍ چې دا روان وو هغه په هېڅ صورت نړیوالو ته د منلو وړ نه وه. ډیره ګیله به دا وي چې پښتونواله پکې کمه وه. خو زما په فکر اوس چې امریکایان کونړی نیسي اول تری پوښتنی کوی او تر څو چی یی پوره معلومات نه وي ترلاسه کړي عملیات نه کوي کابل کې چې چا سره پښتو وايې نو ځواب یې سم درکوي خبری یې اوریدل کېږي. نړیوال په ثبوت سره پوهه شو چې پښتنو سره زور نه کېږي. د دی ټولو کریډیټ خو باید ورکړو. که چېرته د مزاري او نورو ورځ لمانځل کېږي. او چوکونه یې په نوم کېږي. دا خو نړیوال شخصیت وو. دوه لسیزی یې دنیا په ګوته وګډوله خپل شهامت یې وروښود. په اخره کې باید ووایم اول دا چې مړي پسی څوک بد نه وایي دوهم دا چې هغه څه چې د نه وی کړي او خلکو او استخباراتو ورپسې تړلي وي .الله دی ورته مغفرت وکړي، د افغانستان د تاریخ یو قوي باب وو، وتړل شو خو لاره به یې دوام لري.
مننه!